روغتیا

د طالبانو له خوا د واکسیناسیون له مخنیوي څخه وروسته په افغانستان کې پولیو زیاته شوې ده

د عمر راپور

د افغان روغتیایي چارواکو په وینا، د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د کور په کور واکسیناسیون له منع کولو څخه وروسته، د ۲۰۲۰ میلادي کال په ترڅ کې ډېر ماشومان په پولیو اخته شول. [عمر]

هرات -- په افغانستان کې یوه وېروونکې ناروغي بیا په زیاتېدلو ده، او د طالبانو له خوا د عامې روغتیا پر وړاندې جاهلانه چلند د دغې ناروغۍ په بیا خپرېدلو کې مرسته کړې ده.

طالبانو کور په کور ګرځېدونکیو ټیمونو ته د مرګ په ګواښونو سره تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې واکسیناسیونونه ناشوني کړي او هم خلکو ته وایي چې واکسینونه د لوېدیځ یوه توطیه ده چې غواړي مسلمان ماشومان شنډ کړي یا دا چې دغه ډول پروګرامونه د لوېدیځو یا افغان جاسوسانو د پټ ساتلو یو پوښ دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د پولیو د له منځه وړلو نړۍ وال نوښت په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ۱ ډول (ډبلیو پي وي ۱) وحشي پولیو وایرس ۵۶ پېښې ثبت کړي دي -- چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ثبت شویو ۲۹ پېښو په پرتله یو غټ ډېرښت په ګوته کوي.

تر ټولو وروستۍ او تازه اخته کېدنې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې چې طالبان په کې پیاوړی حضور لري، ثبت شوي دي، خو د هېواد په لویدیځه برخه کې هم په پېښو کې بیا زیاتوالی رامنځته شوی دی.

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د مرغومي په ۲۸مه په هرات ښار کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. پولیو چې یو وخت یو نړۍ وال اپت بلل کېده، اوس یواځې د افغانستان، نایجیریا او پاکستان په درېوو هېوادونو کې ساري ناروغي ده. [عمر]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د مرغومي په ۲۸مه په هرات ښار کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. پولیو چې یو وخت یو نړۍ وال اپت بلل کېده، اوس یواځې د افغانستان، نایجیریا او پاکستان په درېوو هېوادونو کې ساري ناروغي ده. [عمر]

په لوېدیځ زون کې د پولیو واکسیناسیون د ملي پروګرام رییس ډاکتر عبدالواحد رحماني وویل، تېر کال، طالبانو په لوېدیځ زون کې په ځینې ولسوالیو کې د کور په کور واکسیناسیون مخه ونیوله، چې په نتیجه کې یې، ۸ ماشومان په یاده ناروغۍ اخته شول.

رحماني وویل، «دم ګړۍ موږ په لوېدیځ زون کې د پولیو ۸ مثبتې پېښې لرو: چې دوه په هرات ولایت، دوه په بادغیس ولایت، او څلور په فراه ولایت کې دي.»

هغه زیاته کړه، «په ځینو ولسوالیو کې د امنیت په خرابېدلو او د طالبانو له خوا د پولیو په کور په کور واکسیناسیون کمپاین باندې د لګېدلي بندیز له امله په لوېدیځو ولایتونو کې د پولیو مثبتې پېښې په ډېرېدلو دي.»

رحماني د واکسیناسیونونو د مخنیوي د خطرونو پر ضد خبرداری ورکړ او ویې ویل، «د پولیو ټولې مثبتې پېښې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ثبت شوي دي.»

د واکسین د کمپاین مخنیوی

د مرغومي په ۲۹مه په ټول افغانستان کې د واکسیناسیون کمپاین پیل شو چې ۱۰ میلیونو تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومانو ته واکسین وکړي. طالبانو ویلي وو چې هغوی به د کمپاین ملاتړ وکړي او واکسینونو ته د لاسرسي مخه به ونه نیسي.‌

خو د عامې روغتیا وزارت د خوندیتوب په هکله د اندېښنو او د طالبانو له خوا د کور په کور واکسیناسیونونو د دوامدار مخنیوي په استناد اټکل کوي چې شاوخوا ۳.۳ میلیونه ماشومان به واکسین ترلاسه نه کړي.‌

د پولیو واکسیناسیون د ملي پروګرام چارواکي وایي، په دغه شمېر کې په لوېدیځ زون کې د ۱.۲ میلیونو ماشومانو له جملې څخه ۱۷۵ زره ماشومان هم شامل دي.

رحماني وویل، د طالبانو له لاسه، «روغتیایي ټیمونه نشي کولی چې په لیرې پرتو کلیو کې د ماشومانو د واکسینولو لپاره کور په کور وګرځي، خو د ټولو ولسوالیو په صحي مرکزونو کې له څو ورځو راهیسې د پولیو واکسیناسیون کمپاین روان دی.»

هغه وویل، «کورنۍ کولی شي چې خپل ماشومان دغو روغتیایي مرکزونو ته راوړي.»

په حقیقت کې، ډېر احتمال دا دی چې په لیرې پرتو کلیو کې اوسېدونکې کورنۍ دا کار نشي کولی.‌

د هرات ولایت د والي مرستیال نوراحمد حیدري وویل، طالبان، په هرات ولایت کې د ځینو ولسوالیو په یو شمېر برخو کې د پولیو واکسیناسیون د کمپاین په مخنیوي سره ماشومان په خطر کې اچوي او په ځینو حالتونو کې د هغوی ژوند له منځه وړي.

هغه وویل، «د هرات ولایت د شینډنډ، ګلران او کېشک کهنه ولسوالیو په لیرې پرتو سیمو کې طالبان د کور په کور واکسیناسیون مخه نیسي. د طالبانو د ګواښونو له امله، روغتیایي ټیمونه نشي کولی چې یادو سیمو ته لاړ شي.»

هغه وویل، که طالبان مداخله ونه کړي، هېڅ ماشوم به هم د پولیو له واکسیناسیون څخه محروم نشي، ځکه چې حکومت د ماشومانو د واکسینولو لپاره ټول امکانات په لاس کې لري.

د هرات ښار اوسېدونکې نرګس ایماق چې د درېوو ماشومانو مور ده، له طالبانو څخه وغوښتل چې د پولیو واکسیناسیون د کمپاین مخنیوی پای ته ورسوي.‌

هغې وویل، کورنیو ته باید اجازه ورکړل شي ترڅو خپل ماشومان واکسین کړي «څو هغوی فلج نشي،» او په میندو او پلرونو یې ټینګار وکړ چې «خپل ماشومان واکسین کړي.»

نرګس وویل، پولیو ماشومان فلجوي، او یو ځل چې هغوی پرې اخته شي بیا یې درملنه نشته.

د پولیو پر ضد مجادله دیني وجیبه ده

د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې دیني عالمانو د طالبانو له خوا د پولیو واکسیناسیون د کور په کور کمپاین مخنیوی غیراسلامي او غیرانساني کار وباله.‌

د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وویل، هیڅوک هم دا حق نه لري چې د اسلام په جامه کې د پولیو واکسیناسیون مخه ونیسي یا د ماشومانو د خوندیتابه په لاره کې خنډونه جوړ کړي.‌

هغه وویل، «پولیو یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده چې نه سیاست پېژني نه مذهب نه سرحدونه، او ټول ماشومان ګواښي.»

نوموړي وویل، «د طالبانو لپاره بهتره دا ده چې د پولیو واکسیناسیون د مخنیوي پر ځای د هغه د تطبیق لپاره اسانتیا برابره کړي، څو ماشومان په دغې لاعلاجه ناروغۍ اخته نشي.»

حقاني وویل، دا د ټولو مسلمانانو وجیبه ده چې د پولیو پر ضد مجادله وکړي او خپل او د نورو ماشومان د دغې ناروغۍ له تباهۍ څخه خوندي کړي.

هغه زیاته کړه، «د پولیو واکسیناسیون مخنیوی دیني توجیه نه لري. دا کاملا د اسلام د ارزښتونو او لارښوونو خلاف عمل دی.»

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي خیرمحمد نیازي وویل، «واکسیناسیون د پولیو مرګونې ناروغي له منځه وړي. هر څوک چې د دغه کار مخه نیسي هغه یو غیر اسلامي او غیر انساني کار کوي.»

هغه وویل، بې وزلو او محرومو کلیو ته د پولیو واکسیناسیون د کمپاین د رسېدلو مخنیوی د نه بښلو وړ جرم دی، او زیاته یې کړه چې، «اسلام ټولو مسلمانانو ته لارښوونه کړې چې ځانونه له ناروغیو څخه خوندي کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې شک نشته چې ښایي دا واکسین د افغانستان راتلونکی نسل شنډ کړي.‌ دا واکسین چا په لابراتوارونو کې کتلی چې دا د ماشومانو د پولیو یا فلج لپاره واقعاً ښه دی؟ خلک په حکومت باندې باور نه کوي. تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې آیا ولسمشر مسلمان دی که نه دی، ځکه د ولسمشر مېرمنې پخپله ژبه وویل چې هغه عیسوۍ وه.‌ که ولسمشر مسلمان وای، هغه به د هغو څلوېښتو کالو په اوږدو کې چې هغه له خپلې مېرمنې سره تېر کړل، هغه اسلام ته را اړولې وه، لاکن هغه خپله ښځه دې ته جوړه نه کړه چې مسلمانه شي.‌ خلک واقعاً نه پوهېږي چې ولسمشر د کوم هېواد لپاره جاسوسي کوي. د هغه لومړی مرستیال په څرګنده وایي چې هغه یو جاسوس دی، نو د افغانستان د خلکو یو قاطع اکثریت چې غلي دي غواړي چې په رژیم کې بدلون راشي، او دا غربي تکنوکراتان باید هېواد پرېږدي او یو مسلمان شخص باید قدرت ترلاسه کړي چې خلک د هغه په حکومت باندې باور وکړي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان باید د هیواد د ماشومانو له برخلیک سره لوبې ونه کړي. واکسین د هر ماشوم لپاره ضروري دی.‌

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم ښه به دا وي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې محلي کسانو او حتی پخپله د طالبانو د ډلې ټیټ پوړو غړو ته د واکسیناسیون په هکله ټریننګ ورکول شي چې په خپلو سیمو کې یې پخپله تطبیق کړي. یعنې که هغوی نه غواړي چې حکومتي کسان یا خارجیان د هغوی تر واک لاندې سیمو ته د واکسیناسیون لپاره ورشي، یوه لاره دا ده چې هغوی ته مواد او ټریننګ ورکول شي چې پخپله دا کار وکړي. مهمه دا ده چې کمپاین باید مېس نشی ځکه د راتلونکو نسلونو لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده.‌

ځواب ورکړئ