امنیت

د متحده ایالاتو پوځ هڅه کوي چې د چین او روسیې پر ضد د مقابلې لپاره خپل اتحادونه غښتلي کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د پوځ افسران د تلې په ۲۸مه په هاوایي کې له خپلو هندي سیالانو سره د خپلو پوځونو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا د هڅو په لړ کې خبرې کوي. [سېنټکام]

د متحده ایالاتو د پوځ افسران د تلې په ۲۸مه په هاوایي کې له خپلو هندي سیالانو سره د خپلو پوځونو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا د هڅو په لړ کې خبرې کوي. [سېنټکام]

د متحده ایالاتو پوځ د سې شنبې په ورځ‌ /د تلې ۲۹مه/ یو نوښت اعلان کړ چې له لارې به یې له نورو ملګرو هېوادونو سره ایتلافونه پیاوړي کړي او د روسیې او چین د نړۍ وال نفوذ پر ضد د خپلو پوځونو تر منځ د همغږۍ د ټینګولو لپاره به نوې لارې ومومي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په نامه یوه څېړنیز مرکز کې د وینا په ترڅ‌ کې وویل، «چین او روسیه په چټکۍ سره خپل وسله وال پوځونه عصري کوي او له خپل زیاتېدونکي قوت څخه په استفادې سره نړۍ وال قانون تر پښو لاندې کوي، د هېوادونو له حاکمیت څخه سرغړونه کوي او د ځواک موازنه بدلوي.»

هغه وویل،‌ د جنوبي چین په سمندر کې د چین له خوا پارونې او له اوکراین سره د کریملېن جګړه «د نورو د حاکمیت تر پښو لاندې کولو او د هیوادونو او موسساتو د پیوستون او استقامت د کمزوري کولو په برخه کې د هغوی ښکاره هڅې په ګوته کوي.»

اېسپر وویل، «د امریکا د متحدینو او شریکانو شبکه ... داسې یو فوق العاده امتیاز رامنځته کوي چې زموږ حریفان ورپسې نشي رسېدلی.»

ازبک او امریکایي پوځي منسوبین د کب په میاشت کې په یوه ګډ تمرین کې برخه اخلي. [په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفارت]‌

ازبک او امریکایي پوځي منسوبین د کب په میاشت کې په یوه ګډ تمرین کې برخه اخلي. [په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفارت]‌

د اردن د ترهګرۍ ضد سرتیري په ۱۳۹۷ کې په عمان کې له امریکایي سرتېرو سره ګډ تمرین کوي.‌ دغه مشقونه د متحده ایالاتو په مشرۍ له ۱۹ ملګرو هیوادونو سره د دې لپاره طرحه شوي وو چې ملګرتیاوې ټینګې او سیمه ییز ثبات پیاوړی کړي. [سېنټکام/د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني]

د اردن د ترهګرۍ ضد سرتیري په ۱۳۹۷ کې په عمان کې له امریکایي سرتېرو سره ګډ تمرین کوي.‌ دغه مشقونه د متحده ایالاتو په مشرۍ له ۱۹ ملګرو هیوادونو سره د دې لپاره طرحه شوي وو چې ملګرتیاوې ټینګې او سیمه ییز ثبات پیاوړی کړي. [سېنټکام/د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني]

دغه نوښت د اتحادونو او مشارکتونو د پرمختګ لارښود (جي ډي ای پي) په نامه یادیږي.‌

چین او روسیه انډیوالان نه لري

ایسپر وویل، بیجینګ او مسکو د نفوذ تر لاسه کولو لپاره یوه مهمه وسیله چې مشارکتونه دي، نه لري.‌

هغه وویل، «ښایي چین او روسیه دواړه یوځای له لسو څخه کم متحدین ولري،» او زیاته یې کړه چې د هغوی غیرقانوني چلند به د هغوی احتمالي شریکان هم دې ته جوړ کړي چې مخ ترې واړوي.

ایسپر وویل، په ورته وخت کې متحده ایالات «د متحدینو او شریکانو یوه پراخه شبکه لري» او داسې ارتباطات لري چې «زموږ په مشترکو ارزښتونو او ګټو کې ژورې ریښې» لري.‌

خو اېسپر خبرداری ورکړ چې، «زموږ د ارتباطاتو اوږده شبکه باید پیاوړې شي.»

هغه د اړیکو جوړولو لپاره له مالټا، منګولیا او پالاو څخه د خپلو لیدنو او په پولنډ کې د ځواکونو د ځای پرځای کولو لپاره د متحده ایالاتو د پلانونو یادونه وکړه.‌

هغه د میانمر، کمبوډیا او لاوس په یادولو سره وویل، بل طرف ته، «څومره چې هیواد کوچنی او اړتیاوې یې زیاتې وي، هومره پرې د بیجینګ فشار دروند وي.»

هغه زیاته کړه، «د هندوستان او اندونیزیا په څېر هم نظره ولسواکې ... ټول پوهیږي چې چین څه کوي.»

ایسپر وویل، د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ کې د متحده ایالاتو د وسلو د خرڅلاو پراختیا شامله ده چې متحدین یې پیاوړي، او د روسیې او چین د سیالۍ پر وړاندې د متحده ایالاتو دفاعي صنعت غښتلی شي.

ایسپر وویل، هغه داسې جوازونه چټک کړي دي چې له مخې به یې «مهم» تسلیحاتي سیستمونه صادر او د متحده ایالاتو د خرڅلاو مارکېټونه خوندي کړای شي.

هغه وویل، مثلا واشنګټن په وروستیو کې د جګړې په ډګر کې د کارېدونکیو بې پیلوټه الوتکو په صدور باندې بندیزونه نرم کړل، چې په تایوان او متحده عرب اماراتو باندې به یې خرڅې کړي.

بیجینګ له ټولې نړۍ سره زور چلوي

کتونکي وایي،‌بیجینګ د قلمرو په شخړو کې په ډېرېدونکي ډول متخاصم موقف نیسي.

د هانګ کانګ وروستي برتانوي حاکم کریس پتین د چنګاښ په ۱۸مه په یوه آنلاین بحث کې وویل، «له هندوستان څخه تر جاپان ... تر استرالیا تر کاناډا،‌ چینایان په ګرده نړۍ کې خپل زور چلوي.»

په منځنۍ اسیا کې، روسي او چینایي رژیمونه د نفوذ ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.

چینایي پوځي چارواکي په منظمه توګه د قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان د دفاع وزیرانو سره ملاقاتونه کوي، او بیجینګ ورته د وسلو اکمالات کوي. مثلا، ترکمنستان له چین څخه د هوایي دفاع سیستمونه، بې پیلوټه الوتکې او سپک زغره وال ګاډي ترلاسه کوي. قزاقستان او ازبکستان له چین څخه جنګي بې پیلوټه الوتکې او همدارنګه د خپلو وسله والو ځواکونو لپاره تخنیکي مرسته ترلاسه کوي.

بیجینګ تاجکستان ته چې له چین او افغانستان سره سرحدونه لري او له افغانستان سره د بل هر هیواد په نسبت ډېره اوږده پوله لري، ځانګړې پاملرنه کوي.‌

څو کاله مخکې، چین په تاجکستان کې د افغانستان له واخان دهلېز سره نږدې یوه پوځي اډه جوړه کړه، چې ښایي دا یې په افغانستان کې، چې د چین د سیمه ییزو هیلو لپاره کلیدي حیثیت لري، ترې د لاس اچونې لپاره پیل وي.

بیجینګ د جنوبي چین په سمندر کې په داسې قلمروونو کې چې نور هېوادونه یې د مالکیت ادعا کوي، مصنوعي ټاپوګان او یو غټ پوځي حضور جوړوي او په ښکاره هڅه کوي چې منابع ترې لاسته راوړي.

بیجینګ د هندي سمندر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي دي، چې د جنوبي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې یې د تېلو د بیا اچولو او اکمالاتو د تمځایونو یوه غاړه کۍ رامنځته کړې ده. دغه بندرونه چې په ښکاره تجارتي بڼه لري،‌ ددې هیواد په چټکۍ سره پراخېدونکي سمندري ځواک ته به اجازه ورکړي چې لاس یې ډیر خپور شي.

بیجینګ له خپل مالي تسلط څخه په استفادې سره د پاکستان د ګوادر او د ایران د جاسک په ګډون ستراتیژیکو بندرونو څخه د پوځي هدفونو لپاره د استفادې غوښتنه کوي.

د کریملېن ناوړه اغیز

په ورته وخت کې، په نړۍ کې د مسکو فعالیت د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ د کریملین ناوړه خصلت په ګوته کوي .

داسې ښکاري چې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکي فعالان غواړي چې په بهرنیو ټولنو کې لاسوهنه وکړي، حکومتونه کمزوري کړي، له نړۍ والو تړونونو څخه سرغړونه وکړي، غلط معلومات خپاره او بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

مثلا، په لیبیا کې، مسکو د واګنر ګروپ اجیره اردو په غېږ کې نیولې چې د ملګرو ملتونو له خوا د په رسمیت پېژندل شوي حکومت په مقابل کې د زورواکي خلیفه هفتر ملاتړ پرې وکړي.‌

په سوریه کې،‌له ولسمشر بشارالاسد څخه د کریملېن ملاتړ د پراخو وینو تویېدلو سبب شوی دی.‌

تېر کال،‌ د ۲۹۱۵۵ واحد په نامه د روسي استخباراتو یوه واحد په پټه طالبانو ته په افغانستان کې په ایتلافي عسکرو د بریدونو په مقابل کې د انعامونو وړاندیز کړی وو.

په منځنۍ اسیا کې،‌ قرغزستان په خپل قلمرو کې د روسیې له خوا د هوایي او میزایلو د دفاعي سیستمونو د ځای پرځای کولو په تړاو د روسیې د ارادې په هکله پوښتنه کوي، ترکمن چارواکي د سرحدي امنیت د خوندي کولو په برخه کې د عشق اباد د ناکامۍ په هکله د روسانو مبالغو په غوسه کړي، او تاجکستان د کرملین له دې ادعا سره چې ګواکې دغه هېواد روسي پوځي مرستې ته «اړتیا» لري کرکه کوي.‌

په قزاقستان کې، په دې هکله اندېښنې په ډېرېدلو دي چې د ایروایشین اقتصادي اتحاد تر چتر لاندې د همکارۍ د پراختیا لپاره د مسکو وروستۍ هڅې څنګه په پخواني شوروي جمهوریتونو باندې د روسانو د کنټرول پیاوړی کولو په موخه ترسره کیږي.‌

کېدی شي چې کریملېن د اجیرو تبلیغاتي ادارو او هک کوونکيو واحدونو له خوا په آنلاین توګه د غلطو معلوماتو او اختلافاتو د خپرولو له امله ښه وپېژندل شي. په وروستیو کې، د کووېډ-۱۹ کروناوایس وبا مسکو ته د ګډوډۍ د رامنځته کولو یو بل فرصت هم په لاس ورکړ.

ایسپر وویل، وبا په ګرده نړۍ کې ډېر زیانونه واړول، او دا اړتیا یې زیاته کړه چې دغه بار په شریکه پورته کړای شي.‌

هغه وویل، «تر اوسه پورې موږ ته پېښ ګواښونه له منځه تللي نه دي؛‌ بلکې داسې زیات شوي دي، په داسې حال کې چې زموږ سیالان هڅه کوي چې له نړۍ وال بحران څخه ناوړه استفاده وکړي.»

هغه وویل، متحده ایالات له خپلو متحدینو څخه تمه لري چې «له متحده ایالاتو سره اوږه په اوږه د چین د ناوړه چلند او د روسیې د یرغل په مقابل کې د مبارزې لپاره ودریږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې په بګرام او نورو بېسونو کې خپل پوځي تجهیزات ویجاړوي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې نه ورکوي؟‌ یوه ویډیو خپره شوې ده چې امریکایي عسکر په داسې حال کې ښیي چې تجهیزات خرابوي او ټانکونه پاکستان ته انتقالوي. د امریکا له خوا د افغانستان د اشغال له امله په زرونو خلک ووژل شول، خو اوس هغوی دغه وسایل په مرسته کې پاکستان ته ورکوي. د افغانستان د خلکو ګناه څه ده؟‌ په دوی باندې هم امریکا برید وکړ هم طالبانو،‌ او اوس امریکا له دې هېواد څخه وځي او خپل پوځي تجهیزات پاکستان ته انتقالوي.

ځواب ورکړئ

ورسته د امریکی او روسیې نه چین به د اسلامی هیوادون لپاره ب یو ستر ګوښ وی. روسیې او امریکی خو ماته وخوړله خو اوس د چین وارۍ ده.

ځواب ورکړئ

طالبانو په تخار ولایت کې یو ډېر غټ او د نه بخښلو وړ جنایت ترسره کړ.‌ د مړینو شمېر له هغه څه نه چې رسنیو یې راپور ورکړی دی ډېر زیات دی.‌ په تخار ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې د افغان حکومت خواوشا ۹۰ تنه امنیتي سرتېري ووژل شول، خو حکومت یې د تلفاتو شمېر کم ورکړ.‌

ځواب ورکړئ