پېښور -- د پاکستان او افغانستان تر منځ د دې لپاره ګډې هڅې، چې د سرحد دواړو خواوو ته د معافیت د هم مهاله کمپاینونو له لارې پولیو له منځه وېسي،په نړیواله سطحه د دغې کمزورې کوونکې ناروغۍ د پای ته رسولو لپاره هیلې زیاتوي.
د عاجلو عملیاتو د مرکز/ایمیرجینسي اپرېشن سنټر (اي او سي) د قبایلي علاقو د تخنیکي چارو ارتباطي شخص ډاکتر ندیم جان د اګست په ۲ مه پاکستان فارورډ ته وویل، «د دواړو هم سرحده هېوادونو روغتیایي ټیمونو سره لاسونه ورکړي چې د شریک دښمن، پولیو پر ضد مبارزه وکړي،»
پولیو، چې یو وخت د نړۍ په سطحه یو مصیبت وو، اوس یوازې په درې هېوادونو -- افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې پاتې دی.
هغه وویل، «پاکستان او افغانستان ګډه پوله لري او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یې یو بلاک بولي، نو دې ته اړتیا ده چې په سرحدونو کې، چې هره ورځ پرې زرګونو خلک اوړي را اوړي، د هم مهاله هڅو د ترسره کولو له لارې د دغه وایرس د خپرېدا مخه ونیول شي.»
![د ګلوبل پولیو ایراډیکیشن انیشیټیف موسسې کارمند فریدریک ور (چې اوبرنګه واسکټ، سپین کمیس یې په غاړه او چپ خواته ناست دی) د جولای په ۷ مه د تورخم په سرحدي دروازه کې د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټ واکسیناسیون د ټیمونو د یوې ګډې کتنې څارنه کوي. [اي او سي قبایلي علاقې]](/cnmi_st/images/2018/08/16/13915-polio_picture-585_329.jpg)
د ګلوبل پولیو ایراډیکیشن انیشیټیف موسسې کارمند فریدریک ور (چې اوبرنګه واسکټ، سپین کمیس یې په غاړه او چپ خواته ناست دی) د جولای په ۷ مه د تورخم په سرحدي دروازه کې د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټ واکسیناسیون د ټیمونو د یوې ګډې کتنې څارنه کوي. [اي او سي قبایلي علاقې]
![د ټرانزیټ واکسیناسیون د یوه ټیم غړي د جولای په ۷ مه د تورخم د تلاشۍ په نقطه کې د پاکستان خواته ساحه کې یوه ماشوم ته مخکې له دې چې له خپلې کورنۍ سره د افغانستان خواته واوړي، د پولیو واکسین تطبیقوي. [اي او سي قبایلي علاقې]](/cnmi_st/images/2018/08/16/13914-polio_3__1_-585_329.jpg)
د ټرانزیټ واکسیناسیون د یوه ټیم غړي د جولای په ۷ مه د تورخم د تلاشۍ په نقطه کې د پاکستان خواته ساحه کې یوه ماشوم ته مخکې له دې چې له خپلې کورنۍ سره د افغانستان خواته واوړي، د پولیو واکسین تطبیقوي. [اي او سي قبایلي علاقې]
هغه وویل، «دا هڅه په دې تمرکز کوي، چې په سیمه کې هر ماشوم تر پوښښ لاندې ونیول شي،»
پخوانۍ قبایلي سیمې (فاټا)، چې یو وخت په پاکستان کې د پولیو وایرس مرکز بلل کېده، اوس له پولیو څخه تشې دي او په تېرو دوه کلونو کې په کې د پولیو د هېڅ پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.
جان وویل، روغتیایي کارکوونکیو په دې سیمه کې د پولیو وروستۍ پېښه د ۲۰۱۶ د جولای په ۲۷مه ثبت کړې ده.
هغه وویل، حتی په سیمه کې د چاپېریال له ګنده اوبو څخه د اخیستل شویو نمونو نتیجه د پولیو وایرس په برخه کې منفي راغله، «چې دا په قبایلي سیمه کې د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې یوه ډېره ښه نښه ده،»
د واکسیناسیون ګډ کمپاینونه
پاکستان او افغانستان ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، چې هره ورځ پرې خلک اوړي را اوړي، او دا کار د دغه وایرس د خپرېدا خطر زیاتوي.
ندیم وویل، «د ۲۰۱۵ په نیمایي کې، د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې ګډ کمپاینونه پیل شول، او د ۲۰۱۸ په اپریل کې، [چارواکو] پرېکړه وکړه چې په ټول پاکستان او افغانستان کې د معافیت د کمپاینونو په هم مهاله کولو سره دغه ساحه پراخه کړي،»
اوس، د پولیو د واکسیناسیون میاشتني کمپاینونه په عین نېټه او وخت په دواړو هېوادونو کې ترسره کیږي چې ښایي د واکسین ټیمونه هرې هغې کورنۍ ته، چې په پوله اوړي را اوړي، ورسېږي.
د نېشنل سټاپ ټرانسمېشن آف پولیو (اېن - سټاپ) پروګرام کارکوونکي ډاکتر وزیراکبر پاکستان فارورډ ته وویل، «د پولیو وحشي وایرس (R4B5C)، چې په پېښور کې پیدا شوی، عین هغه ډول وایرس دی چې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې پیدا شوی دی، او هغه تګ راتګ کوي،»
هغه وویل، جینیټیک تسلسل په پاکستان او افغانستان کې د وایرسونو تر منځ مشابهت او د خلکو د تګ راتګ له لارې د وایرس د انتقال ډېرېدونکی خطر په ګوته کوي.
اکبر وویل، د دغو اندېښنو د لیرې کولو لپاره، د دواړو هېوادونو د پولیو ټیمونو او نړیوالو کارپوهانو په تېر مارچ کې په متحده عرب اماراتو کې سره ولیدل، او پرېکړه یې وکړه چې د دغه وایرس د خپرېدا د ودرولو او د نه واکسین شویو ماشومانو له لارې د هغه د بیا پېښېدلو لپاره ګډې او هم مهاله هڅې وکړي.
هغه وویل، د پاکستان او افغانستان روغتیایي چارواکي په منظمه توګه د ویډیو له لارې سره خبرې کوي چې د واکسیناسیون پلانونه جوړ کړي. د تقویم په حساب، په هر کال کې په دواړو هېوادونو کې د واکسیناسیون خواوشا ۱۱ هم مهاله کمپاینونه ترسره کیږي. د روژې په میاشت کې د روژې له کبله واکسیناسیون نه و ترسره شوی.
هغه وویل، د دواړو هېوادونو د ټرانزیټ واکسیناسیون ټیمونه همدارنګه په تورخم، خرلاچۍ، غلام خان او چمن سرحدي دروازو کې سره ګوري او د ماشومانو د واکسیناسیون او نوم لیکنې په هکله معلومات سره شریکوي.
د ډبلیو اېچ او د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت له خوا جوړ شوي، د څارنې خپلواک بورډ، له خوا پاکستان ته د نایروبي د پوهنتون لېږل شوي یوه پروفیسر، فریدریک ور وویل، «د ماشومانو د واکسیناسیون او څارنې هڅو په برخه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ همغږي غوره کار دی، خو دا هڅې باید دوام ومومي،»
د قبایلي علاقو د اي او سي له خوا د جولای د ۷ مې د یوې اعلامیې په اساس، ښاغلې ور په جولای کې د پېښور او خیبر علاقې لیدنه وکړه چې په سرحد کې د واکسیناسیون څارنه وکړي او همدارنګه یې د پاکستان او افغانستان د پولیو د ټیمونو تر منځ د ملاقات نظارت وکړ.
د هر ماشوم واکسینول
په سرحدي دروازو کې، روغتیایي کارکوونکي د پاکستان خواته هر هغه ماشوم، چې د پولیو واکسین ورکول کیږي، د هغه د لاس د غټې ګوتې د نښې په اخیستلو سره ثبتوي. د افغانستان خواته، روغتیایي کارکوونکي د واکسین شوي ماشوم د شهادت د ګوتې نښه اخلي. وروسته، هغوی دغه معلومات سره شریکوي چې مطمئنه کړي چې هغوی هر هغه ماشوم، چې په سرحد اوښتی، تر پوښښ لاندې راوستی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د له منځه وړلو د چارو ارتباطي شخص، ډاکتر امتیازعلي شاه، وویل، «ګډو هڅو مرسته کړې چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې وشي،»
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په پاکستان کې، په ۲۰۱۸ کال کې د پولیو د یوازې درې پېښو راپور ورکړل شوی وو او ټول یې د بلوچستان ایالت په ډوکي ولسوالۍ کې ول،»
هغه وویل، په ۲۰۱۴ کې، په پاکستان کې د پولیو د ۳۰۶ پېښو راپور ورکړل شوی وو. په ۲۰۱۵ کې هغه ۳۵ ته راکم شو، په ۲۰۱۶ کې ۲۰، په ۲۰۱۷ کې ۸ ته او اوس په ۲۰۱۸ کې تراوسه پورې درې پېښو ته راکم شوی دی.
هغه زیاته کړه، په ۲۰۱۸ کې تر اوسه پورې ډاکترانو په خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د پولیو د هېڅ پېښې په هکله راپور نه دی ورکړی، چې دا هم یوه ښه نښه ده.
شاه وویل، «پاکستان د پولیو د له منځه وړلو غاړې ته ور رسېدلی دی، په داسې حال کې چې افغانستان هم په دې برخه کې پرمختګ ښیي او په ۲۰۱۸ کې تر جون پورې یې ۸ پېښې ثبت کړې دي. په افغانستان کې د امنیتي وضعې،او هغو ستونزو په پام کې نیولو سره، چې د معافیت ټیمونه ټولو ماشومانو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره مخامخ دي، د پولیو د پېښو ټول شمېر چې یوه منفرد عدد ته راښکته شوی دی، یوه ښه نښه ده.»
هغه وویل، دا چې د پولیو پېښې د یوې ولسوالۍ په یوازې یوه کوچنۍ سیمه کې پېښې شوي دي «ښیي چې په پاکستان کې پولیو محدوده شوې او په هېواد کې د دغه مصیبت د له منځه وړلو لپاره یوې وروستۍ ټېلې ته ضرورت دی.»
هغه وویل، خو په سیمه کې د پولیو له له منځه وړلو څخه پرته، د بیا پېښېدلو خطر همېشه موجود دی، له دې امله، له دواړو هېوادونو څخه د دغې ناروغۍ د ورکولو لپاره ګډو هڅو ته ضرورت دی.