امنیت

ګډ نوښت په کندوز کې د ځمکنیو ماینونو په هکله د پوهاوي کچه لوړوي

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د افغانستان په کندوز ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په هکله د زده کوونکو د پوهاوي په موخه د پوهاوي دوه اونۍ کمپاین پیل کړی دی. [عبدالکریم دشتي/سلام ټایمز]

کندوز -- د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د کندوز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دوو اونیو په مخه یو کمپاین تمویلوي چې زده کوونکي د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په هکله خبر کړي.

د براون پوهنتون د ۱۳۹۸ لمریز کال د یوې څېړنې له مخې، «په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو د ککړتیا لویه برخه د ۱۹۸۰ لسیزه کې پیل شول کله چې شورويانو د دفاعي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه ځمکني ماینونه خښ کړل».

دا کمپاین به، چې د وري په ۱۵مه د افغانستان د وطن د ځوانانو د ټولنیز نوښت موسسې (اېچ وای اېس آی او) له خوا پلي شوی، تر راتلونکې پنجشنبې /د وري ۳۱مې/ پورې دوام وکړي.

په کندوز کې د اېچ وای اېس آی او رییس اکلیل جسور وویل، په وروستیو کلونو کې، په کندوز کې د پراخو جګړو او ناامنیو په ترڅ کې ماشومان په متواتره توګه ښوونځي ته د تګ راتګ پر وخت له نامعلومو شیانو سره مخامخ شوي، چې دا د پوهاوي د کمپاین د پيلېدلو لپاره یوه انګېزه وه.

په دې عکس کې چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د افغانستان د وطن ځوانانو د ټولنیز نوښت سازمان (اېچ وای اېس آی او) د پوهاوي د ټیم یو غړی د وري په ۱۸مه د کندوز ښار د فاطمة الزهرا لومړني ښوونځي کې زده کوونکو ته د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په هکله پریزنټیشن وړاندې کوي.

په دې عکس کې چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د افغانستان د وطن ځوانانو د ټولنیز نوښت سازمان (اېچ وای اېس آی او) د پوهاوي د ټیم یو غړی د وري په ۱۸مه د کندوز ښار د فاطمة الزهرا لومړني ښوونځي کې زده کوونکو ته د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په هکله پریزنټیشن وړاندې کوي.

جسور وویل، «موږ د ولایت په مرکز او نهو ولسوالیو کې د پوهاوي ۱۵ ورځنی کمپاین په رسمي توګه پیل کړ،»

هغه وویل، «زموږ ګرځنده ټیمونه به د ښوونځيو ماشومانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په هکله معلومات ورکړي».

هغه د وري په ۱۸مه وویل، «په تیرو دوو ورځو کې، موږ له ۲۰۰۰ څخه ډېرو نارینه او ښځینه زده کونکو ته معلومات ورکړي دي، څو هغوی وکولی شي مختلف ډول ماینونه او نامعلوم شیان وپیژني او لاس ور نه وړي.»

جسور وویل، «دا کمپاین نه یواځې په ښوونځیو کې بلکې په تعلیمي مرکزونو، جوماتونو، دیني مدرسو، دارالایتامونو او هغو سیمو کې هم ترسره کیږي چې هلته داخلي بې ځایه شوي کسان ژوند کوي».

هغه وویل، «د دې کمپاین پلي کول به د ملکي تلفاتو، په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې، مخه ونیسي.»

جسور پر هغو کسانو، چې له کمپاین څخه یې زده کړې کړي، غږ وکړ چې د کمپاین پیغامونه نورو ته ورسوي او د خپلو همکارانو په وړاندې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

پټ دښمن

د کندوز اوسېدونکیو او د ښوونځيو زده کوونکو وویل، د افغانستان د راتلونکي نسل ښوونه کولی شي د کورنیو ترمنځ د پوهاوي په لوړولو او د ملکي تلفاتو په کمولو کې مرسته وکړي.

د کندوز ښار اوسيدونکي، عبدالکبير عشرت، چې ٢٧ کاله عمر لري، وويل، ماشومان او زده کوونکي لا هم د ماينونو او ناچاودو توکو اصلي قربانيان دي، په ځانګړې توګه په ولسواليو کې، او زياته یې کړه چې لیرې پرتې سيمې زياتو تعليمي پروګرامونو ته اړتيا لري.

عشرت وویل، «په کندوز کې د ځمکنیو ماینونو خطر د ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د زده کوونکو لپاره خورا جدي دی، له همدې امله غیرحکومتي موسسو د پوهاوي پروګرامونو لپاره لومړی ماشومان په نښه کړل،»

هغه زیاته کړه، «د ښوونځیو د ماشومانو لپاره د پوهاوي کمپاین به د ماینونو په چاودنو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې... او د ترهګرو ډلو له خوا له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې مخه ونیسي.»

د کندوز ښار د فاطمه زهرا د نجونو د لېسې د پنځم ټولګي زده کوونکې، تبسم حیدري، چې ۱۳ کاله عمر لري، وویل، هغې د یونیسف د تعلیمي پروګرامونو له لارې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړي دي.

هغې وويل، «موږ بايد نامعلومو شيانو ته لاس ورنه وړو، او کله چې موږ دا ډول توکي وينو بايد سمدلاسه د کورنۍ غړي او يا له موږ څخه مشران خلک چې راته نږدې وي، خبر کړو.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «موږ دا زده کړل چې یو ماین یا نامعلوم فلزي شي ته، چې په سړک یا په یوه خرابه کې وینو، لاس ورنه وړو ځکه چې هغوی د انسانانو ژوند ته خطر پېښولی شي،»

په کندوز ښار کې د خواجه مشهد د نجونو د لېسې د څلورم ټولګي زده کوونکې تهمینه صدیقي چې ۱۱ کاله عمر لري، وویل، «د یونیسف د ټیمونو له خوا د لومړنیو زده کړو له ترلاسه کولو وروسته، ما زده کړل چې که زه له چاودیدونکيو توکو او نامعلومو شیانو سره مخامخ شم، زه باید هغوی ته لاس ورنه وړم او د خپلو مشرانو له لارې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړم،»

هغې وويل، «موږ مخکې دا ډول توکي نه پېژندل، خو اوس پوه شوو چې کوم ډول فلزات ماينونه او چاودېدونکي توکي دي.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «هغوی د پوسترونو له لارې بېلابېل ډوله ماینونه او نامعلوم توکي معرفي کړل. اوس موږ کولی شو هر ډول شکمن شی وپېژنو،»

جدي هڅې

که څه هم په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو هڅې روانې دي، خو لا هم د ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو توکو چاودنې په هېواد کې د ګڼ شمېر ملکي خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.

په کندوز کې د ماین پاکۍ ادارې چارواکي وايي، ماینونه او ناچاوده توکي اوس هم د ولایت په زیان منونکو سیمو کې شته. د دغې ادارې کارمندان د ځمکني ماینونو سره تړلي خطرونو کمولو لپاره کار کوي.

د افغانستان د شمال ختیځو سیمو لپاره د ماین پاکۍ د ادارې رییس سید اقا عتیق وویل، دا مهال په کندوز ولایت کې ۶۵ سیمې په ځمکنیو ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو باندې ککړې دي، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ۳۷ کلیو او اوو ولسوالیو کې له نهه مربع کیلومترو څخه ډېر پراخوالی لري.

هغه وویل، «په تیرو دوو کلونو کې، موږ ته له جګړې څخه د را پاتې سلګونو ناچاودو توکو په هکله راپورونه راکړل شوي ... او له منځه وړل شوي دي.»

هغه د وري په ۲۰مه وویل، «همدارنګه، د خان آباد، دشت ارچي، امام صیب، چهار درې او علي آباد ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې له درې مربع کیلومترو ډېره سیمه پاکه شوې ده.»

هغه زیاته کړه، «د ۱۳۹۹ د مرغومي له ۱۲مې څخه د ۱۴۰۱ کال د کب تر میاشتې پورې، موږ ته د ۱۱۰ ملکي تلفاتو خبر رارسېدلی؛ چې ۷۱ ټپیان او ۳۹ تنه وژل شوي دي. د هغوی تقریبا ۷۰٪ له ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومان دي. تلفات ۴۰٪ د ځمکنیو ماینونو او ۶۰٪ د ناچاودو توکو له امله دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «موږ د کندز ولایت په هره ولسوالۍ کې هر کلی سروې کړی دی. د سروې په ټیمونو کې داسې ټیمونه شامل وو چې ناچاوده توکي یې شنډول... داسې ټیمونه په کې شامل وو چې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په هکله یې پوهاوی وړاندې کاوه، او داسې ټیمونه چې د ملکي تلفاتو په هکله یې معلومات راټولول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ډېر افتخار کوم چې د دې کمپاین غړی یم.

ځواب ورکړئ

د ماینونو او ناچاودو توکو په هکله معلومات خپرول واقعا ډېر ضروري دي. هر کال په زرګونو افغانان په ځانګړې توګه ماشومان د همدغو خطرناکو وسیلو د چاودنې په نتیجه کې وژل کیږي یا معلول کیږي. په دې هکله چې څومره ډېر معلومات خپاره شي او خلکو ته ورسول شي، بیا هم کم دي. زمونږ یو ملګری و. زما همزولی و. هغه د خسو راټولولو لپاره راغه ته تللی و. هلته یې یوه ناچاوده مرمۍ په کولنګ وهلې وه. د چاودنې په نتیجه کې هغه پخپله ځای په ځای وژل شوی و. اصلا د ماینونو په هکله معلومات باید د افغانستان د ښوونځيو په کتابونو کې درج شي او ماشومان وپوهول شي چې نا اشنا وسیلو ته لاس ور نه وړي. دغه راز، په کورونو کې ښځې هم باید وپوهول شي او د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په هکله معلومات ورکول شي.

ځواب ورکړئ

څو کاله وړاندې مې د بي بي سي یو راپور لوستی و. په کې ویل شوي و، چې کله د شوروي سرې لښکرې له افغانستان څخه ووتلې، په دغه هېواد کې يې تر ځمکې لاندې ګڼ ماینونه افغانانو ته په ميراث پرېښودل. وروسته بیا دغو ماینونو له زرګونو افغانانو پښې، لاسونه او سترګې واخیستې او ګڼ يې ووژل او لا هم دغه لړۍ روانه ده... او متاسفانه چې لا هم د افغانستان په نږدې څلورمه برخه کې د شوروي د وخت خطرناک ماینونه پاتې دي. په راپور کې مې دا هم لوستي و، چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نږدې دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو. د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې شوروي لښکرو نږدې اویا ډوله ماینونه په بېلا بېلو سيمو کې ښخ کړي، چې ځينې خطرناک هغه يې لا هم تر ځمکې لاندې شته. دا چې افغانان د نسوارو شوکیان دي نو په افغانستان کې یې نور څه خو پرېږده د نسوارو د کولپۍ یا ډبي په څېر ګڼ داسې ماینونه جوړ کړل چې خلک پرې تېر وځي او راوايې خلي. له دغو نااشنا توکو سره د خلکو نابلدتیا هم ډېر افغانان له سترګو، پښو او لاسونو خلاص کړل. خو ویلی شو چې لا هم په افغانستان کې د روسي ځواکونو وروسته هم یو شمېر بنسټونو په ذریعه ځیني سیمې په بمونو وپوښل شوې. مثلاً د طالبانو او د جمهوریت د ځواکونو ترمنځ چې په کومو سیمو کې جګړې کېدې نو پرېمانه بمونه وکرل شول چې ښايي کلونه کلونه وخت ونیسي چې راووېستل او شنډ کړل شي. دا اوس هم په افغانستان کې د ماین پاکۍ مؤسسې فعالیت کوی، هیله ده هغه سیمو ته لومړیتوب ورکړي چې تېرو دوو لسیزو کې هلته جګړه تېره شوې. د روسانو د وخت خو لا په خپل حال پرېږده.

ځواب ورکړئ

له هغه وخت نه چې روسانو پر افغانستان برید کړی و، په افغانستان کې ډېر ناچاوده ماینونه پاتې دي. دغو ماینونو زموږ ډېر هېوادوال وژلي دي. د ماین پاکۍ موسسې له ۱۳۷۲ کال راهیسې ماینونه او ناچاوده توکي راټولوي، مګر تر اوسه یې پای ته نه دي رسیدلي. په افغانستان کې د ماینونو د خپراوي اصلي لامل دا دی چې لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده. په جګړه کې ښکیلې ډلې اوس هم پر ځمکه ماینونه ښخوي. مونږ له یونیسف څخه مننه کوو چې په کندز ولایت کې یې په ښوونځیو، جوماتونو او یتیم خانو کې د ماین پاکۍ په برخه کې د پوهاوي کمپاین پیل کړی دی. مونږ افغانان د ملګرو ملتونو له دغه پروګرام څخه چې د یونیسف ادارې له لارې ترسره کیږي خوښ یو. اکثره ماشومان په کوڅو کې اوسپنیز او پلاستیکي شیان لټوي او اوسپنیز شیان راټولوي او بیا یې پلوري. ماشومان نه پوهیږي چې دا زړې اوسپنې ماینونه یا چاودیدونکي توکي ندي. په دې مطلب کې راغلي، ماینونه په افغانستان کې ډېر ماشومان وژني. د یونیسف دا پروګرام کولی شي ماشومان د ماینونو له خطر څخه خبر کړي، څو نور ماشومان ورته زړو اوسپنو ته لاس ور نه وړي.

ځواب ورکړئ

دا هڅې د ستاینې دي، خو هدف خلک باسد معلوم شي چې دا عامه پوهاوی چاته ورکول شي او څنګه ورته ورکول شي؟ د ښار خلک او د ولسوالیو د مرکزي ساحو خلک معمولاً اوس وخت کې چاود او ناچاود منفجره توکي پېژني او له خطرونو یې هم نبر دي. ځکه تېرو دوو لسیزو کې هم ورته د عامه پوهاوی کمپاینونه ترسره شوي او د روسانو له لوري خښ ماینونه معمولاً راایستل شوي او چاودنه ورکول شوې. که منفجره توکي دا مهال وي هم؛ نو هغو ساحو کې به وي چې د جمهوریت پوځیانو او طالبانو پکې جګړې کړي دي. په هر حال دا جلا بحث دی چې چا جګړې کړي، خو ټول د افغانانو په شر تمامې شوي. د ماین پاکۍ دغه ډول عامه پوهاوي کمپاینونه زما په نظر که په کلیوالو او غرنیو سیمو کې وشي ښه او موثر به وي چې نه د هغې سیمو مشران، نه ځوانان او نه ماشومان د منفجره توکو په هکله معلومات لري. آن داسې هم شوي چې ماشومانو بم پیدا کړی، کور ته یې راوړی د کور یوه مشر آهنګر ته وړی څو په کرنه یا ورځنۍ راکړه ورکړه کې د استفادې وړ یو څه ترې جوړ کړي. نو د غرنیو او کلیوالو سیمو خلکو ته که دا پوهاوی ورکول شي لګښتونه به بې ځایه نه وي، بلک خیر به یې په رښتیا رسېدلی وي...

ځواب ورکړئ

له یونیسف څخه باید مننه وشي، ځکه چې د ماین پاکۍ پروژه او د ناچاودو قانون سره آشنا کول د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د کندوز د اوسیدونکو لپاره یو ګټور پروګرام دی. په دې برخه کې د خلکو د پوهولو لپاره ګمارل شوي ښوونکي او روزونکي مکلف دي چې د خلکو د پوهاوي لپاره خپله ټوله هڅه وکړي او مونږ له یونیسف څخه غوښتنه کوو چې دا ډول ګټور پروګرامونه په نورو زیان منونکو ولایتونو کې هم پیل کړي.

ځواب ورکړئ