امنیت

حکمتیار له طالبانو سره د روسانو 'ارتباط' تایید کړ

سلام ټایمز

ګلبدین حکمتیار د اګست په ۵ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې د خبرو کولو پر وخت لاس پورته نیولی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

ګلبدین حکمتیار د اګست په ۵ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې د خبرو کولو پر وخت لاس پورته نیولی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- د اورپکو پخواني قوماندان او د طالبانو د یوه وخت متحدګلبدین حکمتیارتایید کړې چې روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.‌

حکمتیار له الجزیرې سره په یوه مرکه کې، چې د نومبر په ۱۹مه خپره شوهوویل،‌ «د طالبانو او مسکو تر منځ اړیکه شته،‌ او زه پوهېږم او اورم چې روسیه د طالبانو قوي ملاتړ کوي،»‌

حکمتیار او د هغه غیرفعال حزب اسلامي اورپکي ګروپ له افغان حکومت سره د ۲۰۱۶ په سپتمبر کې د سولې یو تړون لاسلیک کړ.

د هلمند د والي پخواني مرستیال محمد جان رسولیار سلام ټایمز ته وویل،«دوه کاله مخکې... ډېر داسې شواهد موجود ول چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي،خو د افغانستان د استخباراتو راپورونه ښیي چې له ۲۰۱۴ راهیسې، د ایرانیانو تر څنګ روسانو هم له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي او هغوی ته وسلې او مالي مرستې ورکوي،»

د کرېملېن هدفونه

هغه وویل، روسیه ځکه د طالبانو ملاتړ کوي چې هغوی «غواړي چې د هغوی سرحدونو او هغو هېوادونو ته چې د هغوی تر نفوذ لاندې دي، د جنګ د ورخپرېدلو مخه ونیسي. هغوی غواړي چې روان جنګ په افغانستان کې دننه ایسار کړي.»

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي ذکریا ذکریا وویل، «د طالبانو د ملاتړ کولو له لارې، مسکو پلان لري چې د افغانستان وضعه لا نوره پېچلې کړي، او په دې توګه د نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو حضور تر پوښتنې لاندې راشي،»

هغه وویل، «مسکو په افغانستان کې د لوېدیځوالو حضور د ځان لپاره یو خطر ګڼي، له دې امله، روسان غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو، حقاني شبکې، او ان ځینې نورو ډلو ملاتړ وکړي، او په دې توګه نه یوازې په افغانستان باندې کنټرول ولري بلکې همدارنګه په دغه هېواد کې لوېدیځوال ژوبل هم کړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟