امنیت

طالبانو نږدې نیم میلیون ماشومان د پولیو واکسین څخه محروم کړل

د عمر راپور

ځایي مقامات وایي، طالبانو د افغانستان په لوېدیځه برخه کې ګڼ شمېر ولسوالیو ته د پولیو واکسیناتورانو د ننوتلو مخه نیولې، او په دې توګه یې نږدې ۵۰۰ زره ماشومان د دغو ژوند ژغورونکو څاڅکو له ترلاسه کولو څخه محروم کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- ځایي مقامات وایي، طالبانو د افغانستان په لوېدیځه برخه کې ګڼ شمېر ولسوالیو ته د پولیو واکسیناتورانو د ننوتلو مخه نیولې، او په دې توګه یې نږدې ۵۰۰ زره ماشومان د دغو ژوند ژغورونکو څاڅکو له ترلاسه کولو څخه محروم کړي دي.

روغتیایي کارکوونکیو د غبرګولي په ۲۳-۲۷مه په هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون د پسرلني کمپاین دویم پړاو ترسره کړ.

په لوېدیځ زون کې د پولیو واکسیناسیون د کمپاین رییس عبدالواحد رحماني په هرات ښار کې د پسرلني کمپاین د پیلولو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، تر ۱.۱ میلیون پورې له پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان چې په لوېدیځ زون کې ژوند کوي د پولیو واکسینونو ته اړتیا لري.

هغه وویل، په ډېرو ولسوالیو کې د نا امنۍ او د طالبانو له خوا په منظمه توګه د کور په کور واکسیناسیون کمپاین د مخنیوي له امله، د هغو ماشومانو له ۴۰٪ څخه ډېر د پولیو واکسین له ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي.

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د غبرګولي په ۲۳مه په هرات ښار کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته پولیو واکسین کوي.‌ پولیو چې یو وخت یو نړۍ وال افت وو اوس یواځې په درې هېوادونو: افغانستان، پاکستان او نایجریا کې پاتې ده.

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د غبرګولي په ۲۳مه په هرات ښار کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته پولیو واکسین کوي.‌ پولیو چې یو وخت یو نړۍ وال افت وو اوس یواځې په درې هېوادونو: افغانستان، پاکستان او نایجریا کې پاتې ده.

هغه وویل، «موږ اټکل کوو چې د ۴۲۰ زرو او ۴۳۰ زرو تر منځ له پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان د کمپاین د وروستي پړاو په ترڅ کې د واکسین له ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي.»

رحماني وویل، د ټولې لوېدیځې حوزې د تر پوښښ لاندې نیولو لپاره کافي اندازه واکسینونه او نور سهولتونه موجود وو، لاکن اصلي خنډ طالبان وو، ځکه هغوی واکسیناتورانو ته اجازه نه ورکوله چې دغه کمپاین تطبیق شي.

د هرات د والي مرستیال نور احمد حیدري وویل، په ډېرو ولسوالیو کې د پولیو واکسیناسیون د تطبیق په مخنیوي سره، طالبان د افغانستان د نوي نسل پر وړاندې خپله دښمني ښیي.

هغه وویل، «طالبان په ټولو سیمو کې د افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ چلند کوي.»

حیدري روښانه کړه چې، یو طرف ته، هغوی ملکي خلک په ډله ییز ډول وژني او پلونه او عامه سړکونه ویجاړوي ترڅو د خلکو ورځنی ژوند ټکنی کړي، او بل طرف ته، روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي مخه نیسي او د ماشومانو یو نوی نسل له ښه ژوند لرلو څخه محروموي.

هغه وویل، «ځایي قومي مشرانو او دیني عالمانو په طالبانو باندې غږ کړی چې همکاري وکړي او په لیرې پرتو کلیو او ولسوالیو کې د پولیو واکسیناسیون تطبیق ته اجازه ورکړي، لاکن طالبانو د جهالت او دښمنۍ له امله په قصدي توګه د قومي مشرانو غوښتنه له پامه غورځولې د.»

د ماشومانو راتلونکی په خطر کې دی

د مرغومې میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پولیو ۴۱ پېښې ثبت شوي دي.

سږ کال تر دې دمه، چارواکو په لویدیځ زون کې د پولیو ۱۶ نوې پېښې ثبت کړي دي، چې دا د وروستیو کالونو په پرتله د نویو پېښو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.

رحماني وویل، په لوېدیځ زون کې د ۱۶مثبتو پېښو له ډلې څخه، د ټولو راپور له داسې سیمو څخه ورکول شوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي چې ۶ په هرات، ۵ په فراه او ۵ په بادغیس ولایت کې دي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبانو په ۱۳۹۸ کې تر خپل واک لاندې سیمو کې د پولیو واکسیناسیون بند کړ، د نویو مثبتو پېښو شمېر له یوه کال څخه بل ته په پام وړ ډول زیات شوی دی.

رحماني وویل، هر چېرې چې حتی یو ماشوم په پولیو اخته کېږي، په سلګونو نور ماشومان د اخته کېدلو له خطر سره مخامخ کیږي، او زیاته یې کړه چې په ډېرو ماشومانو کې د وایرس نښې وروسته څرګندېږي، نو ډېر احتمال شته چې په لویدیځ زون کې په راتلونکي کې په سلګونو ماشومان فلج شي.

د هرات ولایت د روغتیا ریاست مرستیال محمد آصف کبیر وویل، په لوېدیځ زون کې د پولیو وایرس د موجودیت او خپرېدا په پام کې نیولو سره، کېدی شي چې د پولیو واکسیناسیون پر وړاندې د طالبانو د مخالفت عواقب ناورین رامنځته کړي.

کبیر وویل، «موږ د هغو ماشومانو د راتلونکي په هکله ډېر اندېښمن یو چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي. طالبان د ماشومانو ژوند او روغتیا ته هېڅ توجه نه کوي او تر دې چې د پولیو واکسین حرام بولي.»

هغه وویل، «که موږ په لوېدیځ زون کې ماشومان سمدلاسه واکسین نه کړو، په سلګونو ماشومان به په دایمي ډول فلج شي او د دې بشري فاجعې مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی.»

نوموړي وویل، د خلکو روغتیا او هوساینه سیاسي یا پوځي مسایلو پورې هېڅ تړاو نه لري،‌ او د نړۍ وال قانون او بشري ارزښتونو په اساس، طالبان حق نه لري چې د ماشومانو د واکسین کېدلو مخه ونیسي.

د نه بښلو وړ جنایت

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي مهدي حدید وویل، طالبان حق نه لري چې د افغان تي خورو ماشومانو په ژوند لوبې وکړي.

هغه وویل، «زه په ټولو میندو او پلرونو باندې غږ کوم چې طالبان دې ته پرې نه ږدي چې د هغوی د ماشومانو ژوند په خطر کې واچوي.»

نوموړي وویل، هغه کورنۍ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي باید دا په پام کې ونیسي چې د وایرس پر ضد د معافیت ترلاسه کولو لپاره خپل ماشومان تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته وېسي.

حدید وویل، نړۍ واله ټولنه او بشردوستې موسسې باید چوپ پاتې نشي، ځکه چې د طالبانو دا کار له نړۍ والو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د بشریت پر ضد یو غټ جنایت دی.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالواسع عزیزي طالبانو ته په خطاب کې وویل، «له دې نه به تاسو څه ترلاسه کړئ؟ که دا بې ګناه ماشومان د وایرس پر ضد معافیت ترلاسه نه کړي، دوی به فلج شي او ټول عمر به د ټولنې پر اوږو بار وګرځي.»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي جهانتاب طاهري وویل، طالبان باید پوه شي چې د هغوی ماشومان هم پولیو واکسین ته اړتیا لري او له دې امله هغوی باید د هغو د واکسین کېدلو مخه ونه نیسي.

هغه وویل، «افغانان د طالبانو له خوا د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ظلمونو له لاسه په فزیکي او رواني لحاظ ناروغ شوي دي، او که پولیو زموږ نوی نسل اغېزمن کړي، موږ به سخت زوبل شو.»

طاهري وویل، د طالبانو له خوا پولیو واکسیناسیون ته په دوامدار او غیر مؤجه ډول د اجازې نه ورکول د افغانستان د نوي نسل لپاره یوه ستره ضربه ده.‌

د هرات د ولایتي شورا غړي وویل، «دا د نه بښلو وړ جرم دی چې زموږ ماشومان د واکسین له ترلاسه کولو څخه ایسارېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې د دې پرځای چې دا واکسین ماشومانو ته بیخي ورنه کول شي ښه به دا وي چې په کویټه/ قطر کې له طالبانو سره خبرې وشي یا له پاکستان سره خبرې وشي چې طالبانو ته ووایي چې د دې شي مخه ونه نیسي او که دا کار نه کیږي بیا لږ تر لږه هماغه طالبانو ته واکسینونه ورکول شي چې د خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې ماشومانو ته وکړي.

ځواب ورکړئ