امنیت

پاکستان او افغانستان 'باید د ایران پر ضد ګډ موقف ونیسي'

د عبدالغني کاکړ او سلیمان راپور

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د ۱۳۹۶ د سلواغې په ۲۸مه د ایران په مشهد کې یوه کانفرانس ته وینا او په سوریه کې د فاطمیون لېوا او زینبیون غونډ د وژل شویو غړو په هکله خبرې کوي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د ۱۳۹۶ د سلواغې په ۲۸مه د ایران په مشهد کې یوه کانفرانس ته وینا او په سوریه کې د فاطمیون لېوا او زینبیون غونډ د وژل شویو غړو په هکله خبرې کوي.

کوېټه/کابل -- امنیتي تحلیلګران او چارواکي وایي، چې یوازې د ګډ کار له لارې پاکستان او افغانستان کولی شي چې په سیمه کې د ایران د مخ پر ودې تجاوز او ناوړه نفوذ مخه ونیسي.

د دغه تجاوز په تازه مثالونو کې د ایران له خوا د طالب اورپکو د یوه ګروپ تمویل او روزنه شامل دي< چې حکم ورته شوی وو چې د کب په ۴مه په هرات ولایت کې، د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (ټاپي) د طبیعي ګاز د پایپ لین، چې تهران د دغې پروژې سخت مخالفت کوي،‌ د افتتاح په مراسمو برید وکړي.‌

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي او افغان ولسمشر اشرف غني د هغو معززو شخصیتونو په ډله کې ول چې په دغه پروګرام کې یې برخه اخیستې وه.‌

دغه پلان هغه وخت رسوا شو چې د طالبانو ګروپ د هغوی د ایراني لارښوونکیو خبره ایسته واچوله او محلي مقاماتو ته تسلیم شول.‌

دوه کسان د ایران په جعفراباد کې په یوه جنازه کې، د فاطمیون لېوا د یوه غړي په مرګ، چې په سوریه کې وژل شوی دی، ویر کوي. د تحلیلګرانو په وینا، افغان شیعه ګان، چې په سوریه کې په جګړه کې وژل کیږي، اکثر وختونه په ایران کې ښخول کیږي.‌

دوه کسان د ایران په جعفراباد کې په یوه جنازه کې، د فاطمیون لېوا د یوه غړي په مرګ، چې په سوریه کې وژل شوی دی، ویر کوي. د تحلیلګرانو په وینا، افغان شیعه ګان، چې په سوریه کې په جګړه کې وژل کیږي، اکثر وختونه په ایران کې ښخول کیږي.‌

دا بې نېټې عکس د فاطمیون لېوا، چې له افغان شیعه ګانو څخه جوړه ده، بیرغ ښیي. دا نیابتي ملېشه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا حمایه کیږي. کتونکي وایي، چې افغانستان او پاکستان باید په ګډه کار وکړي چې د ایران د نفوذ مخه ونیسي.

دا بې نېټې عکس د فاطمیون لېوا، چې له افغان شیعه ګانو څخه جوړه ده، بیرغ ښیي. دا نیابتي ملېشه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا حمایه کیږي. کتونکي وایي، چې افغانستان او پاکستان باید په ګډه کار وکړي چې د ایران د نفوذ مخه ونیسي.

له چپ نه ښي ته:‌ په بهرنیو چارو کې د هندوستان د دولت وزیر شري م. ج.‌ اکبر، افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي او ترکمن ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف د کب په ۴ مه د ټاپي پایپ لین د افغان برخې د جوړونې د افتتاح په ترڅ کې ماشومانو ته سوغاتونه ورکوي. [د افغانستان د ولسمشر دفتر]

له چپ نه ښي ته:‌ په بهرنیو چارو کې د هندوستان د دولت وزیر شري م. ج.‌ اکبر، افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي او ترکمن ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف د کب په ۴ مه د ټاپي پایپ لین د افغان برخې د جوړونې د افتتاح په ترڅ کې ماشومانو ته سوغاتونه ورکوي. [د افغانستان د ولسمشر دفتر]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا حمایه کېدونکې نیابتي ملېشې

د دغه بې شرمانه پلان تر شا، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا حمایه کېدونکې نیابتي ملېشې، د زرګونو پاکستاني او افغان ځوانانو جلبولو ته دوام ورکوي چې په هغو جګړو کې برخه واخلي چې هدف یې یوازې د تهران د فرقه یي هدفونو قوي کول دي.‌

په راولپنډۍ کې د پاکستان د دفاع وزارت یوه جیګپوړي چارواکي چې د ترهګرۍ ضد برخه کې کار کوي، د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، «په پاکستان کې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د زینبیون غونډ له لارې شیعه جنګیالي استخداموي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فاطمیون لېوا افغان شیعه ګان استخداموي،»

دغه چارواکي وویل،‌ «دا شیعه اجیران نېغ په نېغه د ایران دفاع وزارت پورې تړلي دي،»

«مونږ داسې راپورونه لرو چې له ۱۲۰۰۰ نه ډېر پاکستاني او افغان شیعه اورپکي په دمشق، حلب، درعا، حما او د سوریې په ځینې نورو سیمو کې د ولسمشر بشار الاسد لپاره جګړه کوي.»

افغان چارواکو هم د ایران له خوا د پاکستاني او افغان اتباعو د استخدام په هکله، چې په خارجي جنګونو کې جنګ کوي،‌ اندېښنه ښودلې ده.‌

د هلمند د والي پخواني مرستیال محمدجان رسول یار پاکستان فارورډ ته وویل، «څلور کاله کیږي چې ایران لومړی ځل له ځوانو افغان او پاکستاني شیعه ګانو څخه ملېشې جوړې کړې. ایران دا کار د دې لپاره کړی دی چې خپل سیاسي او پوځي هدفونه ترلاسه کړي.»

فرقه ییزم ته لمن وهل

په پاکستان او افغانستان دواړو کې تحلیلګران او مقامات وایي، چې د ایران له هدفونو څخه یو دا دی چې په سیمه کې فرقه یي کشمکش زیات کړي.‌

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو سرتحلیلګر متقاعد تورن محمد عمر پاکستان فارورډ ته وویل، «په افغانستان او پاکستان دواړو کې شیعه مسلمانان له روان فرقه یي وېش او ټکرونو څخه وېرېږي،»

هغه وویل، «اصلاً ایران له دغه حالت څخه ګټه اخلي او په سیمه کې د شیعه ګانو د خوندي کولو تر نامه لاندې خپل رول لوبوي،» او زیاته یې کړه چې په میدان کې موجود حقیقت یوه ډېره جلا کیسه وایي.

یوه متقاعد جیګپوړي پاکستاني استخباراتي او د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي باسط جېلاني پاکستان فارورډ ته وویل، «د ایران له خوا په پاکستان او افغانستان کې استخدام شوي شیعه ګان د سیمې په بېلابېلو برخو کې په شخړو کې برخه اخلي، او داسې قوي شواهد شته چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ شیعه اورپکو ته کافي اندازه نظامي روزنه ورکوي،»

هغه وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ هڅه کوي چې دغه شیعه ګروپونه په حرفه یي نیابتي ملېشو باندې واړوي. ایران خپلې نیابتي ملېشې، د زینبیون غونډ او فاطمیون لېوا، د جیوپولیټیک هدف لپاره اړوي او په سیمه کې فرقه یي تاوتریخوالي پراخوي.»

جېلاني وویل، یو زیات شمېر پاکستاني او افغان شیعه ګان هره ورځ د سوریې د جګړې په لومړیو کرښو کې د جنګ کولو له لارې خپل ژوند له لاسه ورکوي، او زیاته یې کړه چې، «اکثر وژل شوي پاکستاني او افغان جنګیالي ... په ایران کې ښخول کیږي.»

د ژر متاثره کېدونکیو ځوانانو استخدام

د افغانستان د امنیتي چارو یوه پوه او په اسلام اباد کې د ملي دفاع پوهنتون کې د سیاست او بهرنۍ پالیسۍ پروفیسر رشید احمد وویل،‌ «په افغانستان کې، ډېر فقر او د کاري فرصتونو نشتوالی په زرګونو ځوان افغانان دې ته جوړوي چې د ایران له خوا په فاطمیون لېوا کې وکارول شي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «فاطمیون لېوا اکثر د بامیان اوسېدونکي،‌ چې د افغانستان له ډېرو غریبو ولایتونو څخه دی، استخداموي. د شیعه ټولنې په زرونو افغانان په سوریه کې د ایران په ګټه جنګ کوي.»

هغه وویل،‌ «بهرنۍ شیعه ملېشې د سوریې په جګړه کې غټ رول لوبوي،‌ او اوس سیاسي رهبري، په ځانګړې توګه په افغانستان کې،‌ په سیمه کې د ایران د ستراتیژۍ پر ضد خپل غږ پورته کوي،»

هغه زیاته کړه، «د افغانستان د پارلمان غړو هم له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي چې په دې موضوع د ایران حکومت سره خبرې اترې وکړي،»

احمد وویل، د ایران له خوا په سوریه او عراق کې د جنګېدلو لپاره د شیعه مسلمانانو استخدام د یوه فرقه یي اختلاف او د ځایي مسلمانو وګړو د افراطي کېدلو سبب ګرځي.

هغه وویل،‌ «پاکستاني او افغان حکومتونه باید په رسمي توګه د ایران د لاسوهنې پر ضد غږ پورته کړي،»

په پاکستان او افغانستان کې د ایران د ترسره کېدونکیو هیلو مخنیوی

رسول یار وویل،‌ «که څه هم چې افغان او پاکستاني شیعه ملېشو له کلونو راهیسې په سوریه کې جنګ کړی دی، خو ډېر دا باور لري چې ایران دا ځواکونه یوازې د دې لپاره نه دي جوړ کړي چې په سوریه کې وجنګېږي، بلکې ایران به هغوی په سیمه کې په نیابتي جګړو کې د قربانۍ د پسونو په څېر استعمال کړي چې خپل د راتلونکي وخت هدفونه پرې پوره کړي.»

هغه وویل،‌ ځینې دا وېره لري چې د ایران په هیلو کې دا هم شامل دي چې شیعه ملېشې افغانستان او پاکستان ته راولي.‌

هغه وویل،‌ «د افغانستان او پاکستان حکومتونه... باید د ایران پر ضد یو ګډ دریځ ونیسي. سربېره پر دې، دغه دواړه هېوادونه باید یو له بل سره د همکارۍ له لارې د دې مخه ونیسي چې افغان او پاکستاني ځوانان د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د نیابتي ځواکونو په توګه وکارول شي.»

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي داود کلکاني پاکستان فارورډ ته وویل، «د ایران له خوا په سوریه کې د ملېشو په توګه د ځوانو افغان کډوالو استعمالول د ټولو نړیوالو اصولو او قواعدو خلاف دي،»

هغه وویل،‌ «ایران په سیمه کې یو لوی نیابتي جنګ شروع کړی دی.‌ په دې هکله لویه اندېښنه موجوده ده چې ایران به یوه ورځ د فاطمیون لېوا اورپکي د افغانستان او د هغه د ګټو پر ضد وجنګوي.»

هغه وویل، «افغان حکومت باید سمدلاسه،‌ او مخکې له دې چې د فاطمیون تش په نامه لېوا د افغانستان لپاره په یوه لویه ستونزه بدلېږي،‌ له ایران سره جدي خبرې اترې پیل کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه ده شیعه ګان پوه شي، چې د ملعون ایران د توپ خوراک نشي. که ایران غواړي چې خپله ایډیالوژي صادره کړي، بیا باید خپل لټ کوني خلک استعمال کړي.‌

ځواب ورکړئ

زما په نظر،‌ اصلي لوری، چې باید ملامت کړای شي، هغه د افغانستان حکومت دی چې په دې وطن کې یې د باوقاره او منصفانه ژوند کولو لپاره شرایط نه دي جوړ کړي. که ټول افغان اتباع وکولی شي چې له توپیري چلند او تعصب څخه خالي محیط کې ژوند وکړي، په نړۍ کې هېڅ هېواد به هېڅکله هم ونشي کولی چې زمونږ د هېواد له ځوانانو څخه ناوړه استفاده وکړي.‌

ځواب ورکړئ