ديپلوماسي

طالب اورپکي د اړیکو د پیاوړتیا د نښې په توګه د روسیې د سفارت ساتنه کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

طالب جنګیالي د زمري په ۲۷مه په کابل کې د یوه سړک پر غاړه ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب جنګیالي د زمري په ۲۷مه په کابل کې د یوه سړک پر غاړه ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

مسکو -- په داسې حال کې چې ډېر هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان څخه خپل سفارتونه او کارکوونکي وباسي، روسیه وايي چې پر خپل ځای پاتې کېږي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ورسېدل، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د زمري په ۲۵مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان په پلازمېنه کې وضعیت «د ټیکاو خواته روان دی» او طالبانو «د عامه نظم بیا پرځای کول» پیل کړي دي.‌

سفیر دیمیتري ژیرنوف وویل، طالبانو وار له مخه د روسیې د سفارت ساتنه کوله او مسکو ته یې ډاډ ورکړی وو چې وداني به یې خوندي وي.‌

هغه وویل، اورپکو روسانو ته اطمینان ورکړی وو چې د هغوی د دیپلوماتانو «له سرونو نه به یو وېښته هم ونه غورځېږي».

طالب اورپکي، په یوه عکس کې چې په ۱۳۹۹ کې خپور شوی دی، په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې د روسیې جوړ وسلو باندې تمرین کوي. [آرشیف]

طالب اورپکي، په یوه عکس کې چې په ۱۳۹۹ کې خپور شوی دی، په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې د روسیې جوړ وسلو باندې تمرین کوي. [آرشیف]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د طالبانو مشر مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ کې) او د افغانستان لپاره د ایران د هغه وخت سفیر محمد رضا بهرامي (ښی) د ۱۳۹۷ د لړم په میاشت کې په مسکو کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د طالبانو مشر مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ کې) او د افغانستان لپاره د ایران د هغه وخت سفیر محمد رضا بهرامي (ښی) د ۱۳۹۷ د لړم په میاشت کې په مسکو کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

دا پداسې حال کې ده چې د هر ورځې په تېرېدو سره پر طالبان د روسېې باور په کمېدو دی. د چهار شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) څلور روسۍ طیارې د روسیې او منځني آسیا هېوادونو څه باندې ۵۰۰ وګړي د روسېې د ولسمشر ولادمیر پوتین په دستور له افغانستان څخه وویستل.

دغه ګام د افغانستان په اړه د روسیې په سیاست کې بدلون ښيي.

له دې سره سره چې اسلام پالی ګروپ وایي چې ریښه یې په ۱۳۶۰مو کالونو کې د شورويانو پر ضد جنګ ته، چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ شوروي سرتېري په کې ووژل شول، رسېږي، اوس د دغې ډلې په هکله د روسیې نظر د ورځنیو پېښو په اساس جوړ شوی دی.‌

درې لسیزې وروسته، کریملېن چې ښکاري دردناکه ماضي یې له پامه غورځولې ده، له دې سره سره چې د طالبانو ډله په روسیه کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کیږي، کریملېن په مسکو کې څو ځلې د خبرو کولو په کوربه توب سره د طالبانو نړۍ وال اعتبار پیاوړی کړی دی.

په دې ډله باندې د بندیزونو له دریځ سره سره کریملین پښه نه ده نیولې او لږ تر لږه له ۱۳۹۴ راهیسې له طالبانو سره مالي او تسلیحاتي مرستې کوي -- او ښایي دغه ارتباط مسکو هڅولی وي چې خپل سفارت پرانستی وساتي.‌

ژیرنوف د اګست په ۱۷ مه ناوخته په کابل کې له طالبانو سره وکتل، چې دولتي تلوېزیون دا یوه «مثبته او رغوونکې» کتنه وبلله.

په منځنۍ اسیا کې د کریملېن د ګټو خوندي کول

شنونکي وایي، د دغو خبرو هدف دا دی چې ګاونډیو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته چې روسیه په کې پوځي بېسونه لري، د شخړې د ورخپرېدلو مخه ونیسي.

د مسکو په مشرۍ د جامع امنیتي تړون سازمان (سي اېس ټي او) پخواني عمومي منشي نیکولای بوردیوژا وویل، «که موږ غواړو چې په منځنۍ اسیا کې سوله وي،‌ موږ باید له طالبانو سره خبرې وکړو.»

که څه هم چې د منځنۍ اسیا څو هېوادونو د ناټو ځواکونو ته په لوجیستیکي برخه کې ملاتړ برابراوه،‌ خو طالبانو خپلو شمالي ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې هغوی له دغو هېوادونو سره څه ستونزه نه لري.

ژیرنوف وویل، طالبانو مسکو ته هم اطمینان ورکړ.

روسیه غواړي چې افغانستان «په نړۍ کې له ټولو هېوادونو» سره سوله ییزې اړیکې ولري او «طالبانو وار له مخه له موږ سره د دې کار ژمنه کړې ده».

خو د پنجشنبې په ورځ کریمیلن په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړه او وویل چې هغوی به د خپلې پرېکړې له کولو څخه مخکې د یادې ډلې چلند وڅاري.

په دې اوړي کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو په پرمختګ سره، روسیې له خپلو متحدینو ازبکستان او تاجکستان سره تمرینونه وکړل او له طالبانو سره د مالي او تسلیحاتي ملاتړ د تاریخچې له لرلو سره سره یې ځان د منځنۍ اسیا د ساتونکي په توګه وښود.

د منځنۍ اسیا د چارو پوه ارکاډي دوبنوف وویل، اوس به مسکو دې ته وګوري چې په سیمه کې خپل نظامي حضور پیاوړی کړي.

هغه وویل، «دغه هېوادونه به په بېلابېلو اندازو سره مجبور وي چې د مسکو مرسته قبوله کړي، خو یو به یې هم دې ته چمتو نشي چې د خپل امنیت په بدل کې خپله خپلواکي له لاسه ورکړي.»

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان درې د منځنۍ اسیا ګاونډیان؛ ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د شخړې پر وړاندې بېلابېل چلندونه لري.

ازبکستان او ترکمنستان له طالبانو سره په لوړه سطحه خبرې وکړې او ښایي چې د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني، په داسې حال کې چې تاجکستان له اورپکو سره ښکېل نه دی.‌

دوست او همکار متحدین

له طالبانو سره د روسیې دیالوګ د څو کاله اړیکو ساتنې ثمره ده.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د چنګاښ په میاشت کې طالبان یو «قوي ځواک» وباله. هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف افغان حکومت په دې ملامت کړ چې په خبرو کې د پرمختګ په برخه کې سستي کوي.

د افغانستان لپاره د کریملېن ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د زمري په ۲۵مه له ایکو مسکوي راډېو سره په خبرو کې وویل، «د تېرو اوو کالونو په ترڅ کې د طالبانو تحریک سره زموږ تماسونه بې ګټې نه وو.»

د شوروي - افغان هغه جنګ ته په پام سره چې دواړه غاړې غواړي هېر یې کړي، دغه ارتباط د ډېری حیران کړي دي.

د مسکو د کارنیګي مرکز الیګزاند باونوف وویل،‌ خو روسیه ډاډ ورکوي چې طالبان له ۱۳۷۰مو کالونو څخه چې القاعدې ته یې ځای ورکړی وو، بدل شوي دي.

هغه ای اېف پي ته وویل، «مسکو د مجاهدینو دې بڼې ته د دښمن په سترګه نه ګوري.»

په داسې حال کې چې په کابل کې بې باوري موجوده وه، بیجینګ په چټکۍ سره طالبانو ته د مبارکۍ پیغام ولېږه.

د حکومت یوې ویاندې د زمري په ۲۵مه وویل، چین چمتو دی چې له طالبانو سره «دوستانه او د همکارۍ» ژورې اړیکې ولري.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هووا چونیینګ خبریالانو ته وویل، «داسې راپورونه دي چې طالبانو هیله څرګنده کړې چې له چین سره ښې اړیکې جوړې کړي، او دا چې هغوی د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې د چین برخه اخیستنې ته سترګې په لار دي.»

د بیجینګ له خوا د طالبانو منل هم ستراتیژیک عواقب لري.

شنونکي وایي چې په کابل کې د یوې همکارې ادارې موجودیت به د افغانستان او د منځنۍ اسیا جمهوریتونو له لارې د چین د کمربند او سړک د نوښت د پراختیا لپاره لاره هواره کړي.

د کمربند او سړک د نوښت د هدفونو په ډله کې یو دا دی چې د غریبو هېوادونو د طبیعي زیرمو د اېستلو او چین ته رسولو ته لاره هواره کړي.‌

په ورته وخت کې، طالبان ښایي په مستقیم ډول یا د پاکستان له لارې چې د بیجینګ نږدې متحد دی، چین د پانګونې یوه مهمه منبع او اقتصادي ملاتړی وبولي.‌

داسې ښکاري چې په دغه اسان اتحاد کې، طالبان په سینکیانګ کې د میلیونونو مسلمانانو په ځپل کېدلو باندې سترګې پټې کړي، په داسې حال کې چې بیجینګ د طالبانو د اورپکې ایډیالوژۍ او د افغان حکومت د نسکورولو لپاره له تاوتریخوالي څخه ډک کمپاین په هکله لږ خبرې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

https://www.youtube.com/watch?v=mYby4vD--XU د طالبانو دغه ویډیو باید مکمل متن یې تاسی ولسونو ته په لیکلي بڼه ولیکئ. تاسی دلته د طالبانو خبرې او مجلسونه وګورئ چې دوی څومره سپک او چیپ خبرې کوي!

ځواب ورکړئ