روغتیا

په واکسیناسیون کې د طالبانو له لاسوهنې څخه وروسته په بادغیس کې د پولیو نوې پېښې څرګندې شوې

د عمر راپور

خپلوان د پولیو د یوې کارکوونکې مړی انتقالوي. هغه د وري په ۱۰مه وسله والو په جلال اباد کې ووژله. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

خپلوان د پولیو د یوې کارکوونکې مړی انتقالوي. هغه د وري په ۱۰مه وسله والو په جلال اباد کې ووژله. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هرات -- د بادغیس ولایت ځایي چارواکي د نوي لمریز کال له پيل راهیسې د ماشومانو په منځ کې د پولیو لږ تر لږه پنځه نوې مثبتې پېښې معلومې کړي دي.

د بادغیس ولایت د روغتیا ریاست وویل، روغتیایي کارکوونکیو څلور پېښې په بالامرغاب او یوه په قادس ولسوالۍ کې ثبت کړي دي.‌

د بادغیس ولایت د روغتیا ریاست سرپرست ډاکتر عبدالصمد یعقوبي وویل، دا ټولې پېښې په هغو ځایونو کې راڅرګندې شوي چې طالبان په کې کنټرول لري او هغوی په کې د پولیو واکسین د تطبیق مخه نیولې وه.

هغه وویل، «دغه پنځه فلج شوي ماشومان له پنځو کالونو څخه کم عمر لري او د طالبانو د بندیز له امله له واکسین څخه پاتې شوي دي،» او زیاته یې کړه چې یادې ډلې په بالامرغاب کې د کور په کور واکسیناسیون مخه ډب کړې وه.

هغه وویل، په قادس ولسوالۍ کې طالبانو د ولسوالۍ په یواځې یوه برخه کې وشوای کولی چې د واکسیناسیون مخه ونیسي، خو په دوه نورو ولسوالیو کې یې د ماشومانو تر منځ د وایرس خپراوي ته لاره جوړه کړه.

یعقوبي خبرداری ورکړ چې د پولیو وایرس په دغه ولایت کې په خپرېدلو دی او که ماشومان واکسین ترلاسه نه کړي ډېر به یې پولیو ووهي.

هغه وویل، کارکوونکیو د دغه ولایت د ۱۷۰ زرو له ۵ کلنۍ څخه کم عمره ماشومانو له جملې څخه یواځې ۳۳٪ ماشومان واکسین کړي، په داسې حال کې نور د طالبانو له خوا د رامنځته شویو خنډونو له امله په وایرس د ککړېدلو «له خطر سره مخامخ» دي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غوایي په ۱۲مه یوه خپلواک ژورنالست ته وویل، د طالبانو مشرتابه اورپکو ته لارښوونه کړې چې د هغوی تر واک لاندې سیمو ته د واکسیناتورانو د ورننوتلو او د پولیو د کور په کور واکسیناسیون مخه ونیسي.

افغان ماشومان له خطر سره مخامخ کول

د بادغیس ولایتي شورا غړو او اوسېدونکیو د پولیو د پنځو نویو پېښو په رامنځته کېدلو اندېښنې وښودلې او د طالبانو موقف یې «د بشریت ضد» موقف په توګه یاد کړ.

د بادغیس ولایتي شورا منشۍ مؤنسې قادري وویل، د پولیو د واکسیناسیون مخنیوی د افغان ماشومانو د نوي نسل لباره یو غټ پر شا تګ دی.

هغې وویل، «موږ دا کار په سختو ټکو غندو او پر طالبانو ټینګار کوو چې د نورو ماشومانو او تي خورو ژوند خراب او فلج نه کړي. د طالبانو د دښمنانه پرېکړې له امله په بادغیس کې د زرګونو تي خورو ژوند له خطر سره مخامخ دی.»

د رسمي ارقامو په اساس، د ۲۰۲۰ میلادي کال په ترڅ کې په ټول افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوي دي. دا پېښې ټولې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې رامنځته شوې دي.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالعزیز توکلي وویل، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی یو اساسي بشري حق دی، خو طالبانو‌ په مکرر ډول ترې سرغړونه کړې ده.

هغه وویل، «د طالبانو له خوا د کور په کور واکسیناسیون مخنیوی له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او سوچه ظلم دی.»

هغه زیاته کړه، یو طرف ته هغوی د ځانمرګو بمي بریدونو، جنګ او چاودنو په وسیله ملکي خلک وژني، بل طرف ته، هغوی روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي د مخنیوي له لارې د ماشومانو یو نوی نسل له ښه ژوند څخه محروموي.‌

توکلي وویل، طالبان د لسګونو افغان تي خورو د فلج کېدلو مسؤل دي او له دې کبله باید مسؤل وبلل شي.

د قلعه نو اوسېدونکي محمد ادیب وویل، «موږ په طالبانو باندې ټینګار کوو چې زموږ د ماشومانو ژوند سره لوبې کول ودروي... او پرېږدي چې د پولیو واکسیناسیون کمپاین په ټولو ولسوالیو او کلیو کې ترسره شي.»

د حکومت له خوا د واکسیناسیون هڅې

د بادغیس والي حسام الدی شمس وویل، سږ کال د پولیو د پنځو نویو پېښو له ثبتېدلو څخه وروسته، ولایتي ادارې یوه ټیم ته دنده سپارلې ترڅو په ټول ولایت کې سمدلاسه د واکسیناسیون کمپاین تطبیق کړي.

هغه وویل، «موږ ټول ضروري طبي امکانات او واکسینونه چمتو کړي،» او زیاته یې کړه چې چارواکي هیله لري طالبان او ځایي اوسېدونکي به هغوی ته اجازه ورکړي ترڅو په بالامرغاب کې د «یوه انساني ناورین» د مخنیوي لپاره کمپاین ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، «په بادغیس کې د هر پړاو په ترڅ کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د تطبیقولو لپاره اړتیا وړ ګامونه اخیستل کیږي، خو طالبانو یې تل مخه نیولې ده.»

د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي خان جان ظفر وویل، «اوس د دې وخت دی چې په بالامرغاب او قادس ولسوالیو کې د پولیو واکسیناسیون کمپاینونه ترسره شي او د نورو تي خورو د فلج کېدلو مخه ونیول شي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان حق نه لري چې زموږ له تي خورو او ماشومانو څخه د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.»

ظفر وویل، طالبان د پولیو واکسین د تطبیق د مخنیوي لپاره مشروع توجیه نه لري، او زیاته یې کړه چې واکسیناسیون د ماشومانو د سالم راتلونکي د ډاډمنولو لپاره یواځینۍ لاره ده.

ظفر یادونه وکړه چې، «نړۍ واله ټولنه هرې افغانې کورنۍ ته د واکسینونو د رسولو په برخه کې د حکومت د هڅو ملاتړ کوي، لاکن طالبان د تي خورو د ژوند د ژغورلو په لاره کې خنډونه جوړوي. د طالبانو دا کار د بښلو وړ نه دی.»

یو د اسلام ضد عمل

په بادغیس ولایت کې دیني عالمانو ټینګار وکړ چې د تي خورو په عاجله توګه واکسین کولو ته اړتیا ده او د ټول هېواد په سطحه د کمپاین د تطبیق په مخنیوي کې یې د طالبانو وحشت وغانده.

د بادغیس ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالحلیم شیخ الاسلامي وویل، روغتیایي پاملرنه ترلاسه کول یو دیني عمل دی او ټول مسلمانان باید خپل ماشومان واکسین کړي ځکه چې هغه د تي خورو او د راتلونکي نسل ژوند ژغوري.

هغه زیاته کړه، «پولیو واکسیناسیون په ټوله نړۍ او دغه راز په اسلامي هېوادونو کې تطبیق کیږي، او مخنیوي یې هېڅ اسلامي اعتبار نه لري.»

طالبانو د پولیو واکسین ته د لوېدیځ د یوې توطیې په نوم ورکولو سره ډېرو کورنیو ته فرېب ورکړیاو د هغوی تي خواره ماشومان یې اغېزمن کړي دي.

حلیم وویل، اسلام په هر مسلمان باندې دا لازموي چې د روغتیایي پاملرنې برابروونکیو او په ځانګړې توګه له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.

هغه وویل، الله تعالی په قران کریم کې وایي، یو مسلمان چې خپل مسلمان ورور له یوې عفوني ناروغۍ یا بل خطر څخه خوندي کوي داسې دی لکه ټول مسلمانان یې چې خوندي کړي وي.‌

په قلعه نو ښار کې یوه دیني عالم مولوی عبدالسلام صبري وویل، پولیو واکسین تي خواره له فلج څخه ژغوري او دین د دې کار هېڅ مخه نه نیسي، نو ټولې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

هغه زیاته کړه، «د پولیو واکسیناسیون پر ضد د طالبانو استدلالونه بې اعتباره دي ځکه چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د هر ماشوم له اساسي حقونو څخه دی. د پولیو واکسین مخنیوی ماشومان د هغوی له اساسي حقونو څخه محروموي.»

هغه وویل، طالبانو د فلج په مقابل کې له یوه خوندي کوونکي واکسین څخه د ماشومانو په محرومولو سره کبیره ګناه کړې ده، او زیاته یې کړه چې، «هغوی باید پوه شي چې هغوی به هېڅکله هم ونه بښل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پولیو واکسیناسیون باید جدي ونیول شي ځکه چې هغه یوه ساري ناروغي ده او کیدی شي چې له یوه شخص څخه بل ته خپره شي. حکومت باید هڅه وکړي چې پولیو واکسین د هېواد په ټولو برخو کې تطبیق کړي او افغانستان د تل لپاره له دې مزمنې ناروغۍ څخه وژغوري.

ځواب ورکړئ

د دې دلیل چې طالبان په خپلو سیمو کې د واکسیناسیون کارکوونکیو ته اجازه نه ورکوي دا دی چې هغوی فکر کوي چې د واکسیناتورانو په منځ کې به غربي او د افغان حکومت جاسوسان موجود وي. د طالبانو دا اندېښنه هغه وخت زیاته شوه چې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی ای) د القاعدې د ترهګرې شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د پل موندلو لپاره د واکسین له یوه جعلي پروګرام څخه استفاده وکړه. بن لادن په ۱۳۹۰ کال کې امریکایی ځانګړيو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې وواژه. د امریکا دې کار د یاغیانو د توطیې تیوري او په پاکستان او افغانستان کې اوازې قوي کړې. اوس طالبان فکر کوي چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د حکومت واکسیناتوران افغان حکومت ته د یاغیانو د پټنځایونو په هکله معلومات ورکوي او دا چې حکومت به هغه پټنځایونه په خپلو هوایي بریدونو سره ویجاړ کړي.‌ دلته د کلیو بې وزلي خلک خرابیږي،‌ د هغوی ماشومان له واکسیناسیون څخه بې برخې کېږي او ډېر وختونه د کلیوالو سیمو ماشومان فلج کیږي. که طالبان د حکومت روغتیایي کارکوونکیو ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د واکسیناسیون کمپاین ترسره کړي، هغوی باید خپل روغتیایي ټیمونه چمتو کړي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اوسېدونکي ماشومان واکسین کړي. د کلیو د خلکو ګناه څه ده؟‌

ځواب ورکړئ

په راتلونکو څو لسیزو کې به د هغو ماشومانو چې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي یو زیات شمېر فلج شي، او دا د افغانستان د راتلونکي او د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره ډېر د اندېښنې خبر دی.

ځواب ورکړئ

که د واکسیناسیون په کارمندانو باندې بریدونه زیات شي، ټول هغه کسان به چې په لیرې پرتو سیمو کې په خپله خوښه د خلکو خدمت کوي او ماشومان واکسینوي، نور داسې کار ونه کړي.

ځواب ورکړئ

طالبان د هرهغه ماشوم چې فلج کیږي مسؤلیت پرغاړه لري، او هر کس چې معلول کیږي هغه د ټولنې او کورنۍ لپاره په بار باندې بدلیږي. طالبان باید له خدای نه وډار شي او د حکومت د واکسیناسیون ټیمونو ته اجازه ورکړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي او د طالبانو ماشومان د پولیو پر ضد واکسین کړي. طالبان که د خلکو د ماشومانو په حال زړه نه سوزوي، باید لږ تر لږه په خپلو ماشومانو باندې زړه وسوزوي، ځکه چې د طالبانو خپل ماشومان به هم که واکسین نشي، معلول شي.

ځواب ورکړئ