تجزيه

د واک سوله ییز انتقال د متحده ایالاتو د ولسواکۍ ټینګښت په ګوته کوي

سلام ټایمز

د متحده ایالاتو د ملي ګارډ غړي د مرغومي په ۲۸مه په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د پارلمان د کپېټل ودانۍ ساتنه کوي. [انډریو کابالیرو رینولډز/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د ملي ګارډ غړي د مرغومي په ۲۸مه په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د پارلمان د کپېټل ودانۍ ساتنه کوي. [انډریو کابالیرو رینولډز/ای اېف پي]

واشنګټن -- کتونکي وایي، د متحده ایالاتو په تاریخ کې له ډېرو زیاتو جنجالي ټاکنو څخه وروسته، د سلواغې په ۱ د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته د واک سوله ییز لېږد د متحده ایالاتو د دیموکراتیکو بنسټونو ټینګښت په ګوته کوي.

هر څلور یا اته کاله وروسته، امریکایان یو نوی ولسمشر ټاکي چې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو قومانده هم پر غاړه لري.

د متحده ایالاتو لپاره له ډېر وخت راهیسې دا د ویاړ ځای دی چې ان د ژور سیاسي رقابت په وختونو کې، واکمن ولسمشر د یوه نوي مشر ټاکل کېدل مني او په سوله ییز ډول واک پرېږدي.

دا دود په ۱۸۰۰ کې د جان ادمز له وخت نه چې په لومړي ځل ولسمشري له یوه ګوند څخه بل ته ولېږدېدله راپاتې دی. هغه د توماس جېفرسن پر وړاندې له ماتې خوړلو څخه وروسته واک تسلیم کړ او له ۲۰۰ کالونو څخه ډېر اوږد دود یې پيل کړ.‌

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ د سلواغې په ۱ اخیستل شوی، د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن ډي سي کې د لوړې د مراسمو په ترڅ کې له مخکیني ولسمشر بارک اوباما او د ولسمشر واک پرېښودونکي مرستیال جو بایډن سره په داسې حال کې خبرې کوي چې سناتور چک شېمر هم حاضر دی. [پاول جی. ریچارډز/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ د سلواغې په ۱ اخیستل شوی، د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن ډي سي کې د لوړې د مراسمو په ترڅ کې له مخکیني ولسمشر بارک اوباما او د ولسمشر واک پرېښودونکي مرستیال جو بایډن سره په داسې حال کې خبرې کوي چې سناتور چک شېمر هم حاضر دی. [پاول جی. ریچارډز/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو او سعودي ځواکونه د لیندۍ په ۲۷مه په خلیج کې ګډ پوځي تمرینونه کوي. [د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني/سېنټکام]

د متحده ایالاتو او سعودي ځواکونه د لیندۍ په ۲۷مه په خلیج کې ګډ پوځي تمرینونه کوي. [د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني/سېنټکام]

له دې امله، د لړم په میاشت کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره له سختې مبارزې او بیا د سلواغې په ۱ د لوړې پورې دوره کې چې په ترڅ کې یې د مرغومي په ۱۷مه د متحده ایالاتو په کپېټل ودانۍ له تاوتریخوالي څخه ډک برید وشو، ډونالډ ټرمپ ومنله چې د متحده ایالاتو ۴۶م ولسمشر بایډن ته واک پرېږدي.

د متحدینو پر وړاندې ژمنه

بله د ویاړ خبره دا ده چې د متحده ایالاتو پوځ د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې څوک به ولسمشر کیږي په ګرده نړۍ کې د خپلو متحدینو پر وړاندې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړ.

د متحده ایالاتو د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال مارک ا. میلي وار وار دغه ژمنتیا څرګنده کړې ده.

هغه د لیندۍ په میاشت کې وویل، «امریکایي ارزښتونو له دوه پېړیو راهیسې موږ پیاوړي کړي یو، او موږ به هېڅکله هم د متحده ایالاتو د اساسي قانون پر وړاندې په خپله ژمنه کې سستي ونه کړو. زموږ هدف باید دا وي چې د سولې هغه ستر ځواک چې له دویمې نړۍ والې جګړې راهیسې موجود دی وساتو، او د هر هغه چا پر وړاندې مقابله وکړو چې ښایي موږ وننګوي.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې خپله ملي دفاعي ستراتیژي څرګنده کړه، او دا یې د خپلو لویو هدفونو په لړ کې یاد کړل چې د روسیې او چین له خوا «د موجود نړۍ وال نظام» د موازنې د خرابولو مخه ونیسي.

میلي وویل، «مستبد واکمنان د نړۍ وال نظام حدود امتحانوي.‌ د متحده ایالاتو پیاوړتیا زموږ د هغو متحدینو او شریکانو په شبکه کې ده چې موږ یې لرو.‌ له دې امله، متحده ایالات کولی شي چې له هرو هغو ننګونو سره، چې موږ په نړۍ کې ورسره مخامخ کیږو، مقابله وکړي.»

هغه وویل، «موږ باید د پياوړتیا له لارې سوله وساتو. په نړۍ کې خطرونه موجود دي، او ښه دا ده چې دوستان ولرو.»

د شریکو دښمنانو پر ضد یو لاس

د تلې په میاشت کې، د متحده ایالاتو پوځ داسې یو نوښت پيل کړ چې له شریکو هېوادونو سره اتحادونه پیاوړي کړي او د روسیې او چین د نړۍ وال نفوذ پر ضد خپل پوځونه سره همغږي کړي.

د متحده ایالاتو پخواني د دفاع وزیر مارک اېسپر د تلې په ۲۹مه په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په نامه څېړنیز مرکز کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل، «چین او روسیه په چټکۍ سره خپل وسله وال پوځونه عصري کوي او له خپل زیاتېدونکي ځواک څخه په استفادې سره نړۍ وال قانون تر پښو لاندې کوي، د هېوادونو له حاکمیت څخه سرغړونه کوي او د ځواک موازنه بدلوي.»

هغه وویل،‌ د جنوبي چین په سمندر کې د بیجینګ له خوا پارونې او له اوکراین سره د کریملېن جګړه «د نورو د حاکمیت تر پښو لاندې کولو او د هیوادونو او بنسټونو د پیوستون او استقامت د کمزوري کولو په برخه کې د هغوی ښکاره هڅې په ګوته کوي.»

اېسپر وویل، «د امریکا د متحدینو او شریکانو شبکه ... داسې یو فوق العاده امتیاز لري چې زموږ حریفان ورپسې نشي رسېدلی.»

هغه وویل، «ښایي چین او روسیه دواړه یوځای له ۱۰ څخه کم متحدین ولري،» او زیاته یې کړه چې د هغوی غیرقانوني چلند به د هغوی احتمالي شریکان و ویروي.

ایسپر وویل، په ورته وخت کې متحده ایالات «د متحدینو او شریکانو یوه پراخه شبکه لري» او داسې ارتباطات لري چې «زموږ په مشترکو ارزښتونو او ګټو کې ژورې ریښې» لري.‌

دغه نوښت د اتحادونو او مشارکتونو د پراختیا لارښود په نامه یادیږي.‌

په دې ستراتیژۍ کې د متحده ایالاتو له خوا د «مهمو» تسلیحاتي سیستمونو صدور شامل دی ترڅو چې متحدین یې پیاوړي شي او د روسي او چینایي سیالۍ پر وړاندې د متحده ایالاتو دفاعي صنعت غښتلی شي.

د متحده ایالاتو د ولسواک نظام د مخ تورولو هڅې

د تېرې میاشتې په نیمایي کې په متحده ایالاتو کې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالي څخه وروسته، په روسیه او چین کې چارواکو داسې اعلامیې خپرې کړې چې په کې یې د رامنځته شوې ناارامۍ په هکله خوښي ښودلې وه، او خبرونه یې داسې واړول چې په خپلو هېوادونو کې د ځپنې روان کمپاینونه پرې توجیه کړي.

روسي چارواکو د مرغومي په ۱۷مه د متحده ایالاتو د پارلمان په ودانۍ کپېټل باندې برید د امریکا د زوال په توګه یاد کړ، او د روسیې د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس کونسټانټین کوساچیوف وویل چې دغه کار وښودله چې امریکایي دیموکراسي «په دواړو پښو شله» شوې ده.

د هر ډول دیموکراتیکو نورمونو پر خلاف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا واک ترلاسه کړی دی چې «عمري ولسمشر» شي، او نوی قانون پوتین او د هغه کورنۍ د هغوی په ژوند کې د هر ترسره کړي جرم پر وړاندې له قانوني تعقیب څخه خوندي کوي، او هغوی له پلټنو، نیول کېدلو یا پوښتنو ګروېږنو څخه خلاص دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، په کپېټل باندې شوی بلوا او ګډودي «په نورو سربېره دا ښیي چې لویدیځه دیموکراسي څومره نازکه او کمزورې ده.»

په داسې حال کې چې د ایران دیموکراسي یواځې په نوم دیموکراسي ده.

د ساتونکو شورا چې په ایران کې د ټاکنو نظارت کوي، په منظمه توګه د هغو کاندیدانو پر وړاندې مخالفې رایې ورکوي چې غواړي چوکۍ ترلاسه کړي. تېر کال، دغې شورا نږدې ۹۵۰۰ احتمالي نوماندان، چې د ۱۴۵۰۰ سیالانو دوه پر درېیمه برخه جوړوي، له سیالۍ څه منع کړي دي.

روحاني په تېره سلواغه کې د شورا له پرېکړې څخه وروسته وویل، «هغه ورځ ولسواکۍ او ملي حاکمیت ته د تر ټولو ستر ګواښ ورځ ده چې ټاکنې په تشریفاتو باندې بدلې شي.»

سربېره پر دې، د تېر کب په میاشت کې، د ایران په پارلماني ټاکنو کې د ۱۳۵۸ له انقلاب راهیسې تر ټولو لږو خلکو برخه واخیستله او ۴۲.۶٪ مستحقو رایه ورکوونکیو رایې ورکړې. په تهران کې د رایه ورکوونکیو شمېر له ۲۵٪ څخه لږ زیات وو.

په ورته وخت کې، د چین دولتي رسنیو هڅه وکړه چې په کپېټل باندې ورغلي بلواګر د هانګ کانګ له هغو معترضینو سره تشبیه کړي چې د ۱۳۹۸ د چنګاښ په میاشت کې یې د خپل ښار د مقننه شورا وداني ونیوله.

د دواړو ګروپونو له خوا د بلوا سببونه او انګېزې سره ډېر توپیر لري.

د هانګ کانګ معترضین د دې لپاره د قانون جوړونې په جرګه ور وختل چې پوره دیموکراسي وغواړي او د هغه بدنامه قانون مخه ډب کړي چې د ښار غیر منتخب مشرتابه یې د رامنځته کولو هڅه کوله.‌

بیجینګ هغه نا ارامي وځپله، او په ځواب کې یې په دغه نا ارام ښار کې سخت امنیتي قانون وضعه کړ، په لسګونو منتقدین یې ونیول او اختلافات یې وځپل.‌ په دې کار سره هغه خپله هغه ژمنه چې ۱۳۷۶ کال کې یې کړې وه، چې تر ۵۰ کالونو پورې به د هانګ کانګ مدني ازادۍ پرځای وساتي، ماته کړه.

هغو کسانو چې د متحده ایالاتو په کپېټل ودانۍ باندې یې برید وکړ هڅه کوله چې د ولسمشرۍ د ازادو او منصفانه ټاکنو پایلې تغیر کړي.‌ د هېواد په بېلابېلو برخو کې قاضیانو، چې ډېر یې د ټرمپ له خوا ټاکل شوي ول، د نتایجو پر ضد له ۶۰ څخه ډېر بې اساسه شکایتونه رد کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه ډېر سوله ییز وو؟! څلور کسان ووژل شول، خو تاسو وایئ چې واک په سوله ییز ډول ولېږدول شو.‌

ځواب ورکړئ

په امریکا کې وروستیو لاریونونو وښودله چې په امریکا کې موجوده دیموکراسي هم خپلې ستونزې لري. د ډونالډ ټرمپ د ملاتړو په وینا،‌ په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې پراخې درغلې شوي،‌ او انتخابات اصلاً ډونالډ ټرمپ ګټلي وو. کله چې د امریکا په انتخاباتو کې تقلب کیږي او بایلونکی د امریکا ولسمشر کیږي او ګټونکی له سپینې ماڼۍ څخه اېستل کېږي، بیا څنګه کېدی شي چې په افغانستان کې هغه دیموکراتیک سیستم چې اشرف غني یې په هکله هره ورځ چیغې وهي په دې هېواد کې مؤثریت ولري او ګټور ثابت شي.‌ د دیموکراسۍ له داسې غلطو نظامونو نه چې هره ورځ‌ په کې په سلګونو جرمونه ترسره کیږي، ان پاچاهي بهتره ده. که تاسو له عین هغې امریکا څخه چې د دیموکراسۍ دعوه کوي راپورونه راټول کړئ، په هغه هېواد کې هره ورځ په زرونو ښځو باندې ډله ییزجنسي تېري کیږي او د غلا پېښې ترسره کیږي. نو د دغو ټولو بدبختیو او بې نظمیو چاره د قران کریم نظام دی، او د ځمکې په سر ټول قوانین باید د دغه اسماني قانون په رڼا کې جوړ کړای شي.‌ بیا کېدی شي چې د ظلم، فساد، جنسي تېري، او داسې نورو مخه ونیول شي او د مظلوم حق له ظالم څخه واخیستل شي. خدای دې وکړي چې د نړۍ ټول هېوادونه یوه ورځ‌ دا حقیقت درک کړي او په خپل هېواد کې د قران کریم قانون تطبیق کړي څو ټول انسانان د دنیا او اخرت له ستونزو څخه خلاص شي.

ځواب ورکړئ