روغتیا

ګېټس بنسټ د پولیو د له منځه وړلو لپاره له ۱ میلیارد ډالرو څخه د ډېرې مرستې ژمنه وکړه

د ای اېف پي او سلام ټایمز راپور

یو روغتیایي کارکوونکی د وږي په ۲۸مه په کندهار کې د واکسیناسیون د یوه درې ورځني کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د وږي په ۲۸مه په کندهار کې د واکسیناسیون د یوه درې ورځني کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ روغتیایي کارپوهان په برلین کې د یوې غونډې لپاره راټول شوي، بېل او مېلینډا ګېټس بنسټ د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۴مه/ ژمنه وکړه چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره ۱.۲ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.

د بنسټ شریک مؤسس بېل ګېټس په یوه اعلامیه کې وویل، «د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوي یو، خو د دومره پرمختګ سره سره دغه ناروغي لا هم یو ګواښ دی.»

دا پیسې به د پولیو د له منځه وړلو نړۍ وال نوښت (جي پي اي آی) ته ورکړل شي. دا یو دولتي - خصوصي مشارکت دی چې د ملي حکومتونو تر مشرتابه لاندې کار کوي او هدف یې دا دی چې ناروغي تر ۱۴۰۴ کال پورې ختمه کړي.

پولیو یوه ډیره ساري ناروغي ده چې د یوه وایرس له امله رامنځته کیږي. دغه وایرس مرکزي عصبي سیستم ته داخلېږي، او په شوکي نخاع او مغز کې حجرې ویجاړوي.

ماشومان د چنګاښ په ۷مه په کندهار کې د یوه کمپاین په ترڅ کې د پولیو واکسین له اخیستلو څخه وروسته ګوري او ګوتې ښیي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

ماشومان د چنګاښ په ۷مه په کندهار کې د یوه کمپاین په ترڅ کې د پولیو واکسین له اخیستلو څخه وروسته ګوري او ګوتې ښیي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د ۱۴۰۱ د چنګاښ په ۷مه په کندهار کې د پولیو واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د ۱۴۰۱ د چنګاښ په ۷مه په کندهار کې د پولیو واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

دا ناروغي کېدی شي د مرګ سبب شي او هغه کسان چې پرې اخته کیږي هغوی اکثر وختونه فلج کیږي یا یې پښې او لاسونه وچېږي او کږېږي.

پولیو اکثر وختونه له پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان نیسي خو کېدی شي هر هغه کس چې واکسین شوی نه وي، ونیسي.

بنسټ په یوه اعلامیه کې وویل، له ۱۳۶۷ کال راهیسې جي پي اي آی مرسته کړې چې په ګرده نړۍ کې د پولیو پېښې له ۹۹٪ څخه ډېرې راکمې کړي، او د فلج له ۲۰ میلیونو څخه د ډېرو پېښو مخه یې نیولې ده.

پاکستان او افغانستان یواځیني دوه هېوادونه دي چې وحشي پولیو وایرس په کې په ساري ډول پاتې دی، خو مالاوي او موزمبیق هم په روان (۲۰۲۲) میلادي کال کې د وارد شوي وحشي پولیو پېښې موندلي دي.

بنسټ وویل، «له دغه تاریخي پرمختګ سره سره، د معمول معافیت ټکنیتوب، د واکسین په هکله غلطو معلوماتو، سیاسي نا ارامۍ، او په پاکستان کې په ۱۴۰۱ کال کې غموونکو سېلابونو دا عاجله اړتیا روښانه کړې چې د پولیو پر ضد دا وظیفه پای ته ورسول شي.»

هغه وویل، یوه بله اندېښنه دا ده چې «د برتانیا او متحده ایالاتو په څېر هغو هېوادونو چې پخوا یې د پولیو وایرس ټول ډولونه له منځه وړي وو په وروستیو کې د وایرس د نویو ډولونو د راوتلو په هکله راپورونه ورکړي دي،»

د جي پي اي آی په شریکباڼو کې نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او)، روټري نړۍ واله اداره او د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونه (سي ډي سي) شامل دي.

په افغانستان کې د واکسیناسیون هڅې

په افغانستان کې سږ کال د واکسیناسیون کمپاینونه ترسره شوي، خو د وایرس په له منځه وړلو کې کافي نه ول.‌

د غوایي په میاشت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسف) رییس شمشېرخان وویل چې په ټول هېواد کې د پولیو واکسیناسیون کمپاینونه پیل شوي دي.

هغه په یوه مخکې تر مخکې ثبت شوې مرکه کې چې هغه وخت له سلام ټایمز سره شریکه شوې وه، ویلي وو چې، یونیسف کافي اندازه امکانات او واکسینونه لري او هېڅ افغان ماشوم به هم له واکسیناسیون څخه محروم پاتې نشي.

د پخوانیو کالونو په پرتله سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون په کمپاینونو کې د ښځو واکسیناتورانو ګډون پیاوړی شوی، چې په نتیجه کې یې په هېواد کې د واکسیناسیونونو شمېر زیات شوی دی.‌

خان هغه وخت ویلي وو چې، «د پولیو واکسیناسیون یو کمپاین سږ کال درې میاشتې مخکې په افغانستان کې پیل شو، او په وروستي کمپاین کې ۹.۹ میلیونو افغان ماشومانو ته د پولیو واکسینونه ورکول شول.»

هغه زیاته کړه، «په تېرو کالونو کې، له ۳ میلیونو څخه ډېر افغان ماشومان د پولیو واکسیناسیون څخه بې برخې شوي ول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

انسانیت او وجدان په حقیقت کې تر ټولو غوره شتمني ده. د نړۍ په یو طرف کې یو څوک د بې وزلو او اړو ماشومانو د حال په اړه فکر کوي، په داسې حال کې چې بل طرف ته بیا د دریمې نړۍ د هېوادونو واکمنان د دغو خلکو له جیبونو غلا کوي او د ځان لپاره هوسا ژوند جوړوي. په افغانستان کې حکومت حتی د دې واکسین مخه نیسي. د افغانستان سیاسي مشران او په ځانګړې توګه د روغتیا وزیران ټول غله وو او یوازې په دې فکر کې وو چې څنګه غلا وکړي او د ځانونو لپاره لوکس کورونه واخلي، او په بهر کې پانګونه وکړي. بیل ګیټس یو سخاوتمند او معزز شخص دی. خدای دې ورته اوږد عمر ورکړي.

ځواب ورکړئ