امنیت

د تهران او فاطمیون له ګواښ سره سره په بخش اباد بند باندې کار روان دی

د عمر راپور

یو کیندګر ماشین د وږي په ۱۵مه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د بخش آباد بند د جوړونې په ساحه کې کار کوي. [د فراه د والي دفتر]

یو کیندګر ماشین د وږي په ۱۵مه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د بخش آباد بند د جوړونې په ساحه کې کار کوي. [د فراه د والي دفتر]

هرات -- د تهران له لاسوهنې سره سره، د فراه ولایت په بخش اباد سیمه کې په یوه بند باندې کار روان دی چې د ځایي افغانانو لپاره په سلګونو کاري فرصتونه برابر کړي دي.‌

بخش آباد بند به، چې په پام کې ده د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې په فراه رود سیند باندې جوړ شي، ۲۷ میګاواټه برېښنا تولید کړي.‌

دغه بند چې ۸۰ متره لوړ دېوال لري به وکولی شي چې ۱.۳ میلیونه مکعب متره اوبه ذخیره کړي او ۱۱۰۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکې ته په دوامدار ډول اوبه برابرې کړي.

ځایي مقامات وایي، دوه د اوبو د مسیر د بدلولو تونلونه چې د بند جوړښت شونی کوي د جوړېدلو په حال کې دي.‌

د فاطمیون لوا یو جګپوړی قوماندان سید الیاس د زمري په ۲۴مه د ایران په مشهد ښار کې د فاطمیون په یوه غونډه کې خبرې کوي. [آرشیف‌]

د فاطمیون لوا یو جګپوړی قوماندان سید الیاس د زمري په ۲۴مه د ایران په مشهد ښار کې د فاطمیون په یوه غونډه کې خبرې کوي. [آرشیف‌]

په عکس کې د فاطمیون جنګیالي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د کب په میاشت کې په سوریه کې په یوه نامعلوم ځای کې روزنه اخلي. [آرشیف]

په عکس کې د فاطمیون جنګیالي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د کب په میاشت کې په سوریه کې په یوه نامعلوم ځای کې روزنه اخلي. [آرشیف]

د فراه رود سیند د سیمې رییس عبدالظاهر کریمي وویل، د دغو تونلونو په جوړونه باندې شپه او ورځ په سلګونو کاریګر کار کوي ترڅو یې بشپړ کړي.‌

کریمي د تلې په ۱۵مه وویل، «د قراردادونو په اساس،‌ د مسیر د بدلو د دوو تونلونو بشپړېدل به ۷ میاشتې وخت ونیسي. یو تونل ۶۰۰ متره اوږد دی، او بل یې ۵۰۰ متره اوږدوالی لري، او د دې کار د ترسره کولو لپاره ۹۲۲.۸ میلیونه افغانۍ [۱۲ میلیونه ډالر] بودجه ځانګړې شوې ده.»

هغه زیاته کړه، «د بخش آباد د تونلونو جوړونه د ۱۳۹۹ په چنګاښ کې پیل شوه چې د ۱۳۹۹ تر کب پورې به بشپړه شي. وروسته له هغه چې د بخشآاباد تونلونه جوړ شي، بیا به د بند په دېوال باندې کار پیل شي.»

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو یوه استازي عبدالستار حسیني وویل، «د ایران لاسوهنه زیاته شوې ده ځکه دغه هېواد هڅه کوي چې د بخش آباد بند جوړونه ټکنۍ کړي.»

هغه وویل، د ایران رژیم او فاطمیون لوا دغه بند له یوه غټ ګواښ سرهمخامخ کړی دی.

فاطمیون لوا داسې یوه ملېشه ده چې له افغانانو څخه جوړه شوې ده، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکیو روزلې او سمبال کړې او د اټکل له مخې۱۲۰۰۰ او ۱۴۰۰۰ تر منځ‌ ځواک لري.‌

حسیني وویل، «ایران نه غواړي چې د سلما بند د جوړونې ترخه تجربه تکرار شي. د ایران حکومت هیله لرله چې په هرات کې د سلما بند جوړ نشي،‌ خو د هغه د لاسوهنې مخه ونیول شوه.‌ اوس هغه هره هڅه کوي چې د بخش اباد بند د جوړونې مخه ونیسي.»

هغه وویل، «فاطمیون لوا ته ایران روزنه ورکړې ده،‌ او هغه د هېواد په لویدیځو او جنوبي سیمو کې ټول بندونه ګواښي.»

نوموړي وویل،«په نیمروز ولایت کې کمال خان بند، په هلمند ولایت کې کجکي بند،‌ په هرات ولایت کې پاشدان او سلما بندونه، او په فراه ولایت کې بخش آباد بند ټول د ایران د حکومت تر ګواښ لاندې دي.»

د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع وویل، «کله چې په فراه ولایت کې بخش آباد بند جوړ شي، په ایران باندې به اوبه ودرېږي،‌ او د هغه هېواد [ایران] یو ختیځ زون به په دښته باندې بدل شي. له دې امله، ایران مداخله کوي چې د دغه بند، چې د افغانانو ښکاره حق دی،‌ رغونه ټکنۍ کړي.»

هغه زیاته کړه، «د بخش آباد بند رغونه د فراه د اوسېدونکیو له سترو هیلو څخه یوه هیله ده،‌ او هغوی له کالونو راهیسې انتظار کوي چې دغه بند جوړ شي.»

قانع وویل، «دا چې په فراه ولایت کې د تر ځمکې لاندې اوبو سطحه کمه شوې ده، د بخش آباد بند جوړول ضروري شوي دي.»

ځایي ملاتړ

د فراه والي تاج محمد جاهد وویل، د بخش آباد بند د رغونې په مخکې هېڅ خنډ نشته،‌ او هیڅوک هم نشي کولی چې دغه کار ټکنی کړي.‌

جاهد وویل، «ځایي اوسېدونکي او مشران د بخش آباد بند د جوړونې ملاتړ کوي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ د بند د امنیت په ساتلو بوخت دي.‌ هېڅ هېواد یا ډلې ته به اجازه ورنه کړل شي چې د بخش آباد د رغونې ساحې ته نږدې راشي. د ځایي خلکو سربېره، په سیمه کې د ولسي پاڅون ګروپونه هم فعال دي، او یو قوي امنیتي کمربند جوړ کړای شوی دی.»

هغه وویل، حکومت د فراه ولایت د خلکو پر وړاندې تعهد لري چې په هر قیمت به دغه بند جوړ کړي او د فراه د اوسېدونکیو کورونو ته به رڼا او د زراعتي ځمکو لپاره کافي او دوامدارې اوبه برابرې کړي.

د فراه ښار یوه اوسېدونکي محمد بارکزي وویل، په بخش آباد بند باندې د رغونې کار د سیمې اوسېدونکې خوشحالوي ځکه چې دغه بند به د خلکو، په ځانګړې توګه د بزګرانو او کروندګرو ژوند بدل کړي.

هغه زیاته کړه، «بخش آباد بند به د فراه ولایت په روښانولو او ښېرازه کولو کې مرسته وکړي. د اوبیزې برېښنا د بند جوړول یوه د پرمختګ نښه ده، او هر افغان هیله لري چې هېواد یې پرمختګ وکړي او بیا ورغیږي

بارکزي وویل، «موږ هیله من یو چې د بخش آباد بند رغونه ژر بشپړه شي.»

هغه زیاته کړه، «د فراه خلکو تل غوښتل چې د بخش آباد بند جوړ شي. موږ خوښ یو چې حکومت زموږ غوښتنې ته پاملرنه وکړه.‌ موږ له حکومت څخه غواړو چې د دغې پروژې د تطبیق په مخنیوي کې د ګاونډیو هېوادونو لاس لنډ کړي.»

د فراه ولایت یوه اوسېدونکي حبیب الله صدیقي وویل، «کله چې په بخش آباد باندې کار پای ته ورسیږي، هغه ځمکې به چې د اوبو د نشتوالي له امله شاړې پاتې وې وکرل شي، او موږ به ۲۴ ساعته برېښنا ته لاسرسی ولرو.»

هغه وویل، «فراه ولایت شاړې زراعتي ځمکې لري،‌ او کله چې اوبه وي، په زرګونو خلک به کاري فرصتونه ومومي.»

صدیقي وویل، «موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پرمختیایي پروګرامونو ملاتړ کوو ځکه چې بېخبنایي پروژې اقتصاد پیاوړی کوي.»

نوموړي وویل، «موږ د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ یو او د بخش آباد بند ته د امنیت برابرولو کې یې ملاتړ کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ له نړۍ وال بانک، ملګرو ملتونو، اسیایي پرمختیایي بانک، امریکا، اروپایي اتحادیې او د افغانستان له نورو ټولو دوستانو نه غواړو چې په افغانستان کې د امن د راتللو او د ایران او پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د بندونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

ایران زموږ تر ټولو بد دښمن دی

ځواب ورکړئ

فاطمیون د افغانستان راتلونکې لپاره یو ستر ګوښ ګڼل کیږي. د افغانستان حکومت باید واره د مخې د دغه ترهګرې ډلې مخنیوي پر وړاندې جدي اقدام ترسره کړي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د افغانستان د جګړې ډېری اړخ هم د افغانستان بندونو جوړولو او د اوبو مهارلو ته مربوط کیږي. ځکه که چیرته د افغانستان ټولې اوبه مهار شي او د افغانستان خمکې خړوبه شي. ایران و پاکستان ته به ډېر زیانونه ورسیږي. و ایران او پاکستان به له وچکالي سره مخ شي نو له همدې کبله دوئ کوښښ کوي چې افغانستن خلاف ترهګرې ډلې وروزي او افغانستان ته یی واسته یي تر څو په افغانستان کې د ددغه پرمختیایي پروژو مخه ډب کړي..

ځواب ورکړئ