روغتیا

د کرونا وایرس په خپرېدلو سره د تهران د ریښتنولۍ په هکله پوښتنې راپورته شوې

سلام ټایمز او ای اېف پي

په عکس کې، یو کارکوونکی د کب په ۶مه په تهران کې په عامه ټرانزیټ موټرو باندې د وایرس ضد محلول شیندي. [مجید خاهي/اېسنا]

په عکس کې، یو کارکوونکی د کب په ۶مه په تهران کې په عامه ټرانزیټ موټرو باندې د وایرس ضد محلول شیندي. [مجید خاهي/اېسنا]

تهران -- په داسې حال کې چې په ایران کې د نه کنټرولېدونکي کرونا وایرس خپرېدا ګاونډي هېوادونه او شاوخوا سیمه ګواښي، د ایران د رژیم له خوا خلکو ته د صحیح معلوماتو په وړاندې کولو کې د شفافیت نشتوالي ته نړۍ واله اندېښنه په ډېرېدلو ده.

تهران د چارشنبې په ورځ /د کب ۷مه/ راپور ورکړ چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۴۴ نویو پېښو له منځه څلور نور کسان نول کرونا وایرس وژلي دي، چې په دې توګه یې د مړو شمېر ۱۹ او د اخته کسانو شمېر ۱۳۹ ته ورسېد.‌

د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نوې شمېرنې د دولتي تلوېزیون له لارې اعلان کړې، او په دې هکله یې جزیات ورکړل چې کووېډ - ۱۹ څنګه د هېواد څلور واړو کونجونو ته رسېدلی دی.‌

ایران له تېرې چارشنبې راهیسې چې په قم کې د دوه کسانو مړینه یې اعلان کړه، هڅه کوي چې کووېډ - ۱۹ مهار کړي. قم د اسلامي علومو او زایرینو مرکز دی چې له بهرنۍ نړۍ څخه هم علماء ورټولېږي.

په عکس کې،‌ د ایران د روغتیا وزارت مرستیال ایرج حریرچي (چپ) د کب په ۵مه په تهران کې د حکومت له ویاند علي ربایي سره یوځای د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې له خپل مخ څخه خولې پاکوي. حریرچي د کب په ۶مه تایید کړه چې د نوموړي ازموینې وښودله چې هغه په هېواد کې د ناروغۍ د یوه لوی خپراوي په ترڅ کې په کرونا وایرس اخته شوی دی.‌ [مهدي بولوریان/فارس نیوز/ای اېف پي]

په عکس کې،‌ د ایران د روغتیا وزارت مرستیال ایرج حریرچي (چپ) د کب په ۵مه په تهران کې د حکومت له ویاند علي ربایي سره یوځای د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې له خپل مخ څخه خولې پاکوي. حریرچي د کب په ۶مه تایید کړه چې د نوموړي ازموینې وښودله چې هغه په هېواد کې د ناروغۍ د یوه لوی خپراوي په ترڅ کې په کرونا وایرس اخته شوی دی.‌ [مهدي بولوریان/فارس نیوز/ای اېف پي]

یو پاکستانی عسکر چې ماسک یې اچولی دی، په داسې حال کې چې د کووېډ - ۱۹ کرونا وایرس د خپرېدا په هکله اندیښنې زیاتې شوي دي، د کب په ۶مه د پاکستان - ایران په تړلي سرحد کې په پیره ولاړ دی. [بنارس خان/ای اېف پي]

یو پاکستانی عسکر چې ماسک یې اچولی دی، په داسې حال کې چې د کووېډ - ۱۹ کرونا وایرس د خپرېدا په هکله اندیښنې زیاتې شوي دي، د کب په ۶مه د پاکستان - ایران په تړلي سرحد کې په پیره ولاړ دی. [بنارس خان/ای اېف پي]

ایران ښوونځي، پوهنتونونه، فرهنګي مرکزونه او سپورټي پروګرامونه بند کړي او د روغتیاساتنې ټیمونو ته یې وظیفه ورکړې چې په بسونو، اورګاډو او عامو ځایونو کې دوا وشیندي.

خو د کرونا وایرس له چټکې خپرېدا سره سره، مقاماتو تر اوسه پورې د خپرېدا د مخنیوي د یوې لارې په توګه څوک قرنطین کړي نه دي،‌ او د جهانپور په وینا وضعه د «ښه کېدلو» په لور روانه ده.‌

د اندیښنې یو ځانګړی ټکی د ناروغۍ څخه د مړینې کچه ده چې ایراني چارواکو خپره کړې ده. د نړۍ په نورو هېوادونو کې د اخته شویو خلکو له منځه د ۱٪ او ۲٪ تر منځ کسان مړه شوي دي. که په ایران کې یاد وایرس ۱۹ کسان وژلي وي، هلته باید د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ کسان اخته شوي وي، نه ۱۳۹ کسان چې په عام ډول ښودل کیږي.‌

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال ایرج حریرچي د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې حتی نوموړی هم په نوي کرونا وایرس ککړ شوی دی، او دا ښیي چې کوویډ - ۱۹ له هغه څه څخه چې ویل کیږي ډېرپراخه خپور شوی دی.‌

حریرچي ډېر ټوخېده او د دوشنبې په ورځ /د کب ۵مه/ په تهران کې د حکومت ویاند علي ربایي سره د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې پرې خولې روانې وې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سې شنبې په ورخ /د کب ۶مه/ غوښتنه وکړه چې د ایران رژیم دې د کروناوایرس د خپرېدا په هکله «ریښتیا ووایي»، او د پټولو د تورونو له امله یې خبرداری ورکړ.

پمپیو په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، «متحده ایالات هغو معلوماتو سخت اندېښمن کړي چې ښیي ایراني رژیم ښایي په هغه هېواد کې د ناروغۍ د خپرېدا په هکله مهم جزیات پټ کړي وی.»

هغه وویل، «د ایران په ګډون ټول هېوادونه باید د کروناوایرس په هکله ریښتیا ووایي او له نړۍ والو مرستندویو موسساتو سره همکاري وکړي.»

د ایران رژیم په وروستیو میاشتو کې د روڼتیا په برخه کې یو لړ تېروتنې وکړې چې د خپلو خلکو او نړۍ والې ټولنې په وړاندې یې اعتبار سخت ژوبل شو.

د مرغومي په میاشت کې، له ویډیوي او مفصلو شواهدو سره سره چې ښیي الوتکه له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي توغندي ویشتې وه، تهران تر څو ورځو پورې له دې څخه انکار کاوه چې د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې پي اېس ۷۵۲ الوتکه د دوی خپل میزایل ویجاړه کړې ده.

خو رژیم چې له زیاتېدونکي نړۍ وال او داخلي فشار سره مخامخ وو، بالاخره یي په حقیقت اعتراف وکړ او ویې ویل چې الوتکه د ایران پوځ په «یوه غمجنه غلطۍ» کې ویشتې ده.

دغه اعتراف -- او د پټولو لپاره د هڅې افشا کېدلو -- په ایران کې د څو ورځو په مخه د حکومت ضد اعتراضونه راوپارول.

په لسګونو زره ایرانیان لارو او کوڅو ته راووتل او د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي وو -- «مرګ په دروغژنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکړل.

ملګري ملتونه هم د لړم په میاشت کې د ایراني لاریون کونکو پر ضد له عملیاتو څخه وروسته د تهران له خوا د تلفاتو د شمېر او له نیول شویو کسانو سره د چلند په برخه کې د روڼتیا د نشتوالي له امله اندېښمن دي.

د تهران په هکله اندېښنه په داسې حال کې راپورته کیږي چې روسیې پورې اړوند د ټولنیزو رسنیو په زرګونو حسابونو د نوي کروناوایرس په هکله د توطیې د تیوریو د خپرولو همغږې هڅې په داسې حال کې پیل کړي، چې په ګرده نړۍ کې د ناروغۍ د خپرېدا وېرې زیاتې شوي دي.

د ایران ګاونډیان له سخت خطر سره مخامخ دي

د ایران ګاونډیانو په وروستیو ورځو کې د خپلو لومړیو پېښو په هکله په راپور ورکولو سره، چې تر ډېره ایران پورې تړلو ناروغانو کې موندل شوي دي، د سفر په برخه کې محدودیتونه لګولي، او د قرنطین کلک اقدامات یې کړي.‌

که څه هم چې خپل ګاونډیان یې له خطر سره مخامخ کړي دي، تهران اوس هم د خلکو د خوځښتونو د محدودولو لپاره فعال ګامونه نه اخلي.‌

د روغتیا وزیر سعید نمکي د سې شنبې په ورځ وویل، قرنطینونه یو «زوړ میتود» دی.‌

نیمي رسمي خبري اژانس اېسنا د نوموړي له قوله وویل، «موږ اوس هم د ښارونو له قرنطین کولو سره موافق نه یو ځکه موږ باور لرو چې خلک دومره مهذب دي چې له اخته شویو ښارونو څخه نورو ځایونو ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.»

متحده عرب اماراتو د سې شنبې په ورځ ایران ته او له ایران څخه د مسافرو او کارګو ټولې الوتنې ودرولې. د ارمنستان، کوېټ، عراق، تاجکستان او ترکیې په ګډون ټولو نژدې هېوادونو هم دې ته ورته کار کړی دی.‌

پاکستان او ترکمنستان له ایران سره رسمي سرحدي دروازې تړلي، په داسې حال کې چې افغانستان خپله پوله یواځې د یوې ورځې لپاره تړلې وه.

افغانستان او پاکستان په ګاونډي ایران کې د نوي کروناوایرس له امله په احتمالي توګه له یوه ویجاړونکي بحران سره مخامخ دي.

د افغانستان د روغتیایي پاملرنې سیستم د څلورو لسیزو جنګ له امله ګډوډ دی چې څو موجود روغتونونه معمولا د اساسي پاملرنې او ټروما په برخه کې تمرکر کوي. هغوی دومره مهارتونه نه لري چې د انتاني ناروغیو چاره وکړي.‌

په کابل کې یوه ډاکتر ولي چې د وایرسي ککړتیا په ناروغیو کې تخصص لري، وویل، «که وایرس په ټول هېواد کې خپور شي دا به یو ناورین وي. دلته دومره ډېر روغتیایي مرکزونه نشته.»

له پولې پورې غاړه په پاکستان کې داسې وېرې په ډېرېدلو دي چې هېواد به څه ډول وکولی شي چې د ناروغۍ د یوې احتمالي خپرېدا پر ضد عمل وکړي.

اسلام اباد د پولیو، توبرکلوز او زیړی په څېر انتاني ناروغیو په مهارولو کې پخوا هم پاتې راغلی وه.

پاکستان په روانه اونۍ کې په چټکۍ سره هغه لږ تر لږه ۲۷۰ کسان چې په ایران کې د زیارتونو له لیدلو څخه راستانه شوي او د لنډې مودې لپاره له نورو خلکو سره یوځای شوي ول‌،‌ له پولې سره نژدې قرنطین کړل.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ معمولا له افغانستان او پاکستان څخه ورغلي زایرین استخداموي چې په سوریه کې د ملېشو په کتار کې جنګ وکړي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاءالله لانګوي وویل، شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنه پاکستانیان، چې اکثر یې زده کړیالان او زایران دي اوس هم په ایران کې دي. ایرانی چارواکي پلان لري چې هغوی په وړو ډلو کې بېرته را ولېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کورونا وایرس د امریکا له خوا د دې لپاره جوړ شوی چې په ختیځو هېوادونو کې خپل مخالفان پرې خراب کړي. له دې امله، په چین او ایران کې ډېر خلک په دغه وایرس باندې ککړ شول. زه فکر نه کوم چې کورونا وایرس دې د کومو خاصو حیواناتو له خوړلو څخه خپور شوی وي. چینایان له زرګونو کالو راهیسې غیرمجاز حیوانات خوري، خو کورونا وایرس په وروستیو کې راپیدا شو.‌ له دې نه معلومیږي چې دا د امریکا کار دی چې د چین او ایران په څېر ختیځ هېوادونه د کورونا وایرس په وسیله ویجاړ کړي.

ځواب ورکړئ