اقتصاد

یوې خیریه موسسې په هرات کې د ۱۰۰ جوړو د ډله ییز واده لګښت پرې کړ

د عمر راپور

حبیب یار خیریه موسسې د سلو جوړو د ودونو لګښت پرې کړ او د لړم په ۲۱مه یې په هرات ښار کې د هغوی لپاره د ډله ییز واده مراسم تنظیم کړل. که څه هم چې هغوی له کلونو راهیسې کوزده شوي ول، اقتصادي ننګونو د دغو ځوانو جوړو له جملې څخه د ډېرو د ودونو د لګښتونو برابرولو مخه نیوله. ځینو حتی پرېکړه کړې وه چې ایران ته، چې افغانان په کې اکثره د ایراني رژیم له خوا له سخت چلند سره مخامخ کیږي، د کار لپاره ولاړ شي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- حبیب یار خیریه موسسې د سلو جوړو د واده لګښت پرې کړ او د لړم په ۲۱مه یې په هرات ښار کې د هغوی لپاره د ډله ییز واده مراسم ترتیب کړل.

ډېرو دغو ځوانو افغانو جوړو چې له کالونو راهیسې سره کوژده شوې وې، د اقتصادي ستونزو له امله یې نشوای کړای چې د واده لګښتونه پرې کړي.

د دغې موسسې مشر عبدالحق صدیقي وویل، ډېرو ځوانانو په ایران کې کلونه کلونه کار کړی و چې د خپلو ودونو د لګښتونو برابرولو لپاره پیسې پیدا کړي، خو کومه لاسته راوړنه یې نه درلودله.

هغه وويل، «موږ له دغو ځوانو جوړو سره، چې زياتره يې بېوزله او بېکاره دي، مرسته وکړه چې کورنۍ جوړې کړي. دغو ځوانانو د واده د لګښتونو د پوره کولو لپاره په ایران کې د کارګرانو په توګه کار کړی و، خو موږ له هغوی سره مرسته وکړه چې له کړاو او مهاجرت څخه خلاص شي.»

زومان خپل واده د لړم په ۲۱مه په کابل کې په یوه ډله ییز واده کې لمانځي. [عمر/سلام ټایمز]

زومان خپل واده د لړم په ۲۱مه په کابل کې په یوه ډله ییز واده کې لمانځي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د ایراني رژیم له خوا را شړل شوي د لړم په ۲۱مه د نیمروز ولایت د اسلام کلا په لاره کې لیدل کیږي. د افغان چارواکو په وینا، هره ورځ شاوخوا اته زره افغان کډوال د ایراني رژیم له خوا د اسلام کلا او میلک پولو له لارې چې په هرات او نیمروز ولایتونو کې موقعیت لري، را اړول کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د ایراني رژیم له خوا را شړل شوي د لړم په ۲۱مه د نیمروز ولایت د اسلام کلا په لاره کې لیدل کیږي. د افغان چارواکو په وینا، هره ورځ شاوخوا اته زره افغان کډوال د ایراني رژیم له خوا د اسلام کلا او میلک پولو له لارې چې په هرات او نیمروز ولایتونو کې موقعیت لري، را اړول کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «د واده د مراسمو د تنظیمولو سربیره، موږ د هرې جوړې لپاره د ۱۰۰،۰۰۰ افغانیو (۱۴۴۰ ډالرو) په ارزښت د کور توکي هم د جهېز په توګه وپېرودل. موږ د دغو جوړو د یوې میاشتې د کور لګښتونه لکه خوراکي توکي هم ورکړل، څو دوی مجبور نشي چې په نورو باندې تکیه وکړي.»

صدیقي وویل، دغه موسسه به په راتلونکي کې له نورو ځوانو جوړو سره هم مرسته وکړي چې د ډله ییزو ودونو د مراسمو په تنظیمولو سره خپلې کورنۍ پیل کړي او له هغوی سره مرسته وکړي چې ایران ته د مهاجرت له درد او کړاو څخه خلاص شي.

۲۷ کلن صادق احساني، چې په ډله ییز واده کې یو زوم و، له دوو کلونو راهیسې له خپلې نجل سره کوژده کړې وه.

هغه وویل چې هغه د واده د لګښتونو له امله اړ شوی و چې ایران ته مهاجر شي.

هغه وويل، «ما دوه کاله په ايران کې کار وکړ چې د خپل واده لپاره پيسې پيدا کړم. خو دا چې ما له وېرې پټ کار کاوه، زما اجوره ډېره کمه وه. ما په دوو کلونو کې یواځې ۵۰ میلیونه تومان [۱۱۰۰ ډالر] وګټل، خو کله چې ایراني پولیسو زه ونیولم، نیم یې را څخه واخیستل.»

هغه زياته کړه، «په ايران کې د کار کولو پر وخت زه له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم. شپه او ورځ مې د پوليسو له وېرې ذهن ارام نه درلود. ما خپلې نيمې پيسې په هرات کې خپلې کورنۍ ته لېږلې او نيمې مې له ځان سره ساتلې.»

هغه وویل، «شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، پولیسو زما کوټه باندې چاپه واچوله، زه یې له خپلو ملګرو سره بندي کړم، او را ویې شړلم. هغوی زموږ ټولې پیسې واخیستې او کله چې مو اعتراض وکړ، سخت یې ووهلو.»

احساني وويل، که خيريه موسسې ورسره مرسته نه وای کړې، مجبور به و چې بیا ايران ته لاړ شي او له څلورو تر پنځو نورو کلونو پورې له خپلې کورنۍ څخه لیرې پاتې شي څو د خپل واده د لګښت لپاره پیسې وګټي.

وحشت او شکنجه

د ایران رژیم په دې وروستیو اونیو کې له خپلې خاورې څخه د افغان کډوالو را شړلو ته زور ورکړی دی.

افغان چارواکي وايي، ایراني چارواکي هره ورځ شاوخوا اته زره افغان کډوال د اسلام کلا او مېلک له لارې چې په ترتیب سره په هرات او نیمروز ولایتونو کې موقعیت لري، را باسي.

دا شمېر د یوې میاشتې مخکې وخت په پرتله نږدې دوه برابره دی.

د کاپيسا ولايت اوسېدونکي مزمل چې ۲۶ کاله عمر لري، شپږ ورځې او شپې په ايران کې د پوليسو په بند کې تېرې کړې چې په ترڅ کې يې سخت شکنجه شوى دى.

هغه د یکشنبې په ورځ د مېلک په پوله کې وویل، «موږ پنځلس تنو د کرمان ښار په یوه باغ کې کار کاوه چې پولیس د شپې راغلل او موږ یې ټول بندیان کړو.»

هغه وویل، «ایراني پولیسو زموږ پیسې او موبايلونه واخیستل او بېرته یې را نه کړل. همدارنګه، هغوی د توقیف مرکز ته په لاره کې هم مونږ ووهلو.»

مزمل وویل، «ایراني پولیس د افغان کډوالو پر وړاندې ډېر سخت چلند کوي. هغوی افغان کډوال په لاره کې او همدارنګه په توقیف ځایونو کې وهل او شکنجه کول ... پولیسو له موږ سره ډېر غیر انساني چلند وکړ.»

د ایران حکومت په خپلو توقیف ځایونو کې افغان کډوالو ته خواړه نه ورکوي. مزمل وویل، هغوی د افغانانو په وږي او تږي ساتلو سره هغوی ته شکنجې ورکوي.

د پروان ولايت يوه اوسيدونکي محمد ابراهيم چې ۲۷ کاله عمر لري، وويل، شپږ مياشتې يې په ايران کې په يوه فابريکه کې کار وکړ، بیا ايراني پوليسو هغه ونيو او له خپل هېواد څخه یې را واېست.

هغه وويل، «زه په خپل کاري يونيفورم کې خپل هېواد ته راستون شوم. زه ايران ته تللى وم چې کار وکړم او خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړم، خو هغوى زه را واېستلم په داسې حال کې چې زما پيسې زما له کاروال سره پاتې شوې.»

هغه زیاته کړه، «زه حتی نغدې پیسې هم نه لرم چې خپل ولایت ته لاړ شم ... په پیل کې هم ما ایران ته د تللو لپاره پیسې په پور اخیستې وې.»

ابراهیم وویل، «په ایران کې د افغانانو شرایط ډېر سخت شوي دي. ایراني پولیس له کډوالو سره د هېڅ ډول ناوړه چلند څخه ډډه نه کوي. هغوی چې افغانان هر ځای پیدا کوي، پیسې او توکي ترې اخلي او زندانونو ته یې لېږي.»

په وېره کې ژوند کول

په ایران کې مېشت افغانان له یوه سخت ژوند سره مخامخ دي.

۳۲ کلن فیروز احمد له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره یو ځای د ایران په یزد ښار کې ژوند کوي.

هغه وویل، پولیس د ایران د حکومت له خوا صادر شوي د استوګنې جوازونه نه مني.

هغه وویل، «له نږدې یوې میاشتې راهیسې په ټول هېواد کې د افغان کډوالو توقیف او اخراج زور اخیستی دی. که څه هم زه د اوسېدلو اجازه لرم، لاکن له ډاره نشم کولی له کوره وځم. زما یو شمېر افغان ملګري چې د اوسېدلو دوه کلن جوازونه یې درلودل، د پولیسو له خوا توقیف شوي او افغانستان ته را شړل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «زه یو کارګر یم او اړتیا لرم چې خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره کار وکړم، خو اوس نشم کولی چې د پولیسو له وېرې خپل کار ځای ته لاړ شم. په اوسني حالت کې افغانان د ایران د حکومت د فشار له امله ډېر سخت ژوند لري.»

احمد وویل، ایراني پولیس د شپې له خوا د افغانانو کورونو ته ننوځي او د هغوی د پیسو او شیانو له اخیستو وروسته یې افغانستان ته راشړي.

په ایران کې یوه بل افغان کډوال صفي الله وویل، له دریو اونیو راهیسې کار ته نه دی تللی او په یوه فارم کې پټ شوی دی.

هغه وویل، «زه د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره یواځینی ډوډۍ پیدا کونکی یم، او باید هغوی ته د نفقې برابرولو لپاره په ایران کې کار وکړم. په افغانستان کې کار نشته؛ له همدې امله مجبور شوم چې ایران ته مهاجر شم. زه د پلاستیک جوړونې په یوه فابریکه کې کار کوم. په دې سختو شرایطو کې پټ شوی یم، چې پولیس مې پیدا نه کړي.»

هغه زیاته کړه، «زه په وېره او تر روحي فشار لاندې ژوند کوم. زه د رواني روغتیا له ستونزو سره لاس او ګرېوان یم. زه احساس کوم چې پولیس به هر وخت راشي، ما به شکنجه او توقیف کړي.»

صفی الله وویل، «په ایران کې افغانان په خورا سختو او د نه زغملو وړ شرایطو کې ژوند تېروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغاني فرهنګ له ګڼو خوبیانو سره ډېری بد اړخونه هم لري چې یو یې د افغان ځوانانو پر اوږو د واده لوی بار دی. په اوسني وخت کې د نجونو او هلکانو غوښتنې ډېرې او د دوی تر توان لوړې دي. د مصارفو د کنټرول په برخه کې کوژده شوی هلک او نجلۍ په خپلو کې یوې سالمې نتیجې ته رسېدی شي. ډېری وخت چې مشکل رامنځ ته کېږي هغه د کورنیو او په ځانګړي ډول بې تعلیمه قشر په دې برخه کې مشکلات رامنځ ته کوي. بې له شکه زمونږ اکثر ځوانان چې هېواد پرېږدي او مسافرۍ ته مخه کوي ممکن وجې ډېرې وي ځو یوه وجه یې دا ده چې د واده کولو لپاره یو څه برابر کړي. مخکې به چې ما اورېدل، د هېواد په مختلفو ولایتونو کې به د سېلاب خیریه بنسټ د ډلیزو ودونو پروګرامونه جوړول. اوس مې چې دا خبر ولوست یو بل ځوان هم په دې برخه کې اقدام کړی. دغه ډول خیربه بنسټونه به واقعي ډول د ستایلو دي. الله تعالی دې دغه ډول خیریه بنسټونه لا پسې زیات کړي. خو تر دې هم اساسي کار دا دی چې دا موضوع یعني د واده د اضافي مصارفو او ولور په برخه کې حکومتونه او قومي جوړښتونه قاطعي اقدام وکړي. ځوانان او پېغلې حق لري چې د خپلې راتلونکې په اړه تصمیم ونیسي. نجونې دې د ژوند د راتلونکي ملګري په اوږو دومره بار نه اچوي چې تر لاندې د جېګېدو توان و نه لري. همدا راز په دغسې عنعنوي ټولنه کې باید والدین هم فکر وکړي. د زوم ژوند ته پام کول په کار دي. که د زوم ژوند خرابېږي، بې له شکه د یوې لور ژوند ورسره تړلی دی. باید دې کار ته کامله توجه وشي. مونږ ته په اسلامي شریعت کې هر څه روښانه ویل شوي. په دې برخه کې مونږ په هیڅ صورت اسلامي اړخ په پام کې نه دی نیولی. راځئ یو له بل سره د ژوند په جوړولو کې مرسته وکړو.

ځواب ورکړئ

مونږ له دغې موسسې څخه د زړه له تله مننه کوو چې داسې نېک کار یې کړی دی. ډېر غریب خلک شته چې نشي کولی حتی د یوه وخت ډوډۍ پیدا کړي. دا او دې ته ورته نور خیریه کارونه کولی شي چې له خلکو سره د ژوند په پر مخ وړلو کې مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

د دې خیریه بنسټ والا یې کور ودان چې ۱۰۰ جوړو ته یې په خپل لګښت ودونه وکړل او هغه مصارف چې هغوی کول دې مؤسسې ورکړل. یعني دا یې لوی کار کړی دی. ځکه په اوسنیو شرایطو کې د دې ۱۰۰ کسانو لپاره چې هر یوه باید دوه یا هم درې سوه زره افغانۍ پیدا کړې وې، مشکل کار وو. مګر یوې خبرې ته باید فکر وشي، چې ځه سمه ده واده ورته خیریه مؤسسې وکړ، نو اوس خو همدې زلمي کور ته مېرمنه راوسته، ګډ ژوند شروع شو، روغ رنځور پیښیږي نو هغې مصارفو سره به څه کوي؟ یو څوک چې د واده مصارف نه شي پوره کولی هغه به د مېرمنې او اولادونو حقونه څنګه پوره کړي. خو دلته ودونو والا ملامت نه دي، ملامت داسې خیریه بنسټونه دي چې د نوم لپاره داسې پروګرامونه تنظیموي چې بله ورځ ترې کورنی تاوتریخوالی رامنځته کېږي. په دې باید سوچ وشي چې ایا هغه ښځه چې دې هلک په پردیو پیسو راواده کړه چې حتی قرض یا حسنه هم نه دي، نو خپله ښځه او بچي به په څه ساتي؟ په کار دا و چې د دې ودونو پر ځای یې ورته د وړو او لویو کارونو غم خوړلی وی، څو د کال دوو په تېرېدو سره یې ځانته خپله ودونو کړي وو، نو خوند به یې څو چنده شوی و. متاسفانه افغانستان کې کورني او بهرني خیریه بنسټونه صرف او صرف نوم ته کار کوي، بنیادي کار پسې څوک نه ګرځي چې د تل لپاره ستونزې یو څه حل یا هم راکمې شي.

ځواب ورکړئ

د حبیب یار بنسټ له مشر عبدالحق صدیقي څخه مننه کوو. په داسې حال کې چې دا وخت د خلکو اقتصاد ډېر خراب دی، زموږ دغه ورور په خپل شخصي لګښت د ۱۰۰ جوړو لپاره واده برابر کړ او د ۱۰۰ نجونو او ۱۰۰ ځوانو هلکانو هیلې یې پوره کړلې. دا د حبیب یار بنسټ له خوا یو نېک کار دی چې وشو. موږ افغانان ولې ځانونه مسلمانان بولو په داسې حال کې چې د اسلام لپاره یو ښه کار نه کوو؟ کله چې موږ خپله لور یوه ځوان ته ور واده کوو، تر هغه چې موږ کولی شو، د زوم پر پلار ډیر مالي فشار راوړو. موږ افغانان یو غیرقانوني عمل کوو. کله چې موږ خپله لور یوه ځوان ته ور ودوو، تر هغه وخته پورې له هغوی سره دښمني اعلانوو، تر څو چې ځوان واده نه وي کړی، د هغوی پر وړاندې داسې چلند کوو چې ګواکې هغوی زموږ دښمنان دي او له واده وروسته ترې د دوستۍ هیله کوو. حبیب یار بنسټ هم همداسې ښه کار کړی، ولې نه شو کولای خپله لور په ډېر کم مصرف سره واده کړو؟ موږ کولی شو لاکن نه یې کوو او موږ بهانې کوو او وایو چې دا د شرم خبره ده. آيا دا د شرم خبره نه ده چې زموږ ځوانې نجونې کلونه کلونه انتظار باسي چې کله يې زلمی پيسې پيدا کړي او واده ورسره وکړي؟ هغه د خپل ژوند نیمایي برخه د پیسو په موندلو کې تیروي او له واده وروسته د واده څخه خوند نشي اخیستلی. موږ افغانان په خپلو زامنو او لوڼو ظلم کوو. که موږ خپل ودونه د اسلامي شریعت سره سم ترسره کړو، موږ به هیڅکله د واده د لګښتونو د ترلاسه کولو لپاره کډوالۍ ته اړ نه شو.

ځواب ورکړئ

په داسې یوه ستونزمن حالت کې چې بېکاري خپل اوج ته رسېدلې، دا د یو شمېر ځوانانو لپاره د ویاړ خبره ده چې په درنښت سره واده وکړي او بیا د هغو سلګونو کسانو لپاره چې له فقر او بېکارۍ څخه رنځ وړي، ډله ییز ودونه وکړي. د بې وزلو کورنیو ودونه د پیسو د نشتوالي له امله کلونه کلونه ځنډیږي. په هېواد کې بې وزلي او د خلکو غلط رواجونه هغه دوه مهم ټکي دي چې ډېری ځوانان یې په بدو شرایطو کې له ودونو څخه بې برخې کړي دي. دا خیریه بنسټونه داسې دي چې دې اساسي کار ته یې پاملرنه کړې او ځوانان یې له ګڼو ستونزو څخه خلاص کړي دي.

ځواب ورکړئ