روغتیا

د معافیت په کمپاین کې د ښځو په ملتیا سره، په افغانستان کې د پولیو واکسین تطبیق زیات شوی دی

د عمر راپور

د تېرو کالونو په پرتله سږ کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پولیو واکسیناسیون په کمپاینونو کې د ښځینه واکسیناتورانو برخه اخیستنه ډېره قوي ده. له سختو محدودیتونو سره سره، دا ښځې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته واکسینونه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د تېرو کالونو په پرتله سږ کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پولیو واکسیناسیون په کمپاینونو کې د ښځینه واکسیناتورانو برخه اخیستنه ډېره قوي ده.

له سختو محدودیتونو سره سره، دا ښځې خپل ژوند په خطر کې اچوي او کور په کور ګرځي او ماشومانو ته واکسینونه کوي.

په افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسف) له خوا تمویل او تطبیق کیږي.

د هیواد په کچه د پولیو واکسیناسیون وروستی کمپاین د غبرګولي په ۲ - ۵ مه ترسره شو.‌

یوه روغتیایي کارمنده د غبرګولي په ۴مه د هرات ولایت په هرات ښار کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین له تطبیقولو څخه وروسته د هغه ګوته رنګوي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه روغتیایي کارمنده د غبرګولي په ۴مه د هرات ولایت په هرات ښار کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین له تطبیقولو څخه وروسته د هغه ګوته رنګوي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد آصف کبیر وویل، په هرات کې له ۱۱۰۰ څخه ډېرې ښځې د واکسین د تطبیقوونکیو او د ټیم د منتظمینو په توګه له کمپاین سره ملګرې شوي دي.

په هرات ښار کې ۸۰٪ واکسین تطبیقوونکې ښځې دي، لاکن د هرات په ولسوالیو کې د برخه اخیستونکیو ښځو سلنه د محدودیتونو له امله کمه ده.

ښځینه واکسین تطبیقوونکې د تعلیم خاوندانې او د واکسینونو د تطبیق په برخه کې ښې روزل شوې دي.

کبیر وویل، د هېواد دودیز دستور ته په پام سره، کورنۍ ښځو ته اجازه ورکوي چې د واکسیناتورانو په توګه د هغوی کورونو ته ورننوځي.

هغه وویل، «ډېر داسې کېدی شي چې، که نارینه تطبیقوونکي د ماشومانو د واکسینولو لپاره د خلکو کورونو ته ورشي، کورنۍ به د ورننوتلو اجازه ورنه کړي.»

کبیر زیاته کړه، «ښځې واکسیناتورانې دې ته ډېر پام کوي چې ماشومان پيدا کړي او واکسین ورته وکړي. په هغو ساحو کې چې ښځې د واکسیناسیون مسؤلیت پر غاړه لري، یو ماشوم هم له واکسین اخیستلو څخه پاتې نه دی.»

هغه وویل، سربېره پر دې، د پولیو واکسینونو تطبیقول د هغو ښځو لپاره د هغوی له کورنیو سره د مرستې کولو لپاره یوه وسیله ده.‌

د پولیو د له منځه وړلو لپاره هڅې

د واکسین تطبیقوونکي هڅه کوي په هغو کورنیو کې چې هغوی یې ګوري هر ماشوم پیدا کړي او دا ډاډمنه کړي چې هغوی بې واکسینه پاتې نه دي. د هغوی هدف دا دی چې افغانستان له پولیو څخه پاک کړي.‌

په هرات ښار کې د پولیو واکسیناسیون د ښځینه ټیمونو منتظمې دیانا رحیمي وویل، هغه د واکسیناسیون ۳۰ ټیمونه اداره کوي. هغې وویل، د هغې هدف دا دی چې په افغانستان کې پولیو له منځه وېسي.

هغې زیاته کړه، «موږ له نجونو سره یوځای کورونو ته ورننوځو څو دا ډاډمنه کړو چې هېڅ ماشوم هم بې واکسینه پاتې نشي. ځینې کورنۍ چې د پولیو واکسیناسیون په اهمیت باندې نه پوهیږي، هغوی د ماشومانو د واکسینولو پر ضد مقاومت کوي، لاکن موږ یې تشویقوو.»

هغې وویل، ښځینه ټیمونه بېلابېلو سیمو ته ځي چې ماشومان واکسین کړي او اکثر ځایي خلک هغوی ته تود هرکلی وایي.

رحیمي وویل، «زه د داسې ورځې د راتګ هیله منه یم چې زما نوم د هغو کسانو په لست کې راشي چې په افغانستان کې یې د پولیو په له منځه وړلو کې رول لوبولی وي.»

په هرات ښار کې یوې تطبیقوونکې تینا نظامي وویل هغه خوشحاله ده چې کولی شي له خپل کور څخه بهر کار وکړي.

هغې زیاته کړه، هغه او د هغې همکارانې هر کور ته ورځي او ماشومان له دې خطرناک او مرګوني وایرس څخه خوندي کوي.‌

هغې وویل، «زما یواځینۍ هیله دا ده چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر له پولیو وایرس څخه خلاص شي او زه هېڅ فلج شوی افغان ماشوم په خپلو سترګو ونه وینم.»

په هرات ښار کې یوې بلې واکسیناتورې یګانه نبي زاده وویل چې هغه د بېلابېلو بندیزونو پر ضد مجادله کوي څو وکولی شي چې ماشومانو ته پولیو واکسین برابر کړي او هغوی له دایمي فلج یا حتی مرګ څخه وژغوري.

هغې زیاته کړه، «زما یواځینۍ هیله دا ده چې زما په هېواد کې د پولیو وایرس له منځه لاړ شي. زه په دې د خوښۍ احساس کوم چې کورونو ته لاړه شم او ماشومانو ته واکسین وکړم.»

نبي زاده زیاته کړه، «که څه هم ځینې کورنۍ وایي چې د هغوی ماشومان ویده دي، موږ د هغوی کورونو ته دننه ورننوځو څو ډاډمنه کړو چې د هغوی کوچنیان له واکسین اخیستلو څخه پاتې نشي.»

د پولیو ګواښ اوس هم جدي دی

یونیسف اعلان کړی چې پولیو اوس هم افغان ماشومان ګواښي.

په ۲۰۲۲ میلادي کال کې تر اوسه په ګرده نړۍ کې یواځې دوه د پولیو پېښې ثبت شوي چې یوه په افغانستان او بله په پاکستان کې ده.‌

په افغانستان کې د یونیسف د پولیو د پروګرام رییس شمشېرخان وویل، په هېواد کې په ملي سطحه د پولیو واکسیناسیون کمپاین د دې لپاره پیل شوی چې پولیو وایرس له منځه وېسي.

هغه په یوه مخکې تر مخکې ریکارډ شوې مرکه کې چې له سلام ټایمز سره یې شریکه کړې ده، وویل، یونیسف کافي اندازه امکانات او واکسینونه لري او هېڅ افغان ماشوم به له واکسیناسیون څخه محروم نشي.

هغه زیاته کړه،‌ «سږ کال په افغانستان کې درې ځلې د پولیو واکسیناسیون کمپاین ترسره شوی، او په تېر کمپاین کې ۹.۹ میلیونو افغان ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «په تېرو کالونو کې د ناامنۍ له امله له ۳ میلیونو څخه ډېر افغان ماشومان د پولیو واکسیناسیون څخه محروم ول، خو اوس موږ ټولو ماشومانو ته لاسرسی لرو او ټول مو واکسین کړي دي.»

شمشېرخان وویل، واکسیناسیون د پولیو وایرس د خپرېدا د مخنیوي یواځینۍ لاره ده او یونیسف به په ټول هېواد کې د پولیو واکسیناسیون د کمپاینونو ترسره کولو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په لوېدیځ زون کې د واکسیناسیون د پروګرام رییس ډاکتر وحید احمد رحماني وویل، په داسې حال کې چې په وروستیو کې په لوېدیځو ولایتونو کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، لاکن د پولیو وایرس ګواښ اوس هم شته.‌

هغه زیاته کړه، «په تېرو کالونو کې په ناامنو سیمو کې د پولیو مثبتې پېښې ثبتېدلې، لاکن د پولیو واکسیناسیون پر کمپاینونو د بندیزونو په لیرې کېدلو سره، اوس په ټولو سیمو کې ماشومان واکسین کیږي.»

هغه وویل، په ځانګړیو سیمو کې په ناولیو اوبو کې د پولیو فعال وایرس موجود وي او له همدې امله کارکوونکي وخت په وخت په هغو سیمو کې د عفونت ضد مواد شیندي.

رحماني وویل، د لوېدیځو ولایتونو په سرحدي دروازو او سیمو کې په منظمه توګه د واکسیناسیون ټیمونه موجود وي او هغو ماشومانو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راننوځي واکسینونه تطبیقوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خفګان ځای خو دادی چې موږ اوس هم د هغه ویروس له خپرېدو نه ډارېږو چې د نړۍ په نورو ملکونو کې کلونه مخکې له منځه تللی دی. خو افغان ماشومان لا هم د ناوړه ټولنیزو رواجونو او د بې بنسټه آوازو له امله پر دې ویروس د اخته کېدو د خطر سره مخ دي. زما ستاسو دا خبر خوښ شو خو دا یوازې د افغانستان د یو لوی ښار یعنې هرات وضعیت دی چېرته چې د تعلیم کچه لوړه ده او خلک یې له ډېر پخوا د ښځو د کارکولو سره کومه ستونزه نه لري. ما څو ورځې مخکې په اطلاعات روز ورځپاڼې یو خبر ولوست چې زه یې دلته رانقلوم ((ارزګان کې د واکسين د تطبیق په برخه کې هیڅ کومې رضاکاره میرمنې ته اجازه نده ورکړل شوې د ترينکوټ يوه اوسيدونکي غلام فاروق اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، که روغتيايي مسوولين په دغه ولايت کې د واکسين په برخه کې ښځينه رضاکاراني په دندو وګماري ورسره به د دوی ستونزې حل شي او ډيرو ماشومانو ته به واکسين ورسيږي.)) زما هیله ده چې نړیوال سازمانونه په تېره بیا یونیسف او نړیوال روغتیایي سازمان د عامه پوهاوي د کمپاین له لارې خلک وهڅو څو خپل اولادونه واکسین کړي او دغه راز خپلو مېرمنو ته د واکسیناتورانو په توګه د کار کولو اجازه ورکړي. ددې ترڅنګ زما هیله ده چې سلام ټایمز دې د لویو ښارونو نه د خبر خپرولو ترڅنګ د هیواد جګړې ځپلو او وروسته پاتې ولایتونو په تېره بیا د افغانستان جنوبي او جنوب غربي ولایتونو نه هم راپورونه جوړ کړي.

ځواب ورکړئ

دا ډول خبرونه چې یو ښه پرمختګ په ګوته کوي ماته خوښي راکوي. دا زما لپاره د خوښۍ خبره ده چې په هیواد کې د ښځینه واکسیناتورانو زړورتیا او ډیرې هڅې ګورم. تېر کال په ننګرهار ولایت کې په یو وخت کې درې ښځینه واکسیناتورانې شهیدانې شوې وې. دغه راز څو مياشتې وړاندې هم د يو لړ بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د دين او بشريت د دښمنانو له خوا د درېيو ښځو په ګډون اووه تنه واکسيناتوران شهيدان شول، چې له امله يې په تخار او کندوز ولايتونو کې د پوليو واکسيناسیون کمپاين ودرول شو. نه پوهېږم چې دا کمپاین په یادو دوو ولایتونو کې بند شوی او که بیا پیل شوی. دې ته په کتلو چې ښځې اوس هم خطرونه په غاړه اخلي او د پوليو پر وړاندې د ماشومانو د واکسين لپاره کور په کور ګرځي، د هېواد د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره د افغان مېرمنو هوډ او هر ډول قربانۍ ته چمتووالی په ګوته کوي. موږ په افغانو ښځو باندې فخر کوو.‌

ځواب ورکړئ