امنیت

په هېواد کې د بریدونو په زیاتېدلو سره د هلمند په چاودنه کې د ازادۍ راډېو ژورنالست ووژل شو

ای اېف پي

الیاس داعي په یوه عکس کې چې د وري په میاشت کې یې په خپل فیسبوک خپور کړی وو لیدل کیږي.‌

الیاس داعي په یوه عکس کې چې د وري په میاشت کې یې په خپل فیسبوک خپور کړی وو لیدل کیږي.‌

کندهار -- چارواکو وویل، یو افغان ژورنالست چې د متحده ایالاتو له خوا تمویلېدونکې رادیو شبکې لپاره یې کار کاوه د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۲۲مه/ د افغانستان په جنوب کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. دا پېښه په کابل کې د تلوېزیون د یوه وړاندې کوونکي له مرګ څخه یواځې څو ورځې وروسته وشوه.

د والي ویاند عمر ځواک وویل، د ازادۍ راډېو خبریال الیاس داعي هغه وخت ووژل شو چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هغه موټر پورې نښتی مقناطیسي بم وچاودېد.

د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو سره سره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدلو سره، په وروستیو میاشتو کې د ژورنالستانو، روحانیونو، سیاستوالو او د حقونو د فعالانو په ګډون د مهمو څېرو هدفي وژنې ډېرې عامې شوي دي.‌

د ازادۍ راډېو مشر اېډېټر راتب نوري ای اېف پي ته وویل، داعي چې ۳۳ کاله عمر یې درلود له خپل ورور سره د رسنیو ځایي کلب ته روان وو چې په موټر یې چاودنه وشوه. په پېښه کې د هغه ورور او دوه نور کسان ټپیان شول.‌

امنیتي منسوبین او نندارچیان د لړم په ۲۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د سړک پر غاړه د یوه شوي بمي برید په ساحه کې ولاړ دي. دغې چاودنې ژورنالست الیاس داعي وواژه. [نورمحمد/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین او نندارچیان د لړم په ۲۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د سړک پر غاړه د یوه شوي بمي برید په ساحه کې ولاړ دي. دغې چاودنې ژورنالست الیاس داعي وواژه. [نورمحمد/ای اېف پي]

لښکرګاه په وروستیو میاشتو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د سخت جنګ مرکز ګرځېدلې ده.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په انګلیسي ژبه په یوه ټویټ کې ولیکل، «په دې کې شک نشته چې زموږ د رسنیو دښمنان... د ترهګرۍ د دغه فجیع عمل تر شا لاس لري.»

په یوه جلا اعلامیه کې چې دغه وژنه یې غندلې وه، غني وویل چې د دده حکومت «د بیان د ازادۍ ساتلو او پراخولو ته ژمن دی.»

ازادي راډېو چې په لویدیځ کې د ریډیو لیبرټي په نامه یادېږي او د سړې جګړې پر هال جوړه شوې ده، د متحده ایالاتو د حکومت له خوا تمویلېږي.

په ګرد هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتیدل

په کابل کې د متحده ایالاتو جګپوړي استازي راس ویلسن وویل، د داعي وژنه «د رسنیو په ازادۍ باندې یو بل برید» وو.‌

هغه په ټوېټر ولیکل، «په ژورنالستانو باندې دا بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي.»

د افغان ژورنالستانو د خونديتوب کمېټې، د رسنیو د شبکو له خوا جوړ شوي یوه ګروپ چې په هېواد کې د ژورنالستانو لپاره د امنیت څارنه کوي، په خپلو غړو باندې ټینګار وکړ چې «خوندیتوب د خپل تر ټولو ستر لومړیتوب په توګه وساتي».‌

هېڅ ډلې هم په سملاسي توګه د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

د داعي وژنه له هغه وروسته پیښه شوه چې د یوه افغان تلوېزیون یو پخوانی وړاندې کوونکی یما سیاوش د لړم په ۱۷مه په کابل کې په یوه ورته بمي چاودنه کې ووژل شو.‌

دغه دوه وژنې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په ترڅ کې، چې ډېر یې د طالبانو له خوا ترسره کیږي ترڅو په قطر کې د سولې په درېدلو خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي، پېښې شوې.‌

په لښکرګاه کې تېره میاشت هغه وخت سخت جنګ وشو چې طالب اورپکو د ښار د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې په زرګونو کورنۍ تېښتې ته مجبورې شوې.

هلمند -- د طالبانو د ستر مرکز په صفت -- داسې ځای دی چې نړۍ والو ځواکونو په کې د افغانستان په ۱۹ کلنه جګړه کې ځینې تر ټولو ډېر خونړي جنګونه کړي دي.

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۱مه/ په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د مدني ټولنې د ګروپونو د غړو د وژنې پلانونه لري.

صالح وویل، «هغوی نرم هدفونه دي. د دغو وژنو هدف دا دی ترڅو د ټولنې احساسات ژوبل کړي او په نتیجه کې یې خلک له حکومت څخه ناراض شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خلک واقعاً د حالاتو له ګډوډۍ څخه پوزې ته رسېدلي دي. ملکي خلک هره ورځ وژل کیږي، او هیڅوک هم دې ته تیار نه دی چې مسؤلیت پر غاړه واخلي. مونږ نه پوهېږو چې دا کارونه څوک کوي. پخوا لږ تر لږه طالبانو یا داعش د بریدونو او وژنو مسؤلیت پر غاړه اخیست، خو اوس یې هیڅوک هم مسؤلیت نه اخلي. تر څو پورې به ژورنالستان او ملکي خلک وژل کیږي؟ تر څو پورې به خلک خپل نفقه ګټونکي له لاسه ورکوي؟ خلک باید پورته شي او خپل برخلیک پخپله وټاکي ځکه حکومت نشي کولی چې د خلکو ژوند وژغوري.

ځواب ورکړئ