تروريزم

وروستي تاوتریخوالي افغان ډاکتران او ژورنالست په نښه کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان امنیتي منسوبین د مرغومي په ۲مه په کابل کې د یوه ترهګریز بمي برید په ساحه پیره کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د مرغومي په ۲مه په کابل کې د یوه ترهګریز بمي برید په ساحه پیره کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- پولیسو وویل، دوه ډاکترانې چې د افغانستان په داسې یوه محبس کې یې کار کاوه چې په سلګونو طالبان په کې بندیان دي، د هغو پنځو کسانو په ډله کې شاملې دي چې د سې شنبې په ورځ‌ /د مرغومي ۲مه/ یوه موټر پورې د نښتي «مقناطیسي بم» په چاودنه کې ووژل شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، دغه پېښه د کابل په یوه جنوبي ناحیه کې هغه وخت وشوه چې ډاکتران د څرخي پله زندان ته چې هلته یې کار کاوه په لاره وو.

د افغانستان د محبسونو د ادارې یوه چارواکي وویل، موټر پورې د نښتې چاودېدونکې وسیلې په چاودېدلو، په موټر کې د محبس دوه نور کارمندان او یو پلی لاروی هم ووژل شول، په داسې حال کې چې یوه درېیمه ډاکتره ټپي شوه.

د څرخي پله محبس کې چې د کابل په ختیځه لمنه کې پروت دی په سلګونو طالب جنګیالي او نور جنایتکاران بندیان دي.

افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد په دې بې نېټې عکس کې په غزني ولایت کې لیدل کیږي. وسله والو سړیو نېکزاد د مرغومي په ۱ په غزني کې د هغه د کور مخې ته وواژه.

افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد په دې بې نېټې عکس کې په غزني ولایت کې لیدل کیږي. وسله والو سړیو نېکزاد د مرغومي په ۱ په غزني کې د هغه د کور مخې ته وواژه.

که څه هم چې طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرې پیل کړی دي، لاکن په وروستیو میاشتو کې په دغه ښار کې د مرګوني تاوتریخوالي یوه سخته څپه روانه ده.

په وروستیو کې په کابل او نورو ولایتونو کې د ژورنالستانو، سیاستوالو او د حقونو د فعالانو په ګډون د مهمو څېرو هدفي وژنې ډېرې زیاتې شوي دي.

داعش په کابل کې د ځینو وروستیو ترهګریزو بریدونو، چې په لسګونو کسان یې وژلي دي، د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

چارواکو په افغانستان کې د ملکي خلکو د وروستیو وژنو پر وړاندې په قهر سره غبرګون ښودلی دی.‌

ولسمشر اشرف غني په یوه اعلامیه کې وویل، «د طالبانو په ګډون ترهګرې ډلې چې د جګړې په ډګرونو کې له ماتو سره مخامخ شوي دي په ښارونو، لویو لارو او عامه تاسیساتو کې ملکي خلک په نښه کوي. دا د هغوی د نهیلۍ او ماتې یوه نښه ده.»

په کابل کې د متحده ایالاتو جګپوړي استازي راس وېلسن هم دغه وژنې وغندلې. هغه په ټوېټر په یوه پوست کې لیکلي، «د محبسونو د ادارې د ډاکترانو د وژل کېدلو خبر ټکان ورکوونکی دی. هغوی هره ورځ نه ستړي کېدونکي کار کوي چې، په ځانګړې توګه د وبا په ترڅ کې چې د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د لومړۍ کرښې کارکوونکیو ته په کې سخته اړتیا ده، د کمزورو خلکو ژوند وژغوري.»

د تاوتریخوالي څپه

د مرغومي د ۲مې برید یواځې دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې یوه موټربم چې د ولسي جرګې استازی خان محمد وردک یې په نښه کړی وو په کابل کې ۱۰ کسان ووژل او له ۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل. وردک ټپي شو.

څو ورځې مخکې، د کابل د والي مرستیال محبوب الله محبي او سکرتر یې چې له هغه سره یې یوځای سفر کاوه هم په یوه ورته برید کې ووژل شو.‌ د هغه دوه ساتونکي ټپیان شول.‌

د دوشنبې په ورځ‌ /د مرغومي ۱/ یو افغان ژورنالست د وسله والو سړیو له خوا په غزني کې ووژل شو.‌ داسې ښکاري چې هغه یوه بله هدفي وژنه وه.

رحمت الله نېکزاد له ۱۳۸۶ کال راهیسې له اسوسیټډ پرېس خبري اژانس سره همکاری کوله، او تر هغه مخکې یې له الجزیره تلوېزیون سره کار کاوه.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د نېکزاد د وژلو مسؤلیت نه دی اخیستی، او طالبانو په کې له لاس لرلو څخه انکار کړی دی.‌

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې وویل، نېکزاد د رسنیو ۷م کارکوونکی دی چې سږ کال تر اوسه پورې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د لیندۍ په ۲۰مه، د خبرونو ویانده او فعاله ملالۍ میوند په جلال آباد کې په ډزو ووژل شوه. هغه د افغان ژورنالستانو له ډلې څخه دویم کس وه چې له یوې میاشتې څخه په لږه موده کې ووژل شوه.‌

د ازادۍ رادېو خبریال الیاس داعي د لړم په ۲۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټربمي برید کې ووژل شو. د بشري حقونو د څار ادارې وویل، تر دې مخکې طالبانو داعي ته ګواښونه کړي وو.‌

په کابل کې د تلوېزیون یو پخوانی ویاند یما سیاوش د لړم په میاشت کې له خپل کور سره نږدې په یوه ورته موټر بمي برید کې ووژل شو.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د یادو وژنو مسؤلیت نه دی اخیستی.‌

د طالبانو مرګوني بریدونه

افغان چارواکو د مرغومي په ۱ وویل،‌ امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د طالبانو یو برید په شا وتمباوه.

د فاریاب والي نقیب الله فایق وویل، یاغیانو په دولت آباد ولسوالۍ کې یو موټربم وچاوه چې بازار یې سخت خراب کړ او ګڼ شمېر خلکو ته یې تلفات ور واړول.‌

په کندوز ولایت کې چارواکو د طالبانو له خوا د تلاشۍ په دوو جلا جلا پوستو باندې له بریدونو څخه وروسته د تیت او پرک نښتو راپور ورکړ. مقاماتو د تلفاتو په هکله بېلابېلې شمېرې ورکړې.

چارواکو وویل،‌ په غزني ولایت کې، د لیندۍ په ۲۸مه هغه وخت ۱۵ ماشومان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول چې یوې مذهبي غونډې ته نږدې په چاودېدونکیو توکو سمبال موټرسایکل چاودنه وکړه. هغوی د پېښې پړه په طالبانو باندې واچوله.‌

طالبانو په یاده پېښه کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې وضعیت له یوې ورځې څخه بلې ته خرابېږي. هره ورځ چاودنې او وژنې ترسره کیږي. پخوا د هېواد د پوځ پر ضد جنګ کېده، خو اوس ملکي خلک وژل کیږي. هره ورځ مونږ وینو چې د یوه مقناطیسي بم په چاودنه کې یا یو خبریال په نښه شوی وي یا یو ډاکتر. زه فکر کوم چې د دغو وژنو تر شا یوه ځانګړې حلقه لاس لري،‌ او د دغې حلقې هدف دا دی چې ګډوډي او بې نظمي جوړه کړي. کېدی شي چې دغه ګروپ له ځینې داسې هېوادونو څخه چې د افغانستان پر وړاندې بد نیت او کرکه لري، پیسې ترلاسه کوي چې د هېواد په ښارونو کې وضعیت خراب کړي. د افغانستان استخباراتي ادارې باید خپل ځانونه قوي کړي او د دښمن هڅې له وخت نه مخکې شنډې کړي.

ځواب ورکړئ