روغتیا

چارواکي وايي، طالبانو په کونړ کې ۴۱ زره ماشومان د پولیو واکسیناسیون څخه محروم کړي

د خالد زېري راپور

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د ۱۳۹۷ لړم په ۱۵مه د جلال اباد په لمنه کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیقوي. پولیو، چې یو وخت یو نړۍ وال افت وو، اوس یواځې په درې هېوادونو -- افغانستان، نایجیریا او پاکستان کې د ساري ناروغۍ په بڼه پاتې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د ۱۳۹۷ لړم په ۱۵مه د جلال اباد په لمنه کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیقوي. پولیو، چې یو وخت یو نړۍ وال افت وو، اوس یواځې په درې هېوادونو -- افغانستان، نایجیریا او پاکستان کې د ساري ناروغۍ په بڼه پاتې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کونړ -- چارواکي وایي، طالبانو په کونړ ولایت کې د شپږو ولسوالیو په یو شمېر برخو کې د پولیو واکسیناسیونونو مخه نیولې او په دې توګه یې ۴۱ زره ماشومان د دغې ناروغۍ په مقابل کې له معافیت ترلاسه کولو څخه محروم کړي دي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکتر عزیزالرحمان ساپي د وري په ۲۶مه وویل، اورپکې ډلې په وروستیو کې په سیمه کې د پولیو واکسیناسیونونو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

هغه د نورګل ولسوالۍ مزار دره، د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل دره، د نرنګ ولسوالۍ باډېل دره، د ماڼوګي ولسوالۍ شوړیک دره او د وټه پور ولسوالۍ قورو دره، او همدارنګه سرکاڼي، دانګام او غازي اباد ولسوالیانې د داسې سیمو په توګه یادې کړې چې هلته طالبان اجازه نه ورکوي چې ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

ساپي وویل، په ځینې سیمو کې اورپکي یواځې د واکسیناسون د عامه پوهاوي مخه نیسي، په داسې حال کې چې په نورو کې، هغوی د واکسیناسیون د ټول پروګرام مخه نیسي چې قېمت یې ماشومان پرې کوي.‌

هغه زیاته کړه، «د واکسیناسیون د پخوانیو کمپاینونو د پوښښ ارقامو ته په پام سره، ۴۱ زره ماشومانو واکسین نه دی ترلاسه کړی، چې ډېر د اندېښنې وړ دی.»

ساپي وویل، هڅې روانې دي چې دا مسئله د قومي جرګو له لارې حل کړای شي.

د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي محمد ساپي وویل، «موږ د دې مسئلې په هکله د قومي مشرانو له لارې د مخالفینو له ډلو سره خبرې اترې کړي او له هغوی څخه مو غوښتي چې د ماشومانو راتلونکی ویجاړه نه کړي.»

هغه وویل، «موږ هغوی ته وویل چې د طالبانو مشران له دې جګړې څخه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې تاسو افراد جنګ کوئ، وژل کېږئ او ستونزې جوړوئ. تاسو باید دا کارونه ودروئ.»

هغه زیاته کړه، «موږ په دې برخه کې یو څه پرمختګ کړی دی.»

نوموړي وویل، «په ځینې سیمو کې چې قومي مشرانو له دغو اورپکو سره لیدنې کړي دي، اورپکو قومي مشرانو ته اطمینان ورکړی چې د واکسیناسیون په راتلونکو کمپاینونو کې به هغوی مخالفت ونه کړي. وبه ګورو چې آیا هغوی په ریښتیا سره په خپله خبره دریزي.»

د خلکو اعتراض

ځایي خلک په طالبانو باندې غږ کوي چې د واکسیناسیون پر ضد خپل مخالفت پای ته ورسوي.

فاروق جان چې اصلا د وټه پور ولسوالۍ د ګمبېر سیمې اوسېدونکی دی او اوس د ولایت په مرکز اسد اباد کې ژوند کوي، وویل، «له تېرو دوه کالونو راهیسې زموږ په دره کې واکسین نشته. پخوا به داعش د واکسیناسیونونو مخه نیوله، خو اوس یې طالبان مخه نیسي.»

هغه زیاته کړه، «زه له څو میاشتو راهیسې په اسد اباد کې ژوند کوم ځکه چې زما په کلي کې زما ماشومانو زده کړې یا واکسیناسیون ته لاسرسی نه درلود. د یوه پلار په توګه، زه مجبور وم چې د خپلو ماشومانو د هوساینې په هکله فکر وکړم. که زما له ماشومانو څخه یو د دغې ناروغۍ له امله متاثر شوی وای، ستونزه به یې زما پر غاړه وه، نه د طالبانو یا داعش، نو زه مجبور وم چې په دې اړه څه وکړم.»

هغه زیاته کړه، «دا یوه غټه ستونزه ده.‌ قومي مشران باید خپلې پوره هڅې وکړي چې طالبان د واکسیناسیونونو د مخنیوی درولو ته برابر کړي څو زموږ ماشومان روغ پاتې شي. هغوی [اورپکي] په ځینې سیمو کې د واکسیناسیونونو اجازه ورکوي، او دا د حل لاره نه ده. طالبان باید په ټولو ځایونو کې واکسیناسیون ته اجازه ورکړي.»

د اسد اباد یوه بل اوسېدونکي قیام الدین وویل، طالبان باید د داسې ستونزو د راولاړولو پر ځای چې د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، سوله وکړي.

هغه وویل، «پخوا په کونړ ولایت کې د واکسیناسیون پوښښ ډېر لوړ وو، خو اوس، د طالبانو له خوا د مخالفت له امله یو زیات شمېر ماشومان واکسین نشي ترلاسه کولی. طالبان باید سوله وکړي، اوربند وکړي او جنګ پای ته ورسوي، خو د دا ټولو پر ځای اوس هغوی د واکسیناسیونونو مخه نیولې ده.»

هغه زیاته کړه، «موږ هیله من یو چې د سولې د خبرو په پیلېدلو سره به طالبان جګړه پای ته ورسوي. داسې کورنۍ نشته چې په جنګ کې یې یو غړی له لاسه نه وي ورکړی، خو طالبان اوس هم جنګ کوي او د واکسیناسیونونو د تطبیق اجازه نه ورکوي.»

قیام الدین وویل، «که د جګړې ګټل شوني وای، هغوی به په تېرو ۲۰ کالونو کې ګټلی وای، خو نشي کولی، نو ولې هغوی د ملکي خلکو ژوند په خطر کې اچوي؟»

هغه پوښتنه وکړه چې، «دا ماشومان زموږ د هېواد راتلونکی دی. ولې طالبان هغوی معیوبوي؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو پرېکړه کړې چې افغانان خراب کړي، هغوی هڅه کوي چې په هره طریقه وي خو چې هغوی ووژني. هغوی د واکسیناسیون مخالفت کوي او د کرونا روغتیایي ټیمونو ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی سیمو ته داخل شي، په دې توګه، هغوی غواړي چې د افغانستان ټول خلک مړه شي. زه نه پوهېږم چې هغوی څه ډول خلک دي.‌ زه حیران یم چې ولې په افغانستان کې ځینې خلک اوس هم د دې ډلې ملاتړ کوي او هغوی هیله من دي چې طالبان به په افغانستان کې قدرت ته ورسیږي. که دا ډله په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړي، ټول خلک به له انساني ژوند څخه محروم کړي.‌ هغوی په روغتیا او ډاکترانو باندې باور نه کوي. هغوی په بیارغونه باندې باور نه کوي، هغوی په پرمختګ باندې باور نه کوي، او نه هم د نړۍ په مسایلو باندې باور کوي. هغوی ځان غوښتونکي خلک دي، هغوی یوازې د خپلو ځانونو په هکله فکر کوي. هغوی د ملت او خلکو پروا نه کوي. که ملت د کرونا له امله فلج کیږي که پرې اخته کیږي هغوی یې پروا نه کوي.

ځواب ورکړئ

آیا دا جاهل او وحشي خلک د خدای، دین، انسانیت، دنیا، آخرت، وجدان او د وجدان د عذاب په هکله خبر دي؟ زه په خدای قسم کوم چې هر کله چې زه د روژې په دې مبارکه میاشت کې دغه ډول موضوعات لولم زه خپل حالت له لاسه ورکوم.‌

ځواب ورکړئ

ماشومانو ته واکسین او بالخصوص د پولیو واکسین ورکول د هر انسان که هغه حکومت وي که طالب وي که خر وي که سپی وي،‌ مسؤلیت دی. هر څوک یې چې مخه نیسي او د ماشومانو د معیوبیت سبب کیږي هغه ډله او افراد نه له اسلام نه خبر دي نه له پرمختللې نړۍ او نه د نړۍ له صحي معیارونو څخه. هغوی انسانان نه بلکې وحشي ځناور دي چې د نورو ژوند له دایمي خطر سره مخامخ کوي.‌

ځواب ورکړئ

زه موافق یم.

ځواب ورکړئ