امنیت

پمپیو: ایران د افغانستان د سولې پروسه کمزورې کوي

سلام ټایمز

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مرغومي په ۱۷مه په واشنګټن کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [انډریو کبالیرو رینولډز/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مرغومي په ۱۷مه په واشنګټن کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [انډریو کبالیرو رینولډز/ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ په تهران تور ولګاوه چې په افغانستان کې د سولې د هڅو په کمزورې کولو باندې کار کوي. .

پمپیو دا خبرې څو ورځې وروسته له هغه وکړې چې د متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د ایران د اسلامی انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني وواژه.

هغه په واشنګټن کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «په افغانستان کې، د هغې شخړې یو اړخ داسې وو چې ډېرې پاملرنې ته یې اړتیا لري، او هغه هلته د ایران د اسلامي جمهوریت ښکېلتیا ده.»

پمپیو زیاته کړه، «ایران دا نه ده منلې چې د سولې په هکله له سیمه ییزې او نړۍ والې اجماع سره یوه خوله شي، په حقیقت کې، اوس هم په فعاله توګه کار کوي چې د خپلو اوږدمهالو نړۍ والو هڅو له لارې د سولې پروسه کمزورې کړي او هلته د اورپکو ډلو ملاتړ وکړي.»

هغه وویل، «په عربي نړۍ کې اکثر خلک د ایران د نیابتی شبکو په هکله خبر دي، خو ایراني رژیم له طالبانو سره هم اړیکې لري. د ایران په ککړ کار کې د طالبانو ښکېلتیا به یوازې د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې متحده ایالات د ایران په رژیم باندې تور لګوي چې له اورپکو سره کار کوي چې افغانستان بې ثباته کړي.

په تېر لړم کې د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو یوې ادارې څرګنده کړه چې داسې ډېر شواهد معلوم شوي چې تهران په افغانستان کې په پوځي،‌ لوجیستیکي او مالي لحاظ د طالبانو ملاتړ کوي.‌

د لړم په ۲۸مه د یوه خپاره شوي راپور په اساس، «له طالبانو سره د ایران اړیکې د کالونو په اوږدو کې پرمختګ کړی دی.»

له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ ښکاره اعتراف

طالبانو او ایراني چارواکو د تېرې تلې په میاشت کې په هرات ښار کې په یوه امنیتي غونډه کې په ښکاره اعتراف وکړ چې اورپکې ډله د ایران رژیم څخه ملاتړ ترلاسه کوي.

د طالبانو د رژیم د واکمنۍ پر وخت (۱۳۷۵۰-۱۳۸۰) د مالیې وزیر او د طالبانو د کوېټې د شورا پخواني سیاسي استازي ملا معتصم اغاجان د تلې په ۲۶ - ۲۷مه په هرات ښار کې د هرات امنیتي کانفرانس کې وویل، «زه تاییدوم چې ایران،‌ روسیه او پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروسته له هغه له طالبانو سره په تازه شویو خبرو کې د وقفې اعلان وکړ چې اورپکې ډلې د لیندۍ په ۲۰مه د بګرام هوايي ډګر سره نژدې د یوه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. په یاد برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه ۲ افغان ملکيان ووژل شول او لږ تر لږه ۷۳ نور ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران نه یوازې په دې ورځو کې، بلکې همدارنګه د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې هڅه کړې چې د طالبانو ملاتړ وکړي او ویې هڅوي چې د افغان حکومت او امریکایي عسکرو پر ضد جنګ وکړي. ایران طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي. پخوا مونږ داسې ډېر شواهد درلودل چې ایران طالبانو ته وسلې رالېږلې. ما پخپله ولیدل چې افغان پوځي چارواکو رسنیو ته داسې مهمات ور وښودل چې د ایران د اسلامي جمهوریت نوم پرې لیکل شوی وو. ایران او پاکستان د افغانستان دوه دښمنان دي. دا هېوادونه هیڅکله هم په افغانستان کې یو غښتلی حکومت نه غواړي. هغوی نه غواړي چې امریکا له افغانستان سره د هېواد د امنیت او پرمختګ په برخو کې مرسته وکړي. هغوی غواړي چې امریکا ژر تر ژره له دې هېواد (افغانستان) څخه وځي، او طالبان قدرت ته ورسیږي. هغوی نه غواړي چې د اشرف غني په څېر یو تعلیم یافته شخص د افغانستان مشر وي او د برېښنا بندونه جوړ کړي او د هېواد اوبه چې ایران او پاکستان ته روانې دي مهار کړي.‌ تاسو څو کاله مخکې ولیدل چې د ایران ولسمشر حسن روحاني ښکاره وویل چې هغه په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړونې په رابطه بې پروا نشي پاتې کېدلی ځکه چې دغه کار په هغه هېواد (ایران) کې د وچکالۍ سبب شوی دی. او دا اشرف غني وو چې له پاکستان څخه د ۸۰٪ صادراتو مخه یې ونیوله او د پاکستان اقتصاد یې صفر ته ورساوه. هغه افغانستان د پاکستان له احتیاج څخه خلاص کړ.‌ اشرف غني د دې هېواد لپاره کار کوي. اشرف غني غواړي چې په افغانستان کې یو قوي حکومت جوړ کړي. که اشرف غني د راتلونکو پنځو کالو لپاره قدرت ترلاسه کړي، هغه به افغانستان په بشپړ ډول پر ځان بسیا وګرځوي. کله چې افغانستان په خپل ځان بسیا شي، امنیت به په اتومات ډول راشي.

ځواب ورکړئ