امنیت

په فراه کې افغان جنرال وایي، 'ایران زمونږ دښمن دی'

د نصیر صالحي راپور

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۲۹ مه له طالب اورپکو څخه د فراه ښار له بېرته نیولو څخه وروسته ګزمه کوي. ځایي چارواکي وایي، چې د اورپکو برید ایران طرحه کړی وو. [حمیدخان/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۲۹ مه له طالب اورپکو څخه د فراه ښار له بېرته نیولو څخه وروسته ګزمه کوي. ځایي چارواکي وایي، چې د اورپکو برید ایران طرحه کړی وو. [حمیدخان/ای اېف پي]‌

هرات -- افغان چارواکي وایي، چې ایران په فراه ولایت باندې په تمرکز کولو سره په افغانستان کې خپله لاسوهنه زیاتوي.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري وویل، ایران د افغان حکومت په وړاندې دوه مخې پالیسي لري: په داسې حال کې چې هغه ښیي چې د افغانانو ښه دوست دی، لاکن په حقیقت کې هغه یو دښمن دی.

هغه د روان کال په لومړیو کې د فراه د نیولو لپاره د طالبانو ناکامې هڅې ته په اشارې سره، سلام ټایمز ته وویل، «د غوایي د ۲۵ مې برید ته، چې په کې یو څو موټرسایکل سپاره راغلل او ښار یې ونیو، په کمه سترګه او ساده نظر مه ګورئ.

هغه وویل، «دا برید پلان شوی او مخکې تر مخکې جوړ کړای شوی وو.‌هغوی په دې برید باندې په خارج کې کار کړی وو،»

د هرات والي محمد آصف رحیمي د کب په ۲ مه له پخوانیو طالب یاغیانو سره وروسته له هغه ستړي مه شي کوي چې هغوی د تاپي (ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان) پایپ لین په مراسمو برید کول رد کړل.‌ [سلیمان]

د هرات والي محمد آصف رحیمي د کب په ۲ مه له پخوانیو طالب یاغیانو سره وروسته له هغه ستړي مه شي کوي چې هغوی د تاپي (ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان) پایپ لین په مراسمو برید کول رد کړل.‌ [سلیمان]

د خلکو د سولې حرکت د زمري په ۳ مه په کابل کې د ایران سفارت څخه بهر خېمه ودروله څو ایران دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې پروسې سره مرسته وکړي. [بسم الله وطندوست/فیسبوک]‌

د خلکو د سولې حرکت د زمري په ۳ مه په کابل کې د ایران سفارت څخه بهر خېمه ودروله څو ایران دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې پروسې سره مرسته وکړي. [بسم الله وطندوست/فیسبوک]‌

قادري وویل، «مونږ یو خارجي دښمن لرو، او مونږ په ډېرو جبهو کې مبارزه کوو. مونږ له ایران سره ۲۹۰ کیلومتره اوږده پوله لرو،او هغه داسې هېواد دی چې مونږ یې دوست بولو، خو پرعکس یې ایران زمونږ دښمن دی

د متحده ایالاتو پر ضد انتقام

ځایي تحلیلګران او چارواکي وایي،‌ایران په افغانستان کې د خپلو هدفونو د تعقیبولو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد رفیق شهیر سلام ټایمز ته وویل، «د ایران حکومت په طالبانو باندې نفوذ لري او د افغانستان په لویدیځ زون کې له هغوی څخه استفاده کوي. ایران په فراه ولایت کې د دې لپاره لاسوهنه کوي چې د هغوی او د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو تر منځ سختې دښمنۍ موجودې دي.»‌

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل،‌د ایران حکومت هڅه کوي چې د طالبانو په ملاتړ کولو سره،‌د متحده ایالاتو ګټې سبوتاژ کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په فراه ولایت کې د بخش اباد د بند پلان شوې جوړونه او د ایران پر ضد د متحده ایالاتو بندیزونه دا معنی لري چې تهران نشي کولی چې بې تفاوته پاتې شي.‌

هغه د کاه کلا ولسوالۍ په کوه قوچ سیمه کې د افغانستان د یوې امنیتي پوستې سقوط ته په اشارې سره وویل، چې په فراه کې د ایران د لاسوهنې یوه لاره دا ده چې هغوی طالبانو ته اجازه ورکوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي پوستې ونیسي.

د اوبو کموالی د شخړې سبب شوی دی

تحلیلګران وایي، چې د ایران علاقه مندۍ همدارنګه د هغه ختیځو ولایتونو ته د اوبو تأمین کې نغښتې دي، او وېرېږې چي په راتلونکی کې د بخش اباد بند به یې وګواښي.

د ولسمشر حسن روحاني په شمول، ایراني چارواکو، پخوا ویلي وو چې د افغانستان په شمول، ګاونډیو هېوادونو کې د بندونو جوړېدل ورته د منلو وړ نه دي.

شهیر وویل، د ایران حکومت د خپلو ختیځو ولایتونو اړتیاوې د بخش اباد د بند د جوړېدا د مخنیوي لپاره د توجیه په توګه کاروي.

هغه وویل، «اوبه د ایران لپاره یوه مهمه موضوع ده. پخوا، افغانستان دومره قوي حکومت نه درلود چې د هغه د اوبو منابع خوندي کړي،»

هغه وویل، «خو، اوس چې د افغان حکومت له خوا د اوبو لومړنۍ پروژې تطبیقیږي، دا د ایران لپاره یوه ډېره حساسه مسئله ده... د ایران ختیځې برخې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي، او د اوبو د کمي له امله ډېر احتجاجونه پیل شوي دي،»

په ورته وخت کې، طلوع نیوز راپور ورکوي، چې د خلکو د سولې حرکت د جمعې په ورځ /د زمري ۵ مه/ په کابل کې د ایران له سفارت څخه بهر خپل درې ورځنی پرلت احتجاج پای ته ورساوه.

د حرکت غړو له سفارت څخه بهر یوه خېمه ودروله او د سفارت پر، د چاودنې ضد، سمنټي دېوالونو یې یو شمېر بېنرونه ولګول.

په یوه بینر لیکلي، «د ایران خلکو ته! ستاسو حکومت په افغانستان کې د اورپکو ډلې تجهیزوي،»

په یوه بل پوسټر لیکلي، «د ایران خلکو ته! زمونږ اوبه ستاسو ژوند ژغوري، خو ستاسو حکومت زمونږ ژوند اخلي،»

د پرمختګ مخه نیول

د فراه د ولایتي شورا یوې غړې جمیلې امیني وویل، د ایران حکومت له ډېرو کالو راهیسې د بخش اباد بند لپاره پلانونه شنډ کړي دي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، افغان حکومت څو ځلې وغوښتل چې د فراه پر سیند بند جوړ کړي، خو په سیمه کې د طالبانو د موجودیت او نا امنۍ له امله په دې کار نه وو توانېدلی.

هغې وویل، «له افغان ولسمشر سره په خبرو کې، ما هغه ته وویل چې د ایران حکومت باید ونشي کولی چې د بخش اباد د بند د جوړونې مخه ونیسي،»

امیني وویل، «په تېر وخت کې، دا بند یوازې یوه هیله وه، خو اوس، د بخش اباد د بند جوړول تر ټولو مهم ضرورت دی،»

هغې وویل، «په فراه ولایت کې د تر ځمکې لاندې موجودو اوبو مقدار ډېر کم شوی دی. که د بخش اباد په بند باندې کار ډېر ژر شروع نشي، د فراه ټول خلک به مجبور شي چې په راتلونکو لسو کالو کې د اوبو د کمي له امله له سیمې څخه وکوچېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو، زما دا لیکنه خوښه شوه ځکه زه غواړم چې د انګلیسي پوهه مې زیاته کړم.‌

ځواب ورکړئ

ایران زمونږ دښمن دی.‌ دا صحیح خبره ده. د افغانستان په مقابل کې د ایران له خوا د ترسره شویو ظلمونو شمېر نشي کېدلی. په ۱۰ جلدونو کې کتاب ته ضرورت دی چې باید ولیکل شي او هغه جرمونه وپوښي چې د کډوالو، د ملي ګټو، او د ترهګرو د ملاتړ په برخه کې یې ترسره کړي دي. خدای دې یې هلاک کړي او له دې نه دې نور هم ذلیل شي، او اولادونه دې یې د ځمکې له مخې نه ورک شي.‌

ځواب ورکړئ