روغتیا

د کروناوایرس له امله د واکسیناسیون د کمپاینونو په درېدلو سره، په افغانستان کې د پولیو نویو پېښو اندېښنې راپورته کړي دي

اې اېف پي

یو افغان روغتیایي کارکوونکی چې په ویلچیر کې ناست دی، د ۱۳۹۷ د کب په ۲۹مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي. د پولیو په وړاندې معافیت ترلاسه کول په افغانستان کې جبري دي، خو حکومت د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د وبا له امله مجبور شو چې د واکسیناسیون کمپاینونه ودروي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی چې په ویلچیر کې ناست دی، د ۱۳۹۷ د کب په ۲۹مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي. د پولیو په وړاندې معافیت ترلاسه کول په افغانستان کې جبري دي، خو حکومت د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د وبا له امله مجبور شو چې د واکسیناسیون کمپاینونه ودروي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۶مه/ وویل، افغانستان په هغو سیمو کې چې پخوا د پولیو له ژوند ګواښونکې ناروغۍ څخه خلاصې اعلان شوې وې، د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د وبا له امله د معافیت د پروګرامونو له درولو څخه وروسته، د پولیو پېښې موندلې دي.

د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام ویاند جان راسخ وویل، پولیو وایرس درې داسې ولایتونو ته خپور شوی چې له پنځو کالونو راهیسې یې د پولیو راپور نه وو ورکړی.

په بلخ، هرات او بدخشان هر یوه کې د یوې یوې پېښې راپور ورکړل شوی دی.‌

که څه هم چې سږ کال په ټول هېواد کې د نویو پېښو شمېر کم دی -- او د ۲۰۱۹ د ۲۶ پېښو په پرتله ۱۴ دی -- لاکن د پېښو موقعیت اندېښنه راپورته کړې ده.

راسخ وویل، «موږ له کالونو راهیسې سختې هڅې کړې وې او پولیو مو یوې محدودې جغرافیې ته راټول کړی وو.»

هغه وویل،‌ «کروناوایرس له پولیو سره مرسته وکړه چې په جنوب او جنوب ختیځ کې له خپلې ځانګړې سیمې څخه ایسته خپور شي او اوس په ټول هېواد کې خلک ګواښي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسېف) د غوایي په میاشت کې وویل، د پولیو د له منځه وړلو کمپاینونه په لسګونو هېوادونو کې ځنډول شوي دي، په داسې حال کې چې د سري د واکسیناسیون کمپاینونه په ۲۷ هېوادونو کې درول شوی دي.

یواځې په دو هېوادونو پاکستان او افغانستان کې اوس هم د پولیو وایرس وحشي بڼه په خپرېدلو ده.

طالبانو د واکسیناسیون د هڅو مخه ډب کړه

په افغانستان کې هر کال معمولا په ټول هېواد کې تر ۱۰ پورې د پولیو واکسیناسیون کمپاینونه بشپړېږي.‌

راسخ وویل چې سږ کال د کروناوایرس له خپرېدلو څخه مخکې یواځې دوه کمپاینونه ترسره شول، او زیاته یې کړه چې هغه هیله لري چې هغوی به د زمري په میاشت کې بیا کار پیل کړي.

هغه زیاته کړه، طالبان اوس هم تر خپل واک لاندې سیمو کې د کور په کور کمپاینونو له ترسره کولو څخه، چې د وایرس پر وړاندې د مجادلې تر ټولو مؤثره لاره ده، د چارواکو مخنیوي ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د پولیو په وړاندې معافیت ترلاسه کول د حکومت د پالیسۍ له مخې جبري دي، خو د واکسینونو په هکله بدګومانۍ ډېرې دي.

طالبان او دیني عالمان اکثر وختونه خلکو ته وایي چې واکسینونه د لوېدیځ توطیه ده او هدف یې دا دی چې مسلمان ماشومان شنډ کړي او ادعا کوي چې د معافیت کمپاینونه د اورپکو د فعالیتونو په هکله د جاسوسۍ لپاره کارول کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر د شرم او افسوس ځای دی چې طالبان د هیواد د بچیانو ژوند د ګوزڼ واکسین په نه عملي کولو سره له ګواښ سره مخامخ کوي. کوم ماشومان چې په ګوزڼ ناروغۍ اخته کیږی. د دوی لامل طالبان دي. که چیره طالبانو په دغه تیرو شلو کلنو کې و ګوزڼ ناورغۍ واکسین مخه نه وای ډب کړې، اوس به دومره زیات شمیر ماشومان په افغانستان کې معلوله نه وای.

ځواب ورکړئ

په تیرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې زرګونه ماشومان د جنګ او ناامنۍ له امله د ګوزڼ واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي. او په لس ګونو ماشومان هر کال په هیواد کې د ګوزڼ ناروغۍ سره مخ کیږي. تر ډیره بریده، دې دغه کار پړه طالبانو ته متوجه کیږی، ځکه دوي روغتیا وزارت کارکونکو ته اجازه نه ورکوي چې د طالبانو د ولکو لاندې سمیو ته ولاړ شي او ماشومان تو د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسن تطبیق کړي. طالبان باید دغه کار ونکړي، ځکه د دوي دغه کار د هیواد ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

ځواب ورکړئ

د ټولوهغو ماشومانو چې د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې فلج شوي دي، د معیوبیت مسؤل طالبان دي، ځکه که طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې روغتیایي کارکوونکیو ته اجازه ورکړې وای او دغو ماشومانو واکسینونه اخیستي وای،‌ اوس به معیوب نه وای.‌ ټول هغه ماشومان چې د پولیو مثبتې پېښې په کې راښکاره شوي او معیوب شوي دي هغوی به د خپلو کورنیو لپاره د اوږو بار شي. د هغوی معیوبیت به نه یوازې د هغوی ژوند بدبخته کړي، بلکې د هغوی د کورنۍ د غړو، لکه مور، پلار، ورور، خور او داسې نورو ژوند به له ستونزو سره هم مخامخ کړي، او څو چې هغوی ژوندي وي ټوله کورنۍ به ورسره غمجنه وي.‌ ځینې وختونه دغه معیوب خلک حتی هیله کوي چې کاش ژر تر ژره مړه شي. نو،‌ د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې،‌ په هېواد کې د جنګ او ناامنۍ له امله په زرګونو ماشومان د پولیو له واکسیناسیون څخه محروم پاتې شوي دي.

ځواب ورکړئ