امنیت

په داسې حال کې چې افغان مشران په خبرو تاکید کوي په کندوز کې د سړک د غاړې چاودنې ۷ ملکي کسان ووژل

ای اېف پي

د کندوز اوسېدونکي د تېرې لیندۍ په ۷مه دې ته چمتووالی کوي چې هغه سړي، ښځې او ماشومان خښ کړي چې د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د طالبانو د سړک د غاړې بم یې موټر وواهه او هغوی یې ووژل. [هدایت الله]

د کندوز اوسېدونکي د تېرې لیندۍ په ۷مه دې ته چمتووالی کوي چې هغه سړي، ښځې او ماشومان خښ کړي چې د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د طالبانو د سړک د غاړې بم یې موټر وواهه او هغوی یې ووژل. [هدایت الله]

کندوز -- چارواکو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳مه/ وویل چې د افغانستان په شمال کې یوه د سړک د غاړې بم چې وایي طالبانو ایښی وو ۷ ملکي کسان ووژل، خو بیا هم چارواکو تاکید وکړ چې له اورپکو سره دې د سولې خبرې ترسره شي.

البته، د غبرګولي له ۴مې راهیسې چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند په ناڅاپي توګه اعلان کړ، د افغانستان په ډېرو برخو کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

وروستۍ چاودنې یو موټر چې یو ګروپ کارکونکي یې وړل د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۲مه/ ناوخته د کندوز ولایت په بې ثباته ولسوالۍ خان اباد کې وواهه.

هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست، خو د کندوز ولایت ویاند عصمت الله مرادي د پړې ګوته طالبانو ته ونیوله.

هغه ای اېف پي ته وویل، «معمولا طالبان د سړک د غاړې بمونه ږدي چې امنیتي ځواکونه په نښه کړي، خو د هغوی بمونه ډېر وختوت ملکي خلک وژني.»

ولسوال حیات الله امیري وویل، په چاودنه کې د ۶ ټپي شویو افغانانو له ډلې څخه د دوه کسانو حال نازک دی.

اورپکي ملکي خلک وژني

د تېرې لیندۍ په ۶مه، د سړک د غاړې یوه بم، چې باور کیږي طالب اورپکو خښ کړی وو، لږ تر لږه ۱۵ کسان هغه وخت ووژل چې له خان اباد ولسوالۍ څخه امام صیب ولسوالۍ ته واده ته روان ول.

ولسمشر اشرف غني د طالبانو د اوربند هرکلی وکړ او چارواکو په دې اعلان سره چې شاوخوا ۲۰۰۰ طالب بندیان به خوشې کړي د سولې د خبرو د پیلولو په هیله د «ښه نیت ښودلو» په توګه ځواب ورکړ.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د غبرګولي په ۱۰مه وویل چې د هغه ټیم تیار دی چې «هره شېبه» مذاکرات پیل کړي.

د غبرګولي د ۱۲مې په وروستیو کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د سولې د خبرو په پيلولو تاکید کوي، د غني او د هغه د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون په کابل کې له جګپوړو چارواکو سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وکړې.

د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، په داسې حال کې چې صالح په تاوتریخوالي کې روان کمی مهم وباله او ویې ویل چې د اوربند لپاره ضروري دی، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د راتلونکو ګامونو د اړتیا په هکله خبرې اترې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالب بندیانو د خلاصولو پر مسئله او د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره د ځای په ټاکلو باندې ځانګړی بحث وشو، او زیاتوي چې پمپیو د یوه امن او ثابت افغانستان لپاره د واشنګټن ملاتړ تکرار کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سولې خبرو ته د طالبانو راتګ په افغانستان کې د جنګ د حلولو ښه لاره ده، خو په دې برخه کې د ښځو لپاره د محدودیتونو او له ښځو سره د اختلاف اندېښنه شته.‌ ازادې ښځې هېڅکله هم نشي کولی چې په ټولنه کې د طالبانو د ۱۹۹۷ کلونو په څېر واکمني ومني.

ځواب ورکړئ

دغه خلک په جنګل باشي کلي کې چې طالبان په کې موجود دي وژل شوي دي، دغه کلي ته تللې لاره د طالبانو له خوا په بشپړ ډول ماین کاري شوې ده،‌ او له لسو کالو راهیسې په دې لاره باندې موټرونه نه ورځي. دا کارګران د بدخشان ولایت اوسېدونکي ول او د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ ته د مزدورکارۍ یا حاصلاتو ټولولو لپاره راغلي ول، خو له بده مرغه چې هغوی له دې امله شهیدان شول چې موټر یې ماین وواهه.‌ زه هم د عین کلي اوسېدونکی یم، ۱۵ کاله کیږي چې مونږ هغه کلی د ناامنۍ له امله پرېښی دی، او اوس تقریبا لس کاله کیږي چې حتی طالبان په دې نه دي توانېدلي چې په جنګل باشي سرک باندې سفر وکړي ځکه چې سرک په مکمله توګه ماین کاري شوی دی.‌ دا لومړی ځل نه دی چې خلکو په دغه خطرناک سرک باندې ژوند له لاسه ورکړی. پخوا هم، په دې سرک باندې یو غټ شمېر خلک له ځمکنیو ماینونو سره مخامخ شوي او شهیدان شوي ول. تېر کال، د جنګل باشي په لاره یوه ځمکني ماین یو موټر وواهه چې د موټروان په شمول څلور کسان په کې ووژل شول.

ځواب ورکړئ