اقتصاد

ملګري ملتونه په کندوز کې د ۱۸۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره د نهر جوړول تمویلوي

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په کندوز ولایت کې د یوه نهر جوړونه پيل کړې چې له ۱۸۰۰ هکتارو څخه ډېره زراعتي ځمکه به خړوبه کړي. د محلي چارواکو په وینا، په دې پروژه باندې به ۳۰۰۰۰۰ ډالر لګښت راشي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

کندوز -- د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په کندوز ولایت کې د یوه نهر رغونه پیل کړې چې له ۹۰۰۰ جریبو (۱۸۰۰ هکتارو) څخه ډېره زراعتي ځمکه به خړوبه کړي.

په کندوز کې د امو سیند د سیمه ییزې ادارې چارواکو وویل، په دې پروژه باندې به چې په قلعه زال ولسوالۍ کې تطبیق شي، ۳۰۰۰۰۰ ډالر لګښت راشي.

د امو سیند د سیمه ییزې ادارې رییس عبدالرفیع مجتبی وویل، د نهر د رغونې کار د سلواغې په ۱۷مه د قلعه زال په وکیل جنګل سیمه کې پيل شو. تمه ده چې دا پروژه په درې میاشتو کې دننه بشپړه شي.

وکیل جنګل په دې ولسوالۍ کې یوه لویه سیمه تر پوښښ لاندې راولي، چې څو واړه او لوی کلي په کې شامل دي.

په دې سکرین شاټ عکس کې چې د سلواغې په ۱۷مه اخیستل شوی، یو اېکسکواټور د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوبه لګولو په یوه نهر باندې کار کوي.

په دې سکرین شاټ عکس کې چې د سلواغې په ۱۷مه اخیستل شوی، یو اېکسکواټور د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوبه لګولو په یوه نهر باندې کار کوي.

هغه وویل، «دا نهر ۱۲۰۰ متره اوږد، ۲.۵ متره پلن او ۴ متره لوړ دی،» او زیاته یې کړه چې دا پروژه د اېف ای او له خوا تمویل شوې ده.

هغه زیاته کړه، «محلي خلک له څو کلونو راهیسې د لګولو اوبو له کموالي سره مخامخ ول، خو د دې پروژې له بشپړېدلو څخه وروسته به نه یوازې دا چې د اوبه خور اوبه تامین شي بلکې دغه راز به له ۱۸۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.»

هغه وویل، «د دې پروژې په بشپړېدلو سره به، د اوبه خور د اوبو وېش بهتر شي او د اوبو د ضیاع مخه به ونیول شي،» او زیاته یې کړه چې دا پروژه به خواوشا ۸۰۰۰ محلي اوسېدونکیو ته د درې میاشتو په مخه کاري فرصتونه هم برابر کړي.

د پلې کوونکې ادارې یوه چارواکي عبداللطیف نصیر سلام ټایمز ته وویل چې د هغه اداره به دا پروژه له نژدې څخه تعقیب کړي او په لوړ کیفیت به کار ترسره کړي.

هغه وویل، «زمونږ بزګران هر کال د اوبه خور د اوبو صحیح بېخبنا لکه بندونو، نهرونو او استنادي دېوالونو له نشتوالي څخه کړېږي.»

هغه وویل، «مونږ ژمن یو چې دا پروژه په لوړ کیفیت سره ترسره کړو څو دغه بېخبنا ډېر کالونه دوام وکړي.»

هغه وویل، «د بندونو او د اوبه خور د نهرونو جوړول دوه ګټې لري: هم به زمونږ اوبه په منظم ډول مدیریت شي، او هم به د بزګرانو ژوند ورسره ښه شي.»

نوموړي وویل، «زه د سیمې له مشرانو څخه مننه کوم چې خیریه موسسې یې وهڅولې څو د هغوی په اړوندو سیمو کې د پرمختګ بنسټ کېږدي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ باید په یاد ولرو چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی او د هغه اقتصاد په زراعت او کرنه باندې متکي دی.»

د بزګرانو اړتیاوې پوره کول

په قلعه زال ولسوالۍ کې بزګرانو د اوبه خور د نهر د رغېدلو هرکلی کړی دی.

د وکیل جنګل د سیمې یوه بزګر غلام حیدر چې ۵۸ کاله عمر لري، وویل، «مونږ له ډېرو کلونو راهیسې د اوبو د کمښت له امله له ګڼ شمېر ننګونو سره مخامخ یو.»

هغه وویل، «دا له دې امله چې زمونږ نهر هر کال د اوبو د سطحو د پورته کېدلو له امله ویجاړیږي او بزګران یې د بیارغونې وس نه لري.»

هغه وویل، «د وکیل جنګل نهر په یوه نسبتاً لوړه سیمه کې واقع دی، خو د اقتېپې ویاله د قلعه زال ولسوالۍ په مرکز کې په یوه ټیټه سیمه کې پرته ده. کله چې اوبه د وکیل جنګل په نهر کې بهېږي، دا چې سیمه دښته ده، خپله لاره د اقتېپې ویالې ته وباسي او زمونږ نهر وچ پاتې کیږي.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې زمونږ بزګرانو ته د کرنې د اوبو د نشتوالي له امله له څو کلونو راهیسې ډېر زیات زیانونه ور اوړي. اوس چې د نهر د رغونې کار پیل شوی، مونږ ډېر خوښ یو چې مونږ به په درې میاشتو کې دننه د لګولو اوبو ته لاسرسی ولرو.»

حیدر وویل، «جنګ له ۴۰ کلونو راهیسې روان دی، مونږ نه د اوبو بند لرو او نه د اوبه خور نهر، سرک او برېښنا لرو. مونږ په خیریه موسسو باندې غږ کوو چې لا نوره مرسته وکړي.»

په وکیل جنګل سیمه کې یوه قومي مشر بسم الله رشیدي چې ۶۷ کاله عمر لري، وویل هر کال محلي اوسېدونکي راټولېږي او په موقت ډول د نهر ماتې شوې برخې رغوي څو اوبه د هغوی زراعتي ځمکې ته ورسیږي.

هغه وویل، «البته، زمونږ د رغونې کار د اوبو د سطحو د لوړوالي له امله ډېر دوام نه کوي، ځکه چې د اوبو د سطحو په لوړېدلو سره تل نهر ویجاړیږي.»

هغه وویل، «مونږ د نهر د بشپړولو لپاره په مکرر ډول غوښتنې کړي دي، خو هېڅ موسسه هم دې ته چمتو نه وه چې له مونږ سره همکاري وکړي،» او زیاته یې کړه چې، «مونږ ډېر خوښ یو چې د اېف ای او موسسه له مونږ سره د دې مهمې او حیاتي پروژې په رغولو کې مرسته کوي.»

دغه راز، رشیدي د اتصال هغو مسایلو ته اشاره وکړه چې د هغه کلی د سرکونو د خرابوالي له امله ورسره مخامخ دی او اکثر وختونه د ناروغانو د ژوند په قیمت تمامیږي ځکه هغوی نشي کولی چې په وخت سره روغتیايي مرکزونو ته ورسیږي.‌

هغه زیاته کړه، «مونږ برېښنا نه لرو او په تیاره کې ژوند کوو. سربېره پر دې، مونږ په خپل کلي کې نه کلینیک لرو او نه نسایي – ولادي ډاکتره لرو.»

د رغونې د پروژو هرکلی

د قلعه زاال ولسوال رحمت شاه وقاص د سیمې په اوسېدونکیو باندې غږ وکړ چې د پروژې د تطبیق په دوره کې له رغوونکیو سره مرسته وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د قلعه زال ولسوالۍ خلک، په ځانګړې توګه بزګران له کلونو راهیسې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي. په ځینو سیمو کې، خلک کافي اندازه اوبو ته لاسرسی نه لري، او ډېر یې د خپلو سیمو پرېښودلو ته مجبور شوي دي.»

ولایتي استازي عبدالباقي مدني وویل، «مونږ هیله لرو چې نه یوازې په قلعه زال ولسوالۍ بلکې دغه راز په ټول کندوز کې به لا نورې پرمختیایي پروژې تطبیق شي، او خلک به منابعو ته لاسرسی ولري او یو بهتر ژوند به جوړ کړي.»

هغه وویل، «د نهر په جوړېدلو سره، زه هیله لرم چې زمونږ بزګران به د وریژو او غنمو تر څنګ د نورو موسمي فصلونو کرلو ته وهڅول شي او یو ښه حاصل به ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له عبیدالله احمدي او تاسو څخه مننه.

ځواب ورکړئ

له ملګرو ملتونو مننه پکار ده چې د دومره زیاتې ځمکې خړوبولو لپاره یې د نهر جوړول پیل کړي دي. د افغانستان په داخل کې چې کومې اوبه بهیږي ضرر یې خپله خلکو ته رسیږي خو ګټه ترې ګاونډي هېوادونه اخلي که داسې نهرونه او بندونه ورته جوړ کړل شي ګټه به هم خلکو ته ورسیږي او هم به د موسمي بارانونو پر مهال تاوان نه رسیږي. د اوبو د مهار برخه کې جاپاني ډاکتر تتڅو ناکامورا د ننګرهار خلکو ته کار وکړ چې له مرګ وروسته تر نن پورې د خلکو په ژبه اوړي رااوړي. داسې چې ملګري ملتونه خپله بودیجه د نهرونو په جوړولو مصرفوي خلکو ته به یې کارونه قابل د قدر وي.

ځواب ورکړئ

ملګري ملتونه په ریښتیا هم افغانستان جوړوي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف ای او) له خوا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو لګولو د کانالونو جوړول د دې ښکارندویي کوي، چې ملګري ملتونه افغانستان بیا رغوي. د سلام ټایمز دا راپور مې ولوست او د خوښۍ احساس مې وکړ. د اوبولګولو د کانال په جوړیدلو سره به د کندوز ولایت بزګران وکولی شي چې خپلو کرنیزو ځمکو ته پراختیا ورکړي او له خپلو کرنیزو ځمکو څخه ډیر عاید ترلاسه کړي چې په دې سره به د دوی اقتصاد او افغانستان پیاوړی شي. په روان کال کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې غوره مهمې پروژې پیل کړې. د ملګرو ملتونو دا ټولې پروژې به د افغانستان د بې وزلو خلکو برخلیک بدل کړي. موږ، د افغانستان خلک، له ملګرو ملتونو څخه مننه کوو چې موږ یې یوازې نه پرې نښودو او تل په دې شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېدل.

ځواب ورکړئ

د دې خبر په لوستلو مې کټ مې د ننګرهار کامې، ښېوې او بهسود ولسوالۍ او ډاکتر تتسو ناکامورا سترګو ته نیغ ودرېدل. ای کاش چې ډاکتر تتسو ناکامورا ژوندی وی او نن ورځ یې د یادو ولسوالیو ښیرازي او سرسبزي لیدلې وه. ناکامورا چې یو جاپاني الاصله افغان وو د ننګرهار ولسونو ته یې نهایت زیات خدمت وکړ. هغه غوښتل وچې دشتې ابادې کړي او ډېر په چټکۍ روان وو چې د افغانستان د دښمنانو له خوا ووژل شو. موږ د نومړوي د کړیو کارونو قدردانی هیڅکله نه شو کولی. هغه خپله ښایسته او مفشنه زندګي پرېښې وه خو راغلی و، څو موږ ته وطن اباد کړي مګر متاسفانه چې موږ یې ژوند ورته ونشو ژغورلی. هغه پوهېده چې د افغان په ژوند کې د بدلون لپاره لومړی باید د افغانستان اوبه مهار شي ځکه ځمکه یې حاصل خېزه او خلک په کروندو بوخت دي نو اوبه ورته مهمې دي. ناکامورا د افغانانو اتل و. هغه خپل کار او ژوند د افغانان ژوند ښه والي ته ځانګړی کړی و، افغانستان کې يې د اوبخور او کرنې ښه والي لپاره کار کاوه. خو پنجاب د وطني نامردانو پر مټ وواژه. کندز کې چې د دې کانال د رغونې چارې روانې دي، ډېر د خوښۍ ځای دی. ای کاش چې د افغانستان اوبه مهار شي. بندونه پرې جوړ شي. د کار زمینه برابره شي. ونې او بوټي به د اوبو له کنټرول سره شنه شي. برښنا به جوړه شي. کارخانې به ورغېږي. منظم د کرنې سیستم به موجود وي. خوله به مو ګاونډیانو ته نه وي نیولي...

ځواب ورکړئ