امنیت

ایران ښایي هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې پروسه تخریب کړي

ای اېف پي او سلام ټایمز

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۹مه خپور شوی، د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه کمپ کې د وسلو تکتیکي روزنه ترسره کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۹مه خپور شوی، د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه کمپ کې د وسلو تکتیکي روزنه ترسره کوي. [آرشیف]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جمعې په ورځ /د کب ۹مه/ تهران ته خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره راروانې هوکړې ته ستونزې جوړې نه کړي او په ایراني رژیم یې تور ولګاوه چې غواړي د «مخرب» رول ترسره کړي.

پمپیو تایید کړه چې له طالبانو سره د یوې اونۍ په مخه شوی اورکم روان دی، او په پام کې ده چې هغوی د شنبې په ورځ په قطر کې له متحده ایالاتو سره یوه مهمه هوکړه لاسلیک کړي.

پمپیو وویل، «ایران په تاریخي لحاظ په افغانستان کې دننه د یوه مخرب په حیث رول ترسره کړی.»

هغه وویل، «موږ په همدا تېرو شپږو ورځو کې لیدلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر کم شوی دی، او موږ له نژدې څخه څارو چې د ایران اسلامي جمهوریت به حتی نور داسې کوټلي ګامونه واخلي چې د سولې او روغې جوړې په برخه کې زموږ هڅې زیانمنې کوي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د کب په ۹مه په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې په وړاندې خبرې کوي. [مندل نګان/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د کب په ۹مه په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې په وړاندې خبرې کوي. [مندل نګان/ای اېف پي]

هغه خبرداری ورکړ چې ایرانی رژیم کولی شي چې د متحده ایالاتو عسکرو ته، چې د دوحې د تړون له مخې به یي شمېرډېرکم شي، خطرزیات کړي .‌

نورعوامل هم هڅه کوي چې هوکړه تخریب کړي

داعش د پنجشنبې په ورځ /د کب ۸مه/ د هغه بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې په کابل ښار کې یې لږ تر لږه ۹ ملکي کسان ټپیان کړل.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د چارشنبې په ورځ /د کب ۷مه/ په یوه ټویټ کې وویل،‌ «د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه ۹ ملکي کسان هغه وخت ټپیان شول چې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله چې په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوې وه نن ماسپښین د کابل ښار په ۶مه ناحیه کې وچاودېدله.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې په پېښه کې د طالبانو لاس لرنه رد کړه.

د ایران نیابتي جنګونه

د کب په ۳مه، د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکو په ایراني رژیم باندې غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د سولې پروسې پروړاندې ستونزې رامنځته کول ودروي.

په تهران کې شیعه روحاني رژیم له تاریخي پلوه د سني طالبانو دښمن وو او په پټه خوله یې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ۱۳۸۰ کال هغه یرغل تایید کړ چې د طالبانو رژیم یې نسکور کړ.‌

خو تهران په زیاتېدونکي ډول په سیمه کې له متحده ایالاتو سره په نیابتي جنګونو کې ښکېل دی،‌ او شواهد څرګندوي چې رژیم طالبانو ته ملاتړ برابروي.

رژیم په منظمه توګه طالب جنګیالیو ته وسلې او روزنه ورکوي.

امنیتي چارواکو وویل، د سږ کال په لومړیو کې په کندهار کې د پولیسو ځانګړیو ځواکونو ۸ ایران جوړ راکټونه په تخته پل ولسوالۍ کې کشف کړل. دغه توغندي داسې ځای پرځای شوي وو چې په کندهار کې په احمدشاه بابا نړۍ وال هوایي ډګر باندې ور وتوغول شي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د مرغومي په ۲۵مه په کندهار ښار کې وویل، «اته راکټونه چې هر یو یې ۱.۵ متره اوږد وو د تخته پل ولسوالۍ په مکیاڼو کلي کې ونیول شول.»

هغه وویل، «زموږ ابتدایي معلومات ښیي چې دا راکټونه په ایران کې جوړ شوي او د حکومت ضد عناصرو ته ورکول شوي دي

د غوایي په میاشت کې، د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال تادین خان اڅکزي تایید کړه چې پولیسو په کندهار ښار کې یو ایران جوړ راکټ کشف کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500