سياست

محقق د سوریې د جګړې لپاره د ایران لخوا د افغانانو د استخدام له ستاینې وروسته له سختو نیوکو سره مخامخ شوی

د نجیب الله راپور

محمد محقق، د ۲۰۱۰ د سپتمبر په ۱۳مه هغه وخت، چې د افغانستان د ولسي جرګې د وکالت لپاره کاندید وو، له شیعه مسلمانو هزاره افغانانو سره په کابل کې د کمپاین په یوه غونډه کې لاس پورته کړی دی.‌ د اجرائیه ریاست د مرستیال په توګه،‌ محقق د خپل هغه بیان له امله، چې د نومبر په ۲۶مه یې په سوریه کې جګړې ته د افغانانو د لېږلو له امله د ایران ملاتړ وکړ، له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.‌ [مسعود حسیني/ای اېف پي]

محمد محقق، د ۲۰۱۰ د سپتمبر په ۱۳مه هغه وخت، چې د افغانستان د ولسي جرګې د وکالت لپاره کاندید وو، له شیعه مسلمانو هزاره افغانانو سره په کابل کې د کمپاین په یوه غونډه کې لاس پورته کړی دی.‌ د اجرائیه ریاست د مرستیال په توګه،‌ محقق د خپل هغه بیان له امله، چې د نومبر په ۲۶مه یې په سوریه کې جګړې ته د افغانانو د لېږلو له امله د ایران ملاتړ وکړ، له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.‌ [مسعود حسیني/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي د افغانستان د اجرائیه ریاست د مرستیال محمد محقق په هغو خبرو کلکه نیوکه کوي چې د سوریې په جنګ کې د ایران له خوا د افغان «جنګیالیو» د استخدام ملاتړ او ستاینه کوي.‌

د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، محقق دا جنجالي وینا د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۲۶ مه/ په تهران کې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د عالمانو په یوه غونډه کې، چې د داعش د «تیارې نظریې» په هکله د خبرو کولو لپاره سره راټول شوي ول، وکړه.‌

د محقق بیانیه په افغان تلوېزیونونو خپره شوه، چې په چټکۍ سره په پراخه کچه وغندل شوه او له کاره د هغه د ګوښه کېدلو غوښتنې وشوې.

په ویډیو کې، محقق په داسې حال کې ښودل کیږي چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ تر چتر لاندې د بهرنیو فعالانو د قوماندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ستاینه کوي.‌

د ایران په البرز ولایت کې د فاطمیون لوا د غړو هدیره په یوه بې نېټې عکس کې.‌ [عارف فتح اکبري/مهر خبري اژانس]

د ایران په البرز ولایت کې د فاطمیون لوا د غړو هدیره په یوه بې نېټې عکس کې.‌ [عارف فتح اکبري/مهر خبري اژانس]

د فاطمیون لوا، هغه افغان شیعه ملېشه، چې د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جنګ کوي، د ۲۰۱۶ په ډسمبر کې د سوریې په پالمیره کې د حکومت پلوه ځواکونو ترڅنګ جګړه کوله.‌ [تسنیم خبري اژانس]‌

د فاطمیون لوا، هغه افغان شیعه ملېشه، چې د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جنګ کوي، د ۲۰۱۶ په ډسمبر کې د سوریې په پالمیره کې د حکومت پلوه ځواکونو ترڅنګ جګړه کوله.‌ [تسنیم خبري اژانس]‌

باور کیږي چې سلیماني یو له هغو کسانو څخه دیچې فاطمیون لوا یې یې تاسیس کړې دهاو معمولا د هغو ۳ میلیونو افغانانو له منځه جنګیالي استخداموي چې په ایران کې اوسېږي.‌ د ایراني رسنیو په وینا، فاطمیون لوا خواوشا ۲۰ زره غړي لري.‌

د امریکاغږ د راپور په اساس، محقق وویل، «زه د عراق، سوریې، افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو برخو له ټولو هغو جنګیالیو څخه، چې په دې جګړو کې یې همکاري وکړه او برخه یې واخیسته، مننه کوم.‌ په حقیقت کې، هغه د کفر او نړیوال استکبار پر ضد د اسلام جنګ وو.»

افغان حکومت تر دې مخکې د ایران حکومت سره د افغان کډوالو -- چې ماشومان هم په کې ول،‌ د استخدام او د سوریې د حکومت په پلوۍ جګړې ته لېږلو مسئله راپورته کړې وه.‌د بشري حقونو د څار ادارې د اکتوبر په میاشت کې تایید کړه، چې ایران تر ۱۴ کلنو پورې افغان ماشومان استخداموي او سوریې ته یې د جګړې لپاره لېږي.‌

محقق د نیوکو څپو وواهه

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۲۹ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په تهران کې د محقق څرګندونې «د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ، ملي ګټو، ثبات،‌ امنیت او نافذه ملي قوانینو سره په مطلق ډول په ټکر کې دي،»‌

په خبرپاڼه کې راغلي، د هغه خبرې «په هېڅ ډول، بڼه یا توګه» د حکومت استازیتوب نه کوي.‌

خبرپاڼه زیاتوي، «افغان حکومت تصمیم لري چې د ملي ګټو او نافذه قوانینو په اساس په قاطع ډول پلټنه وکړي،»‌

د محقق له وینا څخه یوه ورځ وروسته، د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل چې د حکومت پالیسي روښانه ده:‌«مونږ د نړۍ په هېڅ ځای کې په جنګونو کې د افغانانو د برخه اخیستنې ملاتړ نه کوو.»

عبدالله د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۲۷ مه/ د خپل مرستیال د نوم له اخیستلو څخه پرته وویل، «په وروستیو کې یو شمېر ځانګړې څرګندونې شوي دي، خو افغانستان د نورو هېوادونو په جګړو کې د افغانانو د برخه اخیستنې مخالف دی...او دا د دې پالیسۍ په اساس دی چې افغانستان هڅه کوي چې خپلو اتباعو ته سوله او ارامي برابره کړي.»‌

هغه وویل، «په افغانستان کې د نورو هېوادونو د لسګونو ترهګرو ګروپونو ښکېلتیا باید یو مثال واخیستل شي، او مونږ باید له هغې څخه زده کړه وکړو،»

بیان 'ملي خیانت' دی

د پارلمان یو شمېر غړو محقق داسې یاد کړ چې ملي ګټې په پام کې نه نیسي او د هغه د استعفا غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۲۷ مه/ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، «په هېواد کې دننه او بهر حکومتي چارواکي، بې له دې چې وویل شي چې کومې ډلې پورې اړه لري، باید د افغانستان ملي ګټو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.‌

هغه وویل، «هره هغه بیانیه چې د افغانانو ګټې تر پوښتنې لاندې راولي، هغه د هغوی پر ضد د دښمنۍ او زورونې یو عمل دی،»‌

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت یوه استازي منورشاه بهادري وویل، د محقق له خوا څرګند شوي نظریات د افغانانو لپاره «د منلو وړ» نه ول.‌

په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت یوې استازې آرین یون له حکومت څخه وغوښتل چې په دې برخه کې قانوني ګام واخلي او د محقق په سفر محدودیت ولګوي.‌

د مشرانو جرګې رییس دغه خبرې «د شرم وړ» وبللې.

مسلمیار د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۲۸ مه/ د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې وویل، «د محقق وینا د افغان ولس پر ضد د ودرېدلو یو مثال دی، او دا د ملي خیانت یوه قضیه ده. حکومت باید د هغه په وړاندې په چلند کې جدي ګامونه واخلي.»‌

فوزیه سادات یوه بله سناتوره وه چې د «خیانت» تور یې ولګاوه.

هغې وویل، «محقق ته باید هره هغه سزا ورکول شي چې د جنایي جرمونو او خیانت په قانون کې ثبت شوې وي،»

'پرېږدئ چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي'

عادي افغانان د محقق نظر ردوي

د کابل پوهنتون یوې محصلې ملیحې نظیري سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې جګړه روانه ده، چې په نتیجه کې یې هره ورځ زمونږ خلک وژل کیږي. کله چې افغانان له جګړو څخه تښتي او په ایران کې سرپناه لټوي،‌د ایران حکومت هغوی د سوریې جګړې ته لېږي..»

هغې وویل، «له ایران نه د هغوی د دغه کار د مننې پرځای، محقق باید له ایران څخه غوښتي وای چې نور دې افغان کډوال،‌ چې له جنګ څخه تښتېدلي دي، بل جنګ ته نه لېږي او اجازه دې ورکړي چې په سوله کې ژوند وکړي،»‌

شعیب نعیمي چې ۲۸ کاله عمر لري او په کابل کې دوکانداري کوي له دې خبرې سره موافقه وکړه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «هغه نهیلي افغانان چې ایران ته د کار په لټون پسې ځي، د ایران د حکومت له خوا د سوریې جګړې ته لېږل کیږي،»‌

هغه وویل، محقق باید ایران ته ویلي وای چې افغان کډوالو ته دې جګړې ته د لېږلو پر ځای په ایران کې دننه کارونه ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه ډېر بد سړی دی.‌

ځواب ورکړئ

که همدا خبرې یوه پښتانه کړې وای، هم به پرې ملي امنیت او هم امریکایانو د القاعدې یا طالبانو د غړي نوم پورې کړی وای او سمدلاسه به یې بګرام یا ګوانتانامو ته رسولی وای. امریکایانو د همدغو هزاره او تاجک ترجمانانو او مشاورینو په اشاره په لسګونو بې ګناه پښتانه کالونه کالونه د زندان د تورو تمبو شاته وساتل، وزورول، شکنجه او سپک کړل او هغوی هم چې راخلاص شول په لوی لاس طالبان او د حکومت مخالفان ترې جوړ کړای شول چې د فعالیتونو په نتیجه کې یې د پښتنو د سیمو ښوونځي وران شول، معلمان او شاګردان ووژل شول، مدني فعالیتونه په کې په ټپه ودرول شول او د بیا رغونې لپاره په کې هېڅ ونشول.

ځواب ورکړئ