امنیت

د ځمکنیو ماینونو په وسیله د ماشومانو وروستیو مړینو د دوامدارو خطرونو په هکله اندېښنې راپورته کړي دي

د عمران راپور

په وروستیو اونیو کې د ناچاودو توکو او ځمکنیو ماینونو په وسیله د شپږو ماشومانو په مړینې سره، په ګرد افغانستان کې د جنګ د دغو خطرناکو پاتې شونو په هکله اندېښنې په ډېرېدلو دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په وروستیو اونیو کې د ناچاودو توکو او ځمکنیو ماینونو په وسیله د شپږو ماشومانو په مړینې سره، په ګرد افغانستان کې د جنګ د دغو خطرناکو پاتې شونو په هکله اندېښنې په ډېرېدلو دي.

څلور ماشومان (درې ورونه او یوه نجلۍ چې د هغوی د تره لور وه) هغه وخت ووژل شول او یو ماشوم ټپي شو چې د کب په ۲مه د هرات ښار د استوګنې په یوه سیمه کې یو ځمکنی ماین وچاودېد.‌

دغو ماشومانو د درې او ۱۲ کالونو تر منځ عمرونه لرل.‌

هغوی وتلي وو ترڅو کثافات راټول کړي او په تصادفي ډول یې له ځانونو سره کور ته یو ماین راوړی وو. د هغوی له ډلې څخه یوه کس په کور کې دننه د ماین مخه پاکوله چې وچاودېد.

۸ کلن محمد آصف د کب په ۴مه، دوه ورځې وروسته له هغه چې په خپل کور کې یې د یوه ځمکني ماین په چاودنه کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړله، د هرات په حوزوي روغتون کې درملنه ترلاسه کوي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

۸ کلن محمد آصف د کب په ۴مه، دوه ورځې وروسته له هغه چې په خپل کور کې یې د یوه ځمکني ماین په چاودنه کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړله، د هرات په حوزوي روغتون کې درملنه ترلاسه کوي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

یواځې څو ورځې وروسته د کب په ۸مه هغه وخت دوه ماشومان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول چې د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یوه د هاوان ګولۍ وچاودېدله.‌

چاودنه هغه وخت وشوه چې ماشومانو له یادې وسیلې سره لوبې کولې.

په هرات ښار کې د درېوو وژل شویو ماشومانو پلار نایب قادري وویل، که حکومت د استوګنې سیمې له ناچاودو توکو او ځمکنیو ماینونو څخه پاکې کړې وای، د هغه زامن به اوس هم ژوندي وای.‌

هغه وویل، «زه یو مزدور کار یم او ما خپل بچیان په مینه او سختیو سره را لوی کړي ول. ما به د ورځې د ۵۰ افغانیو کار کاوه او د خپلو بچیانو لپاره به مې د ژوند څوری برابراوه. اوس ما د حکومت د ناکامۍ له امله یو ناڅاپه خپل درې زامن له لاسه ورکړل.»

هغه وویل، «کله چې هغوی زما د بچیانو جسدونه روغتون ته وېوړل، ما ۲۰ افغانۍ (۰.۲۲ ډالر) هم نه لرلې چې یوه ټکسي پرې ونیسم او هغوی کور ته راوړم. په روغتون کې خلکو پيسې واچولې،‌ او بیا ما وکولی شوای چې د هغوی جسدونه کور ته راوړم.»

په هرات کې د څلورو وژل شویو ماشومانو ترور مریم ټینګار وکړ چې حکومت باید د جنګ چاودېدونکي پاتې شوني پاک کړي وای.‌

هغې وویل، «حتی له پېښې څخه وروسته هم مقاماتو څه مرسته ونه کړله. موږ په یوه رکشا کې د ماشومانو جسدونه روغتون ته وېوړل. کله چې موږ روغتون ته ورسېدلو، یواځې یو ژوندی پاتې وو.»

د درېوو وژل شویو ماشومانو مور نازنین وویل، «زما ماشومان تللي وو ترڅو کثافات راټول کړي، او له ځانونو سره یې ماین راوړی وو. موږ نه پوهېدلو چې هغه یوه چاودېدونکې وسیله ده او کېدی شي وچوي.»

هغې زیاته کړه، «زما ماشومانو د غریبۍ پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادي ستونزو د حلولو لپاره پلاستیکي کوتۍ راټولولې او بیا یې خرڅولې چې نفقه پرې برابره کړي، لاکن ما درې بچیان له لاسه ورکړل.»

د ځمکنیو ماینونو دوامدار خطر

په سیمه کې د ماین پاکۍ د ځایي ادارو په وینا، د افغانستان په لوېدیځ زون کې له ۵۰ مربع کیلومترو څخه ډېره ځمکه، چې په کې ۱۵ مربع کیلومتره یواځې په هرات ولایت کې ده، په ماینونو او چاودېدونکو توکو باندې لړلې ده.‌

په لوېدیځ زون کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې منتظم عبدالجلیل صادق وویل، په لویدیځ زون کې هره میاشت په اوسط ډول د ۸ او ۱۰ تر منځ ملکي خلک د ناچاودو ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې وژل کیږي.

هغه وویل، «په وروستیو کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو عملیات ولاړ دي، او دغه کار د ناچاودو مهماتو حتمي خطر زیات کړی دی. یو شمېر مرستندویو هېوادونو د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده. یو ځل چې مالي مرسته راشي، موږ به د ماین پاکۍ عملیات بیا پيل کړو.»

هغه وویل، «د استوګنې په ځینو سیمو کې د ځمکنیو ماینونو او نورو ناچاودو وسیلو خطر ډېر زیات دی. هغه د ځایي خلکو او په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو ژوند ګواښي چې د دغو وسیلو له ویجاړوونکي اغېز څخه خبر نه دي.»

افغانستان په دوامداره توګه د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د نږدې څلورو لسیزو د اوږدې جګړې له امله ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو ډېر اغېزمن کړي دي.

په تېرو ۲۰ کالونو کې په پراخه کچه د سړک د غاړې ماینونو استعمال ډېر سړکونه خطرناک کړي دي.

شنونکي وایي، د دغو ټولو ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو راسپړل او شنډول اسان کار نه دی او ډېر کالونه وخت به وغواړي.

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، «د ماین پاکۍ عملیات امکاناتو او مسلکي کسانو ته اړتیا لري، چې له بده مرغه دا وخت نشته. د شرایطو په پام کې نیولو سره، دا اسان کار نه دی چې اړتیا وړ ظرفیت او منابع چمتو کړل شي.»

نړۍ وال ملاتړ ته اړتیا ده

هغه وویل، «که نړۍ واله ټولنه د افغانانو تر څنګ ونه درېږي او کافي اندازه ملاتړ برابر نه کړي،‌ له ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو څخه د افغانستان د خاورې پاکول به امکان ونه لري.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، که ماینونه د هرات ښار په مرکز کې ملکي خلکو ته دومره ډېر خطر پېښوي، کېدی شي چې په لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې وضعیت تر دې ډېر زیات خطرناک وي.‌

هغه وویل، «د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په هر ځای کې ماینونه کرل شوي، او دغه ناچاوده توکي اکثر اوس هم تر ځمکې لاندې خښ دي. هر څوک چې په دغو ماینونو به پښه کېږدي هغه به ووژل شي.»

سادات زیاته کړه، «ځمکني ماینونه او ناچاوده مهمات داسې حقیقي ګواښونه دی چې باید تر یوه پیاوړي او همغږي پروګرام لاندې شنډ کړای شي.‌ که چېرې مقامات د دغو احتمالي‌ خطرونو له پامه غورځولو ته دوام ورکړي، د ډېرو بې ګناه افغانانو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

عامه پوهاوی تیم

ځواب ورکړئ

افغانستان اوس نسبتاً امن دی. خلک یو څه ډاډه دي. افغانستان ته د ګرځندوی سفرونه هم زیات شوي دي. نو په کار ده چې مسؤل چارواکي او او د ماین پاکۍ مؤسسې لاس په کار شي او دغه د غم ټغر ورټول کړي چې نور خلک پرې ناسته ونه کړي. افغانانو په تېرو ۴۰ کلونو کې ډېرې ناخوالې ولېدلې. نور باید په جګړو کې ښکیل نه شي. حق لري چې ژوند وکړي. تعلیم او تحصیل وکړي. خپل وطن جوړ کړي. ګرځندویان یې وطن ته د سیل لپاره راشي، نه د جګړو لپاره. افغانانو شرخوښي خلک نه دي خو متاسفانه چې جګړه پرې تپل شوې او په جګړه کې رالوی شوي. بس دی نور دې د افغان په خاوره بم نه چاودېږي. د توپک ډز دې په کې نه کېږي. خلک دې په بېلا بېلو نومونو نه بمبار کېږي. د ژوند حق دې ترې نه اخیستل کېږي. بیا مو هم هیله ده چې د ماین پاکۍ مؤسسې او مسؤلین دې دې برخې ته توجه وکړي چې نور بې ګناه خلک د دې ناچاودو توکو ښکار نه شي.

ځواب ورکړئ

نړې دې د اوکراین جګړې له امله افغانستان نه هيروي. لازمه ده چې نړيواله ټولنه په دې سختو حالاتو کې افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې پاملرنې او مرستو ته دوام ورکري. له کله چې روسیې په اوکراین برید کړی، نړیوالې ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو افغانستان له یاده اېستلی دی. په کار داده چې په دې سختو حالاتو کې افغانان یوازې پرېښودل شي او لاسنیوی یې وشي. څو د بشري ناورین څخه مخه ونیول شي. افغان اوس په ډېر بد حالت کې دي. دا نن د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وویل، چې دا هېواد له اوږدې مودې راهیسې د روزل شویو روغتیايي متخصصانو له کمبود سره مخامخ دی. د دې ادارې په د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۸ کې هرو لسو زرو کسانو ته ۲۳ ډاکټران او نرسان لرل، چې د وګړو یوازې ۴.۶ سلنه اړتیاوو ته یې ځواب ویلی شوای. خو د پخواني حکومت له ړنګېدو سره سم، روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو د نه ورکړې او د امنیتي شرایطو په هکله د ډاډ نشتوالي له کبله د روغتیايي کارکوونکو بې میلي ښايي دا شمېره نوره هم لوړه کړې وي. نه یوازې چې د افغانستان په روغتیايي سکتور کې دا ستونزه ده، بلکې تعلیم، تحصیل، اقتصاد، امنیت او بل هره برخه کې ګڼ شمېر ستونزي دي چې د نړیوالو په ملاتړ سره حل کېدای شي.

ځواب ورکړئ

نړۍ دومره شتمنه ده چې د جنګ لپاره کافي پیسې او وسلې لري خو په عینې وخت کې دومره غریبه ده چې نړیوال غربت نشي کابو کولای. جواد ځدراڼ

ځواب ورکړئ