امنیت

وسله والو سړیو په جلال اباد کې د پولیو درې کارکوونکې ووژلې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په جلال اباد کې د وري په ۱۰مه د وسله والو سړیو له خوا د پولیو د یوې وژل شوې کارکوونکې خپلوان د هغې مړی انتقالوي. یوه ورځ مخکې چارواکو د دغې فلجوونکې ناروغۍ پر ضد یو نوی کمپاین پیل کړ. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په جلال اباد کې د وري په ۱۰مه د وسله والو سړیو له خوا د پولیو د یوې وژل شوې کارکوونکې خپلوان د هغې مړی انتقالوي. یوه ورځ مخکې چارواکو د دغې فلجوونکې ناروغۍ پر ضد یو نوی کمپاین پیل کړ. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

جلال اباد -- چارواکو وویل، وسله والو سړیو درې افغانانې چې د پولیو معافیت په یوه ملي پروګرام کې یې کار کاوه د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۰مه/ ووژلې. یوه ورځ مخکې مقاماتو د یادې فلجوونکې ناروغۍ پر ضد یو نوی کمپاین پيل کړی وو.

دغه درې ښځې په جلال اباد کې په دوه جلا جلا بریدونو کې ووژل شوې.‌

د پروګرام څارونکي واحدالله ای اېف پي ته وویل، «هغوی ټولې په دې بوختې وې چې کور په کور وګرځي او ماشومانو ته واکسینونه وکړي.»

د ننګرهار د والي دفتر کې یوه چارواکي دغه پېښې تایید کړې.‌

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۴ د زمري په ۲۶مه اخیستل شوی، افغانانې د جلال اباد په لمنه کې په یوه کلینیک کې دې ته منتظرې دي ترڅو ماشومان یې د پولیو واکسین ترلاسه کړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۴ د زمري په ۲۶مه اخیستل شوی، افغانانې د جلال اباد په لمنه کې په یوه کلینیک کې دې ته منتظرې دي ترڅو ماشومان یې د پولیو واکسین ترلاسه کړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د یوې قرباني شوې ښځې یوه خپلوان وویل د هغه خورزې د معافیت پروګرام سره د دې لپاره کار پیل کړی وو ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره څه پیسې وګټي.

حاجي مقبول وویل،‌ «وسله والو سړیو هغه نن سهار د دندې په ترڅ‌ کې چې ماشومانو ته یې واکسینونه ورکول، ووژله.»

بزګر سیف الله چې د دوو ښځو وژل کېدل یې په خپلو سترګو لیدلي وو، وویل، درې وسله والو سړیو دا دوه ښځې تعقیبولې او بیا یې پرې ډزې وکړې.‌

هغه وویل، «نجونې د یوه کور مخې ته ولاړې وې او دروازه یې ټکوله. له هغوی سره یو طبي بکس او یو څه پاڼې وې.»

نوموړي زیاته کړه، «وسله وال سړي نږدې ورغلل، نجونې یې وویشتلې او بیا وتښتېدل.»

د روغتیا وزارت یوه چارواکي وویل، په ننګرهار کې د واکسیناسیون کمپاین په موقت ډول ځنډول شوی دی.

په کابل کې د متحده ایالاتو جګپوړي استازي راس وېلسن دغه وژنې وغندلې.‌

هغه په ټوېټر لیکلي، «دغه ډول بریدونه د خپلو ماشومانو لپاره د یوه بهتر ژوند د جوړولو په لاره کې د افغانانو د خوب پر وړاندې یو مستقیم توهین دی.»

وېلسن ویلي، «په واکسیناتورانو باندې برید یو ډارن او د نه توجیه وړ عمل دی.»

د پولیو د پېښو ډېرښت

له افغانستان او پاکستان څخه پرته د نړۍ په نورو برخو کې پولیو له منځه وړل شوی دی.‌

چارواکي وایي، طالبان به تر خپل واک لاندې سیمو کې د کور په کور کمپاینونو د ترسره کېدلواجازه ورنه کړي. هغوی د پولیو پېښو کې د ډېروالي پړه په اورپکو باندې ور واچوله.

په لویدیځ زون کې د پولیو واکسیناسیون د ملي پروګرام رییس ډاکتر عبدالواحد رحماني د مرغومي په میاشت کې وویل، تېر کال طالبانو په لوېدیځ زون کې په ځینو ولسوالیو کې د پولیو د کور په کور واکسیناسیون مخه ونیوله چې په نتیجه کې یې ۸ ماشومان په وایرس ککړ شول.‌

رحماني هغه وخت وویل، «دا وخت موږ په لویدیځ زون کې د پولیو ۸ مثبتې پېښې لرو چې دوه په هرات ولایت کې، دوه په بادغیس ولایت کې، او څلور نورې په فراه ولایت کې دي.»

هغه زیاته کړه، «په ځینو ولسوالیو کې د امنیت په خرابېدلو او د طالبانو له خوا د کور په کور واکسیناسیون کمپاین په مخنیوي سره په لوېدیځو ولایتونو کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدلو دی.»

که څه هم چې په افغانستان کې د پولیو معافیت جبري دی، طالبان ډېر وختونه خلکو ته وایي چې واکسینونه د لویدیځ یوه توطیه ده چې غواړي مسلمان ماشومان شنډ کړي او ادعا کوي چې د معافیت کمپاینونو څخه د اورپکو د فعالیتونو په هکله د جاسوسۍ لپاره کار اخیستل کیږي.‌

د پولیو په دغو درې کارکوونکیو باندې برید په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی زیات شوی او تېر کال د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې خبرې پيل شوي دي.‌

په ځانګړې توګه د ژورنالستانو، فعالانو او دولتي مامورینو په ګډون د جګپوړو افغانانو د وژلو یوې څپې د هېواد په بېلابېلو برخو کې وېره زیاته کړې ده.

چارواکو د تاوتریخوالي د ډېرې برخې پړه پر طالبانو ور اچولې ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا څه رقم حکومت دی چې د خپلو وګړو امنیت نشي ټینګولی؟ هره ورځ د ماین چاودنه،‌ د ملکي خلکو، ښځو، ژرونالستانو او دیني عالمانو وژنه. حکومت څلور سوه زره امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، خو نشي کولی چې د خپلو ښارونو امنیت ونیسي.‌ د طالبانو حکومت ټول ۵۰ زره ځواکونه نه لرل، خو ټول افغانستان خوندي او امن وو.‌ دلیل دا وو چې هغوی د جنایتکارانو او سرغړونکو په مقابل کې جدي چلند کاوه او قاتل یې په محبس کې نه اچاوه، بلکې په عام محضر کې یې اعداماوه چې د نورو لپاره مثال وګرځي. هغوی غل نیوه او لاس یې ترې پرې کاوه. څو چې یو جدي او اسلامي حکومت جوړ نشي، تر هغه وخته پورې به په افغانستان کې امنیت رانشي. په دې هېواد کې دا دیموکراسي کار نه کوي. له دې نظام نه د ظاهرشاه پاچاهي په مراتبو ډېره ښه وه. کاش چې په افغانستان کې پاچاهي نه وای ړنګه شوې. وایي چې د افغانستان د پخواني پاچا اعلیحضرت ظاهرشاه په وخت کې، که په یوه کلي کې به یو کس ووژل شو، حکومت به د هغه کلي ټول خلک ټول کړل او زندان ته به یې واچول. څو به چې قاتل نه وو معلوم شوی، ترهغه وخت پورې به یې نه خوشې کول. په افغانستان کې داسې یو نظام کار کولی شي. نن ما د دغو مظلومو ښځو مړي ولیدل او ډېر خفه شوم. الله تعالی دې د افغانستان په غریبو خلکو باندې رحم وکړي.‌

ځواب ورکړئ

دا د تأسف وړ ده چې هره ورځ د افغانستان غریب او اړ خلک وژل شوي او د هغوی پر وړاندې ظلم شوی دی. دا واقعاً یوه دردوونکې پېښه ده. زه د دغو مظلومو خلکو کورنیو ته تسلیت وایم، او له الله تعالی څخه د شهیدانو لپاره جنت غواړم.‌

ځواب ورکړئ

هغه کسان چې دا وحشتناک جنایت یې ترسره کړی دی هغه مسلمانان نه دي. هغوی ډېر بې ضرره خلک وژلي دي. تاسو پوهېږئ چې هغه خلک چې کور په کور ګرځي چې واکسین تطبیق کړي، دا کار د لږو پیسو په بدل کې کوي، او د هغوی اکثر دا کار له مجبوریته کوي. که هغوی اړتیا ونه لري، قسم په خدای که دا کار وکړي، ځکه چې په افغانستان کې ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي چې له کورونو څخه وځي. ښایي د هغوی کورنۍ مجبورې شوي وي چې دغو مظلومو ښځو ته یې اجازه ورکړې چې دا کار وکړي او پیسې وګټي.‌ مرګ په هغو کسانو چې داسې غټ وحشت یې ترسره کړ. خدای دې هغوی هلاک کړي. مونږ د ننګرهار ولایت په مقاماتو باندې ډېر ټینګار کوو چې د دغې جنایي پېښې عاملان ونیسي او د مرګ سزا ورکړي چې جنایتکاران په راتلونکي کې بیا داسې ظلم ونه کړي.

ځواب ورکړئ