امنیت

د جیګپوړي اورپکي قوماندان وژنې تهران ته سخت خبرداری ورکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۳مه اخیستل شوی، د بغداد هوایي ډګر څخه بهر د توغندیو په وسیله د ویشتل شوي یوه موټر پاتې شوني لیدل کیږي. د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د ایران له خوا د حمایه کېدونکې یوې عراقۍ ملېشې له غړو سره یوځای د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. [د عراق د لومړي وزیر د رسنیو دفتر]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۳مه اخیستل شوی، د بغداد هوایي ډګر څخه بهر د توغندیو په وسیله د ویشتل شوي یوه موټر پاتې شوني لیدل کیږي. د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د ایران له خوا د حمایه کېدونکې یوې عراقۍ ملېشې له غړو سره یوځای د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. [د عراق د لومړي وزیر د رسنیو دفتر]

بغداد -- د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې له خوا د جمعې په ورځ /د مرغومي ۱۳مه/ د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني وژنه په منځني ختیځ او بهر کې د اورپکۍ او اختلاف په کرلو کې د تهران د لسیزو اوږدې پالیسۍ یوه مهمه نقطه په ګوته کوي.‌

د جمعې په ورځ وختي، د بغداد په نړۍ وال هوايي ډګر پرله پسې توغندي ولګېدل او د حشید الشابي اړوند یو کاروان یې وویشت. دا د عراق یو نیمه نظامي ځواک دی چې له ایران سره نژدې اړیکې لري. سلیماني -- چې د ایران له ډېرو غښتلیو څېرو څخه ګڼل کېده -- د دغو موټرو له جملې څخه په یوه کې سفر کاوه.

یوازې څو ساعته وروسته، دواړو حشید او اسلامي انقلابي ګارډ چې د تېر غوایي په میاشت کې، د لسیزو له اوږدو ناوړو کارونو څخه وروسته، یو ترهګر تنظیم ونومول شو، د دغه قوماندان وژنه تایید کړه.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل چې سلیماني «تل داسې پلانونه جوړول چې په عراق او ټوله سیمه کې په امریکایي دپلوماتانو او کارکوونکیو باندې بریدونه ترسره شي.»

په دې عکس کې، چې د زمري په میاشت کې اخیستل شوی، د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د سوریې په جنګ کې د وژل شویو کسانو په یاد جوړه شوې غونډه کې د برخه اخیستنې پر وخت لیدل کیږي.‌ سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې ووژل شو. [آرشیف]

په دې عکس کې، چې د زمري په میاشت کې اخیستل شوی، د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د سوریې په جنګ کې د وژل شویو کسانو په یاد جوړه شوې غونډه کې د برخه اخیستنې پر وخت لیدل کیږي.‌ سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې ووژل شو. [آرشیف]

یو عکس چې د لړم په میاشت کې په ایران کې د نا ارامۍ په ترڅ کې په ټولنیزو رسنیو خپرېده د دغه هېواد زیاتېدونکی اقتصادي بحران یې په ګوته کاوه. د سلیماني پرېکړو او عملونو د ایران له منزوي کېدلو او د بندیزونو له لګېدلو سره ډېره مرسته کړې وه چې د دغه هېواد اقتصاد یې ور ویجاړ کړ. [آرشیف]

یو عکس چې د لړم په میاشت کې په ایران کې د نا ارامۍ په ترڅ کې په ټولنیزو رسنیو خپرېده د دغه هېواد زیاتېدونکی اقتصادي بحران یې په ګوته کاوه. د سلیماني پرېکړو او عملونو د ایران له منزوي کېدلو او د بندیزونو له لګېدلو سره ډېره مرسته کړې وه چې د دغه هېواد اقتصاد یې ور ویجاړ کړ. [آرشیف]

هغه وویل هغه «دا پرېکنده دفاعي کار د دې لپاره ترسره کړ چې د قاسم سلیماني په وژلو سره په بهر کې د متحده ایالاتو منسوبین خوندي کړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د جمعې په ورځ یې له سي اېن اېن سره خبرې کولې، وویل، سلیماني «په سیمه کې د کارونو د ترسره کولو لپاره پلانونه جوړول -- دا یو لوی کار وو -- چې که د سلګونو نه وای د لسګونو امریکایانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی و.»

پومپیو د سلیماني د پلان په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل، «مونږ پوهېږو چې هغه ترسره کېدلو ته نژدې وو.»

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۲مه/ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر خبرداری ورکړ چې که متحده ایالات داسې معلومات ترلاسه کړي چې د بریدونو پلان نیول کیږي، هغه به بې له شکه په «وقایوي عمل» لاس پورې کړي.

ایسپر وویل، تېره اونۍ په کرکوک کې په یوه بیس د یوه ایران پلوه ګروپ له خوا د یوه راکټي برید په ترڅ کې د یوه امریکایی قراردادي وژنې وښودله چې «لوبه بدله شوې» ده.

ایسپر د ایران مشرتابه ته په خطاب کې وویل، «زمونږ پر ضد د بریدونو ځواب به په خپل وخت، طریقه او چېرې چې مونږ وغواړو، ورکول شي. مونږ په ایراني رژیم باندې تاکید کوو چې خپل مضر فعالیتونه پای ته ورسوي.»

سیمې ته خطر

قدس ځواک، چې د عربي له بیت المقدس څخه اخیستل شوی، په بهرنیو ماموریتونو کې مهارت لري، چې د لبنان د حزب الله او د فلسطین د حماس ډلو په شمول افراطي ګروپونو ته روزنه، پیسې او وسلې برابروي.

سلیماني او د هغه قدس ځواک د سوریې په کورنۍ جګړه کې د سوریې د رژیم په ملاتړ کې مهم رول درلود.

قدس ځواک د خپل سیمه ییز نفوذ د پراخولو او د خپل حاکمیت د ټینګولو لپاره د خپلو هڅو په لړ کې، افغان، پاکستاني، عراقي او یمني ځوانان استخداموي چې په سوریه کې د هغه د ګټو د ساتنې لپاره جګړه وکړي.

د دې یو ثبوت فاطمیون لوا دی چې په دغه واحد کې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۶ تر منځ کلونو کې خواوشا ۵۰ زره افغان کډوال استخدام شوي چې په سوریه کې جنګ وکړي. بل یې زینبیون غونډ دی چې په کې استخدام شوي پاکستاني عناصر د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا روزنه او وسلې ترلاسه کوي او بیا د ایران له خوا سوریې ته بوول کیږي چې هلته د اسلامي انقلابي ګارډ د اړوندو نورو ګروپونو او د سوریې د رژیم تر څنګ جګړه وکړي.

د ملي امنیت ریاست پخواني رییس رحمت الله نبیل په یوه ټویټ کې ولیکل، «سلیماني د ایران د ګټو یوه شتمني وه خو د سیمې لپاره یو ګواښ وو. هغه په سیمه کې د نیابتي جګړو د متفکرو مغزونو له جملې څخه یو وو. فاطمیون، زینبیون، حیدریون او حسینیون هغه ډلې دي چې هغه په وروستیو کلونو کې جوړې کړې دي.»

اسلامي انقلابي ګارډ‌ په تېرو څو لسیزو کې په ۱۳۷۵ کې په سعودي عربستان کې د خبار برجونو د بمي بریدونو،‌ په ۱۳۷۳ کې په بونیس ایرس کې د یهودانو په یوه ټولنه باندې د یوه ځانمرګي بمي برید، او په ۱۳۶۲ کې په بیروت کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک په بارکونو باندې د لارۍ بمي بریدونو په شمول، په منځني ختیځ او بهر کې په ډېرو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.‌

وروستۍ کړۍ

د مرغومي په لومړیو کې په بغداد کې د متحده ایالاتو په سفارت د یوې ډلې برید چې د راپورونو له مخې سلیماني طرحه کړی وو، په ۱۳۹۸ کې د متحده ایالاتو ضد پارونو د اوږدې لړۍ وروستۍ کړۍ وه.‌

د مرغومي په ۶مه، د سلیماني د قدس ځواک تر مشرۍ لاندې یوې عراقۍ ملېشې د متحده ایالاتو په پوځي منسوبینو باندې د راکټونو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو امریکایي ملکي کس ووژل شو او څلور امریکایي عسکر او دوه عراقي پوځي منسوبین ټپیان شول.

د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، د ایران له خوا حمایه کېدونکیو شیعه ملېشو په عراق کې د امریکایي ځواکونو په اډو باندې د لیندۍ د ۱۸مې، د لیندۍ د ۱۴مې، د لیندۍ د ۱۲مې او د لړم د ۱۸مې په شمول مکرر بریدونه ترسره کړل.

د وږي‌ په میاشت کې، یو شمېر توغنديو چې تر ډېره باور کیږي چې ایراني وو د سعودي عربستان تر ټولو لویې د تېلو ساحې وویشتلې چې په لنډمهاله توګه یې د د دغه هېواد د تېلو تولیدات او صادرات ودرول.

په تېر چنګاښ کې، یوې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې، وروسته له هغه چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري ځواکونو په ناقانونه توګه یوه برتانوۍ ټانکر بېړۍ ونیوله، له هورموز تنګي سره نژدې یوه امریکایي جنګي بېړۍ وګواښله.

د غبرګولي په ۲۰مه، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د تنګي دپاسه یوه امریکایي بې پیلوټه الوتکه وویشتله.

د اوړي په اوږدو کې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په مکرر ډول له تنګي سره نژدې ټانکربېړۍ له خطر سره مخامخ کړې. د غبرګولي په ۲۳مه، په کوکوکا کریجیوس او فرنټ الټایر باندې په عمان خلیج کې بریدونه وشول. وروسته د متحده ایالاتو اردو داسې ویډیو خپره کړه چې ښودل یې چې یوې ایرانۍ د ګزمې بېړۍ له یوې ټانکر بېړۍ څخه «ناچاوده چسپکي ماین» لیرې کاوه.

په کور کې ستونزې

په منځني ختیځ کې د سلیماني له ویاړلي انځور سره سره، د هغه پرېکړو او عملونو د ایران له منزوي کېدلو او په دغه هېواد باندې د بندیزونو له لګېدلو سره ډېره مرسته کړې وه چې اقتصاد یې ور ویجاړ کړ.

هغه دا کارونه په داسې حال کې کول چې په هېواد کې دننه یې په هکله ناخوښي موجوده وه او له هېواد څخه بهر د سلیماني د کارونو په هکله انتقادونه کېدل.

ویل کیږي چې د ایران د اصلاح غوښتونکیو او سخت دریځو مشران دواړه له هغه چلند څخه چې د اسلامي انقلابي ګارډ مشرتابه د بهرنیو چارو په برخه کې ترسره کاوه، ناخوښه ول، او ویل یې چې دغه ډول چلند د هغوی هېواد له لا نورې انزوا او اقتصادي بحرانونو سره مخامخ کوي.

په یوه پیغام کې چې په دولتي تلویزیون خپور شو، د ایران ستر مشر علي خامنه اي وویل چې په ۱۳۹۸ کال کې اقتصادي سختۍ چې ایرانیان ورسره مخامخ دي د دغه هېواد تر ټولو لویه او عاجله ستونزه ده.

ایراني مقامات د اقتصادي بحران په نتیجه کې د رامنځته شویو لاریونونو چې د لړم په میاشت کې پیل شول، د ځپلو لپاره «سخت عملیات» ترسره کوي،او په زرګونو لاریونوال، ژورنالستان، د بشري حقونو فعالان او محصلان یې نیولي دي.

ایراني سیاستوالو په هغو راپورونو باندې چې سلیماني له سیمې څخه جیګپوړو چارواکو ته لېږل بې باوري ښودله او «ګمراه کوونکي» او «د یوې غلطې ستراتیژي» په اساس یې بلل.

ایرانیانو د سلیماني په هغه کار باندې هم غوسه ښودلې وه چې په ترڅ کې یې اسلامي انقلابي ګارډ د یوې نا اشنا فیصلې له مخې د ایران پلوې عراقۍ ملېشې غړي راوستي وو چې په اوړي کې د سېلاو ځپلیو سیمو د خلکو مخالفتونه پرې وځپي.

د ایران د سیاسي چارو تحلیلګر علي نریماني د لیندۍ په میاشت کې وویل، سلیماني وسله والو ګروپونو ته چې تر ډېره د «غدیو» په ډول کار کوي او ځانګړي عملیات ترسره کوي، لارښوونه کوله چې «په هغو هېوادونو کې چې هغوی په کې فعالیتونه کوي له ګډوډیو څخه په خپله ګټه کار واخلي.»

هغه وویل، هغو ګروپونو په ګاونډیو هېوادونو کې د نفاق تخم وکاره او د هغوی امنیت یې وګواښه، او یادونه یې وکړه چې د هغوی کارونه ایران «د خلیج له ګاونډیانو سره په جنګ کې» ساتي.

هغه زیاته کړه، د سلیماني د قدس ځواک د کارونو له امله «په ایران او د ایران په خلکو باندې بندیزونه ولګول شول چې دغه کار ټولنیز او اقتصادي حالت لا نور ستونزمن کړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلیماني په منځني ختیځ کې یو اتل وو. له بده مرغه چې د امریکایي اشغال له امله مونږ دغه بې جوړې سړی له لاسه ورکړ او مونږ به ژر په منځني ختیځ کې د هغه تشه احساس کړو.

ځواب ورکړئ

سلیماني د ابوبکر البغدادي په څېر غټ ترهګر وو. مونږ له امریکا او په ځانګړې توګه ښاغلي ټرمپ څخه مننه کوو چې د نړۍ دا دوه غټ پرازیتونه یې ځمکې ته ورښکته کړل. ډېر ښه! خدای دې تاسو ته د عزت ژوند درکړي او بریا مو په برخه شه چې نور ترهګر هم دوزخ ته ولېږئ. بغدادي او سلیماني د میلیونونو انسانانو وینه تویه کړې ده.

ځواب ورکړئ

ښاغلی سلیماني د ایران داسې یو غیرمعمول شخص وو چې پرېکړه به یې امریکا لړزوله. په دې کې شک نشته چې د امریکا عمل به بې عکس العمله پاتې نشي.

ځواب ورکړئ

سلیمانی که هرسوک وو خوترامریکاخترناکه نه وو

ځواب ورکړئ