ديپلوماسي

افغان چارواکي له کابل څخه د ایراني جاسوسانو اېستل تایید کړل

د سلیمان راپور

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي د مرغومي په ۱۳مه د یوې امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې له خوا په بغداد کې د اسلامي انقلابي ګارډ د تورن جنرال قاسم سلیماني له وژنې څخه وروسته د امریکا د «جنایتونو» پر ضد یوه لاریون کې برخه اخلي. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي د مرغومي په ۱۳مه د یوې امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې له خوا په بغداد کې د اسلامي انقلابي ګارډ د تورن جنرال قاسم سلیماني له وژنې څخه وروسته د امریکا د «جنایتونو» پر ضد یوه لاریون کې برخه اخلي. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

کابل -- د تېر کال د وروستۍ ربعې په لومړیو کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک دوه غړي له کابل څخه واېستل شول. یوه افغان چارواکي په وروستیو کې تایید کړه چې هغوی په جاسوسۍ او اورپکۍ کې برخه درلودله.

یوه جګپوړي افغان چارواکي د وري په ۲مه ایران انټرنېنشل تلوېزیون ته وویل، افغان حکومت دوه تنه ایراني دپلوماتان چې په افغانستان کې په جاسوسۍ او افرادو ته د وسلو په وېشلو کې ښکېل ول، په بغداد کې د یوې امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې په برید کې د قدس ځواک د هغه وخت د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني له مړینې څخه وروسته اخراج کړل.‌

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دغه «دپلوماتان» د قدس ځواک غړي ول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا راپور نه تایید کړ او نه یې ترې انکار وکړ.‌

د فاطمیون لوا غړي د کب په نیمایي کې د سوریې په حلب کې د ویر د مراسمو په ترڅ کې لیدل کیږي. ډېرې وېرې شته چې په سوریه کې د عملیاتو له پای ته رسېدلو څخه وروسته به ایران د یادې لوا غړي افغانستان ته بېرته ور ولېږدوي. [آرشیف]

د فاطمیون لوا غړي د کب په نیمایي کې د سوریې په حلب کې د ویر د مراسمو په ترڅ کې لیدل کیږي. ډېرې وېرې شته چې په سوریه کې د عملیاتو له پای ته رسېدلو څخه وروسته به ایران د یادې لوا غړي افغانستان ته بېرته ور ولېږدوي. [آرشیف]

د وزارت د ویاند مرستیال منصور خالقیار وویل، «ښایي چې دواړو خواوو ځانګړي ګامونه اخیستي وي یا نه، خو ایران زموږ ګاونډی دی او موږ هڅه کوو چې خپلې ستونزې سره حل کړو.»

د سیاسي چارو یوه شنونکي او د کابل د ولایتي شورا پخواني غړي سید نقیب الله هاشمي وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د عادي ښکاره کېدنې سره سره، ایران داسې فرصتونه لټوي چې د سلیماني د مړینې انتقام واخلي.‌

هغه زیاته کړه، «وروسته له هغه چې سلیماني ووژل شو، ایران په دې لټه وو چې د هغه انتقام واخلي، او په دې کې شک نشته چې دا دوه دپلوماتان یا د انقلابي ګارډ غړي ایران ته په جاسوسۍ کولو او متحده ایالاتو ته د ضرر ور رسولو لپاره په افغانستان کې د خلکو په بې لارې کولو باندې بوخت ول.»

هاشمي وویل، «د افغانستان په مسایلو کې د ایران د لاسوهنې په پام کې نیولو سره، د انقلابي ګارډ د دغو دوو غړو تر څنګ، ښایي ډېر نور داسې کسان وي چې ځانونه یې د دپلوماتانو په جامه کې تېر کړي وي او په تخریبي فعالیتونو کې ښکېل وي چې دا د افغانانو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.»

ملي امنیت ته ګواښ

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي صدیق پتمن په تهران باندې تور ولګاوه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.‌

پتمن وویل، «ایران یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په افغانستان کې په ۴۰ کلنه جګړه کې ښکېل دی.»

هغه وویل، «موږ ډېر داسې شواهد او اسناد لرو چې ښیي چې ایران په افغانستان کې دننه افراد او ګروپونه حمایه کوي او په وسلو سمبالوي، او ایراني پوځي چارواکي چې ځانونه یې د دپلوماتانو په جامه کې تېر کړي دي په افغانستان کې په جاسوسۍ او غیر سیاسي فعالیتونو کې ښکېل دی.»

هغه زیاته کړه، «ایران په افغانستان کې دننه له داسې افرادو او ګروپونو سره کار کوي چې هغوی د ایران د ګټو د ساتنې او د افغانستان د ملي ګټو پر ضد فعالیت کوي.»

د هلمند پخواني مرستیال والي او د پوځي چارو شنونکي محمد جان رسولیار وویل، «د هغو په ډله کې چې افغانستان ته د دپلوماتانو په توګه راغلي دي ډېر د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي دي.»

هغه وویل، تهران «د دغو افرادو په مرسته د حکومت ضد ډلې له کالونو راهیسې حمایه کوي او په پرمختللیو [نظامي] تجهیزاتو باندې سمبالوي.»

رسولیار یوه ایراني ملېشه ګروپ ته چې له افغانانو څخه جوړ شوی دی، په اشارې سره وویل، «همدارنګه هغوی په افغانستان کې دننه افغانان د فاطمیون لوا لپاره استخداموي او په سیمه کې خپلو نیابتي جنګونو ته یې لېږي

رسولیار وویل، «دا هم ممکنه ده چې دواړو اېستل شویو کسانو خلک په وسلو سمبالول چې نوی کورنی جنګ پیل کړي.»

د پوځي او سیاسي چارو یوه شنونکي بریالي هلالي وویل، د ایراني جاسوسانو فعالیتونه د افغانستان ملي امنیت ته یو لوی ګواښ دی.

هلالي وویل، «دا لومړی ځل نه دی چې د قدس ځواک غړو زموږ په هېواد کې د دپلوماتانو په جامه کې عملیات ترسره کړل.»

هغه د ۱۳۹۷ کال یوه سفر ته په اشارې وویل، «پخوا، د قاسم سلیماني مرستیال اسماعیل قاآنی چې اوس د هغه پر ځای کار کوي، د ایران د سفیر د مرستیال په توګه بامیانو ته سفر کړی وو.»

د افغانستان د ډیموکراسۍ د مطالعاتو د سازمان رییس امام محمد وریماچ وویل، تهران دیموکراسي، د بیان ازادي، اقتصادي وده او د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې سبوتاژ کوي.

وریماچ وویل، «پخوا ایران په افغانستان کې د مذهب او قومیت په نوم د خلکو په استخدام او اشخاصو او سیاسي دوایرو ته د پیسو په توزیع کولو کې فعال وو.»

هغه وویل، «هغه اوس په افغانستان باندې د خپل نفوذ په زیاتولو سره افغانستان ته د دپلوماتانو په جامه کې د اسلامي انقلابي ګارډ د غړو له لېږلو څخه د فشار د اعمال د وسیلې په توګه کار اخلي.»

وریماچ وویل، «په افغانستان کې د نوي دولت په رامنځته کېدلو سره، د دیموکراسۍ، د بیان د ازادۍ، اقتصاد او بشري حقونو په برخو کې د پام وړ وده او لاسته راوړنې شوي دي.»

«له دې امله، ایران هره هڅه کوي چې ... په افغانستان کې د سولې په لاره کې خنډونه رامنځته کړي.»

د افغان حکومت عکس العمل

د دوه ایراني «دپلوماتانو» د اېستلو خبر په داسې حال کې مخې ته راځي چې تهران هڅه کوي چې د افغانستان په سیاسي بحران کې چې د ولسمشرۍ د تېر کال له جنجالي انتخاباتو څخه رامنځته شوی دی، لاسوهنه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وري په ۳مه په یوه اعلامیه کې وویل چې، تهران د انتخاباتو له نتایجو څخه راپورته شویو ترینګلتیاوو له امله اندېښنه لري.

«د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان سیاسي او امنیتي پرمختګونه له نږدې څخه څاري او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو په سر د اختلاف او په داخلي ثبات او سیمه ییزو اغېزو باندې یې د غیرمتوقع عواقبو په هکله د نا ارامۍ احساس کوي.»

په دغې اعلامیه کې تهران په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت غوښتنه کړې ده.‌

د افغاستان د بهرنیو چارو وزارت په دغې اعلامیه باندې انتقادونه وکړل.‌

د افغانستان دغه وزارت په یوه ټویټ کې ولیکل، «داسې تمه نه وه چې د ایران اسلامي جمهوریت به د افغانستان د مسایلو په هکله داسې سطحي موقف اختیار کړي.»

«هغه موقف چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یې د سیاسي ترینګلتیاوو او انتخاباتو په هکله لری د افغانستان په داخلي مسایلو کې ښکاره مداخله څرګندوي چې دا د اندېښنې خبره ده. موږ یې په کلکه غندو.»

وریماچ وویل، «د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا حق نه لري چې موږ ته ووایي چې کوم ډول حکومتي یا سیاسي سیستم موږ کولی شو جوړ کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران هېڅکله هم د افغانستان دوست نه وو، بلکې د فرصت په ترلاسه کولو سره یې، تل افغانستان ته ضربه ورکړې ده.‌

ځواب ورکړئ

ایران ترهګر روزي.

ځواب ورکړئ

متل دی چې وایي، خر ودروه او زین ترې واخله. ایران غریب څه کړي دي؟ که د ایران نفوذ نه وي، تاسو به په افغانستان کې له څو شیعه ګانو نه پوستکی وباسئ او په دوه ورځو کې به یې وخورئ. دا راته ووایئ چې د امریکا حکومت ستاسو لپاره څه کړي دي چې تاسو د افغانستان ټول راتلونکي نسلونه د امریکا احسانمن کړل؟ تاسو د امریکا مطلق غلامان یئ. امریکا حتی نه غواړي چې پخپلو پښو د افغانستان د ودرولو لپاره یوه تولیدي فابریکه جوړه شي. که امریکا افغان عسکرو ته یوه ورځ هم ډوډۍ ورنه کړي، ستاسو اردو به فلج شي. راځئ چې ریښتیا ووایو، او د ملت په سترګو کې خاورې وانه چوو.‌ تاسو هېواد د اسراییلو، برتانیا او سعودي د جاسوسانو په لاس په دوه برخو باندې ووېشه.‌ اوس تاسو غواړئ چې په خپلو چټیاتو باندې د ایران نوم بد کړئ.‌ خدای دې په تاسو شریرو خلکو باندې لعنت ووروي.

ځواب ورکړئ

اوس په افغانستان کې د ایران په سلګونو نور جاسوسان موجود دي،‌ او هغوی د دې لپاره کار کوي چې د فاطمیون لپاره کسان استخدام کړي.‌ محقق، خلیلي او طاهر زهیر د ایران جاسوسان دي.‌ تاسو په رسنیو کې ولیدل چې محقق څو کاله مخکې ایران ته لاړ او د ایران ولسمشر حسن روحاني ته یې وویل چې هغه د هغو ځوانانو ملاتړ کوي چې له فاطمیون سره یوځای شوي دي، او طاهر زهیر د اسلامي انقلابي ګارډ‌ موجود مشر سره په یوه عکس کې ولیدل شو.‌ ولې حکومت په افغانستان کې د ایراني جاسوس د نیولو لپاره اقدام نه کوي؟ ولې حکومت دا خلک له حکومت څخه نه لیرې کوي؟

ځواب ورکړئ

ایران له تېرو ۴۰ کالو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، او هغوی له هزاره مشرانو څخه غلامان جوړ کړي دي. هر څه چې ایران هغوی ته وایي، دا حرامي مشران یې مني. ایران او د افغانستان هزاره مشران په سوریه او عراق کې د زرګونو غریبو هزاره ځوانانو د قتل مسؤل دي. ایران ډېره هڅه وکړه چې پرې نه ږدي چې اشرف غني د ولسمشرۍ وروستي انتخابات وګټي. تاسو ولیدل چې د ایران سفیر د عبدالله عبدالله د سوګند پورته کولو په غیرقانوني مراسمو کې برخه واخیستله، په داسې حال کې چې هغه پوهېده چې انتخابات اشرف غني ګټلي او د انتخاباتو کمیسیون د بریالیتوب وثیقه اشرف غني ته ورکړې وه.‌ دا د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران څرګنده لاسوهنه په ګوته کوي. که زه د اشرف غني پرځای وای، ما به د ایران سفیر له افغانستان څخه شړلی وای.

ځواب ورکړئ