تروريزم

ایران په افغانستان کې له خپلو فرضي دښمنانو سره اړیکې جوړوي

ضیاءالرحمان

افغان ملېشه ځواکونه د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۴مه په کندوز کې د طالب جنګیالو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې پر وخت له خپلو وسلو سره ولاړ دي.

افغان ملېشه ځواکونه د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۴مه په کندوز کې د طالب جنګیالو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې پر وخت له خپلو وسلو سره ولاړ دي.

اسلام اباد -- وروستي راپورونه چې د ایران او افغان طالبانو تر منځ د اړیکو جوړولو ته اشاره کوي د افغان چارواکو، علماوو او امنیتي تحلیلګرانو تر منځ د سختو انتقادونو سبب ګرځېدلي دي.‌

دغه ډول راپورونه د ایران له خوا د سیمې امنيت په خطر کې اچولو او په منافقانه توګه د طالبانو او القاعده په څېر د تاوتریخوالي ترسره کوونکیو افراطي ډلو د حمایې اوږده تاریخچه ښیي، په داسې حال کې ښودل کیږي چې د ایران رژیم له دغو ډلو سره عقیدوي ستونزې لري.‌

د طالبانو له وژل شوي مشر سره د ایران اړیکې

د ایران او افغان طالبانو تر منځ د روابطو شواهد د می په میاشت کې هغه وخت راڅرګند شول چې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د پاکستان په بلوچستان ولايت کې ووژل شو.‌ څېړنو وموندله چې نوموړی له ایران څخه پاکستان ته راننوت چې ووژل شو.‌

ایکسپریس ټریبیون د اکتوبر په ۱۷مه راپور ورکړ چې نور شواهد هغه وخت تېره میاشت رامخته شول چې افغان طالبانو مولوی نېک محمد په تهران کې خپل استازی وټاکه.‌ نېک محمد په افغانستان باندې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د پوهنې د ادارې مشر وو.‌

ایکسپریس ټریبیون زیاته کړه چې د ایران او د افغان ترهګرې ډلې تر منځ د ډېرېدونکي نژدې والي یوه بله نښه دا وه چې د طالبانو یوه درې کسیز هیئت د دې کال په اوایلو کې تهران ته د پوځي مرستو د ورجلبولو لپاره سفر وکړ.‌

د رسنیو راپورونه او له تحلیلګرانو سره شوې مرکې ښیي چې د ایران رژیم په تېره لسیزه کې له طالبانو سره ملاتړ زیات کړی دی او په عمومي توګه دا کار د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدلو هڅې زیانمنې کړي.‌

کارپوهان وایي چې د ایران له خوا دغه حرکت په ظاهره د عقیدوي سپېڅلتیا لپاره د کار کولو پر ځای، په سیمه کې د ګډوډۍ رامنځته کولو په برخه کې د دغه هېواد علاقه مندي ښیي.‌

طالبانو په ایران کې مهم متحد وموند

افغان او لوېدیځ چارواکي وایي، د ایران او طالبانو تر منځ همکاري کالونه تاریخچه لري او په منظمه توګه وده کوي.‌

وال سټریټ ژورنال د ۲۰۱۵ په جون کې راپور ورکړ چې افغان طالبانو چې پخوا یې پاکستان خپل د استخدام د مرکز او د قوماندې د مرکز په توګه استعمالاوه د انقلابي ګارډ له لارې په ایران کې یو مهم متحد ومونده.‌

د خبري راپورونو له مخې، له ۲۰۰۷ کال راهیسې چارواکو دا وموندله چې د طالبانو لپاره د راتلونکو وسلو کاروانونه له ایران څخه افغانستان ته را اوښتل.‌

د ۲۰۱۳ کال په جون کې دغه ارتباط هغه وخت بل فصل ته داخل شو چې تهران په رسمي ډول د طالبانو یوه هیئت ته بلنه ورکړه چې له ایراني چارواکو سره وګوري.‌

د هغه کال په وروستیو کې، افغان چارواکو وویل چې هغوی داسې شواهد ترلاسه کړي وو چې ایران په خپلو پولو کې دننه د طالبانو جنګیالیو ته روزنه ورکوله. د افغان چارواکو او د طالبانو د قوماندانو په وینا،‌ اوس په تهران، مشهد او زاهدان او د کرمان په ولایت کې لږ تر لږه څلور د طالبانو د روزنې کمپونه موجود دي.

د ګارډین او وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې د افغان طالبانو دفترونه په زاهدان او مشهد کې هم فعالیت کوي.‌

یوه جیګپوړي افغان چارواکي وال سټریټ ژورنال ته وویل،‌ "په پیل کې ایران د طالبانو مالي ملاتړ کاوه، خو اوس روزنه او تجهیزات هم ورکوي."

ایران همدارنګه په خپلو سرحدونو کې دننه افغان کډوال په نښه کوي،‌ او د دې لپاره یې استخداموي چې د طالبانو تر څنګ جګړه وکړي.‌

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې د طالبانو دغه ډول یوه قوماندان چې د ایران له خوا حمایه کیږي وویل چې وروسته له هغه چې نوموړی د ایران په بندرعباس ښار کې د یوه غیرقانوني کارګر په توګه ونیول شو، د ایران د استخباراتو یوه افسر هغه ته وړاندیز وکړ چې که هغه په افغانستان کې د هغوی لپاره له کار کولو سره موافقه وکړي، هغوی به د هغه تنخا دوه برابره او ۵۸۰ ډالرو (۴۰۲۳۵ افغانیو) ته لوړه کړي.‌

هغه وویل،‌ "ایران مونږ ته هر هغه څه راکوي چې مونږ ورته اړتیا لرو."

د ایران د منافقت په وړاندې غوسه

افغان چارواکو او قومي مشرانو چې له سلام ټایمز سره یې خبرې وکړې د هغه تخریب له امله غوسه څرګنده کړه چې ایران او طالبان ورته په افغانستان کې لمن وهي.‌

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت یوه چارواکي علي احمد جېلاني وویل، کله چې د شوروي د اشغال او د کورنۍ جګړې پر وخت په ۱۹۸۰مو کلونو کې افغان کډوال ایران ته لاړل،‌ "د ایران حکومت ... په کډوالو باندې بندیزونه ولګول او هغوی یې ووېرول."

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ "په عین حال کې،‌ هغوی د وسلو او پیسو په ورکولو او په ایران کې ورته د دفترونو د پرانستلو لپاره په اجازه ورکولو سره،‌ د افغانستان دښمنانو سره مرسته کوي.‌ دا منافقت دی."

هیومین رایټس واچ او د بشري حقونو د څار نورو سازمانونو د ایران د حکومت له خوا له افغان کډوالو سره د بد چلند په هکله د جېلاني د استدلال پخلی کړی دی.‌ په دغو بدو چلندونو کې د پولیسو له خوا فزیکي تاوتریخوالی، چټک ډیپورټ یا له سرحد نه اړول،‌ سخت محدود کاري فرصتونه او ښوونې او روزنې ته لږ لاسرسی شامل ول.‌

په ننګرهار ولایت کې یوه سني عالم ملا صابر عزیزي سلام ټایمز ته وویل،‌ د اورپکو له مضرو ګروپونو لکه طالبانو او القاعده څخه د ایران ملاتړ د دغه هېواد له دې ادعاوو سره په تناقض کې دي چې وایي د ترهګرۍ په مقابل کې جګړه کوي.‌

عزیزي چې په یاد ولایت کې له افغان حکومت سره د سولې په ساتلو کې مرسته کوي وویل،‌ "ایران...په نړیواله سطحه د ترهګر ګرځول شویو ډلو په حمایه کولو سره یو سربدالوونکی حالت رامنځته کړی دی.‌"

د سیاسي چارو افغان تحلیلګر فضل حق مراد سلام ټایمز ته وویل،‌ "په تېره لسیزه کې مونږ لیدلي چې ایران له ترهګرو او یاغیانو سره حتی که طالبان هم وي مرسته کوي.‌ هغوی دا تکتیکونه د دې لپاره کاروي چې په افغانستان باندې فشار راوړي."

مراد وویل،‌ "که یو څوک داسې ترهګر چې هغوی زمونږ خلک وژني حمایه کوي،‌ [هغه حمایه کوونکی] هم د افغانستان دښمن دی."

په کابل پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد احمد ضیاء رفعت وویل،‌ طالبان د داسې ترهګریزو حملو مسؤلیت پر غاړه اخلي چې هغه افغانان وژني.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ "مونږ لیدلي چې هغوی د ایران له خوا حمایه کیږي."

د امنیتي چارو افغان تحلیلګر رحمت الله سیحون په اګست کې سلام ټایمز ته وویل،‌ افغان او ایتلافي ځواکونو په مکرر ډول له مړو یا نیول شویو طالب جنګیالیو سره ایراني وسایل نیولي دي.‌

له ترهګرو سره د ایران د مشارکت نور شواهد هغه وخت د جولای په ۲۰مه مخې ته راغلل چې د القاعده درې تنه غړي: فیصل جاسم محمد الامري الخالدي،‌ یسرا محمد ابراهیم بایومي او ابوبکر محمد محمد غوماین، چې ټول په ایران کې ول، د ترهګرو په نړیوال لست کې شامل کړای شول.‌

مبصرین وایي،‌ ایران او القاعده د ۱۹۹۰مو کالونو له اوایلو راهیسې یو له بل سره ارتباط لري.‌

په پاکستان کې په ترهګرۍ کې د ایران رول

که څه هم چې پاکستان وروسته له هغه چې د دغه هېواد پوځ د ۲۰۱۴ په جون کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل په امنیتي برخه کې یو ډراماتیک پرمختګ وکړ خو بیا هم دغه هېواد د ایران د بد چلند په برخه کې خپل اعتراضونه لري.‌

د می په ۲مه،‌ ایران داسې یو قانون تصویب کړ چې د هغو پاکستاني اورپکو کورنیو ته یې چې په سوریه او عراق کې په جګړه کې وژل شوي دي تابعیت ورکړ.‌ دغه حرکت په پاکستان باندې ډېر بد ولګېده.‌

له کالونو راهیسې،‌ پاکستان داسې اندېښنې ښیي چې ایران هڅه کوي چې د پاکستان له فرقه یي وېش څخه بده استفاده وکړي.‌

د ۲۰۱۴ د اګست د ۱۴مې په یوه لیک کې،‌ د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (NACTA)‌ ولايتي حکومتونو ته خبرداری ورکړ چې د ایران حکومت له ۲۰۰۰ څخه ډېرو پاکستاني زده کوونکیو ته د دې لپاره تادیات کوي چې د عراق په نجف کې زده کړې وکړي،‌ چې هلته "د فرقه یي کرښو په اساس د هغوی د مغزونو وینځنه کیږي."

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (NACTA)‌ خبرداری ورکړ،‌ هغه زده کوونکي، که افراطي وګرځول شي،‌ "کېدای شي چې د پاکستان د حکومت پر ضد وکارول شي."

د پاکستان د قانون نافذوونکې ادارې یوه وروستي راپور وښودله چې ایران په کراچۍ کې هم فرقه یي تاوتریخوالی حمایه کوي.‌

په راپور کې راغلي چې "د عباس ټاون،‌ جعفر طیار سوسایټي،‌ ملیر،‌ انچولي رضویه،‌ نیو ګولیمار او شافیصل کالونۍ په څېر سیمې د ایران د استخباراتو لپاره ښې عملیاتي سیمې دي."

د ایران سیمه ییزه لوبه

په داسې حال کې چې د سیمې علما ښه پوهېږي بیا ولې ایران ترهګرۍ ته لمنه وهي او له ترهګرو ډلو سره ملګرتیاکوي.‌

د مصر په ګیزا کې د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د ایراني چارو یوه کارپوه ډاکټر فتحي ال سید سلام ټایمز ته وویل،‌ "ایران د خپلو سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره له شیطان سره هم اتحاد کوي."

هغه وویل،‌ "ایران عراق او سوریې ته په دې بهانه ننوت چې په ځانګړې توګه په دغو دواړو هېوادونو او په عمومي توګه په سیمه کې ترهګرۍ ته د پای ټکی کېږدي،‌ خو دغه هېواد دا ثابته کړې ده چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري."

هغه وویل،‌ سربېره پر دې، په بهرنیو هېوادونو کې فرقه یي تحریکات د ایران د پالیسۍ "دویم نوم" دی.‌

دیارونا په اګست کې راپور ورکړ چې په سوریه کې د ایران قاتلانه لاسوهنې دغه شخړه لا پسې اوږده کړه، د فرقه یي تاوتریخوالي لمبې یې بلې کړې او ترهګرو ډلو ته یې اجازه ورکړه چې د سوریې قلمرو ته ننوځي.‌

په قاهره کې د منځني ختیځ د سیمه ییزو او ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې د ایراني چارو کارپوه فتحي السید دیارونا ته وویل،‌ حتی مخکې له دې چې په ۲۰۱۱ کال کې په دغه هېواد کې جنګ ونښلي،‌ ایران جنګي ډلې چې له ایراني او نورو ملتونو څخه تشکیل شوې وې ورننوېستې،‌ چې احتجاج کوونکي مات کړي.‌

[له کابل څخه اعزازالله او له قاهرې څخه ولید الخیر د دې راپور په جوړولو کې مرسته کړې ده.]‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ای افغانانو! څو چې تاسو د مذهب، امام حسین، او داسې نورو په نوم د مذهب، مذهبیت، شیعه توب او د دروغو پروپاګند کې ښکېل یئ، ایراني ملایان او د ایران انقلابي ګارډ (سپاه انقلاب) به له تاسو څخه ناوړه استفاده کوي. شیعه یوه سیاسي او غولوونکې فرقه ده.‌ طالب او د ایران انقلابي ګارډ سره یو شان دي. ملایانو د دروغو او فرېبونو له لارې د ایران خلک خراب کړي او اوس تاسو، ډېرو مذهبي افغانانو، پسې راغلي دي. هغوی غواړي چې تاسو ته په اخرت کې د دروغو او یو خیالي جنت جوړ کړي، په داسې حال کې چې په دې دنیا هغوی په خپلو ماڼیو کې د ځانونو لپاره خپل حقیقي جنتونه جوړ کړي دي.‌ افسوس دې وي د هغو افغانانو په حال چې سوریې ته د پیسو لپاره ځي او بیا ځان «د زیارت مدافع» (د بشار اسد د تاج او تخت) بولي.‌

ځواب ورکړئ

په ۲۱مه پېړۍ کې مذهب هېڅ معنی نه لري، او په میلیونونو امریکایان او اروپایان د خپلو ګټو لپاره جنګ کوي. زه هغوی ته د بریا هیله کوم، ځکه چې هغوی د خپلو ګټو لپاره جنګ کوي او هغوی د عیسی اعتبار ته زیان نه رسوي، خو مسلمانان د خپلو ګټو په خاطر د اسلام اعتبار ته زیان ور رسوي.

ځواب ورکړئ