ديپلوماسي

روسیه د داعش ګواښ غټ ښيي ترڅو په سیمه باندې تسلط ټینګ کړي

د حمزه راپور

د روسیې یو سرتېری د وږي په ۱۸مه په بیشکیک کې د سي اېس ټي په یوه مشق کې برخه اخلي. [ویاخیسلاو اوسیلیدکو/ای اېف پي]

د روسیې یو سرتېری د وږي په ۱۸مه په بیشکیک کې د سي اېس ټي په یوه مشق کې برخه اخلي. [ویاخیسلاو اوسیلیدکو/ای اېف پي]

کابل -- یو شمېر افغان شنونکي وایي چې روسیه په قصدي توګه د داعش ګواښ غټ ښیي ترڅو د سیمې په هېوادونو باندې خپل تسلط ټینګ کړي.

د افغانستان درې ګاونډیان؛‌ تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان داسې پخواني شوروي جمهوریتونه دي چې اوس هم د مسکو تر اغېز لاندې دي، لاکن په وروستیو کالونو کې هڅه کوي چې د کریملېن له دایرې څخه وځي.

د خپلواکۍ په لور دغو حرکتونو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او متحدین یې وارخطا کړي، او کتونکي وایي وروستۍ پېښې ښیي چې روسان څنګه هڅه کوي ترڅو دغه هېوادونه بېرته تر خپل وزر لاندې راولي.

پوتین د تلې په ۲۳مه د خپلواکو همګټو دولتونو یوې آنلاین غونډې ته په خبرو کې وویل، د روسیې استخباراتو څرګنده کړې چې د داعش شاوخوا ۲۰۰۰ مجرب جنګیالي د افغانستان په شمالي سیمه کې راټول شوي، او ښایي هڅه وکړي ترڅو د «مستقیمې پراختیا» له لارې نږدې پراته هېوادونه بې ثباته کړي، چې د هغه دغو خبرو د طالبانو مشران چې هڅه کوي وښیي چې هغوی امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې راوستی دی، په غوسه کړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تلې په ۲۱مه په مسکو کې د روسیې د انرژۍ د اونۍ د نړۍ وال فورم په یوه ناسته کې. [میخایل مېڅل/پول/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تلې په ۲۱مه په مسکو کې د روسیې د انرژۍ د اونۍ د نړۍ وال فورم په یوه ناسته کې. [میخایل مېڅل/پول/ای اېف پي]

پوتین وویل، «په دې برخه کې، دا مهمه ده چې د افغانستان په سرحد باندې وضعیت په منظمه توګه وڅارل شي او دې ته چمتووالي وي چې د اورپکو پر ضد متقابل عمل وشي، او په ورته وخت کې د هغو امنیتي ځواکونو کار همغږی شي چې د اړتیا پر وخت ګډ ځانګړي عملیات ترسره کوي.»

په کابل کې د نړۍ والو چارو یوه شنونکي لطیف نظري وویل،‌ بلې هېڅ استخباراتي ادارې د داسې راټولېدا په هکله معلومات نه دي وړاندې کړي، او د افغانستان په شمالي سرحد د داعش د حضور په اړه د مبالغې له لارې، روسیه هڅه کوي چې د سیمې په هېوادونو باندې خپل سیاسي او امنیتي نفوذ زیات کړي او هغوی ټول تر کنټرول لاندې راولي.

نظري وویل، داعش او نور افراطي ګروپونه حاکمیت ته ګواښ ګڼل یو هدف لري او هغه دا دی چې روسان د منځۍ اسیا اوسېدونکیو ته خبرداری ورکوي چې د روسانو له ملاتړ پرته به هغوی له غټو امنیتي ننګونو سره مخامخ شي‌

نظري په تاجکستان کې ګډ پوځي تمرین د یوه ثبوت په توګه یاد کړ او ویې ویل، روسیه له افغانستان څخه د متحده ایالاتو له وتلو څخه د داسې یوه فرصت په توګه ناوړه استفاده کوي ترڅو په سیمه کې خپل تسلط ته پراختیا ورکړي.

د روسیې تر نغوذ لاندې د ټولیز امنیتي تړون سازمان (سي اېس ټي او) تېره شنبه /د لړم ۱/ په تاجکستان کې یو شپږ ورځنی جنګي مشق پای ته ورساوه. د روسیې او تاجکستان حکومتونو وویل چې په دغه تمرین کې له ۵۰۰۰ څخه ډېرو عسکرو برخه اخیستې وه‌.

ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د سي اېس ټي او غړي دي.

د روسیې لپاره سیاسي وسیله

په کابل کې د روسیې د چارو یوه شنونکي عبدالشکور سالنګي سلام ټایمز ته وویل، «روسان په افغانستان کې د داعش د حضور په هکله د غلطو معلوماتو په وړاندې کولو سره دوه هدفونه تعقیبوي؛ لومړی دا چې، هغوی غواړي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په خپل ځان باندې ډېر متکي کړي... او هغه هېوادونه په پوځي برخه کې د روسانو په ملاتړ باندې له تکیه کولو څخه پرته بله لاره نه لري.»

هغه وویل، روسیه وار له مخه په تاجکستان کې یو لوی پوځي مرکز لري او غواړي چې خپل نفوذ له منځنۍ اسیا څخه بهر ته پراخ او د سي اېس ټي او غړي هېوادونه شامل کړي.

د سي اېس ټي او د غړو هېوادونو له جملې څخه یواځې تاجکستان له افغانستان سره سرحد لري.

سالنګي سي اېس ټي او ته په اشارې زیاته کړه، «روسان هڅه کوي چې په سیمه کې خپل سیاسي او نظامي نفوذ پیاوړی کړي... او په سیمه کې موجود ټول هېوادونه تر خپل چتر لاندې راولي.»

په کابل کې د نظامي چارو یوه شنونکي مقدم امین وویل، کریملین غواړي چې د سیمې هېوادونه په دې قانع کړي چې داعش له منځني ختیځ څخه افغانستان ته راغلی او د امو سیند پر غاړه پراته ټول هېوادونه به وګواښي.

هغه وویل، له طالبانو سره د روسانو اړیکې جنجالي دي او په هکله یې وړاندوینه نشي کېدلی.

امین وویل،‌ په وروستیو اونیو کې افغانانو ته معلومه شوه چې روسان خپل موقفونه اړوي را اړوي، کله د طالبانو له خوا د واک ته رسېدلو هرکلی کوي او کله د سیمې هېوادونو ته د هغوی د ممکن ګواښ په هکله وارخطایي څرګندوي.

د طالبانو او مسکو تر منځ بې باوري

په کابل کې د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو یوه استاد فهیم چکري چې اوس په موقت ډول په ترکیه کې اوسېږي، سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان په شمال کې، چې د منځنۍ اسیا جمهوریتونو سره سرحد لري، د داعش د ۲۰۰۰ اورپکو د شتون په هکله د روسیې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې او د طالبانو د ویاندویانو له خوا د دغو څرګندونو رد، د روسانو او طالبانو تر منځ د بې باورۍ ښکاره څرګندوی دی.»

چکري وویل، په ګاونډي تاجکستان کې د سي اېس ټي او تمرین او د دې تر څنګ په مسکو کې د یوه وروستي مجلس په ترڅ‌ کې چې طالبانو هم برخه په کې اخیستې وه، د روسیې او تاجکستان له خوا د یوه مشروع حکومت په توګه د طالبانو له په رسمیت پېژندلو څخه انکار، ښیي چې د مسکو او طالبانو تر منځ اړیکې خرابې دي.‌

په کاناډا کې د سیاسي چارو یوه افغان شنونکي ولي فروزان وویل، «هیڅوک هم له دې څخه انکار نشي کولی چې له افغانستان څخه د متحدو ایالاتو او ناټو عسکرو وتل ترهګرو ډلو ته دا فرصت برابروي چې له دغه هېواد څخه د یوه خوندي پټنځای په توګه کار واخلي، او په دې کې شک نشته چې روسان په دې برخه کې اندېښمن دي.»

خو هغه زیاته کړه چې، په تاجکستان کې د سي اېس ټي او وروستی مشق، د افغانستان په شمالي برخو کې د داعش د حضور په هکله د پوتین له خوا وېره خپرول او د طالبانو دا بیان چې وایي داعش یو ګواښ نه دی څخه بیلا بیل تحلیلونه کیدی شي وشي په ځانګړې توګه د طالبانو او روسیې تر منځ د اړیکو په پام کې نیولو سره.‌

فروزان وویل، دا پېښې د طالبانو د ناخوښۍ او د طالبانو او مسکو تر منځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدلو ښکاره نښې دي.‌

په کابل کې مېشت ژورنالست مصطفی بېګزاد وویل، «که څه هم چې روسیه او طالبان هڅه کوی چې خپلې اړیکې ټینګې کړي، لاکن د ګټو د ټکر او د طالبانو او روسیې تر منځ د بې باورۍ، او دغه راز د طالبانو او د منځنۍ اسیا د څو هېوادونو تر منځ جدي ستونزې شته.»

هغه وویل، «موږ په وروستیو مواردو کې تناقضات وینو. مثلا،‌ طالبانو د پوتین د خبرو پر خلاف د افغانستان په شمال کې د داعش له حضور څخه انکار وکړ، او له تاجکستان سره د روسیې له پوځي مانورو څخه وروسته طالبانو په سرحدي سیمو کې خپل ځانګړي ځواکونه ځای پرځای کړل.»

بېګزاد وویل، «د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د تاجکستان ولسمشر ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس ونه وهي او دا یې څرګنده کړې چې که تاجکستان مداخله وکړي، د طالبانو له غبرګون سره به مخامخ شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوې خوا د روسیې دا ډول څرګندونې او له بلې خوا د امریکايي چارواکو چې تازه یې ویلي دي چې اسلامي دولت ډله یا داعش ښايي په شپږو میاشتو کې پر متحدوایالاتونو د برید وړتیا ترلاسه کړي، یو عجیبه وړاندوینه ده. افغانان چې کلونه کلونه په اور کې سوځي د پردیو دسیسو او هغه خپلمنځي جاسوسانو برکت دی چې ګاونډي او غربي هېوادونو په کې ځای پر ځای کړي دي. افغانستان د سیمې او غربي هېوادونو ته د ډیران حیثیت لري، چېرته چې ګند وي دلته یې راوړي، غورځوي یې نور یې کیسه کې هم نه دي چې افغانان ترې څومره متضرر دي. ډېر کله همدا هېوادونه موږ ته د ((بشري حقونو)) یادونه کوي مګر خپله بیا د افغان حق تر پښو لاندې کېږي. تر پرونه چې جمهوریت و هم همدا خلک لګیا و په مقابل کې یې دسیسې جوړولې چې بلاخره یې راچپه کړ او نن چې طالب واک کوي؛ هم یې نه پرېږدي، کونې ته یې ډکي وروړي، په ارام یې نه پرېږدي. دا اوس د طالب په خلاف په پاکستان، ایران، روسیه، تاجکستان... او غربي هېوادونو کې دسیسې روانې دي. هېڅ یو فرصت افغان ته نه ورکول کېږيی چې ګټه ترې واخلي او خپل وطن ته کار وکړي. او که کار کوي بیا یې په دې سر سر وهي کار ته یې هم نه پرېږدي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان یوه پخواني پاچا عبدالرحمان خان افغانانو ته په خطاب کې ویلي وو چې هېڅکله دې په روسانو باندې باور نه کوي. روسانو په ۱۳۵۸ کې د ټولو نړۍ والو قوانینو پر خلاف په افغانستان حمله وکړه او د وخت جمهور رییس حفیظ الله امین یې سره له دې چې کمونست وه لاکن دا چې په امریکا کې یې تحصیل کړی وه، وواژه. ببرک کارمل یې په ټانک سپور راوست او د افغانستان واګي یې په لاس ورکړل. عین لوبه پاکستانیانو هم وکړه چې د آی ایس آی تر ملاتړ لاندې طالبانو په کابل حمله وکړه او پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله یې وواژه. افغانان باید نه په روسانو باندې باور وکړي او نه په پاکستانیانو، ځکه روسان ملحد دي او د پاکستان پوځ او استخبارات منافقان دي.

ځواب ورکړئ