امنیت

په جلال اباد کې مقناطیسي بم یوه ډاکتره ووژله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

چارواکو د کب په ۱۴مه وویل، په جلال اباد کې یوه ډاکتره هغه وخت ووژل شوه او یوه ماشومه ټپي شوه چې یوې رکشې پورې چې هغې په کې سفر کاوه نښتی مقناطیسي بم وچاودېد. [په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس]

چارواکو د کب په ۱۴مه وویل، په جلال اباد کې یوه ډاکتره هغه وخت ووژل شوه او یوه ماشومه ټپي شوه چې یوې رکشې پورې چې هغې په کې سفر کاوه نښتی مقناطیسي بم وچاودېد. [په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس]

چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ وویل، په جلال اباد کې په یوه بمي چاودنه کې یوه ډاکتره ووژل شوه او یوه ماشومه ټپي شوه، او داسې ښکاري چې دا یوه هدفي وژنه وه. دا پېښه یواځې څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې په دغه ښار کې د رسنیو درې کارکوونکې په ډزو ووژل شوې.

د پېښې مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.

ژورنالستان، دیني عالمان، فعالان او قاضیان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سیاسي ترورونو د وروستۍ څپې قربانیان دي، چې ډېر یې مجبور شوي ترڅو ځانونه پټ کړي -- او ځینې اړ شوي دي ترڅو له هېواد څخه وځي.

د والي ویاند وویل، په وروستۍ پېښه کې ډاکتره هغه وخت ووژل شوه چې د هغې رکشې پورې چې دې په کې سفر کاوه نښلول شوی بم وچاودېد.

د دغه ولایت د یوه روغتون ویاند پېښه تایید کړه.

دغه برید دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې په جلال اباد کې د انعکاس تلوېزیون د رسنیو درې کارکوونکې په دوو بېلابېلو بریدونو کې د څو دقیقو په فاصله ووژل شوې.

د داعش خراسان څانګې ادعا وکړه چې ښځې د هغوی وسله والو سړیو وژلي دي.‌

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ادارې (اي اي ای اېس) د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د مرسل وحیدي، شهناز رؤفي او سعدیه سادات وژنې «ظالمانه، پلان شوې وژنې» وبللې.‌

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ادارې (اي اي ای اېس) وویل، «د لیندۍ په میاشت کې د ملالې میوند له وژل کېدلو څخه وروسته،‌دغه بریدونه هغه نازک او خطرناک حالت لا نور په ډاګه کوي چې د رسنیو کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځې ورسره مخامخ دي.»

یادې ادارې وویل،‌ «طالبان اوس هم په مستقیم ډول او یا هم د اوربند پر وړاندې د مخالفت له لارې د اکثرو ملکي تلفاتو او هدفي وژنو مسؤلیت پر غاړه لري.»

ملګرو ملتونو هم ومنله چې، د وروستي تاوتریخوالي «ښکاره مسؤل» طالبان دي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ادارې (اي اي ای اېس) وویل، «د ژورنالستانو په نښه کول باید ودرېږي. د ښځو په نښه کول باید ودرېږي. په افغانستان کې تاوتریخوالی باید ودرېږي.»

افغان او امریکایي چارواکو د تاوتریخوالي د وروستۍ څپې پړه پر طالبانو ور اچولې، خو یادې ډلې دغه تورونه رد کړي دي. وروستیو شواهدو ثابته کړې چې، دغه ترهګریز عملونه طالبانو پورې تړلې حقاني شبکه او د داعش خراسان څانګه په ګډه ترسره کوي.‌

له جلال اباد سره نږدې هزاره وژل شوی دی

ځایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، په یوه جلا پېښه کې د چارشنبې په ورځ له جلال اباد سره نږدې چې د طالبانو او د داعش د خراسان څانګې په ګډون یو شمېر اورپکي په کې نفوذ لري، لږ تر لږه ۷ سړي په بې رحمانه شکل سره وژل شوي دي.‌

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي اجمل عمر وویل، د دغو هزاره مزدورانو لاسونه شاته تړل شوي او د چارشنبې په ورځ په ډزو وژل شوي ول.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان د دغو وژنو پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې د پلټنو په ترڅ کې څلور مشکوک کسان نیول شوي دي.

هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

هزاره ګان له کالونو راهیسې په ټول افغانستان کې په زیاتېدونکي ډول د تاوتریخوالي قرباني کیږي چې د داعش د خراسان څانګې غړي یې په جوماتونو،‌ ښوونځیو، لاریونونو او روغتونونو باندې بریدونه ترسره کوي.

په ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰مو کالونو کې په هېواد باندې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت په طالبانو باندې تور وو چې ډېر شمېر هزاره ګان یې په ډله ییزه توګه وژلي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د ډاکترانو وژنه او په ځانګړې توګه د ښځې ډاکترې وژنه یو مصیبت دی، ځکه چې په دغه هېواد کې د طبي ډاکترانو شمېر ډېر کم دی او زمونږ په زرونو ناروغان هره ورځ د علاج لپاره پاکستان، ترکیې او هندوستان ته ځي، او د ښځو ډاکترانو د کموالي له امله یو شمېر ښځې د لنګون پر وخت مړې کیږي، خو بدبخت انسانان راځي او هغه ډاکتر چې د انسانانو علاج کوي په بې رحمۍ سره وژني.‌ خدای پاک (ج) دې زمونږ پر حال رحم وکړي. په دې وطن کې څه حال روان دی؟

ځواب ورکړئ

اصلا په ننغرهار کې داعش خواوشا دوه کاله مخکی د افغان ملي اردو او ایتلافي ځواکونو له خوا ختم شو. اوس چی څه کیږي دا ټول داسې واړه ترهګر ګروپونه کوي چی د پاکستان استخباراتي ادارو استخدام کړي دي. ډیر یی داسی ځوانان دي چې د بی کارۍ له وجی چې وظیفې نه لري د ۵ زره افغانیو په بدل کی یو بم الوزوي. په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګری هم د داسې کسانو په استخدام کی لاس لري.

ځواب ورکړئ