روغتیا

د پولیو د نوو پېښو راښکاره کېدلو وښودله چې طالبان د واکسین په وړاندې غیراسلامي دریځ لري

د عمر راپور

د افغانستان د روغتیا چارواکو د ۱۳۹۸ د سلواغې په نیمایي کې وویل چې د طالبانو له خوا د پولیو د واکسیناسیون بندولو دې ته لاره هواره کړه چې د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په لویدیځ کې د پولیو څلور نوې پېښې رامنځته شي. [عمر]

هرات -- د طالبانو له خوا د پولیو د واکسیناسیون بندولو دې ته لاره هواره کړه چې د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په لویدیځ کې د پولیو څلور نوې پېښې راښکاره شي، او د دغې موضوع په هکله د یادې ډلې «غیراسلامي» دریځ څرګند کړي.

په لویدیځه حوزه کې د پولیو واکسیناسیون د پروګرام مسؤل ډاکترعبدالوحید رحماني وویل، دوه پېښې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې چې طالبان په کې شتون لري ثبت شوې.

هغه وویل، یوه د پولیو پېښه د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې او یوه بله د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې ثبت شوي.

دا ټولې پېښې په داسې سیمو کې ثبت شوې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

په هرات ولایت کې د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي د سلواغې په ۷مه په هرات ښار کې د واکسیناسیون د کمپاین په لومړۍ ورځ په دغه ښار کې یوه ماشوم ته واکسین لګوي. [عمر]

په هرات ولایت کې د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي د سلواغې په ۷مه په هرات ښار کې د واکسیناسیون د کمپاین په لومړۍ ورځ په دغه ښار کې یوه ماشوم ته واکسین لګوي. [عمر]

دا عکس چې د تېر کب په ۲۹مه اخیستل شوی، یو افغان روغتیایي کارکوونکی په داسې حال کې ښيي چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین لګوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

دا عکس چې د تېر کب په ۲۹مه اخیستل شوی، یو افغان روغتیایي کارکوونکی په داسې حال کې ښيي چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین لګوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

رحماني وویل، «په تېرو پنځو کالونو کې په لویدیځه حوزه کې د پولیو هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې، خو دا چې طالبانو د پولیو واکسیناسیونونو مخه نیولې ده، څلور د پولیو پېښې یوازې د لیندۍ او مرغومي په میاشتو کې ثبت شوې.»

طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کور په کور پولیو واکسیناسیون کمپاین مخه نیسي او روغتیایي کارکوونکیو ته اجازه نه ورکوي چې ماشومانو ته واکسین وکړي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې ۱ میلیون ۱۱۰ زره افغان ماشومان چې تر پنځو کالونو کم عمرونه لري د پولیو واکسیناسیونو اخیستلو ته ضرورت لري، خو د طالبانو حضور او امنیتي ننګونې د دې مخه نیسي چې ټول پوښښ له ۵۰٪ څخه زیات شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له ۸۵٪ څخه ډېر ماشومان د پولیو واکسیناسیونونو څخه محروم دي.

رحماني وویل، «د پولیو واکسیناسیون یو ملي پروګرام دی چې د افغانستان د راتلونکي نسل روغتیا تضمینوي. که یو ماشوم هم د پولیو واکسیناسیون فرصت له لاسه ورکوي، د پولیو یا دایمي فلج له خطرونو سره مخامخ کیږي.»

هغه زیاته کړه، «دا حقیقت چې په لویدیځه حوزه کې له ۵۵۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د پولیو واکسین نه دی ترلاسه کړی د غټې اندېښنې خبره ده، او اندېښنه شته چې د پولیو پېښې زیاتې شي.»

افغان حکومت د نړۍ والو موسساتو په مرسته د سلواغې په ۷مه په لویدیځه حوزه کې د پولیو واکسیناسیون یو کمپاین پیل کړ.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد آصف کبیر وویل، طالبانو د وروستي کمپاین د کمزوري کولو په لړ کې د هرات په شینډنډ، کشک کهنه، کشک رباط سنګي او ګلران ولسوالیو کې د کور په کور واکسیناسیون مخه ونیوله.

هغه زیاته کړه چې په هغو ولسوالیو کې د پولیو واکسیناسیون یواځې په کلینیکونو کې ترسره کیږي. د هرات ولایت په نورو ولسوالیو کې، کور په کور واکسیناسیونونه ترسره کیږي.

کبیر وویل، پنځه کاله مخکې د کور په کور واکسیناسیون د کمپاینونو له پیلېدلو راهیسې د پولیو هېڅ پېښه مخې ته نه وه راغلې، خو له هغه وخته چې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د واکسیناسیونونو مخه ونیوله، پولیو هم بیا سر راپورته کړ. هغه څلور افغان ماشومان چې رحماني ورته اشاره کړې ده څلورواړه په دایمي توګه فلج شوي دي.

هغه وویل، که طالبان د پولیو واکسیناسیونونو مخنیوي ته دوام ورکړي، د پولیو د پېښو شمېر به زیات شي چې دا د عامې روغتیا وزارت او د روغتیایي سکتور د ادارو لپاره یو هېښوونکی خبر دی.

د اسلام پر ضد عمل

په هرات کې دیني عالمانو د طالبانو د واکسیناسیون ضد پالیسي غیراسلامي وبلله او په ټولو کورنیو باندې یې غږ وکړ چې د اورپکو ګواښونو ته پام ونه کړي او خپل ماشومان د واکسیناسیونونو لپاره روغتیایي مرکزونو ته وېسي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي سیدمحمد حسیني وویل، روغتیا ته پام کول یو دیني عمل دی او ټول مسلمانان باید خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه زیاته کړه، د پولیو واکسیناسیون په مخنیوي کې د طالبانو انګېزې سیاسي رنګ لري نه مذهبي.

حسیني وویل، «طالبان باید پوه شي چې پولیو به د هغوی ماشومان اغېزمن کړي او فلج به یې کړي. پولیو د مسلمانانو ماشومان فلجوي، او د دې لپاره چې ټولنه له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغوري، طالبان باید د پولیو واکسیناسیون د تطبیق مخه ونه نیسي.»

هغه وویل، د مصر، سعودي عربستان، پاکستان او افغانستان په ګډون د اسلامي نړۍ دیني عالمانو ډېرې داسې فتواوې ورکړي چې د پولیو واکسیناسیون د ټولو مسلمانانو دیني فریضه ګڼي.

هغه زیاته کړه، د پولیو واکسیناسیون پر ضد د طالبانو استدلال باطل دي او د دیني عالمانو فتوا د پولیو واکسیناسیون اهمیت روښانوي.

حسیني وویل، دا د میندو او پلرونو دیني وجیبه ده چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي ډاکتر مهدي حدید وویل، افغانان باید د طالبانو پر ضد ودریږي او خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه وویل، طالبان د ماشومانو ژوند ته پام نه کوي او ملکي خلک باید هیچاته هم اجازه ورنه کړي چې د هغوی او د هغوی د ماشومانو له راتلونکي سره لوبې وکړي.

حدید زیاته کړه، «طالبان باید روغتیایي سکتور سیاسي نه کړي. د پولیو واکسیناسیون یو نړۍ وال کمپاین دی. که په افغانستان کې د پولیو پېښې زیاتې شي، دا به په ټوله نړۍ کې ماشومان له ګواښ سره مخامخ کړي ځکه چې د پولیو وایرس به نورو هېوادونو ته هم خپور شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید د دغو بدمرغو ماشومانو د کورنیو په وړاندې ځواب ووایي ځکه چې هغوی تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د واکسیناسیون د تطبیق اجازه نه ده ورکړې، او دا ماشومان فلج شوي دي. که هغوی په خپلو سیمو کې روغتیایي کارمندانو ته اجازه ورکړې وای، دا پېښې به نه وای رامنځته شوې.

ځواب ورکړئ

دا د خفګان خبره ده چې په دې ۲۱مه پېړۍ کې، ماشومان د واکسین نه ترلاسه کولو له امله فلج کیږي. د عامې روغتیا وزارت باید د خلکو په وړاندې ځواب ووايي.

ځواب ورکړئ

د پولیو واکسیناسیون مسئله باید د بانفوذه مشرانو له لارې حل کړای شي. دا مشران باید طالبان په دې پوه کړي چې د پولیو واکسیناسیون د ماشومانو لپاره او د هغوی د بچیانو لپاره هم ښه دی، او مشران او علما باید طالبانو ته د پولیو [واکسین] ګټې واضح کړي چې هغوی د واکسیناسیون کارمندانو ته اجازه ورکړي چې په ستونزمنو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون تطبیق کړي.

ځواب ورکړئ

طالبان په تېرو دوه لسیزو کې د پولیو ناروغۍ اصلي سببونه دي،‌ ځکه چې هغوی د واکسیناسیون کارمندانو ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د پولیو واکسینونه تطبیق کړي. زه د هغو څلورماشومانو د فلج کېدلو په هکله د معلوماتو په لوستلو ډېر خفه شوم. په حقیقت کې، د دغو ماشومانو د ناروغۍ مسؤل طالبان دي.‌ که طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د واکسین د تطبیق اجازه ورکړې وای، دا ماشومان به په پولیو اخته شوي نه وای.‌

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د ستونزې د محدودولو او له منځه وړلو لپاره باید ډبلیو ایچ او له طالبانو سره تماس ونیسي او که هغوی د وزارت کسانو ته اجازه نه ورکوي د طالبانو خپل کسان راوغوښتل شي او د واکسین ورکولو تربیه ورکول شي او له موادو سره بیرته ولیږل شي چی هغوی پخپله ماشومانو ته واکسین وکړي. د پولیو واکسین باید په هرقیمت چی وي قضا نشي.

ځواب ورکړئ

زه هم دی دغه ورور له نظر سره همغږی یم.

ځواب ورکړئ