امنیت

په خوست کې د سرک د غاړې بم د یوې کورنۍ ۱۰ غړي چې جنازې ته روان ول ووژل

ای اېف پي او سلام ټایمز

په عکس کې چې د لیندۍ په ۲۶مه اخیستل شوی، په تیره زي ولسوالۍ کې د سرک د غاړې بم په وسیله د ویجاړ شوي موټر پاتې شوني لیدل کیږي.‌ [نصرت رحیمي/ټوېټر]

په عکس کې چې د لیندۍ په ۲۶مه اخیستل شوی، په تیره زي ولسوالۍ کې د سرک د غاړې بم په وسیله د ویجاړ شوي موټر پاتې شوني لیدل کیږي.‌ [نصرت رحیمي/ټوېټر]

خوست -- چارواکو وویل، د عین کورنۍ ۱۰ غړي د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/ هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سرک د غاړې یوه بم وواهه. هغوی په خوست ولایت کې یوې جنازې ته روان ول.‌

محلي او ملي چارواکو وویل، قربانیانو په تیره زي ولسوالۍ کې په یوه لوی واګون موټر کې سفر کاوه چې چاودنه رامنځته شوه.‌

د خوست د والي ویاند طالب منګل ای اېف پي ته وویل، «په قربانیانو کې پنځه سړي، دوه ښځې او درې ماشومان شامل وو چې ټول د یوې کورنۍ غړي ول.»

«هغوی لوګر ولایت ته سفر کاوه چې په یوه جنازه کې برخه واخلي.»

د کندوز اوسېدونکي د لیندۍ په ۷مه د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې دې ته تیاری نیسي چې هغه سړي، ښځې او ماشومان ښخ کړي چې موټر یې د سرک پر غاړه اېښودل شوي ماین چې شک کیږي طالبانو ښخ کړی وو وواهه او هغوی په کې ووژل شول.‌ یوه بل د سرک د غاړې بم د لیندۍ په ۲۶مه په خوست ولایت کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل. [هدایت الله]

د کندوز اوسېدونکي د لیندۍ په ۷مه د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې دې ته تیاری نیسي چې هغه سړي، ښځې او ماشومان ښخ کړي چې موټر یې د سرک پر غاړه اېښودل شوي ماین چې شک کیږي طالبانو ښخ کړی وو وواهه او هغوی په کې ووژل شول.‌ یوه بل د سرک د غاړې بم د لیندۍ په ۲۶مه په خوست ولایت کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل. [هدایت الله]

د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د قربانیانو شمېر او د پېښې جزیات تایید کړل، خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاته کړه چې دغه بم د طالبانو له خوا د سرک پر غاړه ښخ کړای شوی وو.

طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه تبصره نه ده کړې

د ترهګرو تاوتریخوالي ماشومان ووژل

دا برید عین په هغې ورځ وشو چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسېف) یو راپور خپور کړی چې وایي، په افغانستان کې د روان کال د لومړیو نهو میاشتو په دوران کې هره ورځ په اوسط ډول ۹ ماشومان وژل شوي یا ټپي شوي دي.‌

تېره اونۍ، د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۰ ملکي کسان هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یوه د سرک د غاړې بم وواهه.

د کورنیو چارو وزارت وویل، د لیندۍ په ۶مه په کندوز ولایت کې یوه بل ځمکني ماین د ۸ ماشومانو په شمول ۱۵ ملکي کسان ووژل.‌

محلي چارواکو وویل، هغوی له خان اباد ولسوالۍ څخه امام صیب ولسوالۍ ته یوه واده ته روان ول چې موټر یې د امام صیب ولسوالۍ په ایخمچال کلي کې د سرک د غاړې بم وواهه.

همدارنګه، د سې شنبې په ورځ یوه بم د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته چې په نسبي ډول خوندي بلل کیږي، ټکان ورکړ.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وویل، یوه بم چې په موټرسایکل کې پټ کړای شوی وو د ترافیکو د پولیسو د ۵ افسرانو په شمول ۱۸ کسان ټپیان کړل.‌

د مزار د مرکزي روغتون رییس شفیق شایق د ټپیانو شمېر ۲۳ کسان وښودل.‌

د ځمکنیو ماینونو او کلسټري وسلو د څار موسسې له خوا د لړم په ۳۰مه د یوه خپاره شوي کلني راپور پر بنسټ،‌ ځمکني ماینونه او ځاي پرځای شوي چاودېدونکي توکي چې وسله والو اوغیر دولتي ډلو ځای پرځای کړي دي لا هم د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې بې ګناه ملکي خلک ژوبلوي.‌

د لنډ ماین مونېټر موسسې د راپور پر بنسټ،‌ په ۲۰۱۸ کال کې ماینونو او له جګړې څخه د چاودېدونکو توکو پاتې شونو، ۶۸۹۷ کسان وژلي یا ټپیان کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان د خلکو د خوندي کولو یوازنۍ لاره دا ده چې له طالبانو سره سوله وشي که نه کور ورانوونکې جګړه به هره ورځ د هېواد د غریبو او بې ګناه ملکي خلکو ژوند قرباني کوي. زه واقعاً د دې لیکنې په لوستلو خفه شوم. دا ډېره دردناکه ده چې غریب ملکي خلک چې د خپلو خپلوانو د جنازې مراسمو ته تلل د سرک د غاړې د بم ښکار شول، او یو څو اونۍ مخکې، د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د یوې مسلمانې کورنۍ موټر، چې امام صیب ولسوالۍ ته د خپلوانو د واده لپاره روان وو، د سرک د غاړې یوه بم وواهه، او د ښځو او ماشومانو په شمول د کورنۍ ټول غړي يې ووژل. یوازې یو سړی او د هغه ۶ کلنه لور ژوندي پاتې شول خو هغوی هم ټپیان ول.

ځواب ورکړئ