امنیت

بمي بریدګر په غزني کې له لسو ډېر کسان چې د قران کریم په ختم بوخت ول ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

خپلوان د لړم په ۳مه په غزني ولایت کې د سړک د غاړې د یوه بمي برید د یوه قرباني تابوت لېږدوي. چارواکو وویل، دغې چاودنې یو بس موټر وواهه چې ۹ ملکي کسان یې په کې ووژل، او په دې توګه د یوه بل برید پړه هم پر طالبانو واچول شوه. [ای اېف پي]

خپلوان د لړم په ۳مه په غزني ولایت کې د سړک د غاړې د یوه بمي برید د یوه قرباني تابوت لېږدوي. چارواکو وویل، دغې چاودنې یو بس موټر وواهه چې ۹ ملکي کسان یې په کې ووژل، او په دې توګه د یوه بل برید پړه هم پر طالبانو واچول شوه. [ای اېف پي]

غزني -- چارواکو وویل، یو موټرسایکل چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۲۸مه/ په غزني ولایت کې وچاودېد چې د یو لړ مذهبي مراسمو لږ تر لږه ۱۵ تنه برخه وال یې ووژل.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، چاودنې یو کور چې د قران کریم ختم په کې روان وو وواهه.

آرین د لیندۍ په ۲۸مه په ټوېټر په یوه پوست کې ولیکل، «نن د ماسپښین شاوخوا ۲ بجې یو موټرسایکل چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو د غزني د ګیلان ولسوالۍ په اغوجان سیمه کې په یوه کور کې چې د قران کریم ختم په کې روان وو، وچاودېد.‌ له بده مرغه چې په پېښه کې ۱۵ ملکي کسان شهیدان او ۲۰ نور ټپیان شول.»

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده د مړو شمېر ۱۱ یاد کړ. هغه وویل چې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شول.

هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ولسمشر اشرف غني په یوه اعلامیه کې دغه بمي برید وغانده او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې په اوربند باندې دې توافق وکړي.

طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو په غزني کې په دوامداره توګه نښتې کړي دي.

دېرش تنه امنیتي منسوبین تېره میاشت هغه مهال ووژل شول چې د ولایت له مرکز غزني ښار سره نږدې یوه ځانمرګي موټربمي بریدګر یوه پوځي اډه په نښه کړه.

طالبانو د کب په میاشت کې له واشنګټن سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو راهیسې تر ډېره په کلیوالو سیمو کې حکومتي ځواکونه په نښه کړي دي. یادې هوکړې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي تر میاشتې پورې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړه.‌

دغه د تاوتریخوالي وروستۍ لړۍ په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې د مرغومي تر میاشتې پورې درول شوي دي.

په کابل کې د خبرو غوښتنه

غني غوښتنه کړې چې د سولې د مذاکراتو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي، او وایي چې دا مناسبه نه ده چې په «مجللو هوټلونو» کې کتنې ترسره شي.

طالب مرکچیان پاکستان ته تللي او هلته یې د لیندۍ په ۲۸مه له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي. هغه پر دواړو خواوو غږ وکړ چې تاوتریخوالی دې کم کړي او په اوربند باندې دې توافق وکړي.‌

پنتاګون د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۷مه/ وویل، په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي روانه اونۍ له طالبانو او غني سره جلا جلا کتنې ترسره کړېڅو د مذاکراتو له لارې د حل په رامنځته کولو ټینګار وکړي.

د میلي ویاندې قوماندانې سارا فلاهرتي وویل، جنرال مېلر په قطر کې له طالبانو سره په کتنه کې، «په عاجله توګه د تاوتریخوالي د کمولو د اړتیا او د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسي حل د رامنځته کولو په لور د پرمختګ په هکله چې د سیمې له ثبات سره مرسته او د متحده ایالاتو د ملي ګټو ساتنه کوي، خبرې اترې وکړې.»

میلي چې په دویم ځل یې له طالب استازو سره غونډه وکړه د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/ په کابل کې له غني سره هم خبرې وکړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان سیاسون که هغه طالبان دي او که د افغان حکومت چارواکي دي ټول د قدرت تږي دي. که د افغانستان تاریخ ته زير شو آن ورور خپل ورو واک ته د رسیدو په خاطر وژلی ده. نه طالبان والله که د سړي زامن یي او نه د افغان حکومت چارواکي. بس الله پاک د خپله په دغه کړیدلي ولس ورحمیږي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې جنګ د قدرت ترلاسه کولو لپاره دی.‌ نه اشرف غني د بې ګناه خلکو د وژنې پروا کوي نه ملا عبدالغني برادر. په دې جنګ کې یوازې د غریبو خلکو بچیان قرباني کیږي.‌ اشرف غني ټوله ورځ چیغې وهي چې هغه چمتو نه دی چې قدرت پرېږدي،‌ ځکه چې په دې توګه د ۲۰ کالو لاسته راوړنې له لاسه وځي، خو طالبان وایي چې په هیواد کې د سولې راتګ ناشونی دی مګر دا چې رژیم بدل شي.‌ دواړه لوري په خپله خبره ولاړ دي او د دواړو ډلو دغه ټینګار به هیواد د بحران خوا ته بوځي. هره ورځ بې ګناه خلک قرباني کیږي، او دا روښانه نه ده چې هغوی څوک وژني.‌ حکومت د وژنو او چاودنو پړه پر طالبانو ور اچوي، خو بل طرف ته، طالبان وایي چې دا د حکومت کار دی او حکومت هڅه کوي چې طالبان بې اعتباره کړي چې د سولې پروسه ټکنۍ کړي او هغه په قدرت کې پاتې شي، خو د افغانستان خلک پوهېږي چې هم موجود حکومت د هغوی قاتل دی او هم طالبان. ‌د افغانستان جنګ باید ودرول شي.‌ یا باید افغان حکومت په بشپړ ډول بریالی شي او طالبان کاملاً له منځه وېسي، یا طالبان باید راشي او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړي.‌ امنیت د خلکو لپاره مهم دی. د خلکو لپاره دا مهمه نه ده چې نظام امارتي وي که جمهوري. په پای کې، زه له خدای تعالی څخه د غزني د پېښې د شهیدانو لپاره د فردوس جنت غوښتنه کوم او د هغوی د پاتې خلکو لپاره د صبر غوښتنه کوم.‌

ځواب ورکړئ

دا د غزني پېښه ډېره غموونکې وه.‌ خدای پاک دې د دې پېښې ترسره کوونکي هلاک کړي.‌ زه د قربانیانو لپاره د جنت دعا کوم او د هغوی کورنیو ته ژور تسلیت وایم.‌

ځواب ورکړئ