کابل -- بي بي سي پاړسي د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۴ مه/ راپور ورکړ، چې د اورپکو یوه پخواني مشر او د طالبانو د یوه وخت متحد ګلبدین حکمتیار په ایران تور لګولی چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.
هغه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د داعش هغه جنګیالي، چې له سوریې او عراق څخه راځي، د ایران د خاورې له لارې افغانستان ته را رسېږي.
حکمتیار وویل، «ایران غواړي چې په افغانستان کې عین هغه لوبه ولوبوي چې د داعش تر نامه لاندې یې په عراق او سوریه کې ولوبوله،»
د ډسمبر د ۱۱ مې په یوه خبري کانفرانس کې،هغه ایران په دې تورن کړ چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او له ۳۰ کلونو راهیسې شخړو ته لمن وهي.
د تېر نومبر په میاشت کې،حکمتیار له طالبانو سره د روسیې ارتباط تایید کړ.
حکمتیار او د هغه غیرفعال حزب اسلامي اورپکي ګروپ د ۲۰۱۶ په سپتمبر کېله افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.