جرم او انصاف

راخوشې شوی افغان خبریال وایي، په زندان کې د داعش غړو هڅه وکړه چې هغه ووژني

د ای اېف پي راپور

افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي د لړم په اوله په پاریس کې د بې پولې خبریالانو (آر اېس اېف) په دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کوي. هغه چې د مرغومي میاشتې راهیسې په افغانستان کې بندي و، د هغه پر وړاندې د لګېدلو تورونو له پاکېدلو څخه وروسته، د تلې په ۲۶مه را خوشې کړای شو. [جولین دي روزا/ای اېف پي]

افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي د لړم په اوله په پاریس کې د بې پولې خبریالانو (آر اېس اېف) په دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کوي. هغه چې د مرغومي میاشتې راهیسې په افغانستان کې بندي و، د هغه پر وړاندې د لګېدلو تورونو له پاکېدلو څخه وروسته، د تلې په ۲۶مه را خوشې کړای شو. [جولین دي روزا/ای اېف پي]

پاریس -- خبریال مرتضی بهبودي، چې په افغانستان کې یې ۲۸۴ ورځې په زندان کې تېرې کړې، وویل، هغه فکر کاوه چې هېڅکله به ژوندی پاتې نشي.

دغه افغان الاصله فرانسوی خبريال د مرغومي په مياشت کې د کابل پوهنتون مخې ته د محصلينو يوه غونډه تر پوښښ لاندې نيوله چې ونیول شو.

هغه چې اصلا افغان دی، په ۱۳۹۴ کې فرانسې ته مهاجر شوی، او هلته یې له نورو جلا وطنه افغانانو سره په ګډه د ګیتي نیوز (Guiti News) په نامه یو وېب سایټ جوړ کړی دی.

نوموړی افغانستان ته له ستنېدلو څخه یواځې دوه ورځې وروسته زنداني شو.

افغانو ښځو د غوایي په ۹مه په کابل کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د لاریون په ترڅ کې لیکلي نښانونه پورته کړي دي. [ای اېف پي]

افغانو ښځو د غوایي په ۹مه په کابل کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د لاریون په ترڅ کې لیکلي نښانونه پورته کړي دي. [ای اېف پي]

بهودي چې ۲۹ کاله عمر لري تېره اونۍ له راخوشې کېدلو څخه وروسته د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱/ په پاریس کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، له نیول کېدلو څخه وروسته «‍۱۰ میاشتې شکنجه» پرې تېره شوه.

هغه وویل چې هغه د هغه د بندي کوونکیو له خوا ووهل شو، او د داعش غړو تقریبا د مرګ تر حده خفکۍ کړ او استخباراتي ادارو ترې پوښتنې ګروېږنې وکړې.

تښتول شوی

هغه وویل، هغه نه د خپل فرانسوي پاسپورټ او نه هم د خپلې مطبوعاتي کارډونو له نیول کېدلو څخه وژغوره. په هغه باندې تور و چې جاسوس دی او د «مقاومت» ملاتړ کوي او بندي کړای شو.

هغه وويل، «ما داسې احساس وکړ چې تښتول شوی یم». هغه په داسې کوچنیو کوټګیو کې چې یواځې دوه پر درې متره لویې وې او د داعش د غړو په ګډون نور کسان هم په کې بندیان ول، وخت تېر کړی دی.

هغه وویل چې هغه «هر وخت ځورول کېده». هغه اسمان نشوای لیدلی او نه پوهېده چې وخت څه وخت دی.

دغه خبریال چې د هزاره اقلیت ګروپ غړی دی، د سې شنبې په ورځ له فرانس انټر خپرونې سره په خبرو کې، وویل چې د داعش څو غړو هڅه وکړه چې هغه په خوب کې خفکۍ کړي.

هغه وویل، «یوه شپه هغوی غوښتل چې ما ووژني،» او زیاته یې کړه چې ساتونکو مداخله وکړه او دی یې بلې کوټې ته انتقال کړ.

داعش له کلونو راهیسې هزاره ګان چې ډېر یې شیعه دي او نور مذهبي اقلیتونه په نښه کوي.

له شپږو میاشتو څخه د اوږدې سختۍ ګاللو څخه وروسته، هغه په کابل کې د څرخي پله زندان ته ولېږدول شو، چې هلته شرایط ښه شول. دغه راز، هغه خبر شو چې بې پولې خبریالانو (آر اېس اېف) یو وکیل مقرر کړی چې د هغه دفاع وکړي.

ژورنالیزم زیندۍ شوی

بهبودي له دې وېرې چې په افغانستان کې بندي خبریالانو ته به زیان ورسیږي، د هغو ناوړو چلندونو په هکله چې افغان چارواکو ورسره کړي، له څه ویلو څخه ډډه وکړه.

بهبودي وویل، «موږ نه پوهیږو چې آیا هغوی به ژر خوشې شي.»

د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې څخه وروسته، چارواکو د ژورنالیزم په هکله سخت ګامونه پورته کړل چې د یوه پرمختللي سکتور په سترګه ورته کتل کېدل.

د آر اېس اېف عمومي رییس کریسټوف ډیلایر وویل، «ژورنالیزم تر ډېره حده په ټپه دریدلی دی.»

د مطبوعاتو د مدافع ډلې په وینا، «له نیمایي څخه زیاتې» افغاني رسنۍ بندې شوې دي.

آر اېس اېف وویل، د هېواد د ۱۲۰۰۰ ژورنالیستانو له جملې څخه، یواځې ۴۸۰۰ اوس هم کار کوي، او «له ۸۰٪ څخه ډېرې خبریالانې» مجبورې شوي چې خپلې دندې پریږدي.

په ښځو ظلم

بهبودي له نیول کېدلو څخه مخکې پلان درلود چې د هغو ښځينه محصلينو په هکله ليکنې وکړي چې له زده کړو څخه ایسارې شوي دي.

ځوانې نجونې ښوونځیو او ښځې پوهنتونونو ته له تللو څخه منع شوي دي، او تېر کال ښځې پارکونو، مېلو، جېمونو او عامه حمامونو ته له تګ څخه هم ایسارې کړای شوې.

دغه راز، ښځې له نارینه محرم څخه پرته له سفر کولو څخه منع شوي دي او ورته ویل شوي چې هغوی باید له کورونو څخه بهر ځانونه په حجاب یا څادرۍ کې پټ کړي.

ډېرو ښځو خپلې دولتي وظیفې له لاسه ورکړي، یا په کور کې د پاتې کېدلو لپاره لږ معاش ورکول کیږي.

هر څه سانسور شوي دي

دا خبریال تېره اونۍ وروسته له هغه خوشې شو چې په هغه باندې د جاسوسۍ او له بهرنیانو څخه د ناقانونه ملاتړ په ګډون ټول تورونه د کابل په یوې محکمې کې لیرې کړای شول.

کله چې له بهبودي څخه د هغه د راتلونکي وخت د پلانونو په هکله وپوښتل شول، هغه وویل، غواړي چې «مخکې لاړ شي.»

هغه اعتراف کوي چې هغه بختور دی او نور افغان خبریالان «د غربي رسنیو او نړۍ والې ټولنې ملاتړ» نه لري.

بهبودي وویل، «په دې ورځو کې هرڅه سانسور کیږي.»

هغه وویل، «که زه د لارې په سر یو عکس واخلم، دا خطر شته چې زه ونیول شم. په افغانستان کې نور د بیان ازادي نشته؛ نور د رسنیو ازادي نشته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

11 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خطر⚠️ خطر ⚠️ خطر ⚠️ روسیه غواړي چې د تاجکستان له لارې د خپل لاسپوڅي حکومت په کارولو سره بدخشان او د افغانستان شمالي سیمې وویشي. شورا نظار او مسعودیزم د تاجکستان او روسیې استخباراتي ادارو سره تړاو لري او د داعش خراسان څانګې تر شا دي. پوښتنه: روسیه ولې د بدخشان او شمالي سیمو د وېش په لټه کې ده؟ روسیې لومړی د شوروي په دوره کې غوښتل چې ټول افغانستان ونیسي، خو ناکامه شوه. تجربه ښیي چې هرځای چې روسیه د یوه هېواد په نیولو کې پاتې راغلې، نو د هغه وېش یې خپل هدف ګرځولی دی. اوکراین یې یوه څرګنده بېلګه ده. هغوی لومړی د ټول اوکراین د نیولو هڅه وکړه، خو ناکامه شول او اوس غواړي چې اوکراین وویشي. پوتین یو ځل ویلي وو چې د روسیې په تاریخ کې تر ټولو ترخه پېښه د پخواني شوروي اتحاد سقوط و چې په بېلابېلو هېوادونو وویشل شو. د پوتین هدف د ستر روسي امپراتورۍ بیا رغونه او جلا شوي هېوادونه بېرته یوځای کول دي. د دې لپاره اړينه ده چې دغه هېوادونه په اقتصادي ډول په روسیه تکیه وکړي. د دې هدف لپاره د مرکزي آسیا هېوادونو یوازینۍ ترانزیټي لار له روسیې څخه تېرېږي. کله چې اشرف غني په افغانستان کې ولسمشر شو، هغه وړاندیز وکړ چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له نورو هېوادونو سره وصل کړي. دلته روسیې ته د ګواښ احساس وشو او له اشرف غني څخه یې کرکه پیدا کړه او د افغانستان پر وړاندې یې خپلې هڅې زیاتې کړې. د شوروي له خوا د شورا نظار او روسي اجنټانو لکه [عبداللطیف] پدرام، شمالي ټلواله او پخوانیو پرچمیانو د جمهوریت په وخت کې ډېر فساد وکړ، نړېواله مرسته یې بې اغېزې کړه او انارشیزم ته يې وده ورکړه. د روسیې هدف دا و چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د دولت جوړونې هڅې ناکامې کړي، د پخواني شوروي اتحاد د ماتې انتقا

ځواب ورکړئ

د هماغه کال په جنورۍ کې، داعش د نورو وسله والو مليشو سره په ګډه په عراق کې برید وکړ، او د هغه برید وروسته یې په لویدیځ عراق کې فلوجه، الانبار او د رمادي ځینې برخې ونیولې. په جون کې، دوی په موصل، چې په عراق کې دوهم ستر ښار دی، یو لوی برید وکړ او په بشپړ ډول یې د هېواد په شمال کې نینوا ولایت تر خپل واک لاندې راوست. له دې وروسته، دوی خپل "اسلامي خلافت" اعلان کړ چې پکې د عراق شمالي او لوېدیځې برخې، چې عموماً سني دي، او د سوریې ختیځې سني سیمې شاملې وې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټاکل شوې پوله یې لیرې کړه. له هغې وروسته، دوی خپل سخت قوانین پلي کړل، چې تر اوسه هم روان دي. همدارنګه، په دې سیمو کې ډېری لږکي، چې په کې شیعه ګان، ترکمنان، کردان او عیسویان شامل دي، له خپلو کورونو څخه وشړل شول. دې شبکې هم اعلان وکړ چې له دې وروسته به خپلې جګړې له همدې سیمې څخه پرمخ وړي. سرچینه: د ایران سفارتکاري

ځواب ورکړئ

یو کال وروسته، د عراق د اسلامي دولت د نوي مشر یو غږیزه پيغام خپور شو چې پکې یې النصره جبهه د خپل خوځښت د دوام په توګه په سوریه کې معرفي کړه او اعلان یې وکړ چې له دې وروسته د دې ډلې په یو ځای کولو سره خپل نوم د عراق او شام اسلامي دولت ته بدلوي. چارلس لیسټر، چې په دوحه کې د بروکینګز مرکز څېړونکی دی، د هغو کسانو د شمېر په اړه چې له دې شبکې سره يو ځای شوي وايي چې په دې ډله کې په عراق کې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ او په سوریه کې ۷۰۰۰ کسان شامل دي، خو کوم بلې سرچینې دا شمېره تایید کړې نه ده. د داعش د غړو په اړه، چې د مختلفو هېوادونو وګړي دي، په فرانسه کې د منځني ختيځ مرکز د اسلامي غورځنګونو کارپوه رومن کایا وايي، "هغه کسان چې په سوریه کې د داعش تر نوم لاندې جنګېږي، ډېری یې د سوریې اتباع دي، خو مشران او قوماندانان یې عموماً له بهر څخه راځي. او ډېری یې په عراق، چيچنيا او افغانستان کې د جګړې سابقه لري. په عراق کې، ډېر يې عراقي جنګيالي دي او حتی قوماندانان یې هم عراقيان دي." دا په داسې حال کې ده چې د دې فرانسوي څېړونکي د ادعا په خلاف، د داعش سلګونه جنګيالي د خپلې مورنۍ ژبې په توګه په فرانسوي او انګلیسي خبرې کوي، او ډېر یې له اروپایي هېوادونو څخه عراق او سوریې ته تللي، او ډېری یې هغه اتباع دي چې د لویدیځ اتباع بلل کېږي. تېره اونۍ د بریتانیا رسنیو خبر خپور کړ چې لږ تر لږه ۲۰۰ بریتانوي ښځې د داعش سره يو ځای شوې دي او عراق او سوریې ته تللې دي.

ځواب ورکړئ

دا راپور په ۲۰۱۳ کال کې د ایراني ډیپلوماسۍ له خوا خپور شو: د "عراق او شام اسلامي دولت" شبکه، چې په لنډه توګه د داعش په نامه یادېږي، په اپرېل ۲۰۱۳ کې خپل شتون اعلان کړ. دې شبکې د خپل فعالیت په پېل کې اعلان وکړ چې دا له القاعدې سره تړلې شبکه ده، چې د عراق په بشپړه توګه د نیولو لپاره په اکتوبر ۲۰۰۶ کې جوړه شوې وه. کله چې په سوریه کې پرمختګونه پېل شول او د النصره جبهه په سوریه کې جوړه شوه، دې ډلې له دې سره د یو ځای کېدو څخه ډډه وکړه، تر دې چې دواړو خواوو د یو بل پر وړاندې اعلامیې خپرې کړې، او په جنوري ۲۰۱۴ کې د دوی اړیکې دومره ترینګلې شوې چې دواړو لورو په سوریه کې یو پر بل وسلې راپورته کړې او شدیدې جګړې يې وکړې. وروسته له دې چې د القاعدې مشر، ایمن الظواهري، د النصره جبهې او داعش څخه وغوښتل چې خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او يو ځای شي، داعش له دې سره مخالفت وکړ او د عراق پر تمرکز یې ټینګار وکړ، او سوریه یې د النصره جبهې ته پرېښوده. داعش په پیل کې د "جماعت توحید او جهاد" تر نوم لاندې فعالیت کاوه چې د اردني الاصله ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ کې د عراق د امریکا د یرغل وروسته په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې وه. خو وروسته له دې چې الزرقاوي له اسامه بن لادن سره بیعت وکړ، نوم یې بدل کړ او د "القاعده په رافدین سیمه کې" یا "د عراق القاعده" نوم یې غوره کړ او ځان یې د دې ډلې مشر اعلان کړ. کله چې الزرقاوي په ۲۰۰۶ کال کې په عراق کې ووژل شو، دې شبکې ابو حمزه المهاجر د خپل مشر په توګه وټاکه. څو مياشتې وروسته، د ابو عمر البغدادي په مشرۍ "د عراق اسلامي دولت" جوړ شو، خو په اپرېل ۲۰۱۰ کې امريکايي ځواکونو وکولای شول چې بغدادي او د هغه مرستيال ابو حمزه المهاجر ووژني، او وروسته ابو بکر البغدادي د دې ډلې مشر وټ

ځواب ورکړئ

داعش ډېره بې رحمه او قصابه ډله ده. د انسانیت تمه ترې نه ده په کار. زما یو ملګری چې تازه د طالبانو له بنده راخوشې شوی ځیني کیسې راته وکړې. یوه یې د طالبانو ناراضه جنګیالیو وه چې همدې خپل حکومت یې بندیان کړي. ملګري مې وویل چې قسم یې کاوه چې د اسلامي امارت د حاکم کېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې خو اوس چې واک ته ورسید خپل کسان یې په ډيره عادی ګناه نیولي او بندیان کړي. وای ویل یې چې که بیرته خوشې کیدل مستقیم به د داعش لیکو ته ځي او د اسلامي امارت خلاف جګړه به پیلوي. چې کیدای شي دغه قصابه ډله د وخت په تېرېدو د همداسې ناراضه خلکو له لوري سخته قوي شي.

ځواب ورکړئ

زه نه پوهېږم چې ولې رسنۍ په ځانګړې توګه د فارسي ژبي خلک د داعش موضوع له طالبانو (د افغانستان اوسني حکومت) سره تړي؟ لومړی دا چې داعش په افغانستان کې نشته او که وي هم چلینج نه دی. که افغانستان ته کومه نوې پروژه رادننه نشي، داعش به هېڅکله هم افغانستان او له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته ګواښ نه وي. په دې اړه مې یو خبر ولوست چې ایراني رسنیو خپور کړی و. د ایران د استخباراتو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش ترهګرې ډلې د شبکې یو مهم مشر په سیستان او بلوچستان ولایت کې نیول شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې د داعش ترهګرې ډلې اړوند د شبکو یو مهم مشر چې غوښتل یې په کورنیو او بهرنیو برخو کې د پراخو استخباراتي او عملیاتي اقداماتو په ترڅ کې د ترهګریزو او تخریبي اعمالو لپاره عملیاتي اډه جوړه کړي، د داعش ترهګرې ډلې د جلب او جذب او د شبکې جوړولو په لټه کې و، د سیستان او بلوچستان ولایت د استخباراتو د عمومي ریاست د امام زمان (ع) د عسکرو له خوا ونیول شو. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس په ټولنیزو شبکو کې د بېلابېلو اکاونټونو په جوړولو سره وکولی شول چې د بهرنیو اتباعو او داخلي عناصرو چې ځانونه یې مطرح کړي وو، په ګټه د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ډلې جوړې کړي. هغوی تېره میاشت نیول شوي ول. دا د دې ثبوت دی چې داعش نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ایران، پاکستان او د سیمې په هېوادونو کې هم شته، په داسې حال کې چې تاسو په پاکستان، ایران... کې د هغوی د شتون خبرونه نه خپروئ په داسې حال کې چې داعش هلته هم فعال دی! تاسو هر غم او درد افغانستان ته راوړئ، او بې ګناه خلک پرې دردوئ، چې نه یوازې دا چې هغوی ته جسمي زیان رسوي، بلکې د هغوی پر روح او روحیه باندې هم ناوړه اغېز کوي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان اسلامي امارت حکومت داخلي او خارجي ټول خبریالان د ښځو او نارینه وو د مظاهرو د عکسونو له اخیستلو او فلم کولو څخه منع کړي دي. هیڅوک باید داسې کار ونه کړي چې په یوه هیواد کې د دولت له خوا ممنوع شوی وي. هرکله چې یو خبریال بل هیواد ته د راپور جوړولو لپاره سفر کوي، باید هلته له سفر څخه مخکې د هغه هیواد له قوانینو څخه ځان خبر کړي. هغه باید د هغه هیواد له قانون سره سم عمل وکړي. هغه بختور دی چې له وژل کېدلو پرته د داعش ډلې له منګولو وتلی او بېرته خپلې کورنۍ ته راستون شوی دی. دا ښه خبر دی. طالبانو د غونډو، که د ښځو وي او که د نارینه وو وي، د عکسونو اخیستل منع کړي دي. بیا که کمره وي او که موبايل، هغوی یې اخلي او په ځمکه یې غورځوي، چې مات یې کړي، او له کمره مینانو سره جدي چلند کوي. هغه کسان چې له بهر څخه افغانستان ته سفر کوي، باید په دولتي سیمو کې عکسونه وانه اخلي او نه هم په هغو ځایونو کې چې عکس اخیستل منع دي، عکس واخلي، که نه طالبان به یې ووهي.

ځواب ورکړئ

دا درواغ دي چې طالبان هیچا ته د عکس اخیستلو اجازه نه ورکوي. هغوی پخپله ټوله ورځ عکسونه او ویډیوګانې اخلي او د نورو مخه هم نه نیسي. هر څوک چې په هر هېواد کې وي او له قانون څخه سرغړونه کوي هغه ته د داسې کار کولو اجازه نه ورکول کیږي. ځینې کسان او ډلې له اوسني حکومت څخه ناراضه دي، هر څه چې خولې ته ورځي هغه وايي. دا ظلم دی. تور ته بايد تور او سپين ته بايد سپين ووایو.

ځواب ورکړئ

ما فکر کاوه چې مرتضی او د داعش غړي دواړه له حکومت سره په یو زندان کې بندیان ول او دی ترې په زندان کې تنګ شوی. وروسته مې فکر شو چې دا خوارکی خو له داعشیانو سره بندي و. دوی خو د اسلامي حکومت د راوستلو دعوه کوي خو اعمالو ته یې چې ګوري بني اسرائیلو به له فلسطینیان سره هم دومره ظلم نه وي کړی لکه دوی. په اسلام کې خو په انسان هیڅ د ظلم خبره نه شته. اسلام خو د سولې، مینې او محبت دین دی. ما اورېدلي چې دا حیوان صفته داعشیان خلکو ته د مختلفو شکنجو د ورکولو مختلفې لارې لټوي او هغه ورته انتخابوي چې هیڅ د بشریت په قانون کې نه شته. زما په آند د دغه ډول فرقو جوړول له سیاسي اړخه ور ها خوا د اسلام د بدنامولو لپاره کېږي. که دوی په ریښتیا سره د دین د برپا کېدو فکر لرلی، دوی به انسانانو ته دغه ډول سزاګانې نه ورکولې. بس سړی حیران شي چې نور به څه اورو او څه به کېږي. ټول عمر مو په جنګ او ناندریو کې تېر شو. الله تعالی دې مونږ ټولو ته د نېکۍ هدایت وکړي. الله دې ټول افغانان په اتفاق او اتحاد کړي. نور د جنګونو زور نه لرو. افغانان سخت غریب خلک دي. بې له دې چې سره راټول شي، بله لاره نه شته. څومره چې په ډلو او ګروپونو وېشل کېږو، هومره به خرابېږو. باور وکړئ داسې کورنۍ هم شته چې د سبا او بېګا ډوډۍ نه لري. کاش زمونږ مشران په دې سلاح شي چې ، نور به جنګ نه کوو او سره به راټولېږو. حیران یو چې څه وکړو. مرغۍ هم نه یو چې له دې وطن څخه کوم خوا والوځو. الله دې ظالمان هلاک کړي.

ځواب ورکړئ

د داعش کار صرف وژنه ده. دوی دا وژنې د ورکړل شوي پلان له مخې کوي، فقط او فقط شعیه مذهبه افغانان وژني، څو د دغو دوو مذهبي ډلو ترمینځ اختلافات را پیدا کړي او په دغه وطن کې د یوې تل پاتې جګړې لپاره زمینه سازي وکړي. خو الحمد لله چې شیعه مذهبه افغانان د پردیپالو په دغو توطیو باندې پوه دي، چې نړۍ غواړي د شیعه او سني ترمینځ داسې درز پیدا کړي، چې غج یې صرف وژل ووسیږي، خو شکر دی دواړه مذهبي ډلې تر دې دمه په دې باندې پوهې دي، چې دا یو پلان شوی کار دی، څو دوی په جګړه سره اخته کړي. که په رښتیا دغه اورته لمن ووهل شوه، نو ترقیامته به بیا دا اور بل وي. زه دېته حیران یم، چې نړیواله ټولنه جمعه امریکا ښه په دې پوهیږي چې ترهګرې ډلې، جمعه داعش دا ټولې په پاکستان کې روزل کېږي او پناه ځایونه یې هم په دغه هیواد کې دي ولې یې مخه نه نیول کېږي؟ له دې معلومیږي چې دا هر څه د نړۍ په خوښه روان دي، خو مسلمان خدای خر کړی او دړی پرې سواره دي !

ځواب ورکړئ

اوس دا ښه خبر دی چې یو خبریال له زندانه خوشې شوی دی. په دې کې شک نشته چې داعش یوازې خلک وژني، هغوی د انسانیت قاتلان دي. ژورنالیزم او د بیان او رسنیو ازادي صفر ته راټیټه شوې ده. زه په سلګونو داسې خبریالان پېژنم چې دندې نه لري او نه هم اېستل شوي دي. له افغانستانه د اصلي خبریالانو پر ځای جعلي خبریالان اېستل شوي دي.

ځواب ورکړئ