خوست -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۱ مه/ راپور ورکړ، چې د اورپکو یوه پخواني قوماندان ګلبدین حکمتیار په ایران تور لګولی چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې شخړو ته لمنه وهي.
حکمتیار دا خبرې د دوشنبې په ورځ په خوست ولایت کې په یوه خبري کانفرانس کې وکړې.
د حکمتیار په وینا، د داعش هغه غړي، چې له سوریې او عراق څخه تښتېدلي، ښایي د ایران له لارې افغانستان ته راغلي وي.
حکمتیار د اجرائیه رییس د دویم مرستیال محمد محقق د نومبر د میاشتې خبرو ته په اشارې سره، په هغو افغان چارواکو، چې په ښکاره د ایران له خوا د سوریې جنګ ته د افغان ځوانانو د استخدام ملاتړ کوي، انتقاد وکړ.
حکمتیار او د هغه د اورپکو غیرفعال اسلامي ګوند د ۲۰۱۶ په سپتمبر کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.