ټاکني

د کاندیدانو له منع کولو څخه وروسته د ایران ولسمشر د هېواد محافظه کار واکمنان وغندل

سلام ټایمزاواې اف پي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سلواغې په ۷مه افراطي محافظه کارو ته نږدې ارګان، د ساتونکیو شورا، باندې چې د هېواد ټاکنې کنټرولوي، سختې نیوکې وکړې. [د ایران د ولسمشر دفتر]

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سلواغې په ۷مه افراطي محافظه کارو ته نږدې ارګان، د ساتونکیو شورا، باندې چې د هېواد ټاکنې کنټرولوي، سختې نیوکې وکړې. [د ایران د ولسمشر دفتر]

تهران -- د ایران ولسمشر د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۷مه/ وروسته له هغه چې د ده افراطي محافظه کارو سیالانو تر واک لاندې ارګان په زرګونو نوماندان له ټاکنو څخه څو اونۍ مخکې غیرواجد شرایط وګرځول، د اسلامي جمهوریت «ولسواکۍ او ملي حاکمیت» ته د ګواښ خبرداری وکړ.

د ولسمشر حسن روحاني معتدله محافظه کاران او د هغوی اصلاح غوښتونکي متحدین د زرګونو نوماندانو چې ۹۲ برحاله وکیلانو هم پکې شامل دي، د غیر واجد شرایط ګرځولو په سر د ساتونکیو شورا سره په ښکاره ناندریو کې ښکېل شوي دي.‌

دغې شورا چې د ایران له ټاکنو څخه نظارت کوي، ویلي چې هغوی نږدې ۹۵۰۰ احتمالي نوماندان، چې د ۱۴۵۰۰ امیدوارو نږدې دوه دریمه برخه جوړوي، له سیالۍ څه منع کړي دي.‌

روحاني وویل چې دغو غیر وجد شرایط ګرځولو دا ګواښ رامنځته کړی چې ټاکنې د رایو له صندوقونو څخه پرته «بل چېرې» وشي.

د ولسمشر وېبپاڼه د روحاني له قوله وایي چې نوموړي له والیانو سره په یوه غونډه کې وویل، «هغه ورځ ولسواکۍ او ملي حاکمیت ته د تر ټولو ستر ګواښ ده چې ټاکنې په تشریفاتو باندې بدلې شي.»

هغه زیاته کړه، «خدای دې دغه ورځ هېڅکله نه راولي.»

«راځئ چې خلکو ته اطمینان ورکړو او ورته ووایو چې زموږ نظام یو ګوندیز نظام نه دی.»

هغه افراطي محافظه کارو ته په اشارې سره وویل، «هغوی باید لږ تر لږه اجازه ورکړي چې سیالي وشي او خلک په کې برخه واخلي.»

هغه د بېلابېلو قشرونو اړوند ایرانیانو باندې غږ وکړ چې رایه ورکړي، «حتی که ... په ټاکنو کې ستونزې هم موجودې وي.»

هغه وویل، «ښایي یو مهال زه په څه دلیل سره ونه غواړم چې رایه ورکړم، خو بل وخت ښایي داسې کافي اعتماد ونه لرم چې د رایو صندوق ته لاړ شم؛‌ دغه ډېر خطرناک حالت دی.»

ډېرېدونکې ناارامي

ټاکنې د ایران لپاره له یوې غم لړلې میاشتې څخه وروسته رارسېږي. په دغه هېواد کې د حکومت ضد لاریونونه له هغه څخه وروسته راوپارېدل چې اسلامي انقلابي ګارډ اعتراف وکړ چې د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه هغوی ویشتلې ده.

دغه اعتراف، او په دې خبرېدلو چې اسلامي انقلابي ګارډ او جیګپوړو ایراني چارواکو د پېښې په هکله دروغ ویلي او هڅه یې کوله چې خبره پټه کړي، د خلکو غوسه او په ټول هېواد کې یي بې ساري لاریونونه راوپارول.

ایراني مشران په داسې حال کې چې د خلکو ترمنځ د ناخوښیو د ډېرېدلو او د کمزوري اقتصاد سره مخامخ دي، هڅه کوي چې خپل کنټرول ټینګ وساتي او په ورته وخت کې د لویدیځ پر وړاندې د یوه ځواکمن په بڼه ځان ښيي.

که څه هم چې وروستي لاریونونه د ایران له خوا د الوتکې د راغورځولو او د ایراني مشرانو له خوا د پېښې د ضعیف مدیریت له امله راوپارېدل، لاکن د ایران د موجودو اقتصادي اندېښنو په اړه د غوسې یو پټ جریان هم په دې مسئله کې دخیل دی.

ښایي دغو اقتصادي ستونزو او کورنۍ نا ارامۍ چې د هغو له امله رامنځته شوي دي، په وروستي کړکیچ کې له لویدیځ سره د ایران د رژیم د ټکر اراده کمزورې کړې وي.

د دې نا ارامۍ په وروستي کړکېچ کې، اسلامي انقلابي ګارډ ته د نژدې بسیجي ملېشې یو قوماندان د سلواغې په ۲مه په خوزستان ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وویشتل او ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له شمالي کوریا څخه وروسته، ایران په نړۍ کې تر ټولو ډېر دکتاتور هېواد دی. ټول هېوادونه باید په ایران باندې بندیزونه ولګوي.

ځواب ورکړئ