امنیت

په فراه کې د وسله والو ایراني عسکرو نیول د لاسوهنې دوام په ګوته کوي

د عمر راپور

ایراني عسکر د مرغومي په میاشت کې په ایران کې په یو لړ پوځي مراسمو کې په کتار ولاړ دي. دوه وسله وال ایراني عسکر د چنګاښ په ۱۸مه د افغانستان په خاوره کې دننه ونیول شول. [ډي اي اېف ای خبري اژانس]

ایراني عسکر د مرغومي په میاشت کې په ایران کې په یو لړ پوځي مراسمو کې په کتار ولاړ دي. دوه وسله وال ایراني عسکر د چنګاښ په ۱۸مه د افغانستان په خاوره کې دننه ونیول شول. [ډي اي اېف ای خبري اژانس]

هرات -- محلي چارواکو وویل چې افغان سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ دوه ایراني پوځي منسوبین وروسته له هغه ونیول چې په ناقانونه توګه د فراه ولایت په لاش جووین ولسوالۍ کې افغانستان ته راننوتل.

دغه کسان د ایران له سرحد څخه لیرې د افغانستان په خاوره کې ونیول شول.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، «افغان امنیتي ځواکونو دوه ایراني اتباع چې پوځي یونیفورمونه یې پر تن ول او یوه دهشکه یې بار کړې وه ونیول. هغوی په یوه پوځي موټر کې سفر کاوه.»

هغه وویل، «مونږ پلټنه پیل کړې ده... ځکه دا لا معلومه نه ده چې دغو کسانو په افغانستان کې دننه څه لټول.»

دواړه نیول شوي ایراني نظامي منسوبین د هغوی له نیول کېدلو څخه وروسته د فراه ولایت د پولیسو په یوه ماموریت کې دننه لیدل کیږي. [د فراه ولایت امنیه قومانداني]

دواړه نیول شوي ایراني نظامي منسوبین د هغوی له نیول کېدلو څخه وروسته د فراه ولایت د پولیسو په یوه ماموریت کې دننه لیدل کیږي. [د فراه ولایت امنیه قومانداني]

محب وویل، «ښایي نیول شویو کسانو غوښتل چې په افغان ځواکونو باندې حمله وکړي یا یې زمونږ د ځواکونو جاسوسي کوله. که قضیه دغسې وي، مونږ به یې عدالت ته راکاږو.»

محب وویل، محلي مقاماتو د امنیتي نقص په هکله د کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړ، «مونږ په جدي توګه پلټنه کوو، او په کابل کې د ایران سفارت ته وار له مخه خبر ورکړل شوی دی.»

هغه وویل، مشکوک کسان د افغان - ایران پولې سر نژدې د فراه ولایت په شیخ ابو نصر فراهي هوایي ډګر کې ساتل کیږي.‌

د فراه د والي ویاند غلام فاروق بارکزي دغه نیونې تایید کړې.‌

هغه وویل، «هغوی په لاش جووین ولسوالۍ کې له سرحد څخه لیرې ول. مونږ پلټنه کوو.»

بارکزي وویل، «څو چې مونږ دا موضوع روښانوو، ایراني عسکر د افغان امنیتي ځواکونو په توقیف کې دي او خوشې به نشي.»

هغه زیاته کړه، «ایراني مقاماتو تر اوسه په فراه کې له محلي مقاماتو سره تماس نه دی نیولی او نه یې ورسره خبرې کړي دي.»

د طالبانو لپاره مرسته

په ایراني رژیم له ډېر وخت راهیسې تور دی چې د طالب اورپکو ملاتړ کوي او هغوی تجهیز او تمویلوي.‌ متحده ایالاتو د وري په میاشت کې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په نړۍ کې د ترهګرۍ د خپرولو له امله د یوه ترهګر ګروپ په توګه وپېژاند.

افغان چارواکي وایي، د ایران حکومت د طالبانو له لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیاسي، استخباراتي او اقتصادي هدفونه ترسره کړي.

د تېر لړم په میاشت کې، د فراه ولایت پخواني امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد په ایران تور ولګاوه چې په پشت کوه ولسوالۍ کې په افغان سرحدي پولیسو د طالبانو د یوه برید تر شا یې لاس درلود.

د لړم په ۱۵مه د طالبانو برید چې په افغان سرحدي‌ پولیسو د مرګانو بریدونو له جملې څخه یو وو، لږ تر لږه ۲۰ تنه سرتېري ووژل. ۲۰ نور ونیول شول.‌

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، «دا چې زمونږ په سرحدونو باندې کټاره نه ده لګېدلې، له دې امله زمونږ ګاونډي هېوادونه او په ځانګړې توګه ایران تل لاسوهنه کوي، او مونږ په مکرره توګه خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي. دا لاسوهنه په افغانستان کې دننه د ایراني عسکرو په نیول کېدلو سره ثابته شوه.»

قانع د ایران په نظاميانو باندې تور ولګاوه چې د افغانستان حاکمیت ته سپکاوی کوي.

هغه وویل، «مونږ ډېر ځلې اورېدلي چې ټپي شوي طالب جنګیالي د درملنې لپاره له پولې پورې غاړه وړل کیږي، او طالبان په ایران کې ازاد ګرځي.»

هغه زیاته کړه چې، «په ایران کې په هغوی باندې هېڅ محدودیتونه نشته.»

هغه په توقیف کې پرتو دوه ایراني عسکرو ته په اشاره وویل، «ښایي، دا دوه پوځي منسوبین افغانستان ته د دې لپاره راننوتي وي چې له طالب قوماندانانو سره مرسته وکړي.»

قانع وویل، «طالبان په یوازې سر نشي کولی چې په فراه ولایت کې جنګ اداره کړي، هغوی هېڅ شی هم نه لري، خو د هغوی تر شا داسې خارجي جنرالان موجود دي چې جنګ پلانوي او اداره کوي.»

د افغان حاکمیت سپکاوی

په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو پخواني قوماندان جنرال نورالله قادري په ایران تور ولګاوه چې له افغانستان سره دوه مخې لوبه کوي.‌

هغه د ۱۳۹۷ د چنګاښ په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ یو خارجي دښمن لرو، او مونږ په ډېرو جبهو کې مبارزه کوو.»

هغه وویل، که څه هم چې دواړه هېوادونه ۹۲۱ کیلومتره شریکه پوله لري،«ایران زمونږ دښمن دی».

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «ایران له ډېرو کالو راهیسې لاسوهنه کوي.»

هغه وویل، «ایراني عسکر افغانستان ته په تېروتنې سره نه دي راننوتي. هغوی له سرحد نه په دې نیت را اوښتي چې ویجاړوونکي فعالیتونه ترسره او له طالبانو سره مرسته وکړي.»

هغه وویل، «د ایران د پوځ دا کار کولی شي چې د افغانستان او ایران تر منځ روابطو باندې منفي تاثیر وکړي،» او له حکومت څخه یې وغوښتل چې «دا مسئله په جدي توګه وڅېړي.»

هغه وویل،.»«ایران تل خپل ځان د یوه ښه ګاونډي په توګه ښودلی دی، خو د پردې تر شا، مونږ لیدلي چې د ایران حکومت په افغانستان کې په ګډوډۍ جوړولو اخته دی. په ایران کې جوړ ځمکني ماینونه او وسلې چې په افغانستان کې دننه له طالبانو څخه ترلاسه شوي دي د دې ثبوتونه دي.»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل وویل، «په دې کې شک نشته چې تهران د متحده ایالاتو او افغان حکومت پر ضد له طالبانو څخه خپل ملاتړ زیات کړی دی.»

هغه وویل، «کله چې ایراني عسکر په رڼا ورځ افغان خاورې ته راننوځي، دا ښیي چې ایران ښه ګاونډیتوب او افغان حاکمیت ته درناوی نه لري، له دې امله، له داسې غیرمسؤلانه او تحریکوونکو کارونو سره باید په جدي توګه چلند وشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500