امنیت

په کندوز کې د ماین پاکۍ کار په داسې حال کې پیلېږي چې دغه پټ دښمن د خلکو وژلو ته دوام ورکوي

د محمد قاسم راپور

دا عکس چې د لړم په ۱۹مه اخیستل شوی، په خطرناکو سیمو کې د ژوند د ملاتړ (هلو) ادارې یو ماین پاکوونکی ښیي چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې فلزي کشفي وسیلې په واسطه د ماینونو موندلو لپاره ځمکه ګوري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

دا عکس چې د لړم په ۱۹مه اخیستل شوی، په خطرناکو سیمو کې د ژوند د ملاتړ (هلو) ادارې یو ماین پاکوونکی ښیي چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې فلزي کشفي وسیلې په واسطه د ماینونو موندلو لپاره ځمکه ګوري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندوز -- د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسې چارواکي وایي،‌ په کندوز ولایت کې کار روان دی ترڅو شاوخوا ۸۰ کلي له مرګونو ځمکنیو ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو څخه پاک کړی.‌

د هلو (HALO) معنی په خطرناکو سیمو کې د ژوند ژغورنې موسسه ده.

په کندوز کې د هلو ټرسټ موسسې رییس سید اغا عتیق وویل،‌ په وروستیو کالونو کې د چهار درې، دشت ارچي، امام صیب،‌ او خان اباد ولسوالۍ او دغه راز کندوز ښار له ځمکنیو ماینونو او په لاس جوړو چاودېدونکیو توکو څخه پاک شول.‌

هغه وویل،‌ خو کارکوونکیو د زمري په میاشت کې د تېر حکومت د سقوط په ترڅ کې د جنګ له امله ۸۰ نورې ساحې لا پاکې کړي نه دي.

د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسې کارکوونکي د لړم په ۲۵مه د کندوز هوایي ډګر سره نږدې دکشف شویو ناچاودو توکو تر څنګ لیدل کیږي. [هلو ټرسټ]

د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسې کارکوونکي د لړم په ۲۵مه د کندوز هوایي ډګر سره نږدې دکشف شویو ناچاودو توکو تر څنګ لیدل کیږي. [هلو ټرسټ]

عتیق د لیندۍ په ۱ وویل، «په کندوز ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د ځایي خلکو په غوښتنه، زموږ د ماین پاکۍ ټیم دغه سیمې سروې کړي، او په پام کې ده چې په راتلونکۍ اونۍ کې د ماین پاکۍ کار پیل شي.‌»

هغه زیاته کړه، دا سروې د لړم له ۱ څخه د لړم تر ۳۰مې پورې ترسره شوه.

هغه وویل، کارکوونکي به په تدریج سره د کندوز ښار په اورتبلاقي، تلوکه، ګل تېپه او حضرت سلطان سیمو او په چهار دره، دشت ارچي، امام صاحب او خان اباد ولسوالیو کې پراخې سیمې له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکې کړي.

هلو ټرسټ په ۱۳۶۷ کال کې په ځانګړې توګه د دې لپاره تاسیس شو چې د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال په ترڅ کې پاتې شوي چاودېدونکي توکي پاک کړي.

خو هېواد دومره ډېر ماین کاري شوی وو چې د پاکولو کار یې هېڅکله هم، حتی په ۱۳۷۶ کې د ډېرو هېوادونو له خوا د ځمکنیو ماینونو د استعمال د مخنیوي د نړۍ وال تړون له لاسلیکېدلو څخه وروسته، هم ونه درېد. افغانستان دغه تړون په ۱۳۸۱ کې لاسلیک کړ.‌

مرګونی خطر

د کندوز اوسېدونکي وایي، د سړک د غاړې هغه ماینونه او نور په لاس جوړ چاودېدونکي توکي چې د زمري په میاشت کې په سړکونو خښ شوي وو اوس د خلکو ژوند ګواښي.

د محمد ادریس احمدي په نامه د کندوز اوسېدونکي وویل، ماینونه اوس هم د استوګنې په سیمو کې د ځایي خلکو لپاره یو لوی خطر جوړوي.

هغه وویل، «زه د ماین پاکۍ ټیمونو څخه غواړم چې د کندوز هوایي ډګر شاوخوا سیمې په بشپړ ډول وپلټي ځکه ډېر اوسېدونکي په دې باور دي چې ښایي دا سیمې په ځمکنیو ماینونو او په لاس جوړو چاودېدونکیو توکو ډېرې لړل شوې وي.»

هغه وویل،‌ هر ډول نه کشف شوي ماینونه ځایي خلک او په تېره بیا ماشومان له خطر سره مخامخ کوي.‌

په چهار دره ولسوالۍ کې د یوې محلي شورا یوه غړي عبدالواحد حنفي وویل چې د هغه کلیوال د دغې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې د ځمکنیو ماینونو او په لاس جوړو چاودېدونکو توکو په هکله خبر دي.‌

حنفي وویل، «له بده مرغه، دوه ماشومان او یوه ښځه هغه وخت ووژل شول، او پنځه نور ټپیان شول چې د لړم په ۱۲مه د چهار درې ولسوالۍ په پل سید مختار کلي کې یوه د هاوان ګولۍ وچاودېدله.»

حنفي وویل،‌ د هاوان ګولۍ وروسته له هغه وچاودېدله چې ماشومانو کور ته راوړه او لوبې یې ورسره کولې.

هغه وویل، کله چې موږ کور ته لاړو موږ د ماشومانو د بدنونو ټوټې ولیدلې چې هرې خواته خپرې وې.»

حنفي وویل، «زما هغه چیغې او بغارې نه هېرېږي چې هغه وخت د اغېزمنې شوې کورنۍ خپلوانو وهلې.»

په دشت ارچي ولسوالۍ کې یوه قومي مشر غلام حیدر لغماني وویل، د ولسوالۍ په دفتاڼیو، وزیرخان، ملک علي، شهروان، تاجک قشلاق، داويانو، هژده نهري او نورو سیمو کې هم اوسېدونکي په سړکونو باندې د ځمکنیو ماینونو له احتمالي خطرونو سره مخامخ دي.

هغه وویل، د تلې په میاشت کې د شهروان په کلي کې یوې چاودنې هغه وخت دوه کسان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل چې هغوی په یوه موټر کې کور ته روان ول.‌

د زرګونو کسانو تلفات

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال شمس الدین قیومي وویل،‌ ځمکني ماینونه او په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې د بې ګناه ملکي خلکو ژوبلولو ته دوام ورکوي، چې په زرګونو کسان معلولوي یا وژني.‌

هغه د لیندۍ په ۲مه وویل، «څلور کاله مخکې په امام صیب ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ما خپل پلار له لاسه ورکړ.‌ زه کولی شم د هغو خلکو درد احساس کړم چې دغه نه لیدل کېدونکي دښمن یې ژوند خراب کړی دی.»

قیومي چې پلار یې د پولیسو یو افسر وو په ټولو کورنیو باندې غږ وکړ چې هغو سیمو ته، چې د ماینونو د موجودیت د ښودنې لپاره په سرو تیږو په نښه شوي وي، پام وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې وویل، ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له ۱۳۶۷ کال راهیسې شاوخوا ۴۱۰۰۰ ملکي افغانان وژلي یا ټپي کړي دي.

د قربانیانو له ډلې څخه له دوه پر درې برخو ډېر ماشومان وو، چې ډېرو یې دغه مرګونې وسیلې د لوبو کولو پر وخت موندلي او ورسره پورته کړي دي.‌

د ځمکنیو ماینونو او د کلستری چاودیدونکو توکو د څار د کلني راپور په اساس چې د لړم په ۱۹مه خپور شو، افغانستان د ۱۳۹۹ له لومړیو څخه د ۱۴۰۰ د تلې میاشتې پورې له ۱۰۰ څخه ډېر تلفات ثبت کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500