ترانسپورت

ایران له اوله پوهېده چې اوکراینۍ الوتکه توغندي راغورځولې ده

سلام ټایمز او ای اېف پي

په عکس کې چې د مرغومي په ۱۸مه اخیستل شوی، د اوکراینۍ الوتکې د پاتېشونو شاوخوا د ژغورنې ډلې لیدل کیږي. دغه الوتکه په تهران کې د امام خمیني هوایي ډګر څخه له الوت څخه لږ وروسته راوغورځیده. درې ورځې وروسته، د مرغومي په ۲۱مه د ایران ولسمشر حسن روحاني اعتراف وکړ چې الوتکه په یوه دردوونکې غلطۍ کې د ایران پوځ ویشتې ده. [اکبر توکلي/اېرنا/ای اېف پي]

په عکس کې چې د مرغومي په ۱۸مه اخیستل شوی، د اوکراینۍ الوتکې د پاتېشونو شاوخوا د ژغورنې ډلې لیدل کیږي. دغه الوتکه په تهران کې د امام خمیني هوایي ډګر څخه له الوت څخه لږ وروسته راوغورځیده. درې ورځې وروسته، د مرغومي په ۲۱مه د ایران ولسمشر حسن روحاني اعتراف وکړ چې الوتکه په یوه دردوونکې غلطۍ کې د ایران پوځ ویشتې ده. [اکبر توکلي/اېرنا/ای اېف پي]

کیف -- د ایران د هوایی ترافیک د کنټرول ادارې له خوا د ریکارډونو له لیک کېدلو څخه وروسته، اوکراین په تهران باندې تور لګولی چې له پیله په دې خبر وو چې اوکراینۍ الوتکه تېره میاشت یوه ایراني میزایل ویشتلې او راغورځولې ده.

ریکارډونه چې د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۳مه/ په ۱+۱ تلویزیوني چینل باندې خپاره شول د هوایي ترافیکو د کنترولر او د یوې بلې الوتکې د پیلوټ تر منځ د مرغومي د ۱۸مې د هغه وخت مکالمه وړاندې کوي چې اوکراینۍ الوتکه ولګېدله او په الوتکه کې سپاره ۱۷۶ کسان ټول ووژل شول.

د پیلوټ خبرې داسې اورېدل کېږي چې په خپله لاره کې «د یوه میزایل د رڼا» او بیا یوې چاودنې خبره کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ریکارډ‌ له خپرېدلو څخه وروسته وویل، دغه ریکارډ «ثابتوي چې ایرانی لوری له پیله پوهېده چې زمونږ الوتکه په میزایل ویشتل شوې ده.»

زیلینسکي ۱+۱ ته وویل، «هلته هر څه اورېدل کېږي. هر څه ریکارډ شوي دي.»

دغه غږیز کلېپ د آسمان هوایي کرښې د یوه پیلوټ خبرې را اخیستي چې له شېراز څخه تهران ته په هوا کې روان دی او د ایران په پلازمېنه کې د هوایي ترافیکو له کنټرول ټاور سره خبرې کوي.

د پیلوټ خبرې داسې اورېدل کیږي چې پوښتي، «زموږ په لاره یو لړ رڼاګانې دي او د میزایل په څېر ښکاري. آیا هلته کوم څه دي؟»

کنټرولر پوښتنه کوي، «رڼا د څه شي په څېر ده؟»

پیلوټ ځواب ورکوي، «هغه د میزایل رڼا ده.»

بیا کنټرول ټاور هڅه کوي چې له اوکراینۍ الوتکې سره تماس ونیسي خو نه بریالی کیږي.

څو دقیقې وروسته پیلوټ وایي، «دلته یوه چاودنه وشوه. دلته موږ یوه ډېره روښانه رڼا ولیدله.»

دا معلومه نه ده چې یاد چینل دغه ریکارډ څنګه ترلاسه کړی، خو چارواکوانکار وکړ چې له اوکرایني چارواکو څخه یې ترلاسه کړی وي.

د الوتکې د راغورځېدلو په غمجنه پېښه کې د وژل شویو افغانانو خپلوان د قربانیانو لپاره د تاوان او د مسؤلو کسانو د قانوني تعقیب غوښتنه کوي.

بې کفایتي

د اوکراین د هوایي کرښې الوتکه د مرغومي په ۱۸مه له الوت څخه څو دقیقې وروسته -- او یواځې څو ساعته پس له هغه چې ایراني رژیم د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې په عراق کې په امریکایي ځواکونو باندې د میزایلو بریدونه ترسره کړل، را وغورځول شوه.

سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.‌

له ویډیوي او مفصلو شواهدو سره سره چې ښیي چې الوتکه له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي توغندي ویشتې ده، تهران تر څو ورځو پورې له دې څخه انکار کاوه چې د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې پي اېس ۷۵۲ الوتکه د میزایل په برید کې ویشتل شوې او راغورځول شوې ده.

د ایران د ملکي هوانوردۍ رییس او د ټرانسپورټ وزارت مرستیال علي عابد زاده د مرغومي په ۲۰مه په تهران کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، «یو شی باوري دی چې دا الوتکه په توغندي نه ده لګېدلې.»

خو یوه ورځ وروسته، د ایران ولسمشر حسن روحاني چې له پراخ نړۍ وال او داخلي فشار سره مخامخ وه او بالاخره یي په حقیقت اعتراف وکړ او ویې ویل چې الوتکه په «یوه غمجنه غلطۍ» کې د ایران پوځ ویشتلې ده.

له دغه اعتراف او د پټولو د هڅې له افشا کېدلو څخه وروسته په ایران کې د حکومت پر ضد لاریونونه راوپارېدل.

په لسګونو زره ایرانیان لارو او کوڅو ته راووتل او د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي وو -- «مرګ په دروغجنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکړل.

ځینې زده کړیالانو چې په لاریونونو کې یې برخه لرله اسلامي انقلابي ګارډ د «بې کفایت» او «د خلکو د شرم» په نومونو یاد کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې تاسو تل د ایران پر ضد لیکل کوئ؟ آیا ستاسو اخبار د دې لپاره جوړ شوی دی چې د ایران پر ضد خبرونه خپاره کړي؟ که ستاسو اخبار بې طرفه وي، باید د افغانستان په هکله مهم خبرونه خپاره کړي او خلک پرېږدي چې د خپل هېواد د حالاتو په هکله خبر شي. ولې زه باید د ایران په هکله ولولم؟

ځواب ورکړئ

د ایران پوځ دا الوتکه په قصدي توګه ویشتلې ده.

ځواب ورکړئ

اوکراین باید په نړۍ واله محکمه کې د ایران پر ضد عریضه وکړي او هم له ایران سره اړیکې پرې کړي.

ځواب ورکړئ