جرم او انصاف

یو کال پوره شو خو ایران د اوکراینۍ الوتکې د راغورځولو هېڅ مسؤل ونه نیو

د اردیشېر کردستاني راپور

کله چې ایراني چارواکو بالاخره ومنله چې د هېواد پوځ یاده الوتکه ویشتلې او رانسکوره کړې، په ایران کې د څو ورځو په مخه د حکومت پر ضد اعتراضونه راوپارېدل. په لسګونو زره ایرانیان لارو او سړکونو ته راووتل او د «مرګ په دکتاتور» - چې هدف یې لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي وو - «مرګ په دروغجنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکړل.

نږدې یو کال وروسته له هغه چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونو د تهران له امام خمیني نړۍ وال هوایي ډګر څخه کیف ته روانه مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکه راوغورځوله، اسلامي جمهوریت تر اوسه پورې هیڅوک د یادې غمیزې د مسؤل په توګه نه دی نیولی.

د ۱۳۹۸ د مرغومي‌ په ۱۸مه،‌ د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې ۷۵۲ الوتنه چې له تهران څخه کیف ته روانه وه،‌ د اسلامي انقلابي ګارډ د میزایلو له یوه سیستم څخه له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکیو دوو توغندیو وویشتله. په الوتکه کې سپاره ۱۷۶ کسان ټول مړه شول.

د الوتکې د سقوط په قربانیانو کې ۸۲ ایرانیان، له ۵۰ څخه ډېر ایراني الاصله کاناډایان او ۱۱ اوکراینیان، او همدارنګه د سوېډن، برتانیا، افغانستان او جرمني وګړي شامل ول.

اوکراینۍ الوتکه یواځې څو ساعته وروسته له هغه راوغورځېدله چې تهران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې په عراق کې په امریکایي پوځونو باندې توغندي وتوغول.

په عکس کې چې د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۲۰مه اخیستل شوی،‌ د راغورځول شوې اوکراینۍ الوتکې پاتې شوني لیدل کیږي. [اېرنا]

په عکس کې چې د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۲۰مه اخیستل شوی،‌ د راغورځول شوې اوکراینۍ الوتکې پاتې شوني لیدل کیږي. [اېرنا]

د الوتکې د تر ټولو کوچنۍ ۱ کلنې ایرانۍ – کاناډایۍ قرباني بوټ چې له مور او پلار سره یې یوځای ووژل شوه. [عکس له Hamshahrionline.ir څخه]

د الوتکې د تر ټولو کوچنۍ ۱ کلنې ایرانۍ – کاناډایۍ قرباني بوټ چې له مور او پلار سره یې یوځای ووژل شوه. [عکس له Hamshahrionline.ir څخه]

له ویډیوي او مفصلو شواهدو سره سره چې ښیي چې الوتکه له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي توغندي ویشتې ده، تهران تر څو ورځو پورې له دې څخه انکار کاوه چې ۷۵۲ الوتنه د میزایل په برید کې راغورځول شوې ده.

د مرغومي په ۲۱مه د ایران ولسمشر حسن روحاني په حقیقت اعتراف وکړ او ویې ویل چې الوتکه د اسلامي انقلابي ګارډ عسکرو ویشتلې ده.‌

له دغه اعتراف او د پټولو د هڅې له افشا کېدلو څخه وروسته په ایران کې څو ورځې د حکومت پر ضد لاریونونه راوپارېدل.

په لسګونو زره ایرانیان لارو او سړکونو ته راووتل او د «مرګ په دکتاتور» - چې هدف یې لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي وو - «مرګ په دروغجنو» او نور د رژیم ضد شعارونه ورکړل.

ځینې محصلینو چې په لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه، د اسلامي انقلابي ګارډ د «بې کفایت» او «د خلکو د شرم» په نومونو یاد کړ.

له هغه وخت راهیسې په تېرو څو میاشتو کې، ایراني مقاماتو له نړۍ والو پلټنو سره همکاري درولې،‌ او اوس په ایراني الاصله کاناډایي کورنیو باندې چې عزیزان یې له لاسه ورکړي دي د ځوابونو د غوښتنې له امله انتقادونه کوي.

بې ځوابه پاتې پوښتنې

یوه مستقل کاناډایي راپور چې د لیندۍ په ۲۵مه خپور شو، په ځانګړې توګه دې ټکي ته په اشارې سره چې ولې د غمیزې په شپه د ایران فضایي خدمتونه روان وو، وویل، «د دغې وحشیانه پېښې ډېر مهم جزیات اوس هم پټ پاتې دي.»

دغه راپور چې د لومړي وزیر جسټېن ټروډیو یوه پخواني وزیر او د دغې غمیزې لپاره د حکومت ځانګړي استازي رالف ګودیل لیکلی دی، «د پېښې مسؤلیت د ایران پر غاړه دی – لږ تر لږه تراوسه پورې – دغه هېواد خپلې پلټنې (خوندیتوب، جنایي یا نورې) په واقعي مستقل، بې طرف او شفاف ډول نه دي ترسه کړي.

راپور وایي، «د پېښې مسؤل لوری تر ډېره په پټه د خپل ځان پلټنه ترسره کوي. دغه کار اعتماد یا اطمینان نه رامنځته کوي.»

په دغه راپور کې راغلي، «که د راغورځولو حمله نظامي وي، د دې معنی دا ده چې هغه حکومت چې په دې غمیزه کې یې لاس درلود (په دې حساب ایران)، له دې سره سره چې د ګټو ښکاره تضاد رامنځته کوي او د استقلال، بې طرفۍ یا مشروعیت په هکله اطمینان نشته، د خوندیتوب د تحقیقاتو بشپړ کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.»

د لړم د میاشتې په نیمایي کې،‌ د هواي چلند نړۍ وال سازمان (آی سي ای او) په ایران باندې غږ وکړ چې «د پېښې پلټنه چټکه کړی» او د سقوط په هکله دې خپلې وروستۍ موندنې خپرې کړي.‌

په متحده ایالاتو کې مېشت ایراني ژورنالست شاهین محمدي وویل، دغه پېښه ډېرې زیاتې پوښتنې راپورته کوي.

یوې نظامي محکمې په وروستیو کې په تهران کې داسې ناستې ترسره کړې ترڅو په ایران کې د قربانیانو کورنیو ته قناعت ورکړي چې غرامت واخلي او له دې نه تېر شي چې څه وشول او څنګه وشول.‌

محمدي وویل، د صحیح تحقیقاتو لپاره په کار ده چې د اسلامي انقلابي ګارډ جګپوړي چارواکي محکمې ته راشي او دا روښانه کړي چې دا پېښه ولې رامنځته شوه، د قوماندې د مراتبو سلسلې چېرې غلطي وکړه، ولې د حقیقت په څرګندولو کې دومره اوږد ځنډ وشو – او دا هغه څه دي چې یاده ډله یې کولو ته چمتو نه ده.‌

د جګپوړو چارواکو پټول

د اسلامي انقلابي ګارډ اړوند فارس خبري اژانس هغه مهال وویل چې خامنه اي چې په ښکاره د ټولو ځواکونو اعلی سرقوماندان دی، له پیښې څخه تر درې ورځو پورې هم په حقیقت خبر شوی نه وه.‌

د ایران د سمندري ځواک د چارو یوه متقاعد شنونکي چې د نوم پټ ساتلو په شرط یې خبرې کولې، وویل، «کوم ډول چې دا مسئله مدیریت شوه یواځې یو ځانګړی هدف یې درلود: چې اسلامي انقلابي ګارډ او نور چارواکي له انتقادونو څخه خوندي وساتي.»

د پېښې د جزیاتو پټول د دې لپاره د رژیم د هڅو په ګټه دي چې د هغوی وړتیا او مسلکیتوب وښیي.

هغه زیاته کړه، «که نه،‌ هغوی باید داسې نا اراموونکې پوښتنې ځواب کړي لکه دا چې د قوماندې د مراتبو د سلسلې په کوم ځای کې عیب وو، یا دا چې آیا په دې کې کوم ملکي مقام ته کافي اندازه معلومات ورکړل شوي او په پرېکړه کې لاس درلود.»

یوه بله پوښتنه چې له اوږده وخت راهیسې مطرح کېږي دا ده چې د توغندیو د سیستم چلوونکیو ته څه ډول روزنه ورکړل شوې وه.‌

د ایران د حکومت په خپلو پلټنو کې راغلي چې د توغندیو د سیستم چلونکو د توغندیو له وارولو څخه مخکې له خپلو قوماندانانو سره هېڅ اړیکه نه وه نیولې.

د اسلامي انقلابي ګارډ د هوایي او فضایي ځواک قوماندان برید جنرال امیرعلی حاجی‌ زاده د تېر کال د مرغومي په ۲۱مه وویل، «یوه تیروتنه شوې او زه یې پخپله ټول مسؤلیت پر غاړه اخلم. ما چې دا خبر ترلاسه کړ نو ومې ویل چې کاش اوس مړ شوی وای، زما لپاره چې [زما د سزا په توګه] هره فیصله وشي، زه به یې قبوله کړم.»

په داسې حال کې چې حاجي زاده اوس هم په خپل مقام پاتې دی،‌ داسې ښکاري چې د هغې تیروتنې په تړاو، چې هغه پخپله پرې اعتراف کړی وو، له هېڅ عواقبو سره مخامخ شوی نه دی.‌

هغه وویل، د اسلامي انقلابي ګارډ ټول ځواکونه په هغې شپه د تیارسی په حالت کې وو او «له ملکي الوتکو څخه د هوا د پاکولو لپاره زموږ مکررې غوښتنې د ځینې ملاحظاتو له امله ونه منل شوې،» خو دا یې ونه ویل چې هغه ملاحظات څه وو.‌

په قصدي توګه ځنډول

ایراني مقاماتو له دې سره سره چې مسؤلیت ومانه، ورپسې وروسته تحقیقات چې د اوکراین، کاناډا او فرانسې -- چې هلته د الوتکې توره بکسه پرانستل شوه او ولوستل شوه -- د کارپوهانو تحقیقات په قصدي توګه ځنډولي دي.‌

کاناډایي مقاماتو وویل،‌ اسلامي جمهوریت تر اوسه پورې په الوتکه باندې د توغندیو د لګیدلو څخه مخکې مودې د ۲۵ ثانیو له ثبت څخه یواځې ۱۹ ثانیې شریک کړی دی.

دغه راز، اوکرایني مقامات وایي چې له ایران سره په خبرو اترو کې پرمختګ نه دی شوی، ځکه چې د مرغومي تر ۴مې پورې تهران هغه اسناد او شواهد چې د تلې په میاشت کې د دوه اړخیزو مذاکراتو په ترڅ کې یې له کیف سره پرې توافق کړی وو، نه دي شریک کړي.

ایراني خبري اژانس تسنیم د مرغومي په ۲مه راپور ورکړ چې ایراني پلټونکیو د نورو هغو هېوادونو استازو ته چې وګړي یې په سقوط کې قرباني شوي دي، د یادې الوتکې د سقوط په هکله یو تخنیکي راپور وړاندې کړی دی.‌

خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا دا موضوع دروغ وبلله او ویې ویل چې کیف تر اوسه پورې راپور نه دی ترلاسه کړی.‌

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال یفهین ینین د لیندۍ په ۱۹مه وویل، ایران چې د تاوان ورکولو سره یې توافق کړی وو، د راتلونکي کال په بودجه کې د الوتکې په سقوط کې د مړو شویو کسانو کورنیو ته د تاوان ورکولو په لړ کې د ۲۰۰ میلیونو یورو د ورکولو وړاندیز بېرته اخیستی دی.

ینین وویل، تر اوسه پورې د تاوان د مقدار په هکله له ایراني لوري سره مذاکرات نه دي پیل شوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا بېخي روښانه ده چې سپاه پاسداران دا الوتکه د دې لپاره ویشتلې ده چې د قاسم سلیماني د مرګ بدل واخلي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت دغه ستر جنایت نه هیریدونکۍ دی.

ځواب ورکړئ

ایران باید د ترهګرو هېوادونو په لست کې شامل کړای شي، ځکه چې د ایران دا کار یو ترهګریز عمل وو. د ایران حکومت په سلګونو بې ګناه خلک ووژل. د دغو خلکو ګناه څه وه؟ دا څنګه کېدی شي چې یو هېواد دې د هغه له ټولو اسانتیاوو او وسلو سره سره هم د یوې مسافر وړونکې الوتکې او یوه توغندي تر منځ فرق ونه کړای شي؟‌ ایران دا کار په قصدي ډول وکړ، اوهغه پوهېده چې هېڅ هېواد هم نشي کولی چې ایران ته د هغه د عمل سزا ورکړي. ایران په نړۍ کې تر ټولو ډېر مغرور هېواد دی. مرګ د ایران په دکتاتور نظام.

ځواب ورکړئ

ټول هېوادونه باید له ایران سره خپلې الوتنې ودروي، ځکه چې تر اوسه پورې په هېڅ هېواد کې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې. ایران یوازنی هېواد دی چې یوه مسافر وړونکې الوتکه یې وویشتله او په سلګونو بې ګناه خلک یې ووژل. هرهغه ایرانی چارواکی چې د دغه برید امر یې کړی دی هغه باید په یوه نړۍ واله محکمه کې سزا وویني.

ځواب ورکړئ