جرم او انصاف

د طالبانو مشکوکو بریدونو په ننګرهار کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین ودراوه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خپلوان د غبرګولي په ۲۵مه د پولیو د یوه کارکوونکي،‌ چې وسله والو سړیو په ننګرهار ولایت کې د پولیو په کارکوونکیو باندې د هدفي بریدونو د یوې لړۍ په ترڅ کې په مرګ وویشت، جسد انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

خپلوان د غبرګولي په ۲۵مه د پولیو د یوه کارکوونکي،‌ چې وسله والو سړیو په ننګرهار ولایت کې د پولیو په کارکوونکیو باندې د هدفي بریدونو د یوې لړۍ په ترڅ کې په مرګ وویشت، جسد انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

جلال اباد -- چارواکو وویل، لږ تر لږه پنځه کسان د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۵مه/ په ننګرهار ولایت کې د پولیو په کارکوونکیو باندې د هدفي وژنو په لړ کې ووژل شول. دا له درې میاشتو څخه په لږ موده کې دویم برید دی چې په دغې سیمه کې په واکسیناتورانو باندې کیږي.

افغان ټایمز وویل، دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې افغانستان په ټول هېواد کې د پولیو پر ضد د شاوخوا ‍۱۰ میلیونو ماشومانو د واکسینولو کمپاین پیل کړ.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وویل،‌ د پولیو کارکوونکي د دوو ساعتونو په موده کې په درې بېلابېلو موقعیتونو کې په یوه «همغږي برید کې» په ډزو وویشتل شول.

هغه وویل، «دا د طالبانو کار دی چې روغتیایي کارکوونکي په نښه کوي تر څو خلک د پولیو واکسینونو څخه بې برخې کړي.»

د روغتیا وزارت ویاند عثمان طاهري دغه بریدونه تایید کړل.

طالبانو د مسؤلیت منلو څخه انکار وکړ.

چارواکو وویل، بریدونه په خوګیاڼو او سره رود ولسوالیو کې وشول.

د افغان ټایمز په راپور کې راغلي چې، د ولایت په مرکز جلال اباد کې هم ډزې وشوې، او یادوي چې په درې واړو بریدونو کې وژل شوي کسان ټول نارینه واکسیناتوران ول چې څلور نارینه واکسیناتوران په کې ټپیان هم شول.‌

د وري په ۱۰مه، درې افغانانې چې د پولیو د معافیت په ملي پروګرام کې یې کار کاوه، د دغې ناروغۍ پر ضد د یوه نوي کمپاین له پيلېدلو څخه یوه ورځ وروسته، په جلال اباد ښار کې په دوو بېلابېلو بریدونو کې ووژل شوې.‌

ښځې د کار کولو پر وخت چې کور په کور ګرځېدلې او ماشومانو ته یې د معلولونکې او ژوند ګواښونکې ناروغۍ پر ضد، چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې یو ګواښ ګڼل کیږي، واکسینونه کول، ووژل شوې.

یوه بل روغتیایي کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د سې شنبې په ورځ وویل، «دا ټول هدفي بریدونه وو چې د پولیو واکسیناتورانو پر ضد ترسره شول، او دا وخت موږ په ننګرهار ولایت کې د پولیو واکسیناسیون ټول کمپاینونه درولي دي.»

طالبان ډېر وختونه واکسینونه د لوېدیځ توطیه بولي، وایي د دغه کار هدف دا دی چې مسلمان ماشومان شنډ کړي، او شک کوي چې د معافیت کمپاینونه د اورپکو د فعالیتونو په هکله د جاسوسۍ لپاره ترسره کیږي.‌

چارواکي وایي، طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کور په کور واکسیناسیون د کمپاینونو اجازه نه ورکوي.

په دغه هېواد کې د سیاستوالو، فعالانو او ژورنالستانو پر ضد د هدفي بريدونو یوه ویجاړونکې څپه روانه ده چې افغان چارواکي یې تر ډېره پړه پر طالبانو ور اچوي.‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر وویل، «موږ داسې یوه حالت ته رسېدلي یو چې په کې د ماین پاکۍ کارکوونکي، ډاکتران، نرسان، واکسیناتوران، د بشري حقونو مدافعان او هر هغه څوک چې هڅه کوي زموږ او زموږ د ماشومانو ژوند وژغوري، په سیستماتیکه توګه وژل کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري ډېره فعاله ده، ډېر کسان یې توظیف کړي چې ورانکاري فعالیتونه وکړي. تاسو باور په خدای وکړئ او په ما نه چې پخپله ماته یې هم د همکارۍ وړاندیز کړی وو خو دا چې ما ته د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا د تروریزم د ملاتړ تاریخ معلوم دی ما ورته وویل چې وبخښئ زه کار نشم کولی. ماته یې اصلا غیر مستقیم دعوت راکړ، راته یې وویل چې مونږ به تاته په جلال اباد ښار کې د کمپیوټر او انګلیسي د زده کړې انسټیټیوټ جوړ کړو او ته یې چلوه، ما فکر وکړ چې که زه دا کار وکړم دا به له مور وطن سره خیانت وي ځکه دا به حتما داسې وي چې په ښکاره به انسټیټیوت وي خو په پټه به د آی ایس آی د فعالیتونو مرکز وي. که زمونږ خلک په ریښتیا غواړي چې په سیمه کې د شریرو ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د پاکستان، ایران او روسیې له شر نه په امان وي باید چې د نوي نسل ځوانان امریکا او اروپا ته د تحصیل لپاره ولېږي چې هم علم زده کړي او هم د خپل وطن قدر ورته معلوم شي. امریکا او اروپا زمونږ له مذهبي ازادیو سره کار نه لري، په اقتصادي برخه کې یې زمونږ د وطن مرسته کړې او که زمونږ د خاورې غله نه دي،‌ لاکن پاکستان او ایران زمونږ د خاورې، ژبې، ناموس، او دین دښمن دی او هر ځوان افغان انسان باید دا په پام کې ونیسي.‌

ځواب ورکړئ