بشري حقونه

د سوریې جګړې ته استخدام شوي افغانان په فقروهلي ایران کې له ماتو وعدو سره مخامخ شوي دي

د نجیب الله راپور

تېره میاشت په ټولنیزو رسنیو خپور شوی یو عکس دوه بې کوره سړي ښیي چې په تهران کې په لوی بازار کې د یوه بوتل په سر یو له بل سره جنګ کوي.‌ د ایران د رژیم پر ضد وروستي احتجاجونه د دغه هېواد د خرابېردونکي اقتصادي حالت له امله په پراخه کچه خپاره شول.‌

تېره میاشت په ټولنیزو رسنیو خپور شوی یو عکس دوه بې کوره سړي ښیي چې په تهران کې په لوی بازار کې د یوه بوتل په سر یو له بل سره جنګ کوي.‌ د ایران د رژیم پر ضد وروستي احتجاجونه د دغه هېواد د خرابېردونکي اقتصادي حالت له امله په پراخه کچه خپاره شول.‌

کابل -- کتونکي وایي،‌په داسې حال کې چې په ایران کې د نا ارامۍ څپه مخ په لویېدلو ده او رژیم لاریونوال ځپي،په ایران کې اوسېدونکي افغانان باید حتی د ژوند د بدترو شرایطو او د ورسره شویو وعدو د نه پوره کېدا په تمه واوسي.‌

په ایران کې احتجاجونه، چې د ډسمبر په ۲۸ مه د اقتصادي مسایلو په سر لاریونونو څخه پیل شول، په چټکۍ سره په عمومي توګه د رژیم پر ضد احتجاجونو باندې واوښتل.

د مقاماتو په وینا، د ډسمبر د ۲۸ مې او د جنورۍ د ۱ تر منځ نا ارامیو کې ۲۵ کسان ووژل شول.‌ هغوی په سلګونو کسان ونیول.

که څه هم چې احصایې سره فرق کوي، خو ځینې ارقام ښیي چې تر ۴۰٪ پورې ایرانیان -- له ۳۰ میلیونو څخه ډېر اتباع -- د فقر له کرښې څخه لاندې حال کې ژوند کوي.

په کرج، ایران کې د ډسمبر په ۱۵مه اخیستل شوی یو عکس د فاطمیون لوا د یوه مشکوک افغان غړي سیدعلي نقوي جنازه ښیي چې د سوریې په جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی. ایراني چارواکي د وژل شویو جنګیالیو،‌ چې افغانان وي، هویت هېڅکله نه ښیي. [عارف فتح اکبري/مهر خبري اژانس]

په کرج، ایران کې د ډسمبر په ۱۵مه اخیستل شوی یو عکس د فاطمیون لوا د یوه مشکوک افغان غړي سیدعلي نقوي جنازه ښیي چې د سوریې په جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی. ایراني چارواکي د وژل شویو جنګیالیو،‌ چې افغانان وي، هویت هېڅکله نه ښیي. [عارف فتح اکبري/مهر خبري اژانس]

ایراني محصلان د اقتصادي ستونزو له امله د راپارېدلي قهر په نتیجه کې د رامنځته شوي لاریون په ترڅ کې د ډسمبر په ۳۰ مه په تهران پوهنتون کې لاریون کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

ایراني محصلان د اقتصادي ستونزو له امله د راپارېدلي قهر په نتیجه کې د رامنځته شوي لاریون په ترڅ کې د ډسمبر په ۳۰ مه په تهران پوهنتون کې لاریون کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

افغان قانون جوړوونکي او سیاسي تحلیلګران خبرداری ورکوي، چې دا اقتصادي ستونزې او سیاسي بې ثباتۍ د هغو خواوشا ۳ میلیونو افغانانو لپاره، چې په ایران کې اوسېږي، یو ښه شګون نه دی.

ماتې شوې وعدې

د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې، ایران په دغه هېواد کې اوسېدونکي زرګونه افغانان د فاطمیون لوا لاندې د دې لپاره استخدام کړي ول چې د سوریې د رژیم په ګټه جنګ وکړي. فاطمیون لوا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا حمایه کیږي.‌

ایران دغه افغان پناه غوښتونکي او کډوال د پیسو او د ایران د استوګنې د جواز د ورکړې د وعدې په بدل کې استخداموي چې د سوریې په جګړه کې جنګ وکړي.‌

خو د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي ذکریاخان ذکریا وویل، چې افغانان باید په دې وعدو باندې باور ونه کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په تېر وخت کې، ایران په کوڅو او سړکونو باندې د هغو کسانو نومونه اېښودل چې په جګړو کې وژل کېدل. سربېره پر دې، ایران د هغوی کورنیو ته د کورونو کرایې او نغدي مرستې کولې. احتمالا،‌ د ایران یو شمېر اوسېدونکي هم سوریې ته په عین تصور سره تللي ول.

ډېر افغان کډوال،‌چې د یوه بهتر ژوند په لټه کې نهیلي شوي ول -- تر ۱۴ کلنو پورې ماشومانو په شمول -- وغولول شول او د ایران جنګ ته ولېږل شول.

ذکریا وویل، خو اوس چې ایران له پېچلیو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی،‌ رژیم نشي کولی چې نور نو افغان اتباعو ته دغه ډول اسانتیاوې ورکړي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر احمد بهروز وویل، هغه افغان کډوال، چې په ایران کې اوسیږي، باید د رژیم د وعدو په وړاندې محتاط واوسي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه،‌ ایران د کډوالو له نهیلي حالت څخه ګټه اخلي په داسې حال کې چې د هغوی حقونو ته پام نه کوي. ایران د لږو پیسو او د دروغو د وعدو په اساس هغوی د سوریې جګړې ته لېږي چې هلته جنګ وکړي.»

بهروز وویل، «د ځینې شواهدو په اساس، ایران نه یوازې له هغو افغانانو سره خپلې وعدې نه دي پوره کړي، بلکې په افغانستان کې د هغوی له کورنیو څخه یې هم روزي ګټونکي اخیستي دي،»

یو شمېرهغه افغانان، چې ایران او سوریې ته د کاري فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره تللي ول،په وروستیو وختونو کې افغانستان ته راستانه شوي او دا یې تایید کړې چې هغوی ته له هغو تشویقي امتیازاتو څخه، چې د ایران رژیم یې وعده کړې وه، هېڅ نه دي ترلاسه کړي.

نیابتي جګړو ته نه ویل

که څه هم چې د ایران رژیم هغه افغانان، چې له فاطمیون لوا سره یوځای کیږي، د سوریې د جګړې رضاکاران ښودلي، افغان حکومت په مکرر ډول له ایران څخه غوښتي چې جګړې ته د افغانانو استخدام او لېږل ودروي.

د افغان ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال سلام ټایمز ته وویل،‌ «په دې برخه کې د افغانستان موقف روښانه دی. لکه څرنګه چې مونږ نه غواړو چې په افغانستان کې دې هېڅ نیابتي جګړه وشي، دغسې مونږ نه غواړو چې هېڅ افغان تبعه دې په نیابتي جګړه کې برخه واخلي

هغه وویل، «افغان حکومت په دې برخه کې جدي دی او ضروري ګامونه اخلي،»

ذکریا وویل، «نړیواله ټولنه باید ایران منع کړي،»

هغه زیاته کړه، «افغان حکومت باید په ملګرو ملتونو کې د ایران پر ضد یو شکایت درج کړي او باید د ایران پر ضد نړیواله ټولنه راپورته کړي،»‌

بهروز وویل، افغان حکومت باید وغواړي چې ایران د افغان کډوالو له حقونو څخه سرغړونه ودروي او فاطمیون لوا منحل کړي.

هغه وویل، «ایران هغه افغان کډوال، چې وار له مخه له جګړې او بې کارۍ څخه په تنګ دي، لېږي چې په یوه بله جګړه کې جنګ وکړي، او دا یو داسې عمل دی چې د هغوی له حقونو څخه سرغړونه کوي،» نوموړي زیاته کړه چې افغانان باید نور د ایران د نفوذ لپاره د ناپایه جګړې قربانیان نشي.‌

بي بي سي پاړسي د بسیج نیوز په حواله راپور ورکړی چې په فاطمیون لوا کې یوه افغان چارواکي زهیر مجاهد ورته ویلي، چې د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې، د سوریې په جګړه کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپي شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټول هغه څه، چې تاسو لیکلي، له یو شمېر مزخرفاتوڅخه پرته نورهېڅ نه دي. افغان حکومت د هغو درې میلیونو [خلکو] د ژوند په هکله اندېښنه نه لري. دا ناتوانه حکومت نشي کولی چې حتی خپلو ۳۰ میلیونو خلکو ته امنیت برابر کړي. هره ورځ ځانمرګي بریدونه کیږي او سلګونه او زرګونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو تر اوسه پورې، د هغو هېڅ ذکر نه کیږي.‌ تاسو نشئ کولی چې خپل شکایت هېڅ سازمان ته هم ور وړئ.‌ تاسو نشئ کولی چې د متحده ایالاتو پر ضد، چې د افغانستان په ورانولو کې مستقیما دخیل وو، شکایت درج کړئ. په هغو افغانانو دې شرم وي چې د ایرانیانو دسترخوان ته ناست دي او خوراک ترې کوي،‌ او بیا هم غواړي چې د هغه پر ضد شکایت درج کړي. ای احمقانو! فاطمیون لوا د دې لپاره جنګ کوي چې داعش له منځه وېسي، بل د هیچا لپاره نه. آیا تاسو ته وار دمخه داعش تاوانونه نه دي در رسولي؟ په پای کې، شرم دې وي پر تاسو افغانانو!

ځواب ورکړئ

د افغانستان حکومت باید د هغه ناوړه چلند پوښتنه وکړي چې د ایران د حکومت له خوا د هغو افغان کډوالو پر ضد ترسره کیږي چې د بې کارۍ او غریبۍ له امله هلته کډه شوي دي. له کډوالو سره باید د نړیوالو کنوانسیونونو په اساس چلند وشي، او د هغوی فقر باید د هغوی په بشري حقونو د تجاوز سبب نشي.

ځواب ورکړئ