روغتیا

د توطیې تیوریو په افغانستان کې د پولیو خپرېدا پراخه کړې ده

ای اېف پي

په تېره لسیزه کې، په پولیو د اخته شویو خلکو شمېرې د ۲۰۱۱ کال له ۸۰ څخه د ۲۰۱۶ کال ۱۳ ته راټیټې شوې، خو تېر کال په دغو قضیو کې بیا ډېرښت رامنځته شو چې د ۲۱ قضیو راپورونه یې په افغانستان کې ورکړل شول. په افغانستان کې د پولیو په وړاندې معافیت جبري دی، خو په ځانګړې توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې، د واکسینونو په هکله بدګوماني ډېره خپره شوې او د پروګرامونو عملي کول په کې سخت دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندهار -- دوه کلن فرید باید د پولیو پر ضد واکسین شوی وای، خو د هغه کورنۍ -- لکه په افغانستان کې ډېرو نورو کلیوالو کورنیو -- د توطیو په تیوریو باور درلود او دا یې ونه منله چې هغه واکسین کړي.

هغه وایرس واخیست او اوس د ګوډېدلو له یوې عمري سزا سره مخامخ او له داسې یوې ناروغۍ سره په جګړه دی چې احتمالاً درملنه نه لري.

د ماشوم تره او د کورنۍ مشر عبدالولي د واکسین پر ضد فیصله کې د خپل رول په هکله ای اېف پی ته وویل، «کله چې ډاکترانو ماته وویل چې هغه پولیو لري زه سخت پښېمان شوم. ما په هغو خلکو باور کړی وو چې ماته یې ویلي وو چې د پولیو واکسین د مسلمانانو پر ضد یو پلان دی.»

په تېره لسیزه کې، په پولیو د اخته شویو افغانانو شمېر د ۲۰۱۱ له ۸۰ څخه په ۲۰۱۶ کې ۱۳ ته راښکته شو، خو تېر کال، یې بیا پورته ټوپ وکړ او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۱ پېښو راپورونه ورکړل شول.

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د کب په ۲۹مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته چې یوه سړي نیولی دی د پولیو واکسین ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د کب په ۲۹مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته چې یوه سړي نیولی دی د پولیو واکسین ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د کب په ۲۹مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته چې یوه سړي نیولی دی د پولیو واکسین ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د کب په ۲۹مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته چې یوه سړي نیولی دی د پولیو واکسین ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د پولیو د معافیت ټیم ښځینه افغان کارکوونکې د کب په ۲۹مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه کور په دېوال لیکل کوي چې اوسېدونکي یې نشته څو دا یقیني کړي چې هغوی به وروسته واکسین کړای شي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د پولیو د معافیت ټیم ښځینه افغان کارکوونکې د کب په ۲۹مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه کور په دېوال لیکل کوي چې اوسېدونکي یې نشته څو دا یقیني کړي چې هغوی به وروسته واکسین کړای شي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په افغانستان کې د پولیو په وړاندې معافیت جبري دی، خو په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې، د واکسینونو په هکله بدګوماني ډېره خپره شوې او د پروګرامونو عملي کول په کې سخت دي.

طالبان، چې پخوا یې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې داسې پروګرامونو ته د اوسېدونکیو لاسرسی محدود کړی وو، وایي چې هغوی په بشپړه توګه دا ردوي چې د هغوی تر واک لاندې سیمو اوسېدونکیو ته د داسې واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړي.‌

اورپکي او مذهبي مشران خلکو ته وایي چې واکسینونه یوه غربي توطیه ده او هدف یې دا دی چې مسلمان ماشومان شنډ کړي یا دا چې دغه ډول پروګرامونه د غربي یا د افغان حکومت د جاسوسانو لپاره یو پېچلی پوښ دی.‌

وېرې داسې ژورې دي چې ځینې میندې او پلرونه د حکومت تر کنټرول لاندې روغتیایي مرکزونو کې د پولیو څاڅکو له جبري اخیستنې څخه وروسته خپل ماشومان مجبوروي چې هغه د کانګو په بڼه بېرته وګرځوي.

په کندهار ښار کې یوې ډاکترې عزیزې وطنوال وویل، «مونږ دا کار ډېر ګورو. هغوی په دې پروپاګند باور کوي.»

یارمحمد چې خپله درې کلنه لور رضیه یې په کندهار ولایت کې یوه محلي کلینیک ته راوړه، وویل، د کلي ملا کلیوالو ته وویل چې د پولیو واکسین د خلکو ایمان کمزوری کوي.

دغه ماشوم په یاده ناروغۍ اخته شوی دی.

یارمحمد چې خپلې لور ته یې چې په چپرکټ پرته وه وکتل، او وویل، «اوس دا فلج شوې ده.»

طالبانو د جاسوسانو له ډاره په واکسینیشن باندې بندیز لګولی دی

د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه کې، چې تر ډېره په کې محافظه کاره قبایلي ټولنه مېشته ده، داسې ادعاوې خپرې شوي دي چې په پولیو واکسین کې د خوګ د وینې په شمول چټلي ګډه شوې ده.

د کندهار ښار اوسېدونکي عبدالواسع رحیمي ای اېف پي ته وویل، «ما دلته او په پاکستان کې له مشرانو او عالمانو څخه اورېدلي چې د پولیو واکسین چټل دی او هغه کسان چې دغه واکسین اخلي هغوی به داسې لویېږي چې په الله (ج) باندې ایمان به یې کمزوری وي.»

روغتیایي چارواکي وایي چې په افغانستان کې د واکسین سږي ۷ واړه پېښې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې تثبیت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا د وزیر یوه جیګپوړي سلاکار هدایت الله ستانکزي وویل، طالبانو تېر کال کور په کور واکسینیشنونه بند کړل او کارکوونکي یې مجبور کړل چې له جوماتونو څخه د واکسینیشن د مرکزونو په حیث کار واخلي.‌

روغتیایي متخصصان د کور په کور واکسینیشن کمپاین د پولیو د له منځه وړلو غوره لاره بولي.

خو دغه تکتیک د شکونو ورېځو پټ کړی دی.

ستانکزي وویل، د روغتیا وزارت خلکو ته وایي چې د واکسینیشن کارکوونکي «له ژر متاثرېدونکیو ماشومانو سره مرسته کوي. هغوی جاسوسان نه دي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د هغه ډله باور لري چې د پولیو واکسینیشن کارکوونکي دغه پروګرام د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره د یوې پلمې په توګه کاروي.

مجاهد تاکید وکړ چې، «مونږ واکسینیشنونه بند کړل، او څو چې مونږ اطمینان ترلاسه نه کړو چې دغه ډول کارونه به بیا نه تکرارېږي، مونږ نشو کولی چې هغوی ته د بیا فعالیت اجازه ورکړو.»

په میلیونونو ماشومان له خطر سره مخامخ دي

د واکسینیشن ضد تبلیغ په ګرده نړۍ کې په مارپېچي بڼه خپور شوی او پلویان یې داسې بې اساسه ادعاوې خپروي چې بیا د ټولنیزو رسنیو له لارې تقویه کیږي او په نتیجه کې یې په لوړه کچه ساري ناروغۍ پراخېږي.

د افغانستان تر څنګ -- پولیو په دوه نورو هېوادونو -- پاکستان او نایجریا کې هم موجوده ده او تېرکال روغتیایي کارکوونکیو په پاپوا نیوګیني کې هم یوه نسبتاً کمیابه پېښه کشف کړه.

ستانکزي وویل، په ۱۳۹۷ کال کې له ۱ میلیون څخه ډېر افغان ماشومان له پولیو واکسینیشنونو څخه محروم پاتې شول. نوموړی د روغتیا وزارت له خوا د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین نظارت کوي.

هغه وویل، که چېرې طالبان په واکسینونو باندې خپل بندیز او ردولو ته دوام ورکړي، له ۲ میلیونو څخه ډېر ماشومان به له دغه واکسین څخه پاتې شي.‌

ټولنپوه او روغتیایي تحلیلګر وحید مجروح وویل، «د توطیې تیورۍ کولی شي چې په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې وده ومومي چې د سخت دریځو اورپکو تر سخت کنټرول لاندې دي.»

هغه وویل،‌«نو، کله چې دغه اورپکي خلکو ته وایي چې واکسینونه بد دي، دا به سخته وي چې هغوی داسې وهڅول شيچې باور وکړي چې هغه ښه دي.»

د روغتیا وزارت وایي، د کم وسه ټولنو تر منځ د عامه خبرتیا زیاتول د افسانو د دروغ ثابتولو لپاره مهم دي.

د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو د عامه خبرتیا پروګرام یوه ویاند میرجان راسخ وویل، دغه پروګرام د نومیالیو دیني عالمانو له خوا ورکړل شوي معلومات خپروي چې وایي واکسینونه د اسلام د احکامو په اساس ګټور او «حلال» دي.‌

هر کال د هغه اداره په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره هدف ټاکي.‌

راسخ وویل، «په داسې حال کې چې د هغه له منځه وړل ممکن دي، دا خفه کوونکی دی چې د کال په اخر کې لیدل کیږي چې دا هدف نه ترسره کیږي ځکه چې وسله وال سړي فکر کوي چې مونږ جاسوسان یو او له دې امله چې محلي خلک فکر کوي چې واکسینونه چټل دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500