امنیت

د حقونو اداره وایي،‌ طالبانو هغه افغان خبریال ته چې په موټربم برید کې ووژل شو ګواښ کړی وو

سلام ټایمز او ای اېف پي

الیاس داعي په یوه عکس کې چې د تلې په ۸مه د هغه په فیسبوک پاڼه خپور شوی دی لیدل کیږي.

الیاس داعي په یوه عکس کې چې د تلې په ۸مه د هغه په فیسبوک پاڼه خپور شوی دی لیدل کیږي.

کابل -- د بشري حقونو د څار ادارې وویل، طالبانو یوه افغان خبریال ته چې روانه اونۍ د هغوی د بریدونو د څېړنې له امله په یوه موټربمي برید کې ووژل شو، ګواښ کړی وو.

د ازادۍ راډېو خبریال الیاس داعي چې ۳۳ کاله عمر یې درلود، د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۲۲مه/ هغه وخت ووژل شو چې د هغه موټر پورې نښتی یو مقناطیسي بم د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې چې په وروستیو میاشتو کې سختې جګړې په کې وشوې، وچاودېد.

په متحده ایالاتو کې مېشتې د حقونو ادارې د لړم په ۲۲مه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل چې دغې ډلې په لسګونو نورو ژورنالستانو ته هم ګواښونه کړي دي.

د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو سره سره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدلو سره، په وروستیو میاشتو کې د ژورنالستانو، روحانیونو، سیاستوالو او د حقونو د فعالانو په ګډون د مهمو څېرو هدفي وژنې ډېرې عامې شوي دي.‌

هېڅ ډلې هم د داعي د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.

د یادې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې داعي په وروستیو کې د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) ته ویلي وو چې هغه ته د مرګ ګواښونه شوي او خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو د نظامي عملیاتو په هکله له راپور ورکولو څخه دې ډډه وکړي.‌

اعلامیه زیاتوي چې له داعي سره بلدو ژورنالستانو اېچ آر ډبلیو ته وویل،‌ «طالبانو د هغه کور تلاشي کړی وو، له هغه څخه یې د هغه د خوځښتونو په هکله پوښتنې کړې وې، او له ځایي خلکو څخه یې غوښتي وو چې د هغه د چلند په هکله دې راپور ورکړي.»

اعلامیه وایی، «داعي د خپل مرګ څخه یوه شپه مخکې، یوه همکار ته ایمیل کړی وو او ویلي یې وو چې باوري دی چې د ده ژوند په خطر کې دی.»

په وروستیو اونیو کې په هلمند ولایت کې چې د طالبانو غټ‌ مرکز دی د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې شوي دي.

یو وېروونکی پیغام

د بشري حقونو د څار موسسې (اېچ آر ډبلیو) وویل، داعي ته «په مشخص ډول» خبرداری ورکړل شوی وو چې په یاد ولایت کې د طالبانو د عملیاتو یا له «هغې هوکړې څخه د سرغړونو په هکله» چې د کب په میاشت کې له واشنګټن سره لاسلیک شوې او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړې وه، راپور ورنه کړي.

د حقونو د څار موسسې وویل، طالبانو په وروستیو میاشتو کې په لسګونو افغان ژورنالستانو ته ګواښونه کړي دي.‌

په اېچ آر ډبلیو کې د آسیا د څانګې د رییس مرستیالې پتریشیا ګوسمان وویل، «د الیاس داعي وژنه او هغه هم یواځې له دې امله چې خپله دنده یې ترسره کوله افغاني رسنیو ته دا ډاروونکی پیغام ورکوي چې د طالبانو په هکله راپور ورکول هغوی له سخت خطر سره مخامخوي.»

هغې د خپلو خبرو په دوام وویل، «د یوه ژورنالست دا وحشیانه وژنه له یوه بې رحمانه قتل څخه ایسته نور هېڅ نه دي او له طالبانو سره د سولې په هر تړون کې د بیان د ازادۍ د خوندیتابه په هکله جدي شکونه راپورته کوي.»

د داعي وژنه له هغه وروسته پیښه شوه چې د یوه افغان تلوېزیون یو پخوانی وړاندې کوونکی یما سیاوش د شنبې په ورځ /د لړم ۱۷مه/ په کابل کې په یوه ورته بمي چاودنه کې ووژل شو.‌

د دغو دوو کسانو وژنې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په ترڅ کې، چې ډېر یې د طالبانو له خوا د دې لپاره ترسره کیږي چې په قطر کې د سولې په درېدلو خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي، پېښې شوې.‌

جنګي جنایتونه

افغان چارواکو، ژورنالستانو ملګرو او نړۍ والو کتونکیو وروستي بریدونه وغندل.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل، د داعي وژنه «د وینا په ازادۍ یو برید» دی.‌

هغه د لړم په ۲۲مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «زه په هلمند ولایت کې د ازادۍ راډېو د ژورنالست الیاس داعي وژنه په کلکو ټکو غندم. د هغه په نښه کول په افغانستان کې د وینا په ازادۍ یو برید دی. زه په مقاماتو باندې غږ کوم چې دغه پېښه وڅېړي او ژورنالستان خوندي کړي. زه د هغه له کورنۍ او همکارانو سره خواخوږي ښیم او دعاګانې ورته کوم.»

د ازادۍ راډېو یوه ژورنالست ابوبکر صدیق د لړم په ۲۲مه په ټوېټر په یوه پوسټ کې ولیکل، «ترهګر به د یوه بې ګناه سړي له وژنې څخه څه ګټه ترلاسه کړي؟ ژورنالیزم جرم نه دی. د افغانستان خدمت کول جرم نه دی.»

د بښنې نړۍ والې ادارې یا امنېسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا څانګې د لړم په ۲۲مه په یوه اعلامیه کې چې په ټوېټر یې خپره کړه، وویل، «د ازادۍ راډېو د خبریال الیاس داعي وژنه یو جنګي جنایت دی. ژورنالستان، د رسنیو کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعان باید هېڅکله هم په نښه نشي او باید چې اجازه ورکړل شي چې خپل کار په ازاده توګه او له ډار پرته ترسره کړي.»

اعلامیه زیاتوي، «دا بریدونه باید وڅېړل شي او ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په داسې بحراني حالاتو کې، ټول خلک که د رسنیو غړي دي که د غیر رسنیو، باید ډېر محتاط وي. خلک هره ورځ له کوم دلیل څخه پرته وژل کیږي. یوه ډېره کوچنۍ بې احتیاطي او غلطي کولی شي چې د انسان د مرګ سبب شي. دغه خبریال په دې بحراني حالت کې له هلمند څخه د وروستیو جنګونو په هکله راپورونه تیارول. په دې هېواد کې چې تاسو د خلکو هر څومره خدمت وکړئ، څوک مو ستایي نه. زه فکر نه کوم چې حکومت به د دې شهید له کورنۍ سره حتی یوه ورځ لا وګوري. بهتره به دا وي چې په دې هېواد کې هر څوک خپل ځان پخپله وساتي. خلک باید نه د حکومت ملاتړ وکړي او نه د طالبانو. دواړه لوري قدرت ته وږي دي. د غریبو خلکو په غم کې هیڅوک هم نه دی. هر لوری هڅه کوي‌ چې عادي خلکو ته رنګین تصویرونه وښيي او خلک وغولوي چې د هغوی ملاتړ وکړي. حکومت وایي، «زه ښه یم ځکه چې زه وطن جوړوم،» او طالبان وایي، «مونږ ښه یو، ځکه چې مونږ وطن له استعمارڅخه ازادوو او تاسو باید زمونږ ملاتړ وکړئ.» نو خلک باید هوښیار شي، د تېرو څلوېښتو کالو د جنګ له تجربې څخه زده کړه وکړي او نور د دروغژنو سیاستوالو په خوله ونه غولیږي. عین سیاستوال هره ورځ د خلکو په برخلیک باندې لوبې او معاملې کوي.

ځواب ورکړئ

هرې ډلې چې الیاس داعي وژلی، ښه کار یې نه دی کړی. رسنۍ ازادې دي. هغوی حق لري چې د هېواد د هرې برخې خبرونه خپاره کړي او تل بې طرفه راپورونه لیکي. د ژورنالستانو وژل د نه بخښلو وړ کار دی. دواړه جنګي لوري باید هڅه وکړي چې ژورنالستان ونه ګواښي او اجازه ورکړي چې د جنګ میدان ته لاړ شي او راپورونه تیار کړي.

ځواب ورکړئ

الیاس داعي یو ریښتینی او جرأتمند خبریال وو. هغه په ډېره مېړانه د کړېدلي ولس ږغ تر حکومتي چارواکو رسوی. نامرده دښمن په ډېر ظلم هغه ووژی. موږ ټول یې غمجن کړو.

ځواب ورکړئ