بشري حقونه

مرګ په دکتاتور: په ایران کې قهرجن اعتراض کوونکي د رژیم د پای ته رسېدلو غوښتنه کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په لسګونو زره ایرانیان د اونیزې رخصتۍ په ترڅ کې کوڅو ته راووتل او دغه بهیر له کوم کمي څخه پرته د مرغومي تر۲۳مې پورې دوام وکړ. هغوی د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي دی -- «مرګ په دروغژنو» او نور د رژیم ضد شعارونه ورکول.

تهران -- په ایران کې، وروسته له هغه چې اسلامي انقلابي ګارډ د اونیزې رخصتۍ پر مهال اعتراف وکړ چې، تېره اونۍ د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه هغوی ویشتې ده، یو ځل بیا د حکومت پر ضد اعتراضونو زور واخیست.

که څه هم چې دغه اعتراف پراخ نړۍ وال غم او غوسه ارام کړل، لاکن په هېواد کې دننه یې یو ځل بیا د حکومت پر ضد لاریونونه راوپارول. په تېر مني کې، د پيټرولو د قېمتونو د لوړېدلو پر ضد لاریونونو دغه هېواد ته سخت ټکانونه ورکړل چې تر هغه وروسته رژیم له تاوتریخوالي څخه په کارونې هغوي وځپل.

د اونیزې رخصتۍ په ترڅ کې په لسګونو زره ایرانیان له تازه غوسې سره کوڅو ته راووتل او تر دوشنبې /د مرغومي ۲۳مې/ پورې دغو لاریونونو بدون له وقفې دوام وکړ.

اعتراض کوونکیو د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي دی -- «مرګ په دروغژنو» او نور د رژیم ضد شعارونه ورکول.

په عکس کې، په لسګونو زره ایرانیان د اونیزې رخصتۍ پر وخت کوڅو ته راووتل او د رژیم د جیګپوړو مشرانو د استعفا غوښتنه یې وکړه. [آرشیف]

په عکس کې، په لسګونو زره ایرانیان د اونیزې رخصتۍ پر وخت کوڅو ته راووتل او د رژیم د جیګپوړو مشرانو د استعفا غوښتنه یې وکړه. [آرشیف]

په عکس کې، لاریونوال د مرغومي په ۲۳مه په تهران کې په شریف پوهنتون کې لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې، لاریونوال د مرغومي په ۲۳مه په تهران کې په شریف پوهنتون کې لیدل کیږي. [آرشیف]

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ډېرو ویډیوګانو کې لاریونوال په داسې حال کې ښودل کیدل چې د خامنه اي د استعفا او د هغو کسانو د قانوني تعقیب غوښتنه یې کوله چې د الوتکې د رانسکورولو مسؤلیت یې پر غاړه وو.

لاریونوالو شعارونه ورکول، «خامنه اي، شرم وکړه. وطن پرېږده.»

ځینې محصلانو چې په لاریونونو کې یې برخه لرله اسلامي انقلابي ګارډ د «بې کفایت» او «د خلکو د شرم» په نامه یاداوه.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې په یو شمېر لاریونوالو باندې اوښکې بهوونکی ګاز وکارول شو، او د ډزو په هکله هم راپورونه ورکول شوي دي.

ای اېف پي د یوه راپور له مخې، د تهران د مرکز جنوب لور ته د مشهورې ازادۍ څلورلارې شاوخوا ته ډېر پولیس راټول شوي وو، او هم د امیر کبیر، شریف او تهران پوهنتونونو او د انقلاب څلورلارې په سیمو کې د اله ګولې ضد پولیس چې په اوبه شیندونکو توپونو او ډنډو باندې سمبال وو، ځای پرځای شوي ول. له امیر کبیر سره نژدې، د بسیجي ملېشې شاوخوا ۵۰ سړي چې بادي رنګ ورکونکي ټوپکونه یې په لاسونو کې نیولي، او احتمالا د دې لپاره چې لاریونوال مقاماتو ته په نښه کړي هم په سترګو کیدل.هم لیدل کیدل.

د نړۍ مشران له ایراني رژیم څخه غواړي چې د ایران د خلکو له خوا د مخالفت څرګندولو د حقونو درناوی وکړي او هغه خونړۍ ځپنې بیا تکرار نه کړي چې دوه میاشتې مخکې یې کړې وې.

په تېره لړم میاشت کې د پیټرولو د بیو د ډېرښت له ټکان ورکوونکې پرېکړې څخه وروسته، په ټول هېواد کې لاریونونه وپارول.

په لاریونونو کې هغه وخت مرګ ژوبله رامنځته شوه چې د ایران رژیم په یوه «ناوړه ځپنه» باندې لاس پورې کړ او په زرګونو اعتراض کوونکي، ژورنالستان، د بشري حقونو فعالان او محصلان یې ونیول.

د عفوې نړۍ والې ادارې یا امنېسټي انټرنېشنل په وینا، د لړم د ۲۴ - ۲۷ مې تر منځ موده کې لږ تر لږه ۳۰۴ کسان هغه وخت ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول چې مقاماتو د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره مرګونې قوې کارولو ته مخه کړه.»

د لاریونو د اوج پرمهال، تهران انټرنټ بند کړ او هڅه یې وکړه چې د رژیم له خوا د شویو وحشتونو عکسونه او ویډیوګانې نړۍ ته خپاره نشي.

اسلامي انقلابي ګارډ د غمجنې غلطۍ د ترسره کولو اعتراف وکړ

د اوکراین د هوایي کرښې الوتکه د مرغومي په ۱۸مه له الوتلو څخه څو دقیقې وروسته -- او یوازې څو ساعته وروسته له هغه را وغورځېدله چې تهران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې په عراق کې په امریکایي ځواکونو باندې میزایل ور وتوغول. سلیماني د متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د مرغومي په ۱۳مه وژلی وواژه.

د ۸۲ ایرانیانو، ۶۳ کاناډایانو، ۱۱ اوکراینیانو، ۱۰ سویډنیانو، ۴ افغانانو، ۳ جرمنیانو او درې برتانویانو په ګډون ټول ۱۷۶ مسافر او د الوتکې عمله ووژل شول.

د ویډیوي او مفصلو شواهدو سره سره چې ښیي چې الوتکه له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي توغندي ویشتې ده، تهران تر څو ورځو پورې له دې څخه انکار کاوه چې د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې پي اېس ۷۵۲ الوتکه د میزایل په برید کې ویشتل شوې ده.

د ایران د ملکي هوایي چلند رییس او د ټرانسپورټ وزارت مرستیال علي عابد زاده د مرغومي په ۲۰مه په تهران کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، «یو څه باوري دی چې: دا الوتکه په میزایل نه ده ویشتل شوې.»

خو د شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۱مه/ د ایران ولسمشر حسن روحاني چې له پراخ نړۍ وال او داخلي فشار سره مخامخ وه بالاخره په حقیقت اعتراف وکړ او ویې ویل چې الوتکه د ایران پوځ په «یوه غمجنه غلطۍ» کې ویشتې ده.

د اسلامي انقلابي ګارډ د هوایي ځواک قوماندان د مرغومي د ۱۸مې د راغورځونې پوره مسؤلیت پرغاړه واخیست خو ویې ویل چې د میزایل واروونکي دا کار په مستقل ډول ترسره کړی، او وروسته له هغه یې مسافر وړونکې الوتکه په غلطۍ سره په نښه کړې چې د «کروز میزایل» فکر یې پرې کړی وو.

برید جنرال امیر علي حاجي زاده د شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې چې په دولتي تلوېزیون خپرېدلې،‌ وویل، «هغه یو د لنډ واټن میزایل وو چې له الوتکې سره نژدې وچاودېد. له همدې امله الوتکې وکولی شوای چې تر څه ځایه پورې خپل الوت ته دوام ورکړي. هغه ځمکې ته په رسېدلو سره وچاودېدله.»

هغه وویل، په مخابراتي سیستم کې د اختلال له امله، متصدي نه وو توانېدلی چې له خپلو آمرانو څخه تایید ترلاسه کړي.

ایران د هوایی دفاع یو روسیه جوړ سیستم لري چې داسې تاریخ تېرساوتري سیستم کاروي چې نشي کولی د پوځي او ملکي الوتکو تر منځ توپیر وکړي‌.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي غوښتنه وکړه چې تهران دې مسؤلو کسانو ته سزا ورکړي، خساره دې ورکړي او ورسره دې بښنه هم وغواړي.

هغه په فیسبوک باندې ولیکل، «موږ تمه لرو چې ایران ... ملامت کسان محاکمه کړي.»

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ترودیو وویل، د ایران له اعلان څخه وروسته په کار دی معلومه شي چې دقیق څه پېښ شوي، مسؤلیت د چا پرغاړه دی او مسؤل کسان باید محکمو ته وسپارل شي.

هغه «د قربانیانو د کورنیو او خپلوانو لپاره د شفافیت او انصاف» غوښتنه وکړه.

د ایراني رژیم دننه اختلافات

په داسې حال کې چې د ایران له خوا د اوکراین د هوایي کرښې د الوتکې د راغورځولو له امله د خلکو قهر په زیاتېدلو دی -- او ډېر کتونکي داسې ګڼي چې حکومت هڅه کوله چې په پېښه باندې خاورې ور واړوي -- د ایران د سیاسي او پوځي مشرتابه تر منځ ژور درزونه سر راپورته کوي.‌

ګڼو ایراني ورځپاڼو، د الوتکې د راغورځولو او له هغه څخه وروسته حالت په هکله چې په دې برخه کې څنګه چلند وشو، په حکومت باندې نیوکې کړي دي.‌

د اصلاح غوښتونکو ورځپاڼې اعتماد د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۲مه/ په خپل سرلیک کې لیکلي،‌ «بښنه وغواړئ، استعفا وکړئ.»

د ایران په نامه رسمي حکومتي ورځپاڼې چې د یوې تورې الوتکې په لکۍ باندې یې د ټولو قربانیانو نومونه خپاره کړي، لیکلي دي، «د نه بښلو وړ»

د تهران همشهري ورځپاڼې په خپل لومړي مخ په سرو تورو لیکلي دي،‌ «وشرمېږئ.»

د اصلاح غوښتونکو یوه بل اخبار ارمان ملی په خپل لومړي مخ لیکلي، «د نه باور وړ».

د کیهان په نامه یوې سخت دریځې ورځپاڼې «د الوتکې د ټکر د دردوونکې پېښې په هکله» د خامنه اي لخوا د پیښې د څیړنې په تړاو«جدي حکمونه» تعقیب کړي.

فارس نیمه رسمي خبري اژانس چې له اسلامي انقلابي ګارډ‌ سره تړاو لري، سخته تبصره خپره کړې او د ایراني مشرانو هغه «کمزورۍ» یې غندلي چې د الوتکې د ټکر غمیزه یې «دوه برابره ترخه» کړه.

په تبصره کې راغلي،‌ «دا ډېره مهمه ده چې له هغو کسانو سره چې حقیقت یې له خلکو څخه پټاوه، حساب وشي. موږ نشو کولی چې دا همداسې پرېږدو.»

اسلامي انقلابي ګارډ‌ پورې د اړوند، جوان، په لومړي مخ کې راغلي، «د دردوونکې غلطۍ له امله ژوره بښنه».‌

د خامنه اي دفتر وویل، هغه اسلامي انقلابي ګارډ ته حکم کړی چې «کمزورتیاوې» له منځه وېسي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا ډول تېروتنه بیا پېښه نشي،» او زیاتوي چې هغه د وژل شویو کسانو کورنیو ته «د زړه له تله تسلیت» ووایه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500