امنیت

په کندوز کې مرګونې چاودنه ښیي چې دغلته لا هم د ځمکنیو ماینونو خطر شته دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

محلي چارواکو وویل،‌ د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان هغه وخت ووژل شول چې د هغوی موټر د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۶مه د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوه بم چې باور کیږي طالب اورپکو ځای پرځای کړی وو، وواهه. [هدایت الله]

د ځمکنیو ماینونو او کلسټري وسلو د څار موسسې له خوا د لړم په ۳۰مه د یوه خپاره شوي کلني راپور پر بنسټ،‌ ځمکني ماینونه او ځاي پرځای شوي چاودېدونکي توکي چې وسلوالو اوغیر دولتي ډلو ځای پرځای کړي دي لا هم د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې بې ګناه ملکي خلک ژوبلوي.‌

د لنډ ماین مونېټر موسسې د راپور پر بنسټ،‌ په ۲۰۱۸ کال کې ماینونو او له جګړې څخه د چاودېدونکو توکو پاتې شونو، ۶۸۹۷ کسان وژلي یا ټپیان کړي دي. راپورپه ګوته کوي چې دا پرله پسې څلورم کال دی چې «د ثبت شوي مرګ ژوبلې شمیر په غیر معمولي ډول لوړ ده».‌

د هغوی له ډلې څخه ۳۷۸۹ کسان د په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو قربانیان دي چې دا تر ننه پورې تر ټولو لوړ ثبت شوي شمېردی.‌

که څه هم چې په ۱۹۹۷ کې د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوي کنوانسیون یا د اوتاوا تړون مرسته وکړه چې د حکومتونو له خوا -- د هغو په شمول چې دغه تړون یې نه وو لاسلیک کړی -- د ټولو ماینونو استعمال ته د پای ټکی کېږدي، لیکن وسله وال ګروپونه لا هم په زیاتېدونکي ډول په لاس جوړ پرسونل ضد ماینونه کاروي.‌

محلي خلک د لیندۍ په ۷مه د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې دې ته تیاری نیسي چې هغه سړي، ښځې او ماشومان ښخ کړي چې موټر یې د طالبانو له خوا د سرک پر غاړه اېښودل شوي ماین وواهه او هغوی په کې ووژل شول.‌ [هدایت الله]

محلي خلک د لیندۍ په ۷مه د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې دې ته تیاری نیسي چې هغه سړي، ښځې او ماشومان ښخ کړي چې موټر یې د طالبانو له خوا د سرک پر غاړه اېښودل شوي ماین وواهه او هغوی په کې ووژل شول.‌ [هدایت الله]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی، عزیزالله موسی زی چې کورنۍ یې په چاودنه کې وځپل شوه د خپلو عزیزانو له جسدونو سره لیدل کیږي. [هدایت الله]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی، عزیزالله موسی زی چې کورنۍ یې په چاودنه کې وځپل شوه د خپلو عزیزانو له جسدونو سره لیدل کیږي. [هدایت الله]

د یوه ځمکني ماین په چاودنه کې د خپلو پښو له لاسه ورکولو څخه وروسته، یو افغان سړی د وري په ۶مه په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د نړۍ وال سره صلیب روغتون کې په مصنوعي پښو ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د یوه ځمکني ماین په چاودنه کې د خپلو پښو له لاسه ورکولو څخه وروسته، یو افغان سړی د وري په ۶مه په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د نړۍ وال سره صلیب روغتون کې په مصنوعي پښو ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

لینډ ماین مونېټر ویلي، غیر دولتي ګروپونو تېر کال له دغه ډول وسلو څخه په لږ تر لږه شپږو هېوادونو: افغانستان، هندوستان، برما، نایجیریا، پاکستان او یمن کې کار اخیستی دی.

د ای اېف پي د راپور پر بنسټ، په ورته وخت کې د لیندۍ په ۸مه د اوتاوا تړون لاسلیکوونکیو ۱۶۴ هېوادړونو هوکړه وکړه چې په ۲۰۲۵ کال کې د «له ماینونو څخه پاکه» نړۍ د لرلو هدف ترسره کول ګړندي کړي.

د ناروی د بهرنیو چارو وزیر ایني ایریکسن سوراید په اوسلو کې له غونډې څخه وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، «اوس هېوادونو هوکړه کړې چې دا ضروري ده ترڅو د راتلونکو پنځو کالونو په ترڅ کې د ماینونو پاکول ګړندي کړای شي.»

د لیندۍ په ۸مه تصویب شوي «د اوسلو د عمل پلان» پربنسټ،‌ هېوادونه «په ماینونو پوښلې سیمې په ګوته کوي او د ماینونو د پاکولو لپاره ملي پلانونه تر لاس لاندې نیسي.»

په اوسلو کې د دې اونۍ غونډه د هغو پنځو کلنیو غونډو وروستۍ وه چې غواړي د اوتاوا تړون چې په ۱۹۹۷ کې تصویب شوی دی تطبیق کړي.‌

د ناروی د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، د یاد تړون له تصویب راهیسې، د ماینونو د ساحو د پاکولو او د زیرمو د ویجاړولو له لارې نژدې ۵۸ میلیونه حلقه ماینونه له منځه وړل شوي دي.‌

په افغانستان کې مرګونې چاودنه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، په اوسلو کې دغه غونډه په داسې حال کې کېږي چې تېره اونۍ په کندوز ولایت کې یوه ځمکني ماین د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي کسان ووژل.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د لیندۍ په ۶مه وویل، «نن ماښام شاوخوا ۵ بجې د طالب ترهګرو له خوا ښخ شوي یوه ماین یو ملکي موټر وواهه... چې ۱۵ ملکي کسان یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.»

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وویل، دا سړي او ښځې له خان اباد ولسوالۍ څخه امام صیب ولسوالۍ ته یوه واده ته روان ول چې موټر یې د امام صیب ولسوالۍ په ایخمچال کلي کې د سړک د غاړې بم وواهه.‌

مرادي وویل، «له بده مرغه چې په وژل شویو کې ۷ ښځې او ۵ ماشومان هم شامل دي.»

هېڅ ډلې هم د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو مرادي تور ولګاوه چې بم طالبانو ښخ کړی دی.‌

هغه وویل، «دا بم طالبانو د دې لپاره ښخ کړی وو چې افغان امنیتي ځواکونه په نښه کړي.»

د مرادي په وینا، د کندوز والي عبدالجبار نعیمي دا وژنې وغندلې او دا پېښه یې «یو بشر ضد جنایت» وباله.

عزیزالله موسی زي د کندوز په سیمه ییز روغتون کې د درملنې پرمهال وویل، «زما په ګډون د دوو کورنیو غړو غوښتل چې په امام صیب ولسوالۍ کې زما د تره د زوی په واده کې برخه واخلي، خو موږ خبر نه وو چې طالبان به زموږ خوښي په غم بدله کړي.»

موسی زي وویل، «زما پنځو ماشومانو، زما مېرمنې، زما مور، زما خور، زما دوه خورزو او زما یوه کاکا د هغه له دوه لوڼو سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

موسی زي هم د پېښې پړه پرطالبانو ور واچوله.

هغه وویل، «د دې جرم مسؤل طالبان دي. طالبانو چې په دې سرک باندې بمونه ښخول بیا یې ولې د ملکي خلکو پر مخ بنداوه نه؟‌ ولې یې پرېښودل چې موټرونه په دې لاره لاړ شي؟»

هغه وویل، «هغوی له مانه هر څه واخیستل. تر دې چې زه دومره پیسې نه لرم چې هغوی ښخ کړم.»

امنیتي ځواکونه په حرکت کې دي

د کندوز امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر وویل، د امام صیب ولسوالۍ په نا امنو سیمو کې به ژر چانیز عملیات پیل شي.‌

په دې سیمه کې په منظمه توګه د طالب یاغیانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې کېږي. یاغیانو د وږي په میاشت کې د ولایت په مرکز کندوز ښار باندې برید وکړ خو په نیولو یې بریالي نشول. طالبانو دغه ښار په ۱۳۹۴ کې د لنډې مودې لپاره نیولی وو.‌

د طالبانو له خوا د ځمکنیو ماینونو استعمال یوازې کندوز پورې محدود نه دی.‌

په ګاونډي ولایت بادغیس کې، طالبانو د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي له نژدې یو نیم کال راهیسې د ولسوالۍ په شاوخوا سړکونو د ځمکنیو ماینونو د کرلو له لارې محاصره کړي دي.‌

چارواکي او اوسېدونکي وایي چې د جوند ولسوالۍ خطرناک سړکونه د دې مخه نیسي چې اوسېدونکي له دې ولسوالۍ څخه وځي او د یادې ولسوالۍ مرکز ته د خوړو، درملو او جامو د ور رسېدلو مخه یې نیولې ده.

افغان امنیتي ځواکونه په دې کار کوي چې سړکونه پاک کړي او توانېدلي چې لږه اندازه خواړه او روغتیايي سامان د څرخکې له لارې ورسوي.

[له کندوز څخه هدایت الله د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500