تروريزم

په جلال اباد کې د رسنیو د درې ښځینه کارکوونکیو وژنو د افغانانو سخته غوسه راوپاروله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې، په جلال اباد کې د یوه ځایي افغاني تلوېزیون د هغو درې ښځینه کارکوونکیو د خاورو ته سپارلو مراسمو په ترڅ‌ کې چې د کب په ۱۲مه ووژل شوې، غم او غوسه خپاره وو.‌ دغه درې ښځې وروسته له هغه چې له خپل دفتر څخه ووتلې د ۱۰ دقیقو په فاصله کې په دوه بېلابېلو بریدونو کې وویشتل شوې او ووژل شوې. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

جلال اباد -- د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۳مه/ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې، د انعکاس تلویزیوني سټېشن د هغو درې ښځینه کارکونکو د خاورو ته سپارلو مراسمو په ترڅ کې چې د سې شنبې په ورځ په جلال اباد کې ووژل شوې،‌ غم او غوسه خپاره وو.‌

دغه درې ښځې د خصوصي تلوېزیوني سټېشن له دفتر څخه له وتلو وروسته د ۱۰ دقیقو په فاصله کې په دوه جلا جلا بریدونو کې ووژل شوې، چې د یوه همکار په وینا یې دا یو پلان شوی برید وو.

وروسته د داعش خراسان څانګې د بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست. هغوی وویل چې دغو ښځو «د افغانستان مرتد حکومت ته د ژمنو رسنیزو سټېشنونو له جملې څخه د یوه لپاره د ژورنالستانو په توګه کار کاوه.»

د انعکاس رییس زلمي لطیفي په نیویارک کې د ژورنالستانو د خوندیتابه کمېټې (سي پي جی) سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې تایید کړه چې، وسله والو سړیو مرسل وحیدي، سعدیه سادات او شهناز رؤفي هغه وخت وویشتلې چې هغوی له کار څخه کور ته په لاره روانې وې.

خپلوان او ویرکوونکي د کب په ۱۳مه په جلال اباد کې د رسنیو د هغو درېوو ښځینه کارکوونکیو له ډلې څخه د یوې د جنازې لمونځ کوي چې په دوه بېلابېلو بریدونو کې ووژل شوې. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

خپلوان او ویرکوونکي د کب په ۱۳مه په جلال اباد کې د رسنیو د هغو درېوو ښځینه کارکوونکیو له ډلې څخه د یوې د جنازې لمونځ کوي چې په دوه بېلابېلو بریدونو کې ووژل شوې. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د روغتون کارکوونکي او خپلوان د کب په ۱۲مه په جلال اباد کې د رسنیو د هغو درې ښځینه کارکوونکیو له ډلې څخه د یوې جسد انتقالوي چې په دوه بېلابېلو بریدونو کې ووژل شوې. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د روغتون کارکوونکي او خپلوان د کب په ۱۲مه په جلال اباد کې د رسنیو د هغو درې ښځینه کارکوونکیو له ډلې څخه د یوې جسد انتقالوي چې په دوه بېلابېلو بریدونو کې ووژل شوې. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د کب په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د انعکاس تلوېزیون د درې ښځینه کارکونکو د وژنې مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. [انعکاس تلوېزیون/فیسبوک]

د کب په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د انعکاس تلوېزیون د درې ښځینه کارکونکو د وژنې مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. [انعکاس تلوېزیون/فیسبوک]

خپلوانو په وینا، دغو ښځو د ۲۰ او ۲۶ کالونو تر منځ عمرونه لرل.‌

د خبري راپورونو په اساس، بریدګرو د مازدیګر په شاوخوا ۴ بجو سادات او رؤفي په داسې حال کې وویشتلې چې هغوی دواړه سره یوځای له سټېشن څخه کور ته په لاره روانې وې. څو دقیقې وروسته، وسله والو سړیو د ښار په یوه بله برخه کې وحیدي وویشتله.‌

د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت وویل، یو مشکوک وسله وال کس نیول شوی او پولیس د وژنو څېړنې کوي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، لږ تر لږه یوه لاروۍ چې یوه زړه ښځه وه ټپي شوې ده.

انعکاس یوه خپلواکه، خصوصي رسنۍ ده چې خبرونه او د تفریحي پروګرامونه خپروي. لطیفي د ژورنالستانو د خوندیتابه کمېټې (سي پي جی) سره په خبرو کې وویل، دغه سټېشن ته ډېر وختونه د هغو افراطیانو له خوا ګواښونه کیږي چې د دې سټیشن له خبري پوښښ او دغه راز له تلوېزیوني نندارو او فلمونو سره چې خپروي یې، ستونزې لري.

هغه وویل، یادو ښځو بهرني تفریحي تلوېزیوني پروګرمونه او فلمونه محلي ژبو ته دوبله کول.‌

لطیفي له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، وژونکیو یوه ښځه د هغې له موټر څخه راکوزه کړې او بیا یې ویشتلې وه.‌

سټېشن دغه ورځ د یوې «ِغجنې ورځې» په توګه یاده کړه او یادونه یې وکړه چې دغه تلوېزیوني سټېشن «ډېر ځلې په نښه شوی، خو دا دویم ځل دی چې موږ خپل قدرمن همکاران له لاسه ورکړل.»

د انعکاس خبریاله ملالۍ میونداو د هغې موټروان د لیندۍ په میاشت کې وویشتل او ووژل شول. د هغې وژنې مسؤلیت هم د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.

بې ګناه نجونې ووژل شوې

د چارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د ښځو د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې دوستان او د کورنیو غړي راټول شوي ول، سړیو په نوبت د یوه بېل په وسیله تازه قبرونه اېستل په داسې حال کې چې نورو د مرګونو د پای ته رسولو غوښتنه کوله.‌

د سعدیه سادات ورور روحان سادات خپله خور یوه «حیاناکه خو فعاله» نجلۍ وبلله.‌ هغې په شوق سره د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوله او پلان یې درلود چې پوهنتون ته لاړه شي او حقوق ولولي.

هغه ای اېف پي ته وویل، «موږ هغه له خپلو ټولو هیلو سره یوځای خاورو ته وسپارله.»

په انعکاس تلوېزیون کې یوه بل همکار چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل، سټېشن دغو وژنو په ویر اخته کړ او دغه درې واړه قربانیانې د یوې «کورنۍ» په څېر وې.

د هغوی دغه همکار وویل، «درې بې ګناه نجونې د ورځې په رڼا کې د ښار په منځ کې ووژل شوې.‌ نور نو هیڅوک هم خوندي نه دی.»

ولسمشر اشرف غني دغه وژنې وغندلې او ویې ویل، «په بې ګناه هېوادوالو، په ځانګړې توګه ښځو باندې بریدونه د اسلام د لارښوونو، افغاني کلتور او د سولې د روحیې خلاف کار دی.»

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «دغه بریدونه د وېرولو لپاره ترسره شوي دي؛ د دغو بریدونو هدف دا دی چې خبریالان وډار کړي؛ مجرمان غواړي چې په داسې یوه هېواد کې چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ‌ کې په کې رسنۍ غوړېدلې دي د بیان ازادي خفکۍ کړي. دا د زغملو نده.»

په ټویټ کې راغلي، «عاملان باید ځواب ووایي

د اسلام لپاره نه، د قدرت لپاره جنګ

په مجازي نړۍ کې سخت قهر راوپارېد او د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د وروستیو وژنو له امله سخت انتقادونه وکړل.

غني خان لیکلي، «داسې ښکاري چې دا جنګ د اسلام لپاره نه دی؛ دا یواځې د وېرې او ترهګرۍ د خپرولو له لارې د قدرت ترلاسه کولو لپاره دی.»

رؤف افغان لیکلي، «دغو ښځو د دې لپاره کار کاوه چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي. هغوی له طالبانو سره جنګ نه کاوه.‌ هغوی بې وزلې وي؛ هغوی یواځې د دې لپاره کار کاوه چې خپلو کورنیو ته روزي ومومي.»

افغانستان له ډېر وخت راهیسې په نړۍ کې د ژورنالستانو لپاره یو له ډېرو خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي.‌

د وږي په میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پیلېدلو راهیسېد ژورنالستانو، فعالانو او قاضیانو وژنو زور اخیستی دی.

د افغان ژورنالستانو د خوندیتابه کمېټه وایي، د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې د رسنیو لږ تر لږه ۹ تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

امریکایي چارواکي د تاوتریخوالي د څپې پړه پر طالبانو ور اچوي، په داسې حال کې چې افغان حکومت وایي چې یاغیان هره ورځ ځانونه د داعش د ادعاوو تر شا پټوي او په دې توګه د خپلو پښو پل پټوي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.‌

وژنو ښځو ته سخت زیان رسولی دی. د هغوی حقونه د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال سخت ځپل شوي وو.‌ د طالبانو په تګلارو کې د ښځو کار منع کړای شوی وو.

استخباراتي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې مسلکي ښځو ته تازه شوی ګواښ د سولې په خبرو کې د هغوی د حقونو د خوندیتابه غوښتنو پورې تړاو لري.‌

ډېرې هدفي وژنې داسې وي چې د هغو د ترسره کولو لپاره میاشتې میاشتې وخت لګېږي او په پام سره پلان جوړونه غواړي -- چې چارواکي حیران او ګنګس کړي -- او د پخوانیو ځانمرګو بمي بریدونو په پرتله چې یاغیانو ترې کار اخیست ډېرې پېچلې دي.

دا وژنې په داسې حال کې ترسره شوې چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد روانه اونۍ کابل ته راغی ترڅو له افغان مشرانو سره وګوري او د سولې درېدلې پروسه بیا روانه کړي. .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خو، خو او سلګونه ځلې خو، هغه تعلیم چې زمونږ ورونو او خویندو د دغو ۱۵ یا ۱۸ کالو په جریان کې ترلاسه کړی دی د یوه شلغم قدر ارزښت هم نه لري.‌ کله چې تاسو د ډبرو سکاره په یوه نغري کې دننه کېږدئ او په سکرو باندې یو څه جېل هم ورزیات کړئ، بیا اور ور واچوئ، او هغه سوزېدل پیل کړي، او بیا تاسو ورته پوکی وهل پیل کړئ چې سکاره وسوزي، خو که تاسو ورته پوکی بند کړئ، شک نشته چې اور به ګل یا مړ شي. دغه وینو ته تږي جنګ د علم او پوهې ریښې خرابې کړي دي. هغه علم چې د دغو ۱۵ کالو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي له یوې ورځې څخه بلې ته ودرېږي. هغوی د تعلیم جوړښت ویجاړ کړ. خدای دې ستاسو سټه ورانه کړي. هغه رسنۍ چې تاسو یې خرابوئ هغه د ټولنې لپاره د معلم حیثیت لري. خدای دې ستاسو کور وران کړي.

ځواب ورکړئ

بیا هم دلته جنګ، وینه، ترهګري او په زرونو مصیبتونه او بدمرغۍ دي. د دې وېب سایټ د سروې په برخه کې لیکل شوي وو چې، «آیا طالبانو د دوحې هوکړه تطبیق کړې ده که نه؟» ما د «زه نه پوهېږم چې د دوحې تړون څه دی»‌ ځواب په نښه کړ.‌ آیا په تاسو کې داسې څوک شته چې پوه شي چې د دوحې تړون څه دی؟ آیا د دوحې د تړون ټول محتویات له خلکو سره شریک شوي دي؟ که د دوحې تړون کې لیکل شوي وي چې په افغانانو باندې، که پوځیان وي یا ملکیان، بریدونه ممنوع دي،‌ بیا شک نشته چې طالبانو نه دی تطبیق کړی او خپله وعده یې ماته کړې ده. که په هغې کې لیکل شوي وي چې افغانان باید ووژل شي او امریکایان باید ونه وژل شي، بیا نو حقیقت دا دی هغوی هوکړه تطبیق کړې ده.‌ طالبان هم پوهیږي چې هغوی ته تلفات ور رسېدلي او تلفات ور رسېږي.‌ په هر پټي کې چې ټرکټر یې شودیاره قولبه کوي، یو شمېر مړي چې د ۵۰ سانتي مترو په ژوروالي ښخ شوي دي، راوځي. ولې؟ ځکه چې یو شمېر احمقانو چې د اسلام په هکله یې علم نه درلود جهاد ترسره کړ او د جګړې په ډګر کې ووژل شول او داسې څوک نه وو چې جسد واخلي او د هغه کورنۍ ته یې وسپاري، نو کنده یې ورته واېستله او له غسل او لمانځه څخه پرته یې ځای پرځای ښخ کړ.

ځواب ورکړئ

د ژورنالستانو، خبریالانو او د رسنیو د غړو وژل یو غټ خیانت دی چې د افغانستان د مظلومو خلکو پر ضد ترسره کیږي، ځکه چې خبریالان او ژورنالستان د خلکو په خبرولو او هغوی ته د معلوماتو په ورکولو کې یو ډېر مهم رول لوبوي.‌ حکومت باید هغه حلقه چې د ژورنالستانو د وژلو تر شا لاس لري معلومه کړي او سزا ورکړي. ننګرهار د نورو ولایتونو په پرتله بهتر امنیت لري او طالبان په دغه ولایت کې پراخ حضور نه لري، لاکن هدفي وژنو د دې ولایت خلک اندېښمن کړي دي. د ننګرهار ولایت چارواکي باید ژر تر ژره د جلال اباد ښار امنیت ډاډمن کړي، او که هغوی دا کار ونه کړي، بهتره به وي چې هغوی استعفا ورکړي او مسلکي او ژمنو کسانو ته اجازه ورکړي چې د هغوی پر ځای وټاکل شي چې هغوی د هدفي وژنو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ